نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زمونږ د معصوم ځلمیان راتلونکی
مساپر
14.12.2011
جيو تلويزيون : پوليسو په کراچۍ داسې ديني مدرسه موندلې، چې ځانمرګي په کې روزل کېدل
دکراچۍ دپولیسو مشر الطاف وايي : دکراچۍ پولیسو په یوې دیني مدرسه کې نږدې شپیته تنه داسې ماشومان موندلې دي ،چې په ځنځیرونو تړل شوې وو او پر بدن یې دوهلو نښې هم له ورایه ښکاریدلې دالطاف دمعلوماتو له مخې : پولیسوددوشنبې شپه ناوخته دکراچۍ په سوراپ سیمه کې داستخباراتي معلوماتو پر بنسټ د جامعة زکریا په نوم یوه دیني مدرسه محاصره کړه او له مدرسې څخه یې شپیته تنه ماشومان تر لاسه کړل ،چې عمرونه یې له پنځلس کلنۍ نیولې تر پنځه دیرشو پورې وو دوی له پښو او لاسو څخه تړل شوې وو ، او دهمدې مدرسې په تلخونه ( زیرزمینۍ ) کې ساتل کیدل ،چې ډیری یې دپښتونخوا ، کراچۍ او افغانستان وو .
الطاف زیاتوي " موږ تلخونې ته ورښکته شوو ، شپیته تنه مو وموندل ،چې ډیری یې ماشومان وو ، رښتیا هم پردوی ډیر تیری شوې وو ، وهل شوې دي ، موږ به ددوی طبي معاینه هم کوو ، ځکه ځینو ماشومانو وویل : پر موږ جنسي تیری هم شوې دی دا ماشومان له ډیر وخته دلته ساتل کېدل ، ځینو دلته دوه ، یو ، شپږ میاشتې ، څلور میاشتې تیرې کړې دي " .
پولیس دمحاصرې پر مهال دوه کسه نیولي دي ،چې دنده یې دهمدې ماشومانو ساتنه او پالنه وه یو کس دقاري عثمان نومیږي ،چې دمدرسې دمدیر / مهتمم دی او بل کس مفتي داود دی ،چې له ماسخوتن وروسته به یې مدرسه قاري عثمان ته سپارله او عمومي دروازه به یې ورپسې کولپ کړه او خپل کور ته به روان شو .
یوماشوم وویل : موږ یې دلته بندیان کړې وو ، دجهاد روزنه یې راکوله ،طالبان یې راڅخه جوړول او دا به یې راته ویل : دلته به هر څه زده کړې بیا به له دې ځایه ځې له خیره . بل ماشوم ویل : زما پلار دمیاشتې نږدې دیارلس زره کلدارې هم ورکولې ، خو زما پلار ته دا اجازه نه وه ،چې له ما سره وګوري زموږ ډوډۍ ډیره خرابه وه .