نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ټول افغان د ازادۍ وسلوال پاڅون؟!
رښتینی
11.12.2011
د ټول افغان د ازادۍ وسلوال پاڅون؟!
په زړو موضوعاتو نوی عنوان ځړول شوی دی !!
په ټول افغان کې خو وسلوال پآڅون تل ناروا اوکوږ بلل شوی دی
او دلته آن کوربنو هم هغه میلمانه نازولي دې چې هغوی وسلوال مقاومت
دپردیو دلاس آله بللی دی نوڅنګه په داسې ویب پاڼه کې دوسلوال پاڅون
عنوان ټاکلوته زړه ښه شوی دی ؟!!
دلته به ددې عنوان ټاکونکی خامخا له وسلوال پاڅون څخه هغه پآڅون نه مراد
کوې چې موږ به یې ملاتړکاوه او ده به یې دملاتیر واهه نو یوڅه خو مو دي پوه کړي
اوبیا په دې چې ولې هغه نوې فورم ته دا عنوان نه ټاکل کیدی چې دې زاړه فورم ته
ټاکل شوی دی ؟؟
په مینه ...
Naeem sadat
11.12.2011
ګراڼو وروڼو السلام علیکم
محترم ورور رښتینی صاحب زه دا دومره وخت یو طرفه غربی تبلیغ ځورولی وم په تلویزیونونو کی په اخبارو کی او په انترنت کی ټول همدا یو طرفه تبلغ روان وو او دی
خو دلته په ټول افغان کی اړیکه دوطرفه ده په ټول افغان کی موږ ته موقع راکړل شوی ده چی د پوچ غربی تبلیغ په مقابل کی خپل دلایل ووایو چی د ټول افغان د اداری دا کار وقعاً د ستایلو وړ ده
او دا چی د ټول افغان اداری تصمیم نیولی چی دافغانستان د خلکو د بر حقه جهاد په مطبوعاتی برخه کی برخه واخلی دا ددوی حق دی او ددوی نه موږ ددی حق د صلبولو حق نلرو
Re: د ټول افغان د ازادۍ وسلوال پاڅون؟!
م . ق
12.12.2011
[quote:14641e7ecb="رښتینی"]په ټول افغان کې خو وسلوال پآڅون تل ناروا اوکوږ بلل شوی دی
او دلته آن کوربنو هم هغه میلمانه نازولي دې چې هغوی وسلوال مقاومت
دپردیو دلاس آله بللی دی [/quote:14641e7ecb]
سلامونه او احترامونه،
هغه وسلوال حرکت چې د اصلي دښمن پرځاي د عام پښتون ولس پرضد وي اوس هم ناروا او کوږ دی، بلکې بیخي مردود او منفور دی.
او کله چې څوک د خپل قوم او ولس په حق کې ظلم او غداري کوي نو معلومه خبره ده چې د اغیارو د لاس آلې او حربې به وي.
مننه او درنښت
رښتینی
12.12.2011
زما پوښتنه وطنمل صیب ته متوجه ده نور ملګرې دي زحمت
نه کوې دټولو منندوی یم په ځانګړي توګه دمبارز صیب :) :)
عادل عادل
13.12.2011
السلام علیکم
حامد صیب دا به خدای مکړه د اربکیانو د برنامې جز وي،
ښاغلی شهیر صیب هم وړ او خوندور ملګری دی،،،
مداخله مې وکړه،،،، حامد صاحب وبښی! :)
رښتینی
14.12.2011
عادل صاحب له مداخلي نه موډیره مننه کوم
او وطنمل هسي هم نه راځي راځئ موږ اوتاسو پرې راوڅرخیږو
اودحلیمي صیب په وینا ماپوښتني ته قید ځکه وراچولی و چې
اصلا داتغیرات او انقلابات دوطنمل په لاس کې دي نوښه ځواب
یې هم هغه راکولی شي
خو دلته مبارز صاحب رامنځته شو او سمدستي یې په خپل هدف ډزې پیل
کړي نو ماځکه دبیځایه لاس اوګریوان کیدلو دمخنیوي له پآره وخبرې ته
قید ورکړ :)
اوشهیر صیب هسي هم ولا که بد سړۍ وي په ما یوڅه ښه لګیږي .....
خو دی ډیرپه څنګ ګرځي او هروخت خواشینی ښکاري :(
م . ق
14.12.2011
[quote:f655268cc8="رښتینی"]عادل صاحب له مداخلي نه موډیره مننه کوم
او وطنمل هسي هم نه راځي راځئ موږ اوتاسو پرې راوڅرخیږو
اودحلیمي صیب په وینا ماپوښتني ته قید ځکه وراچولی و چې
اصلا داتغیرات او انقلابات دوطنمل په لاس کې دي نوښه ځواب
یې هم هغه راکولی شي
خو دلته مبارز صاحب رامنځته شو او سمدستي یې په خپل هدف ډزې پیل
کړي نو ماځکه دبیځایه لاس اوګریوان کیدلو دمخنیوي له پآره وخبرې ته
قید ورکړ :)
اوشهیر صیب هسي هم ولا که بد سړۍ وي په ما یوڅه ښه لګیږي .....
خو دی ډیرپه څنګ ګرځي او هروخت خواشینی ښکاري :([/quote:f655268cc8]
درنو او محترمو ورونو، سلامونه او احترامونه مې ومنئ.
لکه څرنګه چې د محترم ورور ښاغلي رښتیني صاحب اجازه وشوه چې ټول پدې بحث راڅرخیداي شي، نو زه به پرې هم راوڅرخیږم. :D
د طاغوتي نظام خلاف وسلوال پاڅون د هر مسلمان وجیبه او فریضه ده، برابره خبره ده که دغه طاغوتي نظام چې دوهم نوم یې دیموکراسي دی په پاکستان کې وي، ایران کې وي، سعودي کې وي او که افغانستان کې.
زه شخصا دطاغوت خلاف د هراسلامي وسلوال پاڅون تاید او حمایت کوم خو چې په اسلامي اصولو او اساساتو بناء وي.
نو زه د اسلام اساسات غواړم یعنې د نورو په اصطلاح بنسټپال یم خو زما نور ورونه بیا اساساتو ته توجه نه کوي او وایي چې اولیات باید وپیژنو نو زه وایم چې ورونو خو همدغه اساسات اولیات دي کنه،
نو زما او ستاسو ترمینځ صرف دغه فرق دی نور مونږ ټول محمدي لښکر یو.
محمد رسول الله والذین آمنوا معه اشداء علی الکفار رحماء بینهم.
والسلام علیکم ورحمة الله.
ډاکتر وطنمل
14.12.2011
درنو ورونو السلام عليکم و رحمۀ الله وبرکاته !
لر او بر پښتون ته ټول پښتون او لر او بر افغان ته هم ټول افغان وايي .
لرپښتون خپله سوله ييزه مبارزه لري او بر پښتون يې اوس پيلول غواړي نوځکه بايد [color=red:bbf6b57460]د ټول پښتون د يووالي او سوله ييزې پاڅون [/color:bbf6b57460]په نامه يادشي .
همدارنګه دبر افغان وسله وال پاڅون مشري بر طالب او د لر افغان وسله وال پاڅون لر طالب پر مخ بيايي ، نو د لر او بر افغان وسله وال پاڅون نوم ورکړ شوی و ،
چې اوس په نوي فوروم کې صرف د [color=yellow:bbf6b57460]لر او بر [/color:bbf6b57460]پرځای [color=blue:bbf6b57460]ټول[/color:bbf6b57460] ليکل شوی ،
او په همدې هيله دعا کوو چې دوی ته دې خدای توفيق ورکړي ، څو د لر او بر افغانستان دواړو آزادي خپل ګډ هدف وګرځوي
او تر اټکه پورې د ټول افغانستان د آزادۍ له پاره سره يوموټی شي ! لکه چې ومو ليدل دا وطن يواځې د يوې خوا په آزادۍ نه آزاديږي ،
صرف د شورويانوڅخه په آزادۍ ګټلو هم له ISI آ څخه آزاد نشو او صرف د امريکايانو څخه په آزادۍ به بيا هم له ISI څخه آزاد نشي .
يو موتی ټول افغان = لوی افغان به په خپله خاوره کې انشالله هم CIA او هم ISI دړې وړې کړي او احمد شاهي دوران به بيا راشي!
خوشحالخان خو ځکه وايي چې :
[color=red:bbf6b57460]په جهان د ننګيالو دي دا دوه کاره
...................................................... يابه وخوري ککرۍ يا به کامران شي .[/color:bbf6b57460]
larghonay laraway
14.12.2011
د ټول افغان د ازادۍ وسله وال پاڅون؟
په رښتيا چې عجيب او د خواشينۍ وړ سرليک دی!
زه خو نه پوهېږم چې پښتانه ولې د خپلو پښتنو په وينو نه مړېږي؟
که په ټول افغان کې ځينې طالب پلوه ليکوال دا هڅه وکړي نو ګيله ترې نه ده په کار ځکه چې هغوی يا په پټو سترګو د يو جاهل مطلق امارت مني چې د خندا وړ دی خو دا چې ټول افغان پښتانه هڅوي د پوره خواشينۍ وړ خبره ده!
ځکه چې ټول افغان تر دې دمه ريښتونی ټول افغان پاتې شوی ؤ خو اوس ښکاري چې د ملاعمر ويندويئ ته يې ځان کانديد کړی چې پرې خواشينی شوم!
که څوک رښتيا پښتون وي او په پښتنو يې زړه درد کوي نو هغه بايد پښتنو ته قلم ورکړي، نه وسله !
که په وسلو کيدی نو پښتنو له ادمه تر دې دمه ډزولي خو همدا اوس هم پښتانه تر ټولو ډېر بې سواده دي او حتی دومره چې رهبر يې هم بې سواده دی.
والله چې دا په اسلام ملنډې دي چې يو جاهل ته د مسلمانانو امر وويل شي.
زه په خپله په دغه وخت کې هيڅکله د وسله وال پاڅون ماڅون پلوی نه يم او هيڅکله دې هم خدای د دې جرات نه راکوي چې پښتانه د تباهۍ په لوري سوق کړم.
ما مخکې هم ويلي چې ملاعمر او کرزی د اباما تاليڅټي دي چې يو يې ځان (نيکی) کړی او بل (بدی) کړی او د پښتنو په نابودۍ پسې يې راخيستې ده.
پتوال
14.12.2011
د افغانستان آزادي او آبادي په هر افغان واجب ده او دا يواځې د پښتون کار نه دی !
که تر آباسينه پورې دافغان ټاټوبي خاوره غځېدلې وي ، چې غځېدلې ده، نو په لر اوبر افغان يوشان د ټول افغانستان آزادول فرض دي . همدارنګه يې ابادول هم مطرح اود هر افغان فرض . نو هغه ډلې چې د وطن آزادي اوز آبادي يو د بل په ضد کاروي او يايې سره بيلوي اصلاً يا ددې دواړو ټکو په معنی نه دي پوهېدلي او يا دکه پوهيږي دواړو موخو ددوښمنانو په جال کې ښکېل شوي دي او نشي کولای آزادي او آبادي سره وتړي !
که آبادي د آزادۍ په قيمت غواړي نو د کابل د لاسپوڅي حکومت او اشغالګرو تله به درنول غواړي او که بر عکس آزادي د آبادۍ په قيمت غواړي
نو د ISI او د هغه د ړندو پلويانو په پل به پل ږدي ، خو په حقيقت کې نه دوی او نه مقابل اړخ د ټول افغان د هڅو او غوښتنو استازيتوب کوي . د ټول افغان استازيتوب هغه څوک کوي چې د افغانستان له آبادولو څخه يې آزادول هم او له آزادولو څخه يې آبادول هم مطلب وي !
نو هر څوک چې په هره ايديالوژي د افغانستان آزادول د افغانستان له آبادولو ، پرمختګ او ترقۍ علم او تخنيک او پر مخ تللي اقتصاد څخه
بيلوي نه يواځې وطن ته خيانت کوي بلکې هغې عقېدې او ايديالوژۍ ته هم
خيانت کوي چې په پلمه يې وطن ورانوي ! په کټمټ بڼه به دا هم له وطن سره خيانت وي چې د پرديو اسارت له دې تمې له کبله مني چې ګواکې وطن به را آبآد کاندي ! په دې دواړو ډلو کې نه آشه ښه ده نه ګله دوی دې وخوري يو تربله !
بله خبره د لر او بر افغان د ملي او اسلامي پاڅون د وحدت مسله ده ، دا هم يواځې په پښتون پورې اړه نه لري بلکې د ټولو افغانانو په ملي اسلامي تصميم پورې اړه لري ! نور بيا ...
عادل عادل
15.12.2011
السلام علیکم
[quote:ef2feac1c3]درنو ورونو السلام عليکم و رحمۀ الله وبرکاته !
لر او بر پښتون ته ټول پښتون او لر او بر افغان ته هم ټول افغان وايي .
لرپښتون خپله سوله ييزه مبارزه لري او بر پښتون يې اوس پيلول غواړي نوځکه بايد د ټول پښتون د يووالي او سوله ييزې پاڅون په نامه يادشي .
همدارنګه دبر افغان وسله وال پاڅون مشري بر طالب او د لر افغان وسله وال پاڅون لر طالب پر مخ بيايي ، نو د لر او بر افغان وسله وال پاڅون نوم ورکړ شوی و ،
چې اوس په نوي فوروم کې صرف د لر او بر پرځای ټول ليکل شوی ،
او په همدې هيله دعا کوو چې دوی ته دې خدای توفيق ورکړي ، څو د لر او بر افغانستان دواړو آزادي خپل ګډ هدف وګرځوي
او تر اټکه پورې د ټول افغانستان د آزادۍ له پاره سره يوموټی شي ! لکه چې ومو ليدل دا وطن يواځې د يوې خوا په آزادۍ نه آزاديږي ،
صرف د شورويانوڅخه په آزادۍ ګټلو هم له ISI آ څخه آزاد نشو او صرف د امريکايانو څخه په آزادۍ به بيا هم له ISI څخه آزاد نشي .
يو موتی ټول افغان = لوی افغان به په خپله خاوره کې انشالله هم CIA او هم ISI دړې وړې کړي او احمد شاهي دوران به بيا راشي!
خوشحالخان خو ځکه وايي چې :
په جهان د ننګيالو دي دا دوه کاره
...................................................... يابه وخوري ککرۍ يا به کامران شي .[/quote:ef2feac1c3]
ډاکټر صاحب ستاسو اوچت افغاني او اسلامي احساس د قدر وړ دی، خدای ج دې دا خرڅ شوي او په ډم-او-کرسۍ کې زمولېدلي پښتانه نور هم وشرموي،،،، آمین
larghonay laraway
18.12.2011
السلام عليکم!
پتوال صيب ستاسو له دې پخې خبرې سره سل په سلو کې موافق يم.
[quote:48c998eb82]که آبادي د آزادۍ په قيمت غواړي نو د کابل د لاسپوڅي حکومت او اشغالګرو تله به درنول غواړي او که بر عکس آزادي د آبادۍ په قيمت غواړي
نو د ISI او د هغه د ړندو پلويانو په پل به پل ږدي ، خو په حقيقت کې نه دوی او نه مقابل اړخ د ټول افغان د هڅو او غوښتنو استازيتوب کوي . د ټول افغان استازيتوب هغه څوک کوي چې د افغانستان له آبادولو څخه يې آزادول هم او له آزادولو څخه يې آبادول هم مطلب وي ! [/quote:48c998eb82]
باور وکړه که لږ انساني او منطقي فکر وشي نو نه کرزی د ابادۍ سړی دی او نه انپړ ملاعمر د ازادۍ.
يو عاقل او بالغ انسان په دې ښه پوهېږي چې د کرزي په څېر لوبالي انسان يوازې مافيا ته کار کوي او نه د خپل ځان او نه د هيواد د حيثيت په کيسه کې دي. همدارنګه يو عاقل او بالغ انسان دا نه شي منلی چې يو بې سواده او جاهل انسان دې د مسلمانانو آمر شي.
کرزي په دې لس کلونو کې همدومره وکړل چې پښتانه يې په قانوني توګه د ځمکې تل ته ورښکته کړل او ملاعمر يې شل نسلونه بې تعليمه کړل.
زه تر هغې دواړه خواوې غندم چې څو مې يوه واقعي ازادۍ پاله او بادۍ پاله ډله يا لوری نه وي موندلی.
نو راځئ چې د يو ريښتوني ازادي غوښتونکي او ابادي غوښتونکي خوځښت په لټه کې شو . له دې وړۍ خو خدایګو که شړۍ جوړه شي.
سلامونه
tandar
18.12.2011
سلامونه
ډيري خبري واي په قران کي ښي دي
لاروي صيب لنډه او واضيح ليکنه دي کړي خو يو حقيقت دي ،ستاسو ،پتوال صيب او قراني صيب مفکوره دخپل هيواد او ملت په هکله زما له نظره دقدر وړ ده ځکه ټولو پخوانيو واکدارانود خپل قدرت په وخت کي خپل امتحان ورکړيدي
د٣٠ کلنو راپه ديخوا داخاوره او ملت چا په روسانو خرڅ کړو،چاپه پنجابيانو خرڅ کړو ځکه ماپه خپلو سترګو دپنجابي نظامي جيټ جازونه دافغانستان په خاور ه چه واپس به په تورخم پاکستان ته راغلي، ليدلي او ورور به مي راته وويل چه جيټان خو واپس شول چه دچا کورونه به ي وران کړي وي ؟،
اوچا داخاوره په امريکايانو وغربيانو خرڅه کړه او لاتروسه ورسره دخرڅلاو قرادادونه امضا کوي
مونږ دځپلي ملت له مينځه نه يو نوي ميرويس خان غواړو چه ملت په ځان راټول او راتلونکي نسل ته يو پر افتخاره لوي او ازاد افغانستان او تاريخ پريږدي او بس
ستاسو دنيک نظر برياليتوب له لوي خدايه څخه غواړم
[color=red:4bdbfa934f]تو لعنت په هغه چا شه چه په قوم سوداګري کا
......................................دپينځو پيسو لپاره داغيارو نوکري کا
خدايه هسي ځوي لوي مه کړي دپښتون په کورني کي
.....................................چه له ننګه بي خبر وي،اودشمن پري باداري کا
قربانيږه ملنګ جانه دهغو خلکو له زړونه
...............................چه دقوم له ميني ډک وي دهيوادخپل غمخواري کا[/color:4bdbfa934f]
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
[color=darkblue:4bdbfa934f]دازما پيغام يوسه ګرځوه په غرو رغو کي
.............................................................دسبا نري شماله
ديتيم داوښکو څاڅکي دپښتون په قبيلو کي
..............................................................دسبا نري شماله
خوزوه توري کيږدۍ تري لاندي ځلمي ويښ کړه
................................................................دسبا نري شماله
نااشناغوندي خلک ښکاري دخوشحال بابا ديروکي
...............................................................دسبا نري شماله
[/color:4bdbfa934f]
ملنګ جان
دوطن او ملت ددشمنانو په سر تندر
[quote:4bdbfa934f="larghonay laraway"]
السلام عليکم!
پتوال صيب ستاسو له دې پخې خبرې سره سل په سلو کې موافق يم.
[quote:4bdbfa934f]که آبادي د آزادۍ په قيمت غواړي نو د کابل د لاسپوڅي حکومت او اشغالګرو تله به درنول غواړي او که بر عکس آزادي د آبادۍ په قيمت غواړي
نو د ISI او د هغه د ړندو پلويانو په پل به پل ږدي ، خو په حقيقت کې نه دوی او نه مقابل اړخ د ټول افغان د هڅو او غوښتنو استازيتوب کوي . د ټول افغان استازيتوب هغه څوک کوي چې د افغانستان له آبادولو څخه يې آزادول هم او له آزادولو څخه يې آبادول هم مطلب وي ! [/quote:4bdbfa934f]
باور وکړه که لږ انساني او منطقي فکر وشي نو نه کرزی د ابادۍ سړی دی او نه انپړ ملاعمر د ازادۍ.
يو عاقل او بالغ انسان په دې ښه پوهېږي چې د کرزي په څېر لوبالي انسان يوازې مافيا ته کار کوي او نه د خپل ځان او نه د هيواد د حيثيت په کيسه کې دي. همدارنګه يو عاقل او بالغ انسان دا نه شي منلی چې يو بې سواده او جاهل انسان دې د مسلمانانو آمر شي.
کرزي په دې لس کلونو کې همدومره وکړل چې پښتانه يې په قانوني توګه د ځمکې تل ته ورښکته کړل او ملاعمر يې شل نسلونه بې تعليمه کړل.
زه تر هغې دواړه خواوې غندم چې څو مې يوه واقعي ازادۍ پاله او بادۍ پاله ډله يا لوری نه وي موندلی.
نو راځئ چې د يو ريښتوني ازادي غوښتونکي او ابادي غوښتونکي خوځښت په لټه کې شو . له دې وړۍ خو خدایګو که شړۍ جوړه شي.[/quote:4bdbfa934f]
محمود سعيد
21.12.2011
[quote:349e547a51]
سلامونه
ډيري خبري واي په قران کي ښي دي
لاروي صيب لنډه او واضيح ليکنه دي کړي خو يو حقيقت دي ،ستاسو ،پتوال صيب او قراني صيب مفکوره دخپل هيواد او ملت په هکله زما له نظره دقدر وړ ده ځکه ټولو پخوانيو واکدارانود خپل قدرت په وخت کي خپل امتحان ورکړيدي [/quote:349e547a51]
تندر صيب سلامونه!
ستاسو سياسي تګلوری څه دی؟
کله کله د وسله والو مقاومتونو کلک ملاتړ کوئ او دلته مو بيا د هغه په خلاف د پتوال صيب او لاروي صيب مفکوره چې په عدم تشدد بنا ده، ستايلې ده؟