د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نومبر دنیواک په هنداره کې

موفق افغان
10.12.2011

د احمد فارسی لیکنه
دصلیبی ځواکونو لخوا دافغانستان په نیواک دلسو کلونو په تیریدو سره ددوی دتلفاتو او خساراتو کچه هم مخ لوړیدو ده، سره لدې چې ددښمن دتلفاتو دقیقه شمیره په لاس کې نشته مګر هغه شمیره چې ددوی لخوا ورباندې اعتراف شوی هم دا ښیي چې دتلفاتو او خساراتو کچه یې لوړه ده.
وروسته لدې چې په کال ۲۰۱۰ کې له دریو زرو څخه ډیر نیواکګر سرتیري ووژل شول چې یوازې په څلورمه برخه یې دوی اعتراف وکړ، دښمن پریکړه وکړه چې نور به دتلفاتو او خساراتو اصلی شمیره پټوي، هغه وو چې په کال ۲۰۱۱ کې یې تر خپلې وسې او تر ډیره حده هڅه وکړه چې دتلفاتو شمیره پټه وساتي.
صلیبي سرتیرو د ۲۰۰۱ زیږیز کال په اکتوبر میاشت کې پر افغانستان یرغل وکړ او دنومبر میاشت دهیواد دنیواک دوهمه میاشت وه، دا پدې معنی چې دنومبر په تیریدو سره په افغانستان کې صلیبي جګړه دیوولسم کال دوهمې میاشتې ته ورننوتې ده.
لکه څرنګه چې داکتوبر په میاشت کې یادونه وشوه دښمنانو دنیواک په لومړیو میاشتو کې ډیرې مالی او ځاني خسارې او تلفات ولیدلې ولې له ډیرو لږو پرته په نورو یې اعتراف ونه کړ. همدا شان روښانه ده چې د ۲۰۰۱ میلادی کال په نومبر کې یې یوازې د ۵ تنو په وژل کیدو اعتراف وکړ چې دهغې کال ټول تلفات یې یوازې ۱۲ تنه وښودل. او په ورپسې کال دنومبر میاشتې تلفات یې یوه تن ته راټیټ کړل، بیا دې سلسلې مخ په لوړیدو لاره غوره کړه او په ورپسې کلونو کې په خپل وار سره ۸، ۷، ۷ او۹ تنه ووژل شول. د ۲۰۰۷ کال په نومبر کې دا کچه ۲۲ تنو ته پورته شوه او په ورپسې کال دنومبر میاشت د ۱۲ تنو او ۲۰۰۹ کال دنومبر میاشت د ۳۲ تنو دوژل کیدو شاهدې وه. د ۲۰۱۰ کال دنومبر په میاشت کې له ۵۸ څخه زیات نیواکګر د جهنم کندې ته وغورځیدل. سږ کال دیادو شویو لاملونو له کبله دوی خپل تلفات پټ کړل او یوازې په ۲۷ تنو یې اعتراف وکړ.
لدې ۲۷ اعتراف شویو څخه یې ۱۸ امریکایان او ۹ تنه یې دنورو نیواکګرو هیوادونو وګړي دي. ددې میاشتې په تیریدو سره تر اوسه پورې ددښمن ټول تلفات ۵۳۹ تنو ته ورسیدل چې له ۲۰۱۰ کال پرته ددښمن دتلفاتو ترټولو لوړه کچه ښیي.
دتلفاتو له هغو پټو شویو شمیرو څخه پدې میاشت کې هغه لږترلږه یولس استرالیایي نیواکګر سرتیري هم شمیرل کیږي چې دارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې دنومبر په ۹ نیټه دیوه تن هغه مجاهد په لاس ووژل شول چې دمزدورې اردو په لیکو کې ورننتولی وو ولې دښمن یوازې ددریو تنو په ټپي کیدو اعتراف وکړ. دپام وړ خبره خو داده چې برید کوونکې داردو له یوه موټر څخه په استفادې سره بریالی شو چې دپیښې له ځایه روغ رمټ ووزي.
دا تلفات سربیره پرهغه سلګونو کسانو دي چې ددښمن له سرتیرو څخه ټپیان شوي دي چې دقیقه شمیره یې معلومه هم نده. له بلې خوا ددښمن مالي خسارې چې دالوتکو غورځیدل، دټانکونو، موټرونو او ټانکرونو چاودیدل پکې شامل دي ډیر زیات دي چې ددښمن دملا تیر یې ورمات کړی دی. دنومبر په اوولسمه نیټه ددښمن یوه چورلکه دغزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې راوغورځول شوه چې دښمن یې یوازې په اضطراري ناسته اعتراف وکړ او دهغه تلفات یې له خپل تلپاتې عادت سره سم پټ کړل.
همدا راز دنومبر په ۲۵ نیټه یوه بله چورلکه دکابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې دبګرام نوي سړک ته نیږدې وغورځیده او ټوله سورلۍ یې چې له ۳۰ تنو څخه زیات وو په هلاکت ورسیدل ولې دښمن بیا هم دهغې په غورځیدو او تلفاتو اعتراف ونه کړ.
په ټول هیواد کې ددښمن دهډو دلارو په اوږدو کې دتیلو دټانکرونو او اکمالاتي کانټینرونو سوځول هره ورځ ادامه لري. دمجاهدینو دا شان بریدونه دومره مؤثر واقع شوي چې دځنې خبرونو پر بنسټ دښمن دخپلو لرې پرتو اډو لپاره په عامو بازارونو کې تیل پیري چې خلک هم لدې حالت څخه په ګټې اخیستنې سره یو لیتر تیل په زر افغانۍ ورباندې پلوري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more