نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ځانمرګی برید د جمعې د لمانځه په وخت!
شاه ولي
09.12.2011
اسلام علیکم،
نن جمعه په یوه بجه او دیرش دقیقې زمونږ د مسلمان ولس دښمنان د کنړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ د نیشه ګام په جومات کې یوه ځانمرګې برید هغه وخت وکړل چې د دغې ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسیدونکي د جمعې د لمانځه له ادا کولو نه وروسته د جومات له انګړ څخه د را وتلو په حال کې وو. چې د دغه برید له امله زموږ څلورتنه هېوادوال شهیدان او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه شان بریدونه چې په جوماتونو او نورو مقدسو ځایونو تر سره کېږي، یواځي او یواځي زمونږ د معصومو او مسلمانو هیوادوالو د وژلو لپاره تر سره کېږي، بل هیڅ کوم هدف نه لري. دافغانستان خلک اوس خپل دښمنان په ښه توګه پېږني، او دوی نور (انشأ الله) زمونږ د سرلوړئ خلک په مینځ ځاي نه لري.
والسلام،
سلامونه
tandar
10.12.2011
سلامونه
دهر افغان وژنه ددښمن کار دي
تفرقه واچوه حوکمت وکړه
دکابل له ښاره ٣ امنيتي کمبربنده تاو دي ،بيا هم په جوميتونو او زيارتونو کي چاودني کيږي ،چه پښتون هزاره ته دشمن کړي او تاجک اوزبک ته دشمن کړي
دا پلانونه داشغالګرو د ډالرو په زريعه په خرڅ شوو انسانو سره ترسره کيږي
که داسي نه وي نو ولي داشغالګرو په هډو دغه حملي نه کوي؟
دا ملت وژنه فقط او فقط داشغالګرو،پنجابي او ايراني اخوندانو سياسي اهداف او کار دي
ملت بايد ويښ او سره يو شي او که نه له دي به هم بدتره شي
ديو ازاد هيواد په هيله