نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په هلمند کې نو لس تنه ملکي وګړي ووژل شول
تيمور
07.12.2011
د باختر د خبریال په وینا د هلمند ولايت په يوه واټ کې د ماين دچاودنې له ا مله دښځو او ماشوما نو په ګډون نو لس تنه ملکي و ګړي ووژل شول او پنځه تنه نور تپيان شول.
پيښه هغه وخت را منځته شوه چې يو مسافر وړونکى فلاينکوچ موټر له ښار څخه دسنګين ولسوالۍ په لور روان وو چې په ايښودل شوي ماين و خوت اود چاود نې له ا مله يې دپنځو ماشو ما نو اود اووښځو په ګډون نو لس تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول ، او ټپيان رو غتون ته ليږدول شوي او تردرمل لاندې دي. ویل شوي دي چې اکثراً طالبان دغسې ماینونه د سړکونو په څنګ ځاي پر ځاي کوي د بهرنې ځواکونو لپاره.
طالب ISI
08.12.2011
پروا نه لري تیمور صاحب، ځکه طالبانو د جنت ویزې پسې ور لیږې. هسې خو هم دغه نړی د غم نړی دی، ژوند پکې خوند نه کوي، نو ځکه طالبان کله کله عام خلک هم جنت ته لیږې اګر که خپل فدایان یې ورته په میاشتو، میاشتو نوبت کې منتظر وي.
ته پښتنو څخه هزاره ګان ښه و طالبانو خو یو څه خواشینې په څرګنده کړه. پدې بیچاره پښتنو خویندو ، ماشومانو به څوک اوښکې تویې کړي؟
کوم ملا او طالب به پرې وژاړي؟
آیا د کویټې شورا به د غمه کوم څاښت ډوډی ونه خوري؟ چې نن مې زړه ته نه کیږي؟
او که به وایې چې ملامت خپله اولسي خلک دي، خو استخاره به یې کړې وه چې پدې ورځ یې حرکت کړی و.