د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د (ټي ټي پي) نوي پلانونه!

مساپر
07.12.2011

ټولو درنو هیوادوالو ته خپل توده سلامونه او نېکې هیلې وړاندي کوم،
دعاشوراپه ورځ د کابل، مزار او د کندهار په ښاروکې بريدونه ديوې نوې کارنامو پيل دي، زمونږ د یو شمېر زیاتو هیوادوالو نظریات دا دي چې اوس پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) چې یوه قاتله او ورانکاره ډله ده غواړي مذهبي تربګنۍ راوپاروي، او زمونږ په ګران هيواد کې يوه نوی جګړه پیل کړي، ځکه، که خبره د مذهب راشي نو افغانان خو تربل هرچا ډير په خپل مذهب زهير دي نودا لوبه خطرناکه ده.
مونږ باید چې د ډیرې هوښیاري سره کار واخلو او د داسې شیطاني پلانونو پرخلاف پورته شو اوهغه صادق افغانانو څخه هیله کوو چې د خپل خلک او هیواد د مینې لپاره په ټول افغانستان کې ددغو نوو زهرو پرخلاف چيغه پورته کړو او دسوني اوشيعيه په نومونو دنويو جوړيدونکوسنګرونومخه ونيسي کنه نو زمونږ د ویجاړ هیواد دښمنان به هر ورځ زموږ د سرونو اجره اخلي.
په درنښت،


م . ق
07.12.2011

که تاسو واقعا هوښیار او صادقه یئ او د افغانانو جنګیدل نه غواړﺉ، بیا د پښتو او پښتنو سره هم تربګني پریږدﺉ، شیعه او د سني جنګ نه غواړې او د لوي اکثریت پښتنو حقوق چې پیمالیږي او د پردو سلوک ورسره کیږي نو خیردی، د اختلاف او نفاق اصلي عوامل، یعنې د پښتو او پښتنو سره تعصب او عناد له مینځه یوسئ.
که هوښیار او وطن دوست یئ نو همیشه لکه د سقاویانو، ستمیانو،ګرګینانو او ټلوالې غوندې ولې د اغیارو لمن ته ځانونه غورځوﺉ، ولې د وطن او پښتنو په سر همیشه سودا کولو ته تیار یئ، ولې د پردو کلتور او دین زر خپلوﺉ؟ دپښتون ولس خلاف کله د روس په ډول ګډیږﺉ او کله بیا د انګلیس او امریکا ډول ته نڅا کوﺉ.

مړه دې وي سقاویان، ګرګینان، پرچمیان، ستمیان او نور اغیار پلوه لاسپوڅي.


مساپر
08.12.2011

[quote:9b391bcb10="مبارز قرآني"]که تاسو واقعا هوښیار او صادقه یئ او د افغانانو جنګیدل نه غواړﺉ، بیا د پښتو او پښتنو سره هم تربګني پریږدﺉ، شیعه او د سني جنګ نه غواړې او د لوي اکثریت پښتنو حقوق چې پیمالیږي او د پردو سلوک ورسره کیږي نو خیردی، د اختلاف او نفاق اصلي عوامل، یعنې د پښتو او پښتنو سره تعصب او عناد له مینځه یوسئ.
که هوښیار او وطن دوست یئ نو همیشه لکه د سقاویانو، ستمیانو،ګرګینانو او ټلوالې غوندې ولې د اغیارو لمن ته ځانونه غورځوﺉ، ولې د وطن او پښتنو په سر همیشه سودا کولو ته تیار یئ، ولې د پردو کلتور او دین زر خپلوﺉ؟ دپښتون ولس خلاف کله د روس په ډول ګډیږﺉ او کله بیا د انګلیس او امریکا ډول ته نڅا کوﺉ.

مړه دې وي سقاویان، ګرګینان، پرچمیان، ستمیان او نور اغیار پلوه لاسپوڅي.[/quote:9b391bcb10]

قرآني صیب، اسلام علیکم و رحمته الله،
معذرت غواړم، زه خو هیڅ د تا په مقصد پوه نه شوم، زما یواځینې هدف دا وو چې زمونږ په دری لوی ښارونو کې داسې بریدونه ترسره شول....سخت یي وځورولم.... د دغو ناځوانانو ګاونډيانو له لاسه څومره ډیر پښتانه کورنه به نن په سرو سترګو اوښکې تویوي او د خپل عزیزانو د لیدو په انتظار به ناست وي؟
خو په آخر کې دومره وایم چې زمونږ د مظلوم ولس پر دښمنانو (پروا نه لري چې پاکستانې، ایرانې دي او یا د کوم بل ځاي) دي لعنت وي...دغه وه زما مقصد، هیله ده چې اوس به پوه شوي وې.
د یو متحد او سرلوړي افغانستان په هیله.

په درنښت،


پتوال
08.12.2011

قراني صيب ته سلام او نېکې هيلې !

ښاغلي مسافر خو دلته د افغان په توګه د پاکستان خطرناکې دسيسې غندلي چې د هر افغان دنده ده او افغاني وجدان پرې آراميږي، ددې دسيسو
يوه نمونه د عاشورا په مراسمو ځان وژونکی بريد و چې زمونږ او ستاسې ټولو وجدان يې نا آرامه کړ ، آيا همداسې نه ده ؟


..Ahmadzai
09.12.2011

پریږدئ چې دغه ناشولته ډله هم لږ ودردیږي
دغه د ایران د صیغې بچیان په ارام ول خو د پښتنو پر سرونو أورونه بلیدل .


م . ق
09.12.2011

سلامونه، احترامونه او نیکې هیلې ستاسې په درانه حضور کې

دغه ناروا بریدونه زه هم غندم ځکه چې یواځې سیاسي جنبه لري او د پاکستان وزیراعظم د لشکر جهنګوي څخه مننه وکړه چې پاکستان یې پریښود او پرځاي یې افغانستان خپل هدف وګرځاوو چې دا په ښکاره د افغانستان په حریم یو تجاوز دی خـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو د پورته لیکنې څخه زما هدف دا وو چې د افغانستان د بربادۍ او ورانۍ باعث یواځې بهرنۍ مداخلې نه دي بلکه اصلي علت یې د افغانستان غدار، اغیار پال، وطن فروش، بې دینه او بې کلتوره اقلیتونه په ځانګړې توګه فارسي ژبي دي چې د پښتنو سره دښمني او تعصب کوي، ظلم او جبر پرې کوي، حقوق، کلتور او ژبه یې پیمالوي، د حکومت او واک حق نه ورکوي، په ټول نظام، رسنیو او هرڅه باندې خپله کرغیړنه فارسي تحمیلوي او باالاخر پښتانه دې ته مجبوروي چې د پردیتوب احساس وکړي او مخالف عکس العمل وښايي.
ترڅو چې د پښتو او پښتنو حقوق پیمال وي، اقلیت حاکم او اکثریت محکوم وي، افغانستان به د امن او ثبات مخ ونه ګوري، دا جنګ به جاري وي او داسې نورې ډیرې ویني به هم توي شي.
ځکه مې دوي ته وویل که امن او سکون غواړﺉ د پښتو او پښتنو د مخالفت نه لاس واخلئ.

مننه او درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more