نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اتلس ترکي جنګیالي ووژل شول
مساپر
05.12.2011
تاند(جمعه/دسمبر۲) د سي این این ترک تلویزیوني چاینل وايي چې په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د ایساف ځواکونو په عملیاتو کې اتلس(۱۸) تنه ترکي طالبان وژل شوي دي.
د دې راپور له مخې په عملیاتو کې، چې د افغانستان او پاکستان په پوله کې وشول، له وژل شویو ترکانو سره ډېره اندازه مهمات، چاودیدونکي مواد او وسلې موندل شوي دي.
دغه خبري آژانس نه دې ویلي چې دا عملیات کله او دقیقاً د پولې په کومه سیمه کې شوي دي.
..Ahmadzai
08.12.2011
کیدای سي شهیدان سوي وي.
لکه څرنکه چې د یرغلګرو ښکیلاګرو صلیبیانو د ایساف د کوماندې لاندې ترکي عسکر آو نور أشرګر عملیات ،ګزمې أو نور فعالیتونه ترسره کوي، همدارنګه د اسلامي امارت د قیادت لاندې ډیر رښتیني ، سپیڅلی أومخلص مسلمان جنګیالي أو نور متخصصین خپلې دندې ترسره کوي، چې مختلفوا نژادوأو دولتو پورې أړه لري، دوئ دکوم امتیاز أو یا مالي ګټو پسې ندي راغلي، یوازې د اسلام نصرت لپاره راغلي، شهادت یې لوی أرمان دی، نو که شهیدان سوي وي ، الله تعالی دې شهادت قبول کړي أو جنة الفردوس دې نصیب کړي.
خیریوسی
08.12.2011
احمد زی صاحب زما خو سر نه خلاصیږی !
که مو په دی هم سر راخلاص کړی چي جنت یوازی په افغانستان کي دی ؟
ایا دوۍ په خپلو وطنو کی اسلام 100٪100 کي تطبیق کړی ؟
که دافغانستان خلګ ډیر بیلاری سوی ؟
په درنښت
khoshalkhan
08.12.2011
نه داسې ندی !
%100 100کې تطبيق يو شی او له منځه وړل يې بل شی دلته په يوه اسلامي دولت
باندې صليبي اشغالګرو حمله کړې او اسلام ته يو نوی ددوی په خيال بنسټ ږدي.
نو پر دې اساس لکه دوی ټول چې جنګيږي مسلمانان هم حق لري ٠
[quote:d29706fe83="خیریوسی"]احمد زی صاحب زما خو سر نه خلاصیږی !
که مو په دی هم سر راخلاص کړی چي جنت یوازی په افغانستان کي دی ؟
ایا دوۍ په خپلو وطنو کی اسلام 100٪100 کي تطبیق کړی ؟
که دافغانستان خلګ ډیر بیلاری سوی ؟
په درنښت[/quote:d29706fe83]
..Ahmadzai
09.12.2011
خیر یوسې... خیر یوسې
دوئ نه دي ملامت، ځکه چې أفغاستان په أوسني مهال کې د اسلام أو کفر د مقابلې أصلي میدان دی، نور ځایو کې به هم وړې وړې مقابلې وي أو کیږي، خو لوې ډګر یې أفغانستان جوړوي، دلته میدان ګرم دی، کافرانو ټوله توجو دلته راګرځولې، ځکه چې اسلامي بنسټپالان هم دلته زورور دي، أو خلک هم همکار دي، دلته نړیوال کفر ته دې ماتې ورکولو چانس ډیر لوی دی، أو کله چې دلته مات سول نو بیا دې ټینګیدو نه دي، نو د غه مهاجر مجاهد وروڼه زمونږ د ملاتړ لپاره د أور أو زور دې ګرم میدان ته ځانونه رارسوي، أو خپله وجیبه أدا کوي، ترڅو خدای مه کړه دغه اسلامي مقاومت خپ نسي، أو کفر بری پیدا نکړي.
نورو ځایو کې ورته أسباب ندي مهیا، شرایط مساعد ندي أو داسې ډلیز مقاومت نسته، که دوئ هلته دلته مصروف سي ، زیار به یې بې ګټې وي أو زور به یې تیت سي، اتحاد ،اتفاق، کواردینیشن أو یوالی به نه وي، چې دا ټول یو تنظیم أو أمیر ته ضرورت لري، أو دا ټول په أفغانستان أو قبایلي سیمو کې سته ، صرف قوماندې ته انتظارأو کار پر مخ وړل پاتې دي، یعني تیار میدان دی، هرڅه روښانه دي.
م . ق
09.12.2011
السلام علیکم،
د افغانانو ساده توب پدې کې دی چې د ټولې نړۍ د جنګ ډګر یې خپل هیواد وګرځولو او په زوره یې د امریکا+یهودو او د عربانو+ پاکستان جنګ خپل هیواد ته راکش کړو ، پداسې حال کې چې ددې جنګ ډګر د تیرو ۵۰ کالو څخه اسراییل او فلسطین دی.
پاکستان او عربانو په افغانانو دا مداریتوب وکړو چې خپل هیوادونه یې روغ وساتل او جنګ یې افغانستان ته ورټیل وهلو.
که طالبانو د هوښیارتیا او زیرکتیا څخه کار اغیستی واي او اسامه بن لادن او نور عربان یې پاکستان ته لیږلي واي او د پاکستان دا خبره یې نه واي منلی چې اسامه بن لادن دې په افغانستان کې د میلمه په حیث پاتې وي نو اوس به د دې نړیوال جنګ ډګر پاکستان وو خو اصلا مسئله دا وه چې طالبان د خپل واک نه وو.
د عربانو جنګ هم د اسلام په خاطر نه دی بلکه د قومیت او نورو منافعو په خاطر دی خو د اسلام څخه د یوې سیاسي حربې یا آلې په توګه استفاده کوي.
مننه او درنښت
مساپر
17.12.2011
[quote:c0a989d98a="مبارز قرآني"]السلام علیکم،

مننه او درنښت[/quote:c0a989d98a]
ټولوعزتمندوهیوادوالو ته اسلام علیکم ورحمته الله،
ګران او محترم ورور قرآنی صیب، زه بلکل تاسو سره موافق یم. زمونږ د مسلمان ولس او وران هیواد دښمنان تل دا هڅه کړې چې زمونږ د ساده توب او خالص ایمان څخه ګټه واخلي او متأسفانه چې اوس هم اخلي.
که دلته د دوی مقصد صلیبي پوځییان دي، نو صلیبي پوځییان خو له ډیرو کلونو راهیسې په عربستان، کویټ او داسې نورو اسلامي ممالکو کې موجود دي، لکه چې تاسو په واضحه توګه وییلي چې زمونږ د ولس دښمنان، زمونږ خاورې (افغانستان) څخه یواځئ د خپلو شیطاني مقاصدو او سیاسی لوبو ډګر جوړ کړي دي. دا په ریښتیا هم چې زمونږ د افغانانو ساده توب دي. مونږ ټول باید ځانونه پوه کړو، تر څو چې بیا هم د دوی په داسې شیطاني دامونو نه غورځېږو (انشأ الله).
په درنښت،