نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ګټه یي ډیر دي او یا نقصان؟
تيمور
02.12.2011
ټولو هیوادوالو ته اسلام اعلیکم،
ګرانو هیوادوالو، نن جمعه په لوګر ولایت کې د یوه ځانمرګې برید کې شاوخوا اویا (۷۰) تنه بیګناه افغانان سخته ژوبل شوي دي. د هغه چاودیدونکې مواد په اثر چې په یوه لاری کې ځاي پر ځاي شوي وو چې نن سهار یي د محمد آغئ په ولسوالئ کې د بهرنیو پوځیانو د اډې په نېژدې کې والوزول. د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریس محمد ظریف نایب خېل خبري آژانسونو ته وویل چې اکثراً ټپییان عامه خلک دي. راپورونه زیاتوي چې چاودنه دومره زوروره وو چې شاوخوا ټول ودانئ یي ډیر زیانونه رسولې دي. او د سیمه ایز خلکو په احتمال د دغه چاودنې له کبله د افغانانو د کورونو شیشې ماتې او نورو مالي زیانونه ډیر رسولې دي. اوس ګورو چې مونږ په خپلو لاسونو خپل مسلمان خلک وژنو او دوی ته مالي تاوانونه رسوو. دا نه د الله (ج) لاره ده او نه هم زمونږ د رسول اکرم (ص) لاره.
والسلام،
طالب ISI
03.12.2011
وروره ګټه یې ډیره ده، ځکه:
۱. دغه ټولو کورو واله مجبور دي نوې شیشې واچوي، چې دغه کار پنجابی فابریکې، مزدور، دولت، ترانسپورت ټول په حرکت راولي.
۲. طالبانو غوښتل د پنجابې وژل شویو عسکرو قصد واخلي، خو ونه شوه، سره له دې هم طالبانو پنجاب ته خپل خلوص وښود، ځکه څوارلس ټنه چاودیدونکې مواد تر اوسه دوی نه و کارولي. او دغه خلوص بیا خپلې ګټې لري.
۳. دا درمل هم د پنجابه راځي، اویا زخمیان خو لږ مصرف نه لري. .
۴. که اویا کسان وژل شوي وی، د کفن رخت هم د پنجاب ګټه وه.
۵. د پاملرنې دفتر، کلینیک تخریب هم د پنجاب په ګټه دي.
۶. د لوګر اولس ډارول، ویره اچول دا هم ددوی ګټه ده.
محمود سعيد
03.12.2011
او له دې سره لږ تر لږه د پاملرنې دفتر خو ېې لوټه لوټه کړ...ډیر پخواني حزبیان پکې کار کوي!
عادل عادل
03.12.2011
السلام علیکم
اوس به نو طالب مسکین بې صدا باروت له کومه کړي چې زمونږ اهل نظرو د ادې مېړونه پرې وترهوي؟؟
د دودیزې په اصطلاح لویې جرګې څخه وروسته داسې ښکاري او ښایي هم چې نور به د اشغالګرو ملاتړ په شف شف کې نه بلکه شفتالو شي،،، ،
شهیر صاحب که د خپل نظر په ادامه کې دا یو ټکی هم ورزیات کړی چې،، دغه برید ځکه ناروا او بې ګټې دی چې د لویې جرګې د مصوبه پرېکړه لیک سره په ټکر کې پېښ شوی دی،،،
مظلوم ملکیان مه بهانه کوی،،، ستاسو د بې پرتوګه خبرو لپاره اوس پرتوګ شته،،، چې په دودیزه لویه جرګه کې یې درته ګز کړ او په دوهم بُن (چې ماته د ټلوالې د رفع مسوولیت هڅه ښکاري) کې به یې نن سبا درته وګنډي!
داسې پرتوګ چې خښتک یې څېرې او غولن دی،،،،
مخکې له مخکې مو مبارک شه!!
طالب ISI
03.12.2011
سعید صاحب زاړه حزبیان خو بیا د طالب تر امریکایانو هم بد راځې. د تنظیم له وقته یې سره ورانه ده. ځکه د حزبې ګناوې ډیرې لویې وې:
یو خو یې له مدرسو څخه ښونځې ته ډیره پاملرنه کوله. که به د روسانو د بمونو باران هم و چې حزب به چیرته یو څو مجاهدین پیدا کړل که به د هر تنظیم و خو دوی به غوښتل په ښونځې کې استادان شي، او درس ورکړي. تر دې لویه ګناه؟
بل به یې جالې داره خولی په سر کولې، لونګی یې لږ په سر کولې.
دریم ګیرې یې لنډې وې. همدا دری علته و چې د حرکت تنظیم واله هیڅکله د اخوانې سره نه وه جوړه.
عادل صاحب که ته ددغه لوګر د بمو ګټې په شماره واره توګه ولیکې ، شاید د مونږ به هم قناعت حاصل شي، البته د عامو خلکو ځانې او مالې تاوانونه به نه هیروې!
عادل عادل
03.12.2011
السلام علیکم
[quote:69ba2676ca]سعید صاحب زاړه حزبیان خو بیا د طالب تر امریکایانو هم بد راځې. د تنظیم له وقته یې سره ورانه ده. ځکه د حزبې ګناوې ډیرې لویې وې:
یو خو یې له مدرسو څخه ښونځې ته ډیره پاملرنه کوله. که به د روسانو د بمونو باران هم و چې حزب به چیرته یو څو مجاهدین پیدا کړل که به د هر تنظیم و خو دوی به غوښتل په ښونځې کې استادان شي، او درس ورکړي. تر دې لویه ګناه؟
بل به یې جالې داره خولی په سر کولې، لونګی یې لږ په سر کولې.
دریم ګیرې یې لنډې وې. همدا دری علته و چې د حرکت تنظیم واله هیڅکله د اخوانې سره نه وه جوړه. [/quote:69ba2676ca]
شهیر صاحب د نفاق اچونې څخه پرهېز کوم،،، خو ستاسو د پورته فرمودې په اړه ویلای سم چې یو وخت ما هم دا غلط کول خو چې پوه سوم اوس داسې غلط نه کوم،،،
د ملاصاحبانو ځکه له حزبیانو نفرت کېدی چې په مرموز ډول یې انسانان وژل،،، انسانان مې ځکه یاد کړل چې کفر، الحاد، ارتداد او جرم به یې نه وو مالوم،،، ځکه خو شرېعت اجازه نه ورکوي چې غیرمحارب دښمن دې بې له محاکمې ووژنې،،، خو حزبیانو دا جواز ځان ته پخپله ورکړی وو،،، روسان یې داسې نه وژل لکه خپل مخالفان!
د افغان ملتیانو بیخ یې وایست،،، خو نن ورسره وروڼه دي،،، تاسو وښایاست چې د کوم افغان ملتي په اړه حزب اسلامي په خپل دیوان / ارشیف کې شرعي فیصله لري،،، په کوم دلیل یې د هغوی مرګ ته جواز ورکاوه،،، د نورو تنظیمونو مخالف مجاهدین یې په کوم دلیل ترور کول؟ خپل سرخېل قوماندانان یې په څه دلیل وژل؟؟
څوک چې دعوی د اسلام کوي،،، خو تګلوری یې غیر اسلامي او غیر شرعي وي،،، د نفرت وړ دي،،، که هغه هر څوک وي،،،،
روسان ووتل، مجاهدین د بري پړاو ته ننوتل خو حزب اسلامي د کابل د سقوط په مهال د واک او قدرت په شوق او تنده کې د یوې اوونۍ په اوږدو کې ګڼ شمېر معیاري دیني مدرسې، مکاتب، مشهورې لیسې او وتلي پوهنتونونه او جامعې چې د ټول جهاد لاسته راوړنه وه او په زرګونو ځوانانو پکې زده کړې کولې، په سلګونو استادانو ته پکې د تدریس او خدمت زمینه مساعده وه،،، د تل لپاره وتړل،،، تر څو یې د تعلیم او لوړو تحصیلاتو په پیسو باندې د جنایتکاره پاټکي زرداد د قروانې غم کړی وای،،، حزبیان دې پزه پرې کړي چې اوس په طالبانو نیوکې کوي!!
دا لاندې وینا د تېر جهاد له بري څخه وروسته د حزب اسلامي د مشرتابه ده چې د طالبانو/متعلیمینو/محصلینو/استادانو ورغلي پلاوي ته یې کړې وه :
[color=white:69ba2676ca]هغه پیسې چې ستاسو په تعلیم/تحصیل یې لګوو،،، پکار ده چې د زرداد د مجاهدینو؟؟ د چرسو او نصوارو تدارک پرې وکړو،،، ځکه چې هغوی دادی په دې سختو شرایطو کې راته په درد خوري،، خو تاسو په درد نه خوری!![/color:69ba2676ca]
په ژوند دې ژوندی وي خو د قدرت لاسته راوړلو ارمان یې پوره مشه!!! آمين
[quote:69ba2676ca]عادل صاحب که ته ددغه لوګر د بمو ګټې په شماره واره توګه ولیکې ، شاید د مونږ به هم قناعت حاصل شي، البته د عامو خلکو ځانې او مالې تاوانونه به نه هیروې![/quote:69ba2676ca]
د پورته برید عیني شاهد نه تاسو یاست نه زه،،، نو د ړانده قضاوت تقاضا له ما څخه مه کوی،،، زه او تاسو یو ټکی بې له شکه منلای شو چې د یاد برید هدف ملکي خلک نه وو بلکې د اشغالګرو اډه وه.
پتوال
06.12.2011
[quote:5563e8fb07]هغه پیسې چې ستاسو په تعلیم/تحصیل یې لګوو،،، پکار ده چې د زرداد د مجاهدینو؟؟ د چرسو او نصوارو تدارک پرې وکړو،،، ځکه چې هغوی دادی په دې سختو شرایطو کې راته په درد خوري،، خو تاسو په درد نه خوری!! [/quote:5563e8fb07]
[quote:5563e8fb07]چې يوه بلې ته ووايي چې بَو ..... که هغه وي بلاګانې، څه به کو ؟؟؟[/quote:5563e8fb07]
څه به کو(؟) ، تاسو يې ووايئ چې آيا دواړو ته به د عادل صيب دا لاندينۍ خيرا نه کوو څه (؟) چې :
دواړه دې په اشغالګرو او لاسپوڅو يې بری ومومي او نور نو [quote:5563e8fb07]
په ژوند دې ژوندی وي خو د قدرت لاسته راوړلو ارمان یې پوره مشه!!! آمين [/quote:5563e8fb07]
آيا د عادل صيب دغه پورتنۍ خيرا همدومره بيطرفانه او د ځورېدلي جنګ ځپلي اولس په درد د يو دردمن زړه خيرا ده او که صرف
د يوې بلا له پاره بلې بلا ته خيرا کوي ؟