د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اعدام او ترور ډله!

مساپر
30.11.2011

کابل-خدمتګار
د حقاني شبكې يوه نامتو قوماندان او د دې شبكې د مشر ماما مالي خان اعتراف كړى، چې حقاني شبکې د خلکو د وژلو لپاره یو شمېر ډلې جوړې کړې او تر ټولو ستره ډله یي د (خراسان) په نامه مشهوره ده چې په قبایلي سیمو کې فعالیت کوي.
دې ډلې تر اوسه لږ تر لږه (۲۵۰) پښتانه مسلمانان ترور اویا هم په عام محضر کې اعدام کړي دي.

د دې شبکې بله ډله چې کوم خاص نوم نه لري، په خوست ولایت کې فعاله ده او یوازې په تېر اوړې کې یي لږ تر لږه (۲۰) عامه خلک وژلې دې .
حقانې شبکه د ترور او وژنو په دغه نوي تکتیک سره داسې ښیي چې دوى لا هم غښتلې دې او که چیري د چاودنو او ځانمرګو حملو توان ورڅخه اخیستل شوی، د خلکو د وژلو او بیرولو توان خو لري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more