نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبي امارت او یا خپلواک دولت؟
تيمور
29.11.2011
......................................................................[color=darkred:e67c48a20d]طالبي امارت او یا خپلواک دولت ؟[/color:e67c48a20d] .......................................
[color=blue:e67c48a20d]
آیا افغانان یو نوي او خپلواک دولت ته چې د دوی د غوښتنو ځواب ووايي وړتیا نه لري ؟
آیا افغانان له دومره ترخو تجربو سره سره بیا هم د طالب ( پنجاب ) تر بيرغ لاندې د اسلامي امارت غوښتونکې دي ؟
افغانان چې د نړۍ د پرمختللو ملتونو له کاروان څخه پېړۍ پېړۍ وروسته او خپلو نژدې ګاونډي هیوادونو څخه د نویتوب په سیالۍ کې
ترشا پاتې دي تر نورو لومړی د یو داسې عصري دولت وړتیا لري چې د تېر مهال ورانۍ او ویجاړۍ ورغوی ، افغان ملت د پرمختګ
او نویتوب په لاره برابر او زموږ د ټولنې د اوسمهال غوښتنو او ننګونو ته ځواب ووايي اوس پوښتنه دا ده پورته اندیښنو او ننګونو ته
په پام ، افغانان یو ګوډاګي طالبي امارت او که یو ملي عصري دولت ته اړتیا لري؟
آيا هغه دولت چې طالبان د جوړولو لپاره ځانونه په واسکټي او ځانمرګي بمونو وژني افغانان د جګړې له ناورین څخه ژغورلی شي ؛
افغاني ټولنه سولې او امنیت ته چې د افغانانو ورځنۍ غوښتنه ده رسولی شي ؛ آیا طالبان داسې کومه اسلامي او افغاني کړنلار لري
چې د هیواد نجونو او ښځو ته په پوهنتنونو او ښوونځیو کې د زده کړې لار اواره کړې چې د دوی په روزنې لږ تر لږه د هیواد ناروغې
ښځې او نجونې د درملنې لپاره پاکستان ، ایران او نورو هیوادونو ته د تګ اړتیا ونه لري؟
آیا طالبان به هیواد ته د پانګې، تخنیک او عصري علومو د راتګ اجازه ورکړي چې د وران او ویجاړ افغانستان د بیا رغونې لپاره ورته اړتیا لیدل کیږي؟
ددې پوښتنو لړلیک نورهم اوږدیدای شي او دولتونه اړ دي چې دغو او دا شان نورو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره علمي او د وخت غوښتنو سره سمه تګلار ولري.
افغانان نن نۀ د ډبرې په پیر، نۀ د وحشي او ځنګلي ژویو په پير کې ژوند کوي چې دولتي بنسټونو ته اړتیا ونلري او نۀ په منځني پیړیو کې
اوسیږي چې د جادوګرو، پیریانو او دیوانو په تاسیساتو بسیا وکړي. دا ډیر د حیرانتیا خبره ده چې د دوی امیر(ملا محمدعمر آخوند)
شپږکاله پر افغانانو حکومت وکړ بې له دې چې کوم افغان يي څېره وویني ؛ په راډیو کې خبرې وکړي ؛ په تلویزیون يي انځور راښکاره شي
چې په یوه سترګه او که په غبرګو ړوند دی او یا د ولس په وړاندې په عام محضر کې ښکاره شي ! آیا طالبان یا مجاهدین نن بیا هم غواړي
پر افغانانو د ړندو واکمني وچلوي ؟ آیا د طالبانو په اڼد ټول افغانان د ملاعمر په شان ړانده او کاڼه دي؟
آیا افغانانو د طالبانو حکومت نه دی آزمایلی چې د پوهنتنونو او ښوونځيو تړل او ماشومان پریښودل چې په کوڅو کې لوټې او کاڼې یو پر بل وار کړي
او ټوله ورځ یوله بله غیږې ونیسي! ښځې او نجونې له ښوونځيو او کارځایونو منع کول ، په لارو او سړکونو د نجونو او ښځو په متروکو او
ډانګیو وهل پر نجونو او هلکانو دیوالونه راغورځول او هغوی ترې ژوندې لاندې کول ! په هلکانو او سړیو ږیرې پریښودل چې که د اریکین د ښېښې
له کچې يي ږیرې لنډې وي ، په کوتکو او ډانګیو يي وهل ! په افغانانو موزیک بندول ، هنر رخصتول ، د هنرمندانو وژل او تښتول او خپله بیا
کورونو کې د پنجابي او عربي ویدیوګانو او عربي ډانسونو ننداره کول !
د ای ایس ای په لارښوونه د بامیانو د بتانو ړنګول ، د ملي ارشیف او موزیم غلاکول !
ترهګر ، القاعده ، بن لادین او د نړۍ داړه ماران ، غله او لوټماران افغانستان ته د میلمنو په توګه رابلل او خپل هیوادوال افغانان
پرې ښکنځل ، خرڅول او وژل ! او داسې نورې په سلګونو او زرګونو د پنجاب غلامۍ منل ، هغه څه دي چې ژبه يي له ویلو مقصوره
او قلم يي له لیکلو عاجز ! آیا طالبان له داسې وحشي تاریخ سره سره چې یوازې څو کلونه يي تېر شوي او د افغانانو هغه نسلونه چې دا هر څه يي لیدلي ،
پرځانونو يي تجربه شوي او لا ژوندي دي ، بیا هم غواړي پر افغانانو حکومت وکړي ؟ نه هیڅکله نه !
د ۲۰۱۱ کال د نومبر ۲۵ مه
سرلوڅ مرادزی[/color:e67c48a20d]