د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په افغانستان کې دامریکا په بقا باندې دلویې جرګې اغیز

موفق افغان
29.11.2011

د احمد سلمان فارسی لیکنه
وروسته له څو میاشتو تیاری یوه ډله خرڅ شوی او غافلان سره راټول شول او په اصطلاح قلابی لویه جرګه یې جوړه کړه او له څو ورځو ناستو وروسته یې دنومبر په ۱۹ نیټه امریکا ته دافغانستان دعزت، آبرو او ناموس دخرڅلاو په پریکړې سره پای ته ورسوله.
سوال دلته دی چې آیا ددې قلابی لویې جرګې پریکړې په افغانستان کې دامریکا دبقا او یاهم دصلیبی نیواکګر په وړاندې دروان جهاد په روند باندې څه اغیز لرلای شی کنه؟ او که اغیز ولری نو ترکومه حده کولای شی داوسنی نیواک مسیر به تغیر ورکړي.
دې سوال ته له ځواب ویلو مخکې غوره ګڼم چې ددې فرمایشي لویې جرګې پر ظاهر باندې رڼا واچوو:
دتغییر او امید دایتلاف رییس ډاکټر عبد الله عبد الله چې څو څو ځله یې دلسمشرۍ او ددې مریتوب دطوق لعنت په غاړه کولو خوبونه یې لیدلی دلویې جرګې له پای ته رسیدو وروسته یې وویل چې دلویې جرګې بحثونه له هغې تیارې شوې اجندا سره سمون نه درلود. دا پدې معنی ده چی برخه وال دجرګې له ختمیدو وروسته پدې پوه شول چې کومه لار چې دوی غوره کړې وه هغه ترکستان ته تللې.
اما امریکا چې ددې جرګې جوړوونکې او تمویلوونکې وه دا اعلان وکړ چې ستراتیژیکې اړیکې او پدې هکله دلویې جرګې پریکړې مونږ ته دخورا زیات اهمیت لرونکی دی.
دتقلبی لویې جرګې لخوا دافغانستان دخرڅلاو له پریکړې سره سم يوې ډلې سیاسي څیړونکو دا پریکړه بې اهمیته وبلله او ویې ویل چې هیڅ داسې ضمانت وجود نلري چې امریکا به دلویې جرګې پریکړو ته غوږ کیږدي او هغو ته به څه اهمیت ورکړي.
له بلې خوا دکابل دلاسپوڅې ادارې مشر کرزي له لمڅی پښې ډیرې اوږدې وغزولې او دعوا یې وکړه چې دخپل ملي حاکمیت دتثبیت په رڼا کې له امریکا سره داړیکو غوښتونکی دی ولې په هغې لحظه کې ده دا خبره هیره کړې وه چې مریی هیڅکله هم نشی کولای له خپله بادار یوشی والی وکړي او له ورسره دمساوي حقوقو غوښتنه وکړي.
بل پلو یوې ډلې خلکو ددې خرڅلاو او ملی خیانت په مقابل کې په مظاهرو لاس پورې کړ او دامریکایانو او دهغوی دمزدورانو په وړاندې یې خپل نفرت او غضب ظاهر کړ چې هغه ډلې څخه کولای شو دننګرهار پوهنتون دمحصلینو تظاهراتو ته اشاره وکړو چې دنومبر په ۲۰ مه نیټه ترسره شول چې پکې په زرګونو محصلینو برخه اخیستې وه.
لدې ټولوجالبه او دپام وړ خبره دا وه چې صبغت الله مجددی دافغانستان دخرڅلاو ستراتیژیک تړون یو ضروری وباله او مدعی شو که چیرې امریکا نه وی نو بهرنی جهتونه به هیڅکله هم ددې اجازه ورنکړي چې هغه خپلو بادارانو ته با ارزښته ډیر خدمتونه وړاندې کړي. ولی صبغت الله هم دا هیر کړي وو چې کیدای شی خپل دا آرمان په ډیر نیږدې وخت کې ګورته یوسي او باداران به یې صلیبیانو ته ددې خدمت په بدله کې هر کال دګلانو ګیډۍ په قبر ږدی او دخدمتونو یادونه به یې کوي او یا خو به یې هم دشهید او دصلیب داتل په نوم ونازوي. کیدی شي چې دا یې هیر نه وو ولی غوښتل یې دامریکایانو په تل پاتیکیدو سره دخپل قبر امنیت تضمین کړي ځکه چې هغه پدې ښه پوهیږي چې دافغانستان مسلمان او غیور ملت به په خپله خاوره کې ددې شرمیدلي دقبر نښه وزغملای شي.
راځو اصلی موضوع او دپورتني سوال ځواب ته. دلیکونکي به نظر ډیر هغه کسان چې له لویې جرګې څخه یې دنیکه او مثمره تمه درلوده پخپله هم پدې یقین دي چې ددې ډول قلابی جرګو، لاسپوڅو حکومتونو او دټوپکیانو او رشوت خورو دپارلامانونو پریکړې هیڅکله هم دجهاد په بهیر او په افغانستان کې دنیواکګرو په بقا کوم اغیز نشي لرلای. ولې دسیاست دمیدان دګرم ساتلو پخاطر چې دهیواد په راتلونکې باندې کوم اغیز درلودلای شی باید به قلابی جرګه کې تودې مباحثې ترسره شي ترڅو ددوی جیبونو ته بې شمیره ډلر ورتویې شي ځکه چې دا یاد شوي ارګانونه پخپله کوم مشروعیت نلري نو څنګه به وکولای شي چې نیواکګرو ته مشروعیت وروبخښي. او ددې ارګانونو دمشروعیت پر نشتوالي باندې ښه دلیل هم ددې ارګانونو ترمنځ خپل اختلاف ګڼلای شو.
دکابل دمزدورې ادارې دکلیو دپراختیا وزیر جار الله منصوري څه موده مخکې وویل: (تر اوسه خلکو به افغانستان کې سړي وژلي، غیر قانوني سړي تر اوسه ولسمشر دی، پارلمان په ناقانونه توګه منځ ته راغلي).
له بلې خوا له ۲۴۹ زورواکو او اجباری استازو څخه چې په زور سره خپل ځانونه دخلکو استازي بولي او ددې نظام اختصاصی محکمې هغوی غله او لوټماران نومولي دي او دکلیو او پراختیا وزیر یې هم غیر قانوني پارلامان بولي ۱۸۰ تنو یې چې روښانه اکثریت تشکیلوي دا لویه جرګه غیر قانوني او بې مشروعیته وبلله.
اما که لدې بیاناتو پرته که چیرې دا لویه جرګه او یاهم دکرزي دګوډاګی ادارې اړوندوې ادارې مشروع وبولو لدې حقیقت څخه هیڅوک هم سترګې نشي پټولای چې اریکایانو دا هیواد دکرزي، سیاف صبغت الله او یا هم نورو په خوښنه ندې اشغال کړی بلکه امریکا دخپلې وسلې په زور دې ملک ته راننوتلي او یاد شوي کسان یې دقدرت په ګدی کینولي او ترڅو یې چې خوښه وي هغوی وساتي او ترڅو یې چې توان وي پدې ملک کې پاتې شي.
لکه څرنګه چې که دې جرګې پریکړه کړې وای چې سبا دې ټول امریکایان زمونږ له خاوې څخه ووزي نو دافغانستان په نیواک به یې هیڅ اغیز هم نه وو اچولی او نه به یې هم پر بنسټ یو امریکایی سرتیری له هیواد څخه وتلای وای همدا راز ددې جرګې دا پریکړه چې افغانستان دې وپلوري او یادې هم دسلو کلونو لپاره امریکایانو ته دهډو اجازه ورکړي نو په جنګي او جهادي بهیر باندې به هم هیڅ اغیز ونه لري.
هغه کسان چې پدې اند دي چې ددې جرګې پریکړې به دعمل وړ وي او یا خو به هم دهیواد په راتلونکي باندې کومه اغیزه ولري باید پدې پوه شي چې هغه حکومت چې دا لویه جرګه یې رابللې دخپلو بادارانو په وړاندې بې وسې ده او دتمساح داوښکو په تویولو سره هم پدې ندی توانیدلی چې خپله یوه وړوکې غوښتنه هم په خپلوبادارانو ومني نو هغه جرګه چې پخپله بې صلاحیته ده او مشروعیت دګډونوالو تر منځ له سوال لاندې دی هیڅکله هم نشي کولای ددې ملت راتلونکی وټاکي او یاهم دهغې په هکله پریکړې وکړي.
اما هغه ورځ چې داسلام جنډه دکابل او هیواد په لوړو ځوکو ورپیږي او مزدوران په تیښته شي او دډالرو له پنډکیو سره هغه هیوادونو ته ستانه شي له کومه چې راغلي وو او منافقان رسوا او وشرمیږي او مرتزقه لاس یوځل بیا په ګدایی کړي او زړور مجاهدین دنیواکګرو هډې وځپي او غلامان او مزدوران یې نه وي چې دسمټي دیوالونه له شا یې دفاع وکړي نو دا هغه شیبه ده چې اصلي او لازمي پریکړه به ترسره کیږي او نړیوال پدې پوهیږي چې امریکا غواړي په افغانستان کې تلپاتې هډې ولري او یا هم لاس ماتي او پښې ماتي لکه څرنګه چې دانګریزانو نیکونو له شرم سره دا د زمریانو هیواد پریښی وو په ذلت او حقارت سره دا خاوره پریږدي.
هغه وخت به سادګان پدې پوه شي چی داسلام دلښکرو په مقابل کې او دهغې دکلکو پریکړو په وړاندې نه لاسپوڅې اداره مقاومت کولای شي او نه هم دروغجنې جرګې او خرڅ شوي استازي پر حالاتو څه اغیز لرلای شي او هغه وخت به سپن ږیری سیاف او صبغت الله او ددوی منافقانه ویناوی ددوی بادارانو ته په درد ونه خوري او نه به هم مجاهد ملت ددوی ددروغو او دوکو په لومو کې لویږي بلکه شاید په هغې ورځ ووایي چې (یا لیتنی لم أتخذ أمریکا سیدا) کاشکي مې له امریکا مو خپل بادار نه وای ګرځولې او یا خو به هم ټول دامریکا سفارت ته پناه وړي چې مونږ هم درسره بوزی ولې امریکا به وایي (نفسی نفسی) اوله هغوی ځخه به بیزاري کوي او هغه وخت به سیاف او صبغت الله ووایي چې که مونږ ته بیا نوبت په لاس راشي نو مونږ به هم له تاسې بیزاري وکړو څرنګه چې تاسې له مونږ څخه بیزاره یاست او دخپلې غلامی او مریتوب په اعمالو به پښیماني وښیي ولې هغه مهال به ان شا‌ء الله دسپیڅلی محمدي شریعت له محاکمې څخه نجات ونه مومي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more