نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملا عمر له پاکستاني طالبانو غوښتي چې له پاکستان سره روغه وکړي
لاونګ
28.11.2011
د طالبانو مشر ملا محمد عمر د حقاني شبكې مشر سراج الدين حقاني ته سپارښتنه كړې چې د پاكستان طالبانو غورځنګ او د دغه هيواد د حكومت ترمنځ د سولې تړون لپاره هلې ځلې وکړي.
د پاكستان د طالبانو غورځنګ يا ټي ټي پي يو مهم غړى وايي، ملامحمد عمر موږ ته پيغام رالېږلى او غوښتنه يې كړې چې په پاكستان كې بايد خپل فعاليتونه بند كړو(هغه له موږ غوښتي چې د پاكستان له حكومت سره روغه وكړو او په افغانستان كې جګړه پيل كړو.)
ايكسپرېس ټريبيون پخپل رپوټ كې وايي چې په جنوبي وزيرستان كې د پاكستاني طالبانو غورځنګ دوو نورو مشرانو او قبايلي مخورو هم له نومښودنې پرته منلې ده چې د ټي ټي پي او د پاكستان حكومت ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.
په ميرانشاه او واڼه كې دوو طالب مشرانو ويلي چې په يوه عربي هيواد كې د ټي ټي پي او ملاعمر د استازو ترمنځ ليدنې شوې، خو قبايلي مشر ادعا كوي چې د ملاعمر استازي په جنوبي وزيرستان كې د طالبانو شورا سره ليدلي او له هغوى يې غوښتنه كړې چې له پاكستان سره سوله وكړي.
دواړو طالبانو او قبايلي مشرانو په دې بې خبري ښودلې چې د ملاعمر استازي په جنوبي وزيرستان كې له حكيم الله مسود سره ليدلي كه يه. له بلې خوا د شمالي وزيرستان په ښارګوټي ميرعلي كې د طالبانو يو مشر وايي، ملاعمر د حقاني شبكې مشر سراج الدين حقاني ته دنده سپارلې چې د پاكستان د حكومت او ټي ټي پي ترمنځ روغه جوړه وكړي.
كه څه هم د پاكستان حكومت ويلي چې له طالبانو سره د سولې خبرې غواړي، خو تېره اوونۍ دواړو غاړو د خپلمنځي د خبرو اترو رپوټونه رد كړل.
د چارو شنونكى فدا خان، چې له يوې لسيزې ډېر وخت راهيسې د ياغيګرۍ خبرونه جاپانۍ خپرونې ته چمتو كوي، په دې اند دى چې د پاكستان د طالبانو غورځنګ او د دغه هيواد د حكومت ترمنځ د سولې او خبرو اترو رپوټونه پخپله د دې ښودنه كوي چې يو څه پېښيږي خو له رسنيو پټ ساتل كيږي (خو هغه وخت پورې به دا هرڅه همداسې پاتې شي چې يو څه پېښ شوي نه وي او همدارنګه په يوه وړه تېروتنه هم لويه جګړه پېښېدلى شي.)
په ورته وخت كې د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمن ملك وړمه ورځ خبري غونډې ته وويل، د پاكستان حكومت به تر هغه مهاله له ځايي طالبانو سره خبرې ونه كړي چې وسله يې پر ځمكه غورځولې او له ترهګري يې لاس مينځلى نه وي، خو كه پخپله خوښه جګړه پرېږدي بيا يې هركلى كوو.
كارپوهان په دې اند دي چې د پاكستان د حكومت او تي ټي پي ترمنځ د سولې خبرې به سبب شي چې وسله وال طالبان په پاكستان كې له تاوتريخوالي لاس واخلي او خپل جنګيالي افغانستان ته د افغان او ناټو ځواكونو پرضد جګړې ته ولېږي.
د دوى په اند، دا چې پاكستان او د طالبانو غورځنګ د خپلمنځي سولې په اړه نټه كوي ممكن د دې لپاره وي چې دا سوله په يو نه يو ډول پر افغانستان ناوړه اغېز كوي او د تاوتريخوالي په زياتېدلو كې مرسته كوي
پتوال
28.11.2011
[quote:a3b6f8643e]ملا عمر له پاکستاني طالبانو غوښتي چې له پاکستان سره روغه وکړي[/quote:a3b6f8643e]
١- آيا څوک ويلی شي چې له پاکستاني طالبانو څخه دا غوښتنه د ISI له غوښتنې سره د يو ويښته په اندازه هم توپير لري ؟؟؟؟
٢- آيا دغه فکت د محترم عادل عادل صيب په لاپو د بطلان کرښې نه راکاږي چې وايي پاکستاني طالبان د افغان طالب مشرانو له خوا ګواکې
د پاکستان پر ضد روزل شوي دي (! :lol: :lol: :lol: )
[quote:a3b6f8643e]كارپوهان په دې اند دي چې د پاكستان د حكومت او تي ټي پي ترمنځ د سولې خبرې به سبب شي چې وسله وال طالبان په پاكستان كې
له تاوتريخوالي لاس واخلي او خپل جنګيالي افغانستان ته د افغان او ناټو ځواكونو پرضد جګړې ته ولېږي.
د دوى په اند، دا چې پاكستان او د طالبانو غورځنګ د خپلمنځي سولې په اړه نټه كوي ممكن د دې لپاره وي چې دا سوله په يو نه يو ډول پر
افغانستان ناوړه اغېز كوي او د تاوتريخوالي په زياتېدلو كې مرسته كوي [/quote:a3b6f8643e]
٣- پاکستان څومره له دخپل دې چټل هدف څخه چې د امريکا په ضد هم دی د امريکا څخه د مرستوپه اخيستلو کې ګټه پورته کوي :
[quote:a3b6f8643e]په ورته وخت كې د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمن ملك وړمه ورځ خبري غونډې ته وويل، د پاكستان حكومت به تر هغه مهاله له ځايي طالبانو سره خبرې ونه كړي چې وسله يې پر ځمكه غورځولې او له ترهګري يې لاس مينځلى نه وي، خو كه پخپله خوښه جګړه پرېږدي بيا يې هركلى كوو. [/quote:a3b6f8643e]
عادل عادل
29.11.2011
السلام علیکم
[quote:edc57b86f4]آيا دغه فکت د محترم عادل عادل صيب په لاپو د بطلان کرښې نه راکاږي چې وايي پاکستاني طالبان د افغان طالب مشرانو له خوا ګواکې
د پاکستان پر ضد روزل شوي دي (! )[/quote:edc57b86f4]
پتوال صاحب،،، ما چېرته لاپې شاپې ویشتې دي ؟؟؟
هو که تاسو زما خپلواک او د خپل فکر څخه زږېدلي موقف او شخصي خیالاتو ته لاپې وایی نو زر ځلې خو یې ووایی،،، زه به همداسې لاپې ولم،،، خو په خدای که خپل عقل ستا په څېر د میډیا تر پونده وتړم،،، تاسو دا پورته بې پلاره او موره راپور له کومه کړ،،، ولې مو هومره زر پرې ایمان قوي شو،،، زه ځکه پر هسکه ټیټه میډیا تکیه نه کوم چې سهار به په افراط، ماسپښين په تفریط او ماښام هم په هیله یا ناهیلی کې په تذبذب کې تېروم!
لراوبر کې مې ولوستل چې قاري یوسف د اکسپریس ټریبیون راپور رد او درواغ بللی،،،
هغه چې وایي غوږ دې سپي وخوړ،،، زه خو و خپل غوږ ته لاس کوم،،، خو ډېری خلک له پوهې سره سره بیا په سپي پسې منډې وهی،،، هی هی تورې میډیا ! څه کانې دي چې په خلکو یې کوې!
پتوال
29.11.2011
[quote:ee8fbeb15b]كه څه هم د پاكستان حكومت ويلي چې له طالبانو سره د سولې خبرې غواړي، خو تېره اوونۍ[color=red:ee8fbeb15b] دواړو غاړو [/color:ee8fbeb15b]د خپلمنځي د خبرو اترو رپوټونه رد كړل.[/quote:ee8fbeb15b]
محترم عادل صيب !
تاسو چې د طالبانو د وياند له خوا کوم ترديد ته ګوته نيولې په پورتني رېپوټ کې هم د ((دداوړو غاړو د خپلمنځي خبرو اترو
رپوټونه ردل کړل )) په جمله سره په ګوته شوی دی .
خو کله چې د لوی ملا صيب خپل مرستيال ملا برادر د آی اېس آی د غضب لاندې راغی نو سمدلاسه دۀ هم پرې سترګې رابرګې کړې او آن
د اخراج په شمول يې ورته سخته سزا وغوښته ، نو وايي چې د لندې خټې لږې اوبه دارو دي ، نو دلته هم نږدې ښکاري چې دغسې يوه هڅه دې آی اس آی
روانه کړې وي ، خو تر بري د مخه يو استخباراتي سازمان لکه آی اېس آی هغه کله افشا کولی او وجود يې منلی شي او په خلاف يې طالب وياند هم
کومه څرګندونه نشي کولای لکه چې په دا تيرو لسو کالو کې يې د آی اېس آی يوه ادعا هم نه ده ترديد کړې ، آيا همداسې نه ده ؟ نور نو : سلامونه او نېکې هيلې !