نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
لويه جرګه، له طالبانو سره د الله پاک لويه مرسته!!!
Mujahid Islam/مجاهد
24.11.2011
له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په هکله په کابل کې د جوړې شوې په اصطلاح لويې جرګې او د هغې د پرېکړو او ددې پرېکړو د پايلو په اړه په خلکو کې مختلف نظرونه موجود دي، د اکثرو هيوادوالو په اند جوړه شوې جرګه د افغانانو د عنعنوي لويې جرګې د ټولو اصولو په خلاف يوه تقلبي او جعلي جرګه وه چې پکې د امريکا په خوښه ټول د ملت رټل شوي، کم اصله او بې معنا خلک راټول شوي وه، او په عمده توګه يې دوه غټې د دووسۍ او بۍ ناموسۍ پريکړې تصويب کړې:
يوه د (٣٩) شميرې په هکله د څو لوچکو او لوده انسانانو تر منځ د رواج شوې افواه ته رسميت ورکول وه چې په دې نمايشي جرګې کې تر سره شو.
که چيرې له دغو وکيل صاحبانو سره دا ومنو چې د ٣٩ شميره د بې ناموسۍ او مرده ګوۍ نښه ده نو بيا د جرګې په تالار کې د ايښودل شويو څوکيو په شمير کې اقلا پنځوس وارې د ٣٩ شميره تکرار شوې، او همدارنګه د جرګې د غړو په لست کې هم دغه شميره تقريبا تر پنځوس وارې زياته تکرار شوې، نو بيا خو پخپله د دوى د پريکړې په ړنا کې په دغو څوکيو ناست او دغو شميرو کې راغلي وکيلان چې شمير يې تر سلو څخه اوړي په رسمي ډول دووسان شول، او کيداى شي ځينې وکيلان به داسې هم وه چې عمر يې ٣٩ کاله وه، هغوى خو اوس له دې شرم څخه د ځان خلاصولو لپاره بله چاره نلري پرته لدې چې په ځان پورې تيل وشيندي او هيواد له يوه دووس څخه خلاص کړي، او يا به دا مني چې د خپلې پريکړې په اساس دووس او بې ناموس دى.
د دې جعلي جرګې بله د بې ناموسۍ پريکړه لاسپوڅي دولت ته د ملت د نمايندګانو په نامه د هيواد پلورنې رسمي اجازه ورکول وه چې زمونږ د زرګونو هيوادوالو د قاتلانو امريکا سره يې د ستراتيژيک تړون په نامه ترسره کړي.
څرنګه چې پدې اړه ډيرې زياتې ليکنې شوې دي زه پرې ډير څه نه ليکم راځم دې ته چې ددې پريکړو پايله به د چا په ګټه وي: د امريکايانو او دهغوى د تالي څټو مريانو، او که د ننګياليو او ميړنيو طالبانو په مشرۍ د غيورو افغانانو؟!
زما په اند دغه په اصطلاح لويه جرګه د الله پاک له لوري له خپلو مخلصو او سرښندونکو بندګانو طالبانو سره داسې ستره مرسته او نصرت ده، چې ډير زر به امريکايان او نوکران يې پخپلې دې تيروتنې او ماتې اعتراف وکوي، ځکه د جرګې وروستۍ پريګړې د طالبانو ټولې هغه ادعاوې تصديق کړې، کومې چې هغوى يې د امريکا او ناټو په مشرۍ د صليبي ټلوالې په وړاندې د خپل پيل کړي مقاومت او جهاد په دا لس کلنې مودې کې هره ورځ تکراروي او وايي چې امريکايان او ورسره نور اشغالګران موږ ته د هيواد د جوړلو او سوکالۍ راوستلو په نيت نه، بلکې زمونږ د هيواد دلاندې کولو او تسخيرولو په نيت راغلي دي.
طالبان دا لس کاله همدا وايي چې امريکايان په زور راغلي دي او په زور به ويستل کيږي، آزادي اخستل کيږي، ورکول کيږي نه، خو څرنګه چې په هيواد کې آزاد نشرات نشته او د طالبانو په نشراتو هم کلکه پاپندي لګيدلې، نو ځکه ځينې هيوادوال لا تر اوسه هم د طالبانو د دې خبرې په منلو کې زړه او نازړه وه، دا ده اوس د ټولو هيوادوالو دغه شکونه په يقين بدل شول.
زموږ عقيده ده چې الله پاک له خپلو مخلصو بندګانو سره د تل لپاره د مرستې او نصرت وعده کړې ده، او د همدې وسلې په زور طالبانو په تش لاس ټولې کفرې نړۍ سره د مقابلې لپاره مټې رانغاړلي دي. دالله پاک مرسته بيا په مختلفو اشکالو سره وي، ډيرى وخت الله پاک د خپلو دښمنانو په لاس داسې شرائط او حالات را منځ ته کوي چې تر دوى يې د الله پاک مخلصو بندګانو ته ګټه څو چنده زياته وي، چې دغه جعلي لويه جرګه يې ښه مثال دى.
باور وکړئ د دې شرموونکې جرګې پريکړو ته که لږ ځير شو نه ويلى شو چې ددې جرګې ګډونوال اصلا د طالبانو جاسوسان وه ځکه په لوى لاس يې داسې هيښوونکې او راپارونکې پريکړې وکړې چې يو وار يې ټول ملت د نيواکګرو امريکايانو اصلي موخو ته متوجه کړ.
ددې نمايشي جرګې د وروستۍ پريکړو له اعلانولو څخه وروسته د اکثرو هيوادوالو له لوري ددې په خلاف د شديدو او سختو غبرګونونو له ښودلو څخه دا نتيجه اخستلاى شو چې ان شاء الله د امريکايانو د ټولو خيال پلوونو په خلاف به د دوى په لاس جوړه شوې همدغه جرګه په هيواد کې د طالبانو په مشرۍ د يوه ملي او سرتاسري پاڅون د راپورته کيدلو سبب جوړه شي.
د جرګې پريکړو حتى د جمعيت اصلاح د منسوبينو په څير ځينې داسې کسان هم را وپارول کومو چې د علم، جهاد، دعوت، او زهد له غټو غټو دعوو سره سره يې لا تر اوسه امريکايان اشغالګر او هيواد اشغال شوى نه ګڼي او يا يې له اشغال سره د مقابلې لپاره وسله ټوپک نه، بلکې د قلم څوکه ګڼي، او د جهاد د سنګرونو په ځاي يې د کابل دولت په دفترونو کې فعاليت کوي، او ګومان کوي چې د څو کانفرانسونو، ليکنو، او ويناوو له لارې به اشغالګران پدې قانع کړي چې هيواد موږ ته وسپاري، او پخپله مخه ولاړ شي!!!
الحمد لله داده نن د دوى د اکثرو مشرانو او کشرانو څخه د دوى په مجلسونو، او فيسبوک پاڼو کې داسې خبرې اورو او ګورو چې د دوى د ويښتابه او حقيقت موندنې باندې دلالت کوي.
دلته د جمعيت اصلاح په څير له ټولو هغو خلکو څخه چې امريکايانو ته تنها د دايمي اډو له ورکولو سره يې کلک مخالفت څرګند کړى دى او دا کار د هيواد دايمي اشغال ګني، له دوى څخه يوه وړه ګيله او يا پوښتنه لرم او هغه دا چې آيا د ټولو هغو اسلامي او ملي اصولو په ړنا کې چې موږ او تاسو پرې عقيده لرو، يواځې د هيواد دايمي اشغال ناروا او ناوړه کار دى؟ او مؤقت اشغال چې بالفعل هيواد پکې واقع دى څه باک نلري؟!
آيا د کابل دولت آزاد او خپلواک دولت وه چې تاسې يې دا لس کاله په يوه او بله بڼه، مستقيم او غير مستقيم ډول په خدمت کې بوخت ياستئ؟!
آيا پدې لسو کلونو کې چې د امريکايانو له لوري زموږ د هيوادوالو په وړاندې کوم ظلمونه تر سره شوي دي تاسو پرې خوښ او راضي وئ؟!
که مو جواب منفي او (نه) وي، نو بيا ولې تر اوسه ويده وئ او په دغسې جديت مو د صليبي اشغال په خلاف نارې نه وهلې، په کوم جديت چې اوس يې وهۍ؟!
او که اوس هم لکه چې ځينې خلک يې ستاسو په هکله وايي، ځان ته دعامه اذهانو د راجلبولو په موخه هسې تش په خولې شعارونه ورکوئ او په عملي ډګر که هيڅ کومه برنامه نلرئ؟!
الله دې وکړي چې دا ځل په رښتيا سره راويښ شوي ياستئ او د يرغلګرو په وړاندې خپلو جذابو شعارونو (مرگ به امريکا، وچاکرانش) ته د عمل جامه ورواغوندئ او د ولسوال جهاد سنګرونو ته را ودانګئ.
د جرګې پريکړو هيوادوالو ته وښوده چې طالبان په رښتيا سره پوه، زيرک، او د پوره سياسي بصيرت درلودونکي خلک دي، ځکه د نن ورځې حقايق يې لس کاله مخکې درک کړي وه، له همدې کبله يې د صليبيانو د راتګ له هماغه اولې ورځې څخه د دوى په وړاندې هر اړخيز جهاد پيل کړ او تر هغې يې د دوام ورکولو کلک هوډ کړى دى تر څو چې راغلى نيواکګر او د دوى تالي څټي مريان يې په بشپړ ډول له هيواد څخه ويستلي نه وي.
د جرګې په پريکړو کې چې اصلا د امريکايانو په خوښه او مشوره ترتيب شوې دي، دلسو کلونو قيد ددې دليل دى چې امريکايان د افغانانو د قهر په وړاندې په خپل مقاومت او بقا باندې پوره ډاډه نه دي، نو ځکه يې د ځان لپاره د ضرورت په وخت کې په اصطلاح د آبرومندانه تيښتې لاره پرانستې پرې ايښې ده.
په پاى کې ددې جرګې له کبله ټولو درديدلو هيوادوالو ته ډاډ ورکوم چې مه وارخطا کيږئ، تر څو چې دالله پاک دلارې سپيڅلو مجاهدينو طالبانو سره د الله پاک نصرت وي هيڅکله به امريکايان او د هغوى بې حياء ګوډاګيان په خپلو دغو ناولو موخو کې کامياب نشي، ددوى له لورې جوړيدونکې توطيې به پخپله د دوى په ضرر تماميږي، هيڅکله به يې زموږ په هيواد کې د تل پاتې کيدلو خوبونه پوره نشي، ان شاء الله د هيواد د بشپړې خپلواکۍ ورځې ډير لنډې دي.
ان شاء الله هغه ورځې نږدې دي چې هيواد ته د امريکايانو راوستونکي، ساتونکي، او دايمي اډې ورکوونکي د اسلامي عدالت محکمې ته راکش کړل شي او د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسيږي، الله دې وکړي چې د اسلامي امارت مشران دغسې ناولو خلکو ته د عمومي عفوې او بښنې ترخه تجربه تکرار نکړي.
دعا وکوئ چې الله پاک دې د اسلامي امارت مشران او کشران له داسې اعمالو څخه وساتي چې د الله له مرستې او نصرت څخه د محروميدلو سبب کيداى شي.
خپله ليکنه د الله پاک په دې قول سره پاى ته رسوم: ((وَقَدْ مَكَرُواْ مَكْرَهُمْ وَعِندَ اللّهِ مَكْرُهُمْ وَإِن كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ،فَلاَ تَحْسَبَنَّ اللّهَ مُخْلِفَ وَعْدِهِ رُسُلَهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ))
د اسلامي امارت تر سپين بيرغ لاندې د هوسا او خپلواک هيواد په هيله
[b:2875552181][/b:2875552181]
Re: لويه جرګه، له طالبانو سره د الله پاک لويه مرسته!!!
پتوال
24.11.2011
دروند ورور مجاهد اسلام ته هرکلی او د ټولو لوستونکو په شمول ورته سلامونه و رحمة الله عليهم وايم !
ستاسو ليکنه مې په دې هم خوښه شوه چې له ملي دريځ څخه يې د ليکلو بڼه روښانه ښکاريدله . او په ټاکلي شعار کې مو آن
تردې رسولې چې ګواکې [color=white:aae71d865d]اول پښتون او بيا مسلمان يم [/color:aae71d865d]
[quote:aae71d865d]پشتومذهب پشتواېمان ګنړمه...
بې له پشتو نېمګړې زان ګنړمه...
په لراوبرکې ېوافغان ېادېږم...
اول پشتون بېامسلمان ېادېږم...[/quote:aae71d865d]
، همدارنګه مو دغه لاندې ټکي لا خوندور او يو څه د تم کېدلو وړ بولم :
[quote:aae71d865d]
ان شاء الله د امريکايانو د ټولو خيال پلوونو په خلاف به د دوى په لاس جوړه شوې همدغه جرګه په هيواد کې د طالبانو په مشرۍ [color=red:aae71d865d]د يوه ملي او سرتاسري پاڅون د راپورته کيدلو سبب جوړه شي.[/color:aae71d865d][/quote:aae71d865d]
په دې سرتاسري ملي پاڅون کې به لر او بر افغان د لر طالب په شمول ټول ونډه لري او له ا مو تر آباسين به هيواد آزادوي او که د لر افغانستان
د اشغال پريښودلو سره سره ورته هم بشپړ سرتاسرې او هم بشپړ ملي پاڅون وايئ او دا آن د لر افغانستان دلا محکوميت په قيمت ؟؟؟ او که
آيا ستاسې په اند لر طالب دISI له خوا جوړ شوی او د بر طالب غوندې نه دي او د خپلې خاورې د آزادۍ هدف نه لري ؟؟؟؟
[quote:aae71d865d]
باور وکړئ د دې شرموونکې جرګې پريکړو ته که لږ ځير شو نه ويلى شو چې [color=white:aae71d865d]ددې جرګې ګډونوال اصلا د طالبانو جاسوسان وه [/color:aae71d865d]ځکه په لوى لاس يې داسې هيښوونکې او راپارونکې پريکړې وکړې چې يو وار يې ټول ملت د نيواکګرو امريکايانو اصلي موخو ته متوجه کړ. [/quote:aae71d865d]
په دې کې خو شک نشته چې په شورا کې د امريکا ، ايران او هم پاکستان جاسوسان شته، د ايران جاسوسانو خو په لويه
جرګه کې ګډون نه کاوه ، ولې د آی اېس آی جاسوسانو شايد د نه رسوا کېدلو او
نورو هدفونو له پاره په کې کړی وي ،آيا د طالبانو
له جاسوسانو څخه مو هدف له دوی پرته کومه بيله ډله ده (؟) چې دوی ور سره هېڅ ډول همکاري هم نه لري ؟؟؟؟؟
ستاسو احساسات پاک او سپېڅلي ښکاري او يواځې اشغالګرو او لاسپوڅوته ته يې اړم شوي يئ ، خو فرض يې که چې که يو وخت په دې پوه شئ
چې متاسفانه د طالب رهبري ټوله د ISI په ولکه کې ده، نو څه به کوئ(؟) آيا د طالبانو په اړه به خپل موقف بدلوئ او د امريکا او
پاکستان دواړو پر ضد به راګرځئ او که نه په دې خطرناک حقيقت به بيا سترګې پټوئ او له خپل ملي دريځ څخه به لاس په سر کيږئ ؟؟؟؟
لکه شوروي چې اول د خلق او پرچم رهبري رامنځته کړه ، بيايې سره بيل او په خپلو منځو کې سره واچول، بيا يې د يوۀ اړخ (پرچم) په مرسته
د يوې کودتا له لارې چې په افغان پوځ کې د شوروي دمشاورينو په مرسته تر سره شوه لومړی يې داود خان او بيايې خلق او پرچم قدرت ته ورسول .
افغانستان يې په سياسي توګه ښکېل کړ او پوځي ښکېلاک او تيري ته يې مخه خلاصه کړه او د پرچميانو په ملګرتوب يې په افغانستان يرغل وکړ .
په مخالف ( امريکايي پاکستاني ) اړخ کې هم په ورته ډول داسې وشول چې لومړی يې د ISI په مشرۍ جاهادي تنظيمونه رامنځته کړل ،
بيا يې په خپلو منځو کې سره واچول ، لومړی يې پرې افغانستان وران او دړې وړې کړ او بيايې د KGB غوندې ISI هم پرچم ته ورته يوه
ډيره وفاداره ډله د طالبانو په نامه رامنځته کړه او قدرت ته يې ورسوله .
فرق يې داو چې پرچميانو په اګاهانه ډول دې ته زمينه برابره کړه چې شوروي پر افغانستان يرغل وکړي ، خو طالبانو په نا اګاهانه ډول
ولې پاکستان په اګاهانه ډول دې ته زمينه برابره کړه چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړي !هلته د پرچميانو له خوا د شوروي لاسپوڅي دومره
اګاهانه وه چې د شوروي يرغل يې مستقيمآ رامنځته کړ خو دلته د طالبانو سياست دومره نا اګاه وچې د ګاونډي پاکستان
د سياسي اګاهۍ په مټ پر افغانستان باندې د امريکا يرغل ته لاره پرانيستل شوه ! پاکستان او هوايي ډګرونو يې
پخپله د طالبانو په راپرځولو کې ونډه واخيستله هلته هم پرچميانو د امين په راپر ځولو کې پخپله ونډه اخيستې وه ! خو د خلق او طالبانو
وابستګي له ظالم بادار څخه دومره کلکه وه چې تر پايه پورې نه خلقيان او امينيان د شوروي پر ضد ودرېدل او نه هم طالبان د پاکوستان
پر ضد راوګرځېدل !
[color=red:aae71d865d]نو اساسي پوښتنه داده :
څنګه چې خلق اوپرچم شوروي ته په انکار ناپذيره وفادارۍ کې د افغان ولس اصلي دوښمنان ثابت شول، حال داچې
د مخه مو له شوروي سره کومه دوښمني هم نه درلوه، نو طالبان به څنګه وکړای شي چې افغان ولس له تاريخي او ابدي دوښمن ISI سره
په انکار ناپذيره وفادارۍ کې د افغان ولس دوستان ثابت شي ؟؟؟؟[/color:aae71d865d]
طالب ISI
26.11.2011
مجاهد صاحب اسلام په سیاست مخکې شوی نه په جذباتو. که طالبانو غوندې خلک په صحابه کرامو کې وی نو اسلام به د مکې او مدینې څخه هم بهر نه وی وتلی.
یو چړي او طالب چې مدرسه کې درس وایې هغه ته هدف د درس ویل او عالم جوړیدل دي هغه دا نه وایې چې دا ډوډی د کومه کوره راغلې، آیا پلو دی، که شکنه، آیا غوړ خواړه دي که سپور، آیا د کمونیست د کوره دي، که د مجاهد، آیا هغه سړي دا حلاله ډوډی رالیږلې که مردارو پیسو یې اخیستې.
نن افغانان هغه وقت ښه په یاد لري چې نه امریکایان و نو نور غربیان. دوی څه ونه کړل؟
دغه د طالبانو په وقت کې چې ډیرو ځایو کې آرامي وه دغه مسلمانانو ملکو، دغه پاکستان څه وکړل، څه یې جوړ کړل، هغه وقت کې خو نه هند و ، نه امریکایې، خو که کوم څه جوړیدل همدغه د کفارو موسسو جوړول. چې کار او بار نه وي غربت راځي، غربت د ټولو ګناهونو مور ده.
اوس زمونږ هدف د افغانستان جوړلو او داقتصاد رغول دي، خو دایران او پاکستان هدف د افغانستان ړنګول او غریب کول دي. چې دا دیرش کاله یې وینو.
نو چې دا خبره ده، مونږ ته پکار ده د قوي هیوادو سره انډیوالې ولرو. وطن جوړ کړو. ستا وطن د ټولې نړی څخه شاته پاتې دی، خلک د غریب دي، دغه مشکلات پدې نه ورکیږي چې هر څه ته اشغال وایې. دا هسې د مړې ګیډې او د پاکستانې بیټکونو او مهمانخانو کیسې دي چې پیسې ورته د لندن او عربو راځي، او خپله لګیا وي چا ته کافر چا ته مسلمان وایې.
خو دا لاندې خبر ولوله دا ستاسې کارونه دي، که دغه لږ ځای کې تاسې واک لری، همدا مو ستراتیژي او همدا مو خدمت وي، نو همدا اشغال مو قبول ده، خو ستاسې د جهالت د دوران د او پښتون دښمنی حکومت نه.
طالبانو په تېرو کلونو کې د قره باغ ولسوالۍ د کلینیک پښتنې نرسانې په کور کښېنولې او اوس د هغوی پر ځای هزاره نرسانې او ډاکترانې په دغه کلینیک کې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
تېر کال د قره باغ اوسېدونکو تاند ته ویلي و چې طالبانو د ولسوالۍ پښتانه مامورین له کاره منع کړل خو هزاره مامورین یې پرېښوول چې له لېري سیمو د ولسوالۍ مرکز ته هره ورځ تګ ګ راتګ وکړي.
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=30141
سلامونه
tandar
26.11.2011
[color=darkblue:f442f610fa]ولي ې ١٠ کاله مخکي دغه کار نه کولو؟
چه دترور مخه نيول شوي وي[/color:f442f610fa]
د ناټو الوتکوپه مومندو کې پر سرحدي پوسته بريد کړي
خپروونکی : لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
ليک : ثناالله وحيد
نېټه : ٥ / ٩ / ١٣٩٠ | 2011-11-26
مومندايجنسي : دجيواردو ژبي کانال خبرورکړي چې د ناټو الوتکوپه مومندو ايجنسۍ کې دپاکستان په سرحدي پوسته بريد کړي چې له امله يې ددوو افسرانو په گډون ٢٠ سر تيري وژل شوي او ٤ ټپيان دي ،بريد دبايي زيو په سلاله سيمه کې پر سرحدي پوسته رامنځته شوي دى ، دپاکستان پوځ دبريد تاييد کړي او دخېبرپښتونخوا والي مسعود کوثر په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته څرگنده کړي چې د ناټوپه بريدکې ٢٦ سرتيري وژل شوي دي
شاهير صيب سلامونه
وروره خبري دي ډيري خوږي دي خو چه دا يو نظر زما هم ورسره يوځاي کړي نو غوړي به لا غوړي شي
زمونږ ملت ډير او په کافي اندازه پوهان، عالمان انجنيران ،مهندسان تجاران ،فروفيسران په هره رشته کي لري
فقط يو شي فعلا چه نه لرو او ضرور دي اقتصاد او امنيت په خاوره کي
زمونږ سره چه هر خارجي هيواددوستانه مرسته کوي البته دخپلو ګټو سره ښه راغلل نه داشغال او زور ازماې په طور
داخارجې هيوادونه کولاي شي چه خپلي قواوي دپاکستان په خاوره کي ځاي پر ځاي کړي هغوي خو ې له پخوا نه هم غلامان وه او ورته کوم شرم هم نه ښکاري
کله چه دپنجابي asi مخه ونيول شوه امنيت په خپله راځي
دلته پاتي شو افغان اولس او په دي اولس کي ټول وطن فروش نه دي
بيا يوي لوي اولسي غونډي ته ضرورت دي چه ټول قومونه په صادقانه ډول په کي سهم واخلي او ځانته او دي خاوري ته يو مشر وټاکي ولو که دغزني دهندوانو څخه هم وي ځکه هغه هم يو افغان دي
داشغالګرو هډي په دي خاوره کي داد افغانستان اشغال دي نه ابادونه
[color=red:f442f610fa]يوه طبي دوا جانبي تاثيرات هم لري په کاغذ کي واضيح نوشته کړي وي
ايا ددي اشغالګرو جانبي ضررونو هم چا په خيال کي نيولي دي ؟[/color:f442f610fa]
که سړي ګټه او ضرر په تله کي واچوي نو دضرر پله ې تري درنه ده
که اشغالګرو واقعا زمونږ دخاوري ابادي او امنيت غوښتلي جنګسالارانو ته به ې قدرت نه ورکولو،مثال ته ې ضرورت نشته
اول ې بايد داخلي ليوان محکمو ته کش کړي وي دخپلو افغانانو په زريعه
ورځ په ورځ په دولتي ځمکو کي شخصي قصرونه نه جوړيږي ؟
چور او چپاول روان نه دي ؟ دوي ې نه ويني ؟
ايا قومي مشران مو هره ورځ نه وژل کيږي ؟
هغوي هم تروريست وه او دي؟
اول داخلي بدماشان بايد له مينځه ولاړ شي
ايا همدغه اشغالګر دامريکا او اروپا څخه خپله افغاني جاسوسان نه تربيه کوي او په غټو معاشونو سره ې افغانستان ته نه ليږي؟
له دي کاره ې هدف څه دي؟
دازمونږ دښار نه هم ډير تللي دي او يو بل ې هم روان دي چه نومونو ته ې ضرورت نشته
دوي ته دخپل هم وطن شيطاني اشغالګرو ته دپيسو په مقابل کي ډير ارزش لري
اشغالګر که دايران سره څه لري کولاي چه دعراق ،ترکيه او دبحر له لاري ،پاکستان خو ې خپله خاوره ده ،معامله وکړي
سوال دادي چه په افغانستان کي نظامي هډي د څه لپاره؟
مونږ يو بي طرفه او يو ازاد هيواد لرلو اوغواړو
مونږ له ټولي نړي سره دوستانه اړيکي غوښتونکي يو
مګر دچا اشغال نه منو
دasi او اشغالګرو په سر تندر