نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دوهم بن او که دوهمه لومه؟
محمود سعيد
24.11.2011
د بن دوهمه غونډه که پښتون ولس ته یوه بله لومه؟
په لومړي بن کې په لوی لاس د جنګي جنایتکارانو او لوټمارانو یوه لویه ډله د افغانستان د واګو څښتنه شوه. هلته شوې پریکړې زموږ له ملي یووالي او ګټو سره په ټکر کې وې.
د لومړي بن په پایله کې په افغانستان کې قبیلوي او ګوندي حکومت جوړ شو چې پکې د ملت یوه لویه برخه له یوه سمبولیک مشر پرته بې برخې شوه.
دا دی اوس د دوهم بن په درشل کې ښکاري چې یو ځل بیا هماغه شان لوبې تکراریدونکې دي. داسې ګونګوسې هم شته چې دا ځل به د افغانستان د سیاسي نظام د بدلون خبره هم رامنځته شي.
د مدني ټولنو په نوم د کسانو په غوښتل شوي نوملړ کې اتیا سلنه کسان له یوې ځانګړې ډلې او ژبني توکم سره تړلي دي. د ساري په توګه:
ناپییلي کسان: داوود مرادیان- پلوشه حسن- اوتارسنګ- استاد سیحون.
رسنۍ: سهیل سنجر- شکیلا ابراهیم خیل- باري سلام- نجیبه ایوبي.
ځوانان: دیانا ثاقب- دیبا- حمیرا ثاقب.
اکادمیک کسان: استاد مسعود- شفیقه یارقین- ثریا پوپل.
لیکوالان: حمیرا قادري- اسدالله ولوالجي- محبوبه ابراهیمي- خالده فروغ- ژکفر حیسني- رهنورد زریاب.
خصوصي سکتور: قربان حقجو- حسینه شیرجان.
علما: راضیه صدیقي- مولوي مصلح- داکتر نیازی- باقر شیخ زاده.
... په همدې ډول اتیا کسان غوښتل شوي دي.
پښتنو ویښ شئ چې بیړۍ مو ډوبه ده.