ټولنه او ټولنپوهنه
وسله وال يو بل ته غوښه چاړه شول
مساپر
19.11.2011
شنبه ٢٨ لړم ١٣٩٠ ساعت ٠١:٠٠
جلال اباد\خدمتګار
د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ په باريکاب کې، وړمه شپه يوې وسله والې ډلې پر بلې هغې راکټي بريد کړى چې له امله يې د يوې غاړې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده..
د بټي کوټ ولسوالۍ قومي مشر وکيل احسان الله خدمتګار ته وويل، په دې پېښه کې د ملک سيدمحمد کورنۍ ته مرګ ژوبله رسېدلې ده. د هغه په خبره، وړمه شپه ماسختن ناپېژاندو وسله والو د ملک سيدمحمد په حجره بريد وکړ او پنځو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
نوموړي دا رد کړه چې ګوندې دوه وسله والې ډلې سره مخ شوي: (( تېره شپه د ملک سيدمحمد پر حجره وسله والو راکټي بريد کړى، په دې پېښه کې درې کسه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي)).
د پېښې په اړه تراوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي. تر دې وړاندې هم د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې ورته پېښې شوي چې له امله يې په کليوالو حجرو کې د ځوانانو او مشرانو د شپې ناسته ولاړه کمه شوې ده.
ټولو مسلمانو هیوادوالو ته د توده سلامونو څخه وروسته دا عرض کوم چې که چېرې دغه وسلوالو ګروپونه د الله (ج) څخه اطاعت په پوره اخلاص او ایمانداری وکړي، نو دوی هیڅګله به دغه راځ (شیطاني) اعمال نه کوي. خو خرابی دلته دي چې دوی اکثراً د کک ایمان خاوندان نه دي او د کافرانو په شان کارونه (د اسلام په مبارک نوم) کوي.
والسلام،
شرم څه ته وائي؟
ډاکتر څپاند
21.11.2011
د( Hadi Hairan(hadihairan.com
نه را نقل شو:
پښتون او شرم
هغه وخت مونږ په باجوړ کې اوسېدو چې زه مې د پلار په دوکان کې ناست وم او یو مېلمه راغی. مشر سړی و. پوښتنه یې رانه وکړه: "دا دوکان د چا دی؟"
د خپل پلار نوم مې ورته یاد کړ چې د هغه دی. مېلمه سمدستي لمبه غوندې شو، رنګ یې بدل شو او د ډېر قهر نه یې لاړې وتُوکلې. بیا یې وویل: "ته خو ما مخکې نه وې لیدلی، چیرته دې وخت تېر کړی چې دومره بې شرمه شوی یې؟"
زه پوه شوم چې د هغه مطلب څه او غوصه یې د څه لپاره وه. ما باید د خپل پلار نوم نه وای یاد کړی. د یو پښتون ماشوم لپاره د خپل پلار نوم یادول شرم دی، د مور نوم په خوله راوړل خو نه تصور کېدونکی شرم.
همدغسې د ښځې لپاره د خپل خاوند او خاوند لپاره د خپلې ښځې نوم یادول شرم دی. هغه ټوکه خو به مو اورېدلې وي چې د یوې ښځې د خاوند نوم رحمت الله و، نو چې کله به یې لمونځ پای ته ورساوه او سلام به یې اړوه، د رحمت الله په ځای یې پکې د خپل ځوي نوم یاداوه: "السلام علیکم د عزیزالله پلاره، السلام علیکم د عزیزالله پلاره."
ایا کله مو فکر کړی چې پښتون په خپل ورځني ژوند کې د څومره شرمونو سره مخ دی؟
که مو د څو دقیقو لپاره فکر وکړ ښايي درته معلومه شي چې پښتون اصلاً د شرم نه جوړ شوی دی.
زه یې درته وایم، تاسې یې شمارئ:
· د پلار نوم یادول شرم
· د مور نوم یادول شرم
· د خاوند نوم یادول شرم
· د مېرمن نوم یادول شرم
· پوښتنه کول شرم
· د خپلې غلطۍ منل شرم
· د بل استعداد ستایل شرم
· د خپل قوم قبیلې غلطو اعمالو ته غلط ویل شرم
· د خپلې کورنۍ د غړیو غلطو اعمالو ته غلط ویل شرم
· د بل قوم قبیلې ښو اعمالو او ارزښتونو ته ښه ویل او منل یې شرم
· د بلې کورنۍ د غړیو ښو اعمالو ته ښه ویل او پلوي یې کول شرم
· زده کړه کول شرم
· د بل نیوکه او تنقید اورېدل شرم
· د خپلې ستونځې په اړه چا سره مشوره کول شرم
· خپلې داخلي روغتیایي مسلې ډاکټر ته ویل شرم
· د زړه خبره کول شرم
· د خپل فکر او خوښې په ازادۍ سره څرګندول شرم
· عمل کول شرم (خو لافې وهل بهادري)
· خپلې بدني او فکري کمزورۍ منل یا یې په اړه خبره کول شرم
· خپلو شخصي او قومي جهالتونو ته جهالتونه ویل شرم
· د فطري ضرورتونو (د بېلګې په توګه جنسي اړیکو) په اړه خبرې کول شرم
· د کور خبرې چا سره بېرون (که دوستان او خپلوان هم وي) شریکول شرم
· د دوستانو او خپلوانو په اړه معلومات کور کې شریکول شرم
· د ښځینه خپلوانو (خور، مور، مېرمن) سره داسې چلند کول لکه هغوی چې شرم وي
· په نړۍ کې د کوم نوي پرمختګ نه ځان خبرول او پرې پوهول شرم
· د دښمن سره سوله کول شرم
· دوست ته ریښتیا ویل شرم
· هنر (موسیقي، فیلم، او نور) شرم
· کسب شرم
· خدمت شرم
· چا ته بخښنه کول شرم
· مزدوري کول شرم
· مرسته غوښتل شرم
· په نکاح کې شرم
· سپورت او لوبې کول شرم (خو جنګ کول ویاړ)
· بې څادره، بې خولۍ، بې پټکي کېدل شرم
· او ان تر دې چې د ځینو خلکو لپاره بې نسوارو کېدل هم شرم دی
له زېږونه تر مرګه د پښتون ژوند د شرم په دایره کې چورلي - ګوټ پېر په ګوټ پېر د شرمونو دامونه خواره دي چې پښتون یې پکې د هر څانګ نه ګېر کړی دی – دا د پښتون شرم، دا د پښتو شرم، او دا یې د پښتونولۍ شرم.
دې دومره ډېرو شرمونو پښتون او پښتانه بې حده بې سرحده شرمولي خو په دې اړه خبره کول هم شرم دی.
خو هغه اعمال چې شرمېدل پرې پکار دي د پښتنو د شرمونو په بوجۍ کې نشته. یو څو ترې دا دي:
· ګرده نړۍ کې خلک په دې شرمېږي چې بې علمه او وروسته پاتې شي خو پښتون پرې ویاړي
· ګرده نړۍ کې هغه کلی او سیمه شرمېږي چې ښوونځی او روغتون ونلري خو پښتون د خپلې سیمې ښوونځی او روغتون په خپله سوځوي او ورانوي
· د نړۍ تمام خلک د خپل هنر په نه درناوي شرمېږي خو پښتانه په بې شرمۍ خپل هنر له منځه وړي
· د نړۍ قامونه چې کوم تاریخي اثر پېدا کړي نو اوږد تحقیق پرې وکړي بیا ځان یوې نتیجې ته ورسوي، پښتانه چې خپل تاریخ په راکټونو وولي نو چیغه کړي چې مونږ تاریخ لرو
· د نړۍ نور خلک کوښښ کوي ښځې د ژوند په ټولو چارو کې شریکې کړي چې د ژوند منډه اسانه او ښکلې شي پښتانه یې په بې شرمۍ خرڅوي او د ګډو ووزو په څېر یې له یو بل سره بدلوي رابدلوي
· د نړۍ خلک ژوند د قانون له مخې او رابطې په ژبو کوي؛ پښتانه ژوند په ژبه (پښتو) او رابطې په بې قانونۍ کوي
· د نړۍ خلک کوښښ کوي چې خپل مذهبونه د خپلو قومي او سیاسي ګټو لپاره وکاروي، پښتانه د نورو مذهبونه د خپل قوم او سیاسي ګټو د له منځه وړلو لپاره کاروي
او بیا هم هر څوک سینه ډبوي او په دې ویاړي چې پښتون دی.
زما په فکر د ویاړ ځای به هغه وي چې پښتون د دې غیر نورمال حالت نه راووځي، په ځان او خپله ټولنه کې د بدلون فکر وکړي او د یو نورمال انسان په څېر ژوند جوړ کړي. هله به ملت، وطن او ټولنه هم جوړه شي.
د دې کرښو لوستونکیه،
ایا تا کله په دې اړه فکر کړی؟
که هو نو تا د یو بهتر ټولنیز ژوند په لور یو قدم اخیستی دی.
که نه نو تا له شرم پکار دی!څهڅ