د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د پښتون ولس لپاره يو سراسري انقلاب!

محمود سعيد
17.11.2011

ټولو ته سلامونه!
حالت خو په سترګو ګورئ. څوک ويښ افغان، څوک ټول افغان، څوک يو افغان، څوک افغان ملت، څوک ويښ ځوان، څوک پښتون يون، پښتون خوځښت، سولې کاروان، افغان جرګه او نورو په نومونو بيل بيل هر لور ته روان دي خو هغه د څو لښتو ماتولو مقوله ښه پرې پلې کيږي.
موږ د يو سراسري يووالي لپاره کار پيل کړي چې موخه ېې د همدې تيت پرک ځوانانو يو کول دي کوم چې ګډې او سپيڅلې موخې لري.
موږ د يو نوښت په رامنځته کولو د پښتو او پښتنو لپاره د يو داسې انقلاب راوستلو هڅه کوو چې دوي له شته سياسي، ټولنيزو او فکري تيارو راوباسي.
کار مو د پوهې او يووالي پر بنسټ دي.
کيداي شي پوښتنه درته پيدا شي چې له چا سره تړلي ياست او څوک ياست؟
په اوسنيو حالاتو کې د يوه خوځښت په رامنځته کولو او يا د يوې غونډې د نوم په اوريدلو سمدلاسه د ګوند او يا ټولنې انځور سترګو ته دريږي، چې زموږ د ډيرو خلکو په فکرونو کې ورته ښه غبرګون نشته.
موږ غواړو له ټولنې او ګوند پرته د ولس له جرړو او ځوانانو څخه په راپورته شوي ځواک داسې يو څه رامنځته کړو چې ساري ونه لري.
ټولو ډلو، ټولنو، ګوندونو، بهيرونو او خوځښتونو ته د ګډون لپاره خواست کوو او غواړو د دوي په مټ د يو سراسري يووالي، د پوهې د پرمختګ او سولې لپاره کار وکړو.
د ټولو ټولنو د بنسټليکونو ښه ټکي راته د منلو وړ دي او په ګډه ېې د پلي کولو هڅه کوو.
موږ د هيواد په درد درديدلي ځوانان يو چې له هيڅ ډلې ټپلې سره تړاو نه لرو. د کار بنسټ مو لاندې خبرې دي:
د ولسونو د پرګنو د فکري ويښتابه له لارې د پوهې په ګاڼه د ټولو سينګارول او په دې توګه د اسلام او افغانيت ريښتيني انځور جوړول.
د سراسري يووالي او يو موټي کيدو له لارې د ټولو پښتنو او په ټوليزه توګه د افغان ولس د لوړتيا، سوکالۍ او سولې لپاره کار کول.
په دې اړه ستاسې درنو مشرانو سلاوو او مشورو ته سترګې په لار يو.
په مينه او درنښت
ورور مو محمود سعيد


پتوال
07.12.2011

دوه ډوله يو والي ته اړتيا لرو :
يو د پښتنو ترمنځ يووالی ته او بل ددې يووالي او پوهې ترمنځ يووالي ته ! لنډه يې دا چې پوهې او يووالي ته اړمن يو ، ځکه چې پښتانه ډير ځله
سره يو شوي دي خو له پوهې پرته او يا له نيمګړې پوهې سره يو شوي دي ، نو له ګټې يې زيان ډير موندلی دی ، همدا اوس هم طالب پښتانه سره
يو دي خو آيا دوی له پوهې سره يو شوي او که نه په تشو جذباتو او احساساتو يې ډډه لګولې او يا کوم بهرنی لاس يې تير باسي ؟
پخوا هم همدغو هوتکو پښتانه سره يو کړي وو او په ايران يې حکومت وکړ، خو آيا پوهه هم ورسره وه ؟ که وه نو د احمدشاه غوندې دوی ولې
د خپل هيواد افغانستان بسټ نه ايښودۀ چې ځانونه او ايران يې دړې وړ ې کړ خو خپل هيواد ته يې څه ونکړل !
معلومدار چې له پوهې پرته يووالی حيواني دی او د حيوانيت په کچه د بقا ساتنه کوي، خو انساني پرمختګ نه لري !
همدارنګه پوهه له وحدت پرته هم څه ګټه نه لري او تشه يا بې معنی ده ، ځکه چې دعمل ته نه اوړي او شنډه پاتې کيږي .
هو يووالی له پوهې پرته ړوند او پوهه له يووالي پرته شله ده ، بايد دواړه د لازم او ملزوم په توګه سره درک شي او وحدت يې تامين شي .


م . ق
07.12.2011

[quote:3a32ad2ae4="پتوال"]دوه ډوله يو والي ته اړتيا لرو :
يو د پښتنو ترمنځ يووالی ته او بل ددې يووالي او پوهې ترمنځ يووالي ته ! لنډه يې دا چې پوهې او يووالي ته اړمن يو ، ځکه چې پښتانه ډير ځله
سره يو شوي دي خو له پوهې پرته او يا له نيمګړې پوهې سره يو شوي دي ، نو له ګټې يې زيان ډير موندلی دی ، همدا اوس هم طالب پښتانه سره
يو دي خو آيا دوی له پوهې سره يو شوي او که نه په تشو جذباتو او احساساتو يې ډډه لګولې او يا کوم بهرنی لاس يې تير باسي ؟
پخوا هم همدغو هوتکو پښتانه سره يو کړي وو او په ايران يې حکومت وکړ، خو آيا پوهه هم ورسره وه ؟ که وه نو د احمدشاه غوندې دوی ولې
د خپل هيواد افغانستان بسټ نه ايښودۀ چې ځانونه او ايران يې دړې وړ ې کړ خو خپل هيواد ته يې څه ونکړل !
معلومدار چې له پوهې پرته يووالی حيواني دی او د حيوانيت په کچه د بقا ساتنه کوي، خو انساني پرمختګ نه لري !
همدارنګه پوهه له وحدت پرته هم څه ګټه نه لري او تشه يا بې معنی ده ، ځکه چې دعمل ته نه اوړي او شنډه پاتې کيږي .
هو يووالی له پوهې پرته ړوند او پوهه له يووالي پرته شله ده ، بايد دواړه د لازم او ملزوم په توګه سره درک شي او وحدت يې تامين شي .[/quote:3a32ad2ae4]

سلامونه او احترامونه،
انقلاب انقلاب او د ولسي پاڅون یا یوون چیغې خو ټول وهو، خو دا انقلاب د کومې نقطې څخه راپیل کړو، دچا سره یوځاي شو او په کوم ځاي کې درسره یوځاي شو، پدې بحثفورمونو کې خو درسره یوځاي یو خو ایا د عملي یوځاي کیدو هم څه امکان شته؟ ایا کوم ادرس یا د اړیکې لار موجوده ده؟
نن زه د پاړسیوانانو د ړوند تعصب یوې واقعې سره مخامخ شوم چې سخت یې متاثر کړم او حتی زما په ټول فکر کې یې بدلون راوړ تردې چې پاکستان سره ددوي خلاف یوځاي کیدو باندې سوچ کولو ته هم اړ شوم.
بس تاسو اوس لار راښایئ، که دا وطن تجزیه کیږي هم نو ددوي خلاف مقاومت نور فرض عین دی.
مرګ دې وي په سقاویانو، ستمیانو، پرچمیانو او پردي پالو باندې
مرګ دې وي په فارسي او ایراني بې دینه کلتور


محمود سعيد
10.12.2011

دواړو درنو ته سلامونه او نیکې هیلې.
دا څه ناڅه شپږ کلونه کیږي چې له بیلا بیلو ډلو، ګوندونو، ټولنو او خلکو سره راشه درشه لرم او یا لږ تر لږه د انټرنیټ پر مټ ېې له کړنو خبریږم. د پښتون ولس او په ټولیزه توګه د افغانانو دا حالت راته ډیر خواشینوونکی بریښي.
څه موده وړاندې مو د ځوانانو په نوښت داسې یوه پریکړه وکړه چې له مخې به ېې ټولو ډلو، ګوندونو، ټولنو او غونډو ته د یووالي لپاره خواست کوو.
د هرې ډلې له ښو او غوره کړنلارو به ګټه اخلو او په دې توګه به د پښتون ولس لپاره د یو سراسري بدلون هڅه کوو.
په هیواد او له هیواده بهر مو له ډیرو کړیو سره اړیکې ټینګې کړې او ډيرو کسانو راسره همغږي ښکاره کړه.
تر اوسه مو د یوې میاشتې په ترڅ کې د څه ناڅه شپږو رسمي ډلو او ټولنو ملاتړ تر لاسه کړی دی او لا هم کار روان دی.
دا لړۍ به تر هغه اوږده ساتو چې تر څو د پښتنو لپاره د نړۍ په کچه د یوه پیاوړي، هر اړخیز او ټولنیز اسلامي او افغاني خوځښت بنسټ پیاوړی کړو.
له ښارونو مو د کلیو او بانډو په لور هم مخه کړې ده او ورو ورو به خپل ږغ د هیواد او نړۍ هر ګوټ ته رسوو.
زه کله کله دلته وینم چې ځینې کسان د یووالي په اړه د خبرو په منځ کې د ښکیلاک، کفر، او اسلام خبرې رامنځته کوي، په داسې حال کې چې ښه پوهیږي چې اسلام زموږ په وینه کې اخښلی دی او افغانان په هیڅ ډول د پردیو تر لاس لاندې ژوند نه مني. که ژر وي که وروسته نو پر هیواد به ریښتني افغانان ولکه کوي خو د هر څه تر مخه همغږی او یووالي ته اړتیا ده.
او هماغه شان چې پتوال صیب ویلي، پوهه او یووالی سره مخ او شا دي او د یوه شتون له بل څخه پرته ناشونی دی.
د همداسې یوې ورځې په هیله چې افغانان خپلواک، سرلوړي او پرمختللي وي.


سلامونه

tandar
10.12.2011

سلامونه
دژبي دانقلاب په هکله
وروره څه رقم انقلاب ؟
توپک راواخلي هرڅوک چه پښتون نه وي بايد تير ې کړي؟
ايا دولتي او شخصي ليکنو ته چه په پښتونه وي هيڅ ځواب او ارزش ورنه کړل شي؟
او دا انقلاب له کوم ځايه او له کوم ټکي شروع شي؟
ايااول ددفترنو او په بازارونو کي ټولي لوحي په پښتو ژبه شي؟
ايا دپخوا غوندي پښتوټولنه فعاله او په ټولو ولايتونو کي دمامورينو لپاره پښتو ښونکي وګمارل شي؟
ايا هغه ولايتونه چه ٩٠ فيصده پښتانه دي بايد ټول رسمي امورات په پښتو ژبه مخکي يوسي؟
اياوزير معارف او لوړو تحصيلاتو وزارتونه دي ته مجبور کړي چه ټول تدريسي کتابونه په پښتو کړي او نوري ژبي ديو مضمون په څير تدريس شي؟
دانقلاب لارښونه په کار ده
چه ديوه ملت ژبه ارزش او په رسمياتو ونه پيژندل شي اصلا هغه ملت څوک په رسمياتو نه پيژني
ولي امريکايانو ،انګريزانو ،جرمنيانوحتي فرانسويانو دنړي په ګوټ ګوټ کي په خپل مصرف سره دخپلي ژبي دانکشاف لپاره ښونځي، کورسونه خلاص کړي؟
له دي عمله ې هدف څه دي؟
پښتانه څنګه کولاي شي چه په خپله خاوره کې خپل هويت ،،ژبه،، په داخلي وړو قومونو او خارج کي ټولي نړي ته په رسمياتو وروپيژني؟
ولي دا لوي قوم نن په خپل ټاټوبي کي ددغه مشکل سره مخ دي؟
مونږ عالمان ،داکتران ،فروفيسران،استادان ،شاعران ،تاريخ دانان ،انجنيران په کافي اندازه لرو ، ايا دغه دپښتودژبي انقلاب اول له دوي نه شروع نه شي؟
ايا دغه ټول دولتي او اجرايوي امورات په همدوي نه څرخي؟
چه بل ته يوه ګوته نيسو ځان ته مو ٣ ګوتي نه دي نيولي ؟
ايا دغه ٣ ګوتي انتقادي نه دي؟ ههههاخوند ې په خندا کي دي
چه اول ځانته متوجه شواوبيا جهان ته
اصلاح هم اول له ځانه شروع کيږي٠
[color=red:ecf7cdd171]له اصله قندهاري ياننګرهاري دي
.....................................شهر نو کي نن اوسيږي
..........مورني ژبه پښتو ده
................................... په فاړسي درته غږيږي
خداي دي نور ګونګي کړه
.......................که دباوري په دوعاو کيږي ههههها [/color:ecf7cdd171]
ديو ازاد او لوي افغانستان په هيله
ددشمنانو په سر تندر


Re: سلامونه

پتوال
10.12.2011

محترم باوري صاحب تندر دير څه ليکلي ، کوم چې ترې زما په اند سم ښکاري د سلام له وړاندې کولو وروسته يې داسې په نخښه کوم :
[quote="tandar"]
سلامونه
وروره څه رقم انقلاب ؟
ملي ازادي بښونکی، سياسي او کلتوري !

١- ايا دولتي او شخصي ليکنو ته چه په پښتونه وي هيڅ ځواب او ارزش ورنه کړل شي؟
نه مثلاً، داسې نه !، خو ځواب به حتما صرف او صرف په پښتو ورکوې ، دا دپښتون حق ، وظيفه او ملي مسوليت دی او په اړوند به يې خبرې هم په پښتو کوې !

٢- ايااول ددفترنو او په بازارونو کي ټولي لوحي په پښتو ژبه شي؟

لومړی بايد د يوې کره سرشمېرنې له مخې د پښتنو مطلقه اکثريت (٥٠+ يو نفر) ثابت شي ، بيا په دغه اساس پښتو په اساسي قانون کې د سراسري ملي ژبې په نامه ځای په ځای شي . بيا به د نورو مهمو تغيراتو په لړ کې دا لوحې پښتو کول چې دومره مهم نه دي هم تر سره شي .

٣- ايا دپخوا غوندي پښتوټولنه فعاله او په ټولو ولايتونو کي دمامورينو لپاره پښتو ښونکي وګمارل شي؟

نه مثلا ً، که د ٢ سوال ځواب عملي شي نو په ښونځيو کې به يې بيا هر څوک زده کوي
٤- ايا هغه ولايتونه چه ٩٠ فيصده پښتانه دي بايد ټول رسمي امورات په پښتو ژبه مخکي يوسي؟

هو دا همدا اوس ددوی حقه حقوق دی او که پښتون يې په فارسي اجرا کوي له ځان ، قاوم او ملت سره خيانت کوي !

٥- اياوزير معارف او لوړو تحصيلاتو وزارتونه دي ته مجبور کړي چه ټول تدريسي کتابونه په پښتو کړي او نوري ژبي ديو مضمون په څير تدريس شي؟

پښتنو سيمو کې همدا اوس هم بايد همداسې وي ، ددويم لمبر پوښتنې د ځواب له پلي کولو وروسته دغه کار بيا هر چيرې عامه حقوقي بڼه پيدا کوي ، نو ځکه به يې مخمکې له مخکې مخه نيول کيږي ، ځکه چې په دې به د نورو تر ايران
تاجکستان او مسکو پورې شاټينکې راووځي او آن د تجزيې ګواښ او
هڅې به هم وکړي ، نو که پښتنو ته ارزښتمنه وه بيا يې په زور هم دعملي کولو حق لري ! مهمه خبره د حق خبره ده او حق اولويت لري ، ځکه چې پښتون شعورا ظلم نشي کولی او رښتينی مؤمن دی !

٦- پښتانه څنګه کولاي شي چه په خپله خاوره کې خپل هويت ،،ژبه،، په داخلي وړو قومونو او خارج کي ټولي نړي ته په رسمياتو وروپيژني؟
صرف ددې متل مطابق چې وروري به کوو حساب ترمنځ ، يعنې په حسآب ، خو ورورګلويزه حساب او د حساب کولو ذرز و توګه او طريقه بايد خپله کړو !
دموکراسي اصلآ ً په حساب کولو ولاړه ده ، که پښتانه دکوانده ملي اسلامي دموکراسۍ سره اشنا شي د چا پلار به يې حق تلف کړي ، ځکه خو تل وايم په دموکراسۍ کې د چا ګټه وي او که نه خو د پښتون په کې حتماً ګټه ده . د تورې پرځای بآيد د قلم او سياست ميدان وګټي او دغه ميدان دموکراسي ده ، خو ملي او اسلامي دموکراسي نه غربي !

٧-ولي دا لوي قوم نن په خپل ټاټوبي کي ددغه مشکل سره مخ دي؟
ځکه چې د دموکراسۍ په وسله مسلح او ملبس نه دی !
دجنګ وسله دې وغورځوي او د (( مبارزې)) وسله دې واغوندي ! يت طالب دې هغه کوي او دا نور دې دا کوي ، کېدای شي چې يو بل ته ګټه ورسوي
بريالي شي او دتل له پاره طالب هم د سوله ييزې مبارزې لار خپله کړي !
٨[quote:7bcba6c370]- مونږ عالمان ،داکتران ،فروفيسران،استادان ،شاعران ،تاريخ دانان ،انجنيران په کافي اندازه لرو ، ايا دغه دپښتودژبي انقلاب اول له دوي نه شروع نه شي؟[/quote:7bcba6c370]بالکل !
[quote:7bcba6c370]ايا دغه ټول دولتي او اجرايوي امورات په همدوي نه څرخي؟[/quote:7bcba6c370]
[quote:7bcba6c370]چه بل ته يوه ګوته نيسو ځان ته مو ٣ ګوتي نه دي نيولي ؟[/quote:7bcba6c370]
بالکل !
[quote:7bcba6c370]چه اول ځانته متوجه شواوبيا جهان ته، اصلاح هم اول له ځانه شروع کيږي٠
[/quote:7bcba6c370]

[color=blue:7bcba6c370]له اصله قندهاري ياننګرهاري دي
.....................................شهر نو کي نن اوسيږي
..........مورني ژبه ی پښتو ده
................................... په فاړسي درته غږيږي
خداي دي نور ګونګي کړه
.......................که دباوري په دوعاو کيږي [/color:7bcba6c370][/color]
[color=white:7bcba6c370] ا مين يا رب العالمين ![/color:7bcba6c370]


محمود سعيد
12.12.2011

علیکم سلامونه!
ښاغلو ستاسو څرګندونې ډیرې ښې دي، خو فکر کوم ستاسې تمرکز یوازې په ژبه دی. په داسې حال کې چې له حقیقي پلوه د ژبې لوړتیا په دوهم کتار کې راځي. تر هر څه د مخه د پښتنو ویښتوب په کار دی. او دا کار به د پوهې او پر مټ شونی وي.
تر هر څه د مخه په ښارونو، کلیو، ولسونو، ښوونځیو او مسجدونو کې یو پراخ تبلیغ ته اړتیا ده. ټولو خلکو په دې خبره پوهول په کار دي چې په اوس وخت کې د سرلوړتیا او پرمختګ بنسټ څه کیدای شي؟ دوی باید وپوهول شي چې روا حقوق ېې څه دي؟ نړیوال او داخلي کړۍ له دوی نه څه ګټه اخلي؟ که همداسې پاته شي نو راتلونکی به ېې څه وي؟.
همدا اوس ورته روښانه شي چې اړتونونه ولې په پښتنو ډک دي؟
هدیرې ولې یوازې په پښتنو ډکې دي؟
پښتانه ولې د نړۍ په کچه ترهګر، وحشي او وژونکي معرفي کیږي؟
دې ټولو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کول او بیا عام وګړي او ولسونه پرې پوهول او د هغوی غوږونو ته رسول د ننني ځوان او هر با احساسه پښتون دنده ده.
کله چې په جرړیز ډول دا پوهه رامنځته شي نو بیا کیدای شي د خپل تګلوري ټاکلو لپاره د یو پراخ سیاسي او ټولنیز یون لپاره ګام پورته کړو. او دا به د پښتون ولس د سرلوړۍ پیل وي.


وصيل پېروز
12.12.2011

ټولو ښاغلو او اغلو ته نېکي هيلې او سلامونه
لومړی خو د فورم چلوونکو او غړو ته د دې نوي نوښت مبارکي وايم .
تر دې وروسته :
ښاغلی محمود سعيد صاحب ! ستاسو اندونه او رايې راته د ډېر قدر وړ دي ، تل مو ليکنې لولم او له خوږ جذباتو او احساساتو مو خوږ تاثر اخلم .
نن هم ستاسو له دردمن زړه پر راوتلو څو داسي جذباتو غږېږم چي ما ته د ضمير ږغ ، د زړه اواز او د ژوند مهم هدف ښکاري . زما په اند که موږ په دې وخت کي د يووالي او پيوستون اړتيا احساسوو نو يووالي او پيوستون يوازي د پښتون او پښتنو لپاره مهم نه دی بلکي يووالی د ټولو مسلمانانو لپاره مهم دی ، که زموږ يو ورور د پيوستون لپاره هلې - ځلې کوي نو زه يې ستاينه او ملاتړ کوم مګر هغه مهال مي ناهيلي زياتېږي چي د وحدت هڅې يوازي تر يو قوم او يوې ژبې منحصرې وې ، زموږ د بلنې او دعوت ساحه بايد يوازي د افغانستان تر سرحدونو رامنحصره نه وي بلکي موږ بايد د نړۍ پر ټولو مسلمانانو دا ږغ وکړو چي نن د اسلام تر چتر لاندي يوه داسي پيوستون ته اړتيا ده چي په وسيله يې وکړای شو خپل ويجاړ ژوند ورغوو.
د پښتنو او پښتون يو کېدل د افغانستان لپاره مهم برېښي خو د مسلمان او مسلمانانو په منځ کي وحدت د اسلام لپاره مهم برېښي ، که پښتانه سره يو شي نو يوازي افغانستان له اوسني ناورينه ايستلای شي مګر د نړۍ په نورو برخو کي غوړېدلې تيارې نه شي لرې کولای ، زما په اند د دې پر ځای چي د پښتو او پښتون د يووالي شعار اوچت کړو بايد اواز او ږغ مو د اسلام او مسلمان وي .
نن د اسلام پر نوم يووالی او پيوستون د پښتون يووالی او وحدت دی .
نور بيا ...

په مينه او درنښت


پتوال
12.12.2011

سلامونه !
پيروز صاحب په نړۍ کۍ يواځې پښتانه دي چې له قاطع اکثريت سره سره مظلوم دي او له خپلو حقونو څخه محروميږي ! دا کار په نورو اسلامي هيوادونو
کې نشته ، نو دا زمونږ يوه خپله ملي داخلي ستونزه ده او د اسلام يا کفر سره څه تړاو نه لري، خو آيا ستاسو وړانديز داسې معنی نه لري چې خپلې
ستونزې پرېږدئ لومړی د نړۍ د مسلمانانو ستونزې حل کړئ له هغه وروسته بيا خپلې ستونزې مطرح کول او حلول مطرح کړئ ؟؟ .
سربېره په دې د عربي اسلامي نړۍ ولسونو خپل خپل انقلابونه يو په بل پسې بري ته رسولي او رسوي يې ، خو د اسلامي انقلاب په نامه څه نه کوي
آيا غواړئ چې افغانان دې پر عربو اسلامي انقلاب تحميل کړي او که نه ، بل څه خدمت ورته وکړي ؟ او که مطلب مو د ايران او پنجاب له مسلمانانو سره مرسته ده چې افغانان له خپل کوره مخکې د هغوی غم وخوري ؟؟؟؟ او يا د اندونيزما او مالېزيا او نورو د لرې ختېځ مسلمانانو د ديني اسلامي ستونز حل ته وردانګل ترې غواړئ ؟؟؟؟؟ هيله ده خپل مطلب مو لږ مشخص او روښانه کړئ چې په مطلب مو څه دی ؟ يا هدف مو نړۍ اسلامي انقلاب دی ؟  اودله له  نړۍ وال اسلامي انقلاب څخه مطلب څه دی  او او چاکړی چې افغانان يې هم وکړي  .
دا سمه ده چې د انقلاب پر ځای د پښتو ژبې په ستونزو غږېدل سم نه دي، خو د پښتوژپې او کلتور ستونزې هم د نورو ملي او اجتماعي ستونزو
په څېر د انقلاب اړينتيا په ګوته کوي ! زما په اند خو انقلاب څوک يواځې د اسلام ، يا يواځې د ملي غوښتنو او يا يواځې د ولسواکۍ په چوکاټ کې نشي محدودولی، بلکې بايد هم اسلامي هم ملي او هم ولسواک او نور او نور اړين خصلتونه لکه اجتماعي اقتصادي ژغورنده عادلانه او نور ولري ! يو واحد نوم پرې نشي ايښود ل  کېدای ، او که حتما پرې څوک نوم  ږدي نوله   (ملي اسلامي ولسواک انقلاب ) پرته ورته بل  صَحي، بسانده او جامع نوم  او هدفونه نشي ټاکلای ٠
شي او نه  ورته  ٠ والسلام ٠


محمود سعيد
13.12.2011

دروند پیروز صیب علیکم سلام!
هیله ده روغ رمټ به یاست. ستاسو اندیښنو ته تر یوه بریده پتوال صیب ځواب ویلی دی. زه هم له هغه سره همغږی یم.
زه هم وایم چې اوس مهال تر ټولو ستر او اړین کار د پښتون ولس ویښول او سمبالول دی. یو ځای مې له عادل صیب سره هم په بحث کې ویلي وو چې:
د پښتون په سیمه کې په سلګونه ښوونځي لا تړلي دي.
د پښتون ډاکټر، انجینیر او ښوونکی لا وژل کیږي.
پښتون لا ښوونځی، پل او روغتون ورانوي.
پښتون لا هم ښځې په بدو کې ورکوي.
پښتون لا هم د یرغلګرو سره د جګړې پر ځای د افغانانو وژلو ته اولیت ورکوي.
پښتون لا هم جګړه د هرې ستونزې حل ګڼي.
لا هم اړتونونه له پښتنو ډک دي.
پښتون لا هم د ژرندې د پلونو په څیر له دواړو لورو تر برید لاندې دی.
دا په ډاډ درته وایم چې اوس هم په کلیو او بانډو کې ۸۰ په سلو کې پښتانه د پیغمبر په معنی نه پوهیږي او سم لمونځ ېې نه دی زده.
همدا اوس هم د جګړې په دواړو لوریو کې پښتانه وژل کیږي.
لا اوس هم پښتانه طالبان ښوونځي خو پریږده، د شهادت په نوم دیني مدرسه له دې کبله تړي چې نوم ېې د حزب اسلامي د شهادت له ورځپاڼې سره یو شی دی....
داسې ډیر څه شته چې کیدای شي یادونه ېې وکړو.
راځئ نور په ګډه د پښتون ولس د سرلوړتیا او پرمختګ کارته تر نورو لومړیتوب ورکړو.
دا به د دې لامل شي چې د نړۍ په دې مهمه او د نظر وړ سیمه کې د یو پراخ اسلامي، خپلواک او ولسواک هیواد په ځلیدلو سره د نړۍ ډیر هغه مسلمان، نیمه مسلمان او نامسلمان وګړي او ولسونه اغیزمن کړي چې لا هم د لویدیځ او ختیځ ښکیلاکونو له وریښمینو لومو او زولنو لاندې ژوند تیروي.
د همداسې یوې ورځې په هیله.


عادل عادل
13.12.2011

السلام علیکم

محترم ورور محمود سعید صاحب

د ښاغلي قدرمن ورور وصیل پیروز صاحب د ارزښتمنې توصیې په تایید درته ویلی شم چې د پښتني وحدت په جوړلو کې هم باید چې زمونږ او تاسو معیار اسلام وي نه پښتو ژبه او قوم، تر څو په نورو وروڼو قومونو ظلم ونه کړو،،،

هاغه حدیث شریف چې درته حامد ورور تشریح کړ،،، ما ویل ګوندې نور له دې قومي شعار څخه لاس واخلې،،، په هر حال پښتو او پښتونولي به دې هم هلته ومنم چې د پښتنو له وسلوالې او په نن سبا کې حتمي مطرح کیدونکې لویې سیاسي کتلې له تربګنت او یا کم تر کمه تخریب څخه لاس پر سر شی.

تاسو ظاهرا د داسې پښتني سرتاسري انقلاب هیله لری چې تر ټولو د مخه به د وینو په قیمت په پښو درېدلي پښتانه وځپي،،،،

نن سبا په دریمګړي دریځ کې پښتانه نشته چې د سرتاسري انقلاب نغارې ورته ووهو،،، د دوو تر منځ به د یوه په ملاتړ د بل په وړاندې ودرېژو او بس


پتوال
13.12.2011

درنو ملګرو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
که له اشغالګرو او د هغو له لاسپوڅو څخه ولس راضي کېدلی شوای نو هر اشغالګرو به ژر تر ژره خپل پوځونه له اشغل شوي هيواد څخه
ويستل او د خلکو په داوطلبانه پلوي تکيه کوله . خو داسې نه ده او په ناراضه ولس کې بيا د پښتنو ونډه يواځې هغوی نه دي چې وسلې ته يې لاس غځولی او جنګيږي ،بلکې نور پښتانه چې فيصدي يې ډيره لوړه ده د کرزي له کوډاګي حکومت او اشغلګرو سره نه دي ولاړ ، د ملي آزادۍ په هيله وسله والو ته خوشبينه دي، خو د اجتماعي آزادۍ ، اقتصادي ، کلتوري ، علمي او تخنيکي پرمختګونو تمه ترې نشي کولای ، له کومو څخه پښتانه د روانې جګړې له امله د کابل په مزدور رژيم کې هم محروم ساتل کيږي ، نو ددغه حروميتونو ، حقتلفيو ، ظلمونو ، ځپلو مرګ ژوبلو له امله په سوله ييزه خو ډله ييزه کوانده سياسي توګه مبارزه ورته اړينه ده ، د دغه سنګر ګټه طبعا ً نيغ پع نېغه وسلوال مقاومت ته رسيږي او له مقاومت سره به مرسته هم کوي، ځکه چې دوښمن يو دی او ددواړو له خوا لکه د پلاس په خوله کې ښکيل او تر فشار لاندې راځي ! نو که وسله وال مقاومت او پلويان يې له سياسي تفکر او تحليل څخه کورټ بې برخې نه وي او يا د پرديو استخباراتو په خدمت کې نه وي بايد د اشغالګرو او ګوډاګي رژيم پر ضد ددغسې سرتاسري سياسي غورځنګ
د رامنځته کولو کلک ملاتړ وکړي !
د ا سوله ييز سياسي انقلاب خو د ملي آزادۍ د پاڅون هغه برخه ده چې وسلوال مقاومت بايد د وسله وال پاڅون تر څنګ په موازي ډول پرمخ بيولای او هغه څه دوی قدرت ته له رسېدو وروسته کول اوس يې بايد ورته تبليغ کولای او له دې لارې څخه يې وسله وال مقاومت ته هم هيوادوال رابللی . متاسفانه چې خبره برعکس ده ، نه يواځې چې داجتماعي اقتصادي علمي تخيکي او کلتوري پرمختګ وعده نشي ورکولای د شويو پرمختګونو پر ضد هم ګواښونه کوي . په داسې حال کې به نو پښتانه ترې دڅه تمعه ولريې ؟؟؟؟؟
يو وسله وال پاڅون ته يې چې کومه خوشبيني موجوده ده هغه د ملي آزادۍ له امله ده، خو په هغې کې هم د آزادۍ ملي موخه د اسلام په پلمه د نړيوالې
فلسطيني - القاعده يي او پنجابي موخوڅخه قرباني کيږي .
نو په داسې حال کې به د محترم عادل صيب دغه ادعا څومره وزن خپل کړای شي :
[quote:f02e849165](( نن سبا په دریمګړي دریځ کې پښتانه نشته چې د سرتاسري انقلاب نغارې ورته ووهو،،، د دوو تر منځ به د یوه په ملاتړ د بل په وړاندې ودرېژو او بس
)) [/quote:f02e849165] يا خدای مکړه دا لاندې اټکل به يې د پښتنو د ژغورنده سوله ييز پاڅون په اړه څرنګه احتمال ولري :
[quote:f02e849165]تاسو ظاهرا د داسې پښتني سرتاسري انقلاب هیله لری چې تر ټولو د مخه به د وینو په قیمت په پښو درېدلي پښتانه وځپي،،،، [/quote:f02e849165]

بايد وويل شي چې د پښتنو اجتماعي مبارزه د ټولو ځپلو او محرومو افغانانو
سره شريکه ده، خو پښتانه به يې په خپله برخه کې مستقلا ً
پر مخ بوزي او له نورو سره به هم خپل ملاتړ او پيوستون ولري، بې له دې چې خپل برخليک د بل چا په لاس کې ورکړي !
ومن الله التوفيق


وصيل پېروز
14.12.2011

ټولو ته سلامونه او نېکي هيلې
زما په اند د افغانستان لپاره د پښتون قام يو کېدل تر ټولو مهمه خبره ده ، زه د پښتون له وحدت او اتفاق سره مخالف نه يم بلکي د دې رايې او نظريې کلک ملاتړی يم چي نن سبا د پښتون وحدت زيات اړين دی مګر د عادل صاحب په خبره په هره خبره کی بايد زموږ معيار اسلام وي ځکه اسلام موږ ته وحدت راکولای شي ، له اسلام پرته زموږ وحدت زه ناشونی ګڼم .
که موږ د وحدت او اتحاد لپاره اسلام خپل معيار او مرام وګڼو نو کولای شو چي د سفر ډېري ستونزې په اسانۍ هوارې کړو مګر که موږ وحدت تر يوې داسي مفکورې او يوه داسي پلان پوري ځانګړی کړ چي يوازي د يو څو خلګو د اندونو انعکاس وو نو نه شو کولای چي د پښتون قوم پر يوه ټغر راټول کړو مګر هو ! که موږ اسلام د وحدت معيار او د ستونزو حل ځای وګاڼی نو کولای شو چي پښتون يو کړو ، مسلمانانو متحد کړو او د اسلام رژېدلی ځواک پياوړی کړو .
الله هم په خپل سپېڅلي کلام کي د وحدت او اتفاق معيار اسلام ګرزولی لکه چي موږ ته وايي :
( واعتصموا بحبل الله جميعا و لاتفرقوا )
ژباړه : د الله پر رسۍ منګولې ولګوئ او مه وېشل کېږئ!.
دلته له دې الهي ايته په ډاګه څرګندېږي چي که څوک د ايمان او اسلام دعوه کوي ، ځان مومن ګڼي او ځان ته ديو مسلمان په سترګه ګوري نو د هغه د وحدت او اتحاد معيار بايد اسلام وي ، د وحدت دا داعي بايد خلګ د اسلام پر نوم متحد کړي او د هرې ستونزې حل لاره په اسلام کي ولټوي ځکه د بريا او نېکمرغۍ راز يوازي په خالص او سوکر اسلام کي نغښتی دی ، هغه چي يوازي پر وحې بنا وي نه د خلګو اندونه او نه هم ځاني خواهشات په ګډ وي بلکي يوازي او يوازي الهي وحې ( قرآن او سنت ) وي .
دا سمه ده چي پښتون خوار دی ، پښتون ښوونځی نه لري ، د پښتون روغتون لا هم سوځي ، د پښتون کور لا هم ورانېږي او پښتون لاهم د پولې په دواړو غاړو کي د ژوند اسانتياوې نه لري مګر پر دې مو فکر کړی چي دا ولي راته پېښ دي؟؟؟.
که موږ د دې ستونزو اصلي سرچينه درک کړو او ځان په دې وپوهوو چي موږ ته ولي دا ستونزې پېښي دي او نن ولي مسلمانان په ځانګړي ډول پښتانه له دې ناخوالو سره لاس او ګرېوان دي نو تر دې وروسته موږ کولای شو چي خپلې ستونزې او مشکلات رفع کړو خو تر هغو موږ د پښتنو په منځ کي وحدت ټينګولای شو او نه هم ستونزې هوارولای شو څو مو د دې ستونزې د پېښېدو اصلي عوامل ځان ته نه وي څرګند کړي .
زه بيا هم په تکرار وايم چي د پښتون قوم د وحدت مخالفت نه کوم بلکي يوه هيله او اميد لرم او په دې اند يم چي وحدت د هر قوم لپاره اړين دی ، که يو داعي د يووالي او پيوستون لپاره بلنه کوي نو صرف پر دې دي خلګ نه سره راټولوي چي نن پښتو او پښتون له خطر سره مخ دي بلکي دا دي وايي چي نن اسلام او مسلمان له خطر سره مخ دي که د اسلام د ساتنې لپاره مسلمانان يو شي نوزه سل فيصده پر دې باور لرم چي د پښتو او پښتون حقوق به ضايع نه شي .
نن پر ژبه او خاوره د يو مسلمان قوم يووالی بری او نېکمرغي نه ده بلکي بريا او نېکمرغي يې هله ګڼلای شو چي د اسلام پر دين او د مسلمان په نوم سره يو شي ، هله بيا بری موندلای شي او هله بيا ځان له ستونزو ويستلای شي مګر تر څو چي د قوميت پر نوم يووالي او پيوستون ته بلنه کېږي دا د پښتون قوم ستونزې نوري هم زياتوي او افغانستان لا هم د ورانۍ پر لور رهبري کوي .
په مينه او درنښت


م . ق
14.12.2011

[quote:9ee0eea5e2="م . وصيل پېروز"]ټولو ته سلامونه او نېکي هيلې
زما په اند د افغانستان لپاره د پښتون قام يو کېدل تر ټولو مهمه خبره ده ، زه د پښتون له وحدت او اتفاق سره مخالف نه يم بلکي د دې رايې او نظريې کلک ملاتړی يم چي نن سبا د پښتون وحدت زيات اړين دی مګر د عادل صاحب په خبره په هره خبره کی بايد زموږ معيار اسلام وي ځکه اسلام موږ ته وحدت راکولای شي ، له اسلام پرته زموږ وحدت زه ناشونی ګڼم .
که موږ د وحدت او اتحاد لپاره اسلام خپل معيار او مرام وګڼو نو کولای شو چي د سفر ډېري ستونزې په اسانۍ هوارې کړو مګر که موږ وحدت تر يوې داسي مفکورې او يوه داسي پلان پوري ځانګړی کړ چي يوازي د يو څو خلګو د اندونو انعکاس وو نو نه شو کولای چي د پښتون قوم پر يوه ټغر راټول کړو مګر هو ! که موږ اسلام د وحدت معيار او د ستونزو حل ځای وګاڼی نو کولای شو چي پښتون يو کړو ، مسلمانانو متحد کړو او د اسلام رژېدلی ځواک پياوړی کړو .
[/quote:9ee0eea5e2]

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
دمحترم او فاضل ورور ښاغلي پیروز صاحب دا پورته اقتباس شوې لیکنه مې دومره خوښه شوه چې سمدستي مې را اقتباس کړه او دې ته هم تم نه شوم چې پاتې نوره لیکنه یې هم وګورم.
زه ددغې نظر سره موافق یم او کلک تاید یې کوم، ماهم په خپله موضوع (پښتني اسلامي انقلاب) کې ورونو ته د همدې خبرې باور ورکولو چې زمونږ د اتحاد یواځینۍ موثره لاره اسلامي معیار ، اسلامي نظام او قانون دی، خو متاسفانه چې ورونه زما په ساده الفاظو ونه رسیدل.
څه به شف شف کوو او چې شفتالو یې کړو نو پاکستان، ایران او سعودي هم د همدې سیاست څخه کار اغیستی دی.
نو مونږ هم باید د اسلامي سیاست څخه کار واخلو، یواځې اسلامي سیاست کولاي شي زمونږ اتحاد، خپلواکي او ملي ګټي تامین او تضمین کړي.
اوس نو دې خداي وکړي چې ورونه په سیاست کولو او سیاست لوبولو پوه شي.

ډیره مننه او درنښت


وصيل پېروز
15.12.2011

سلامونه او ښې چارې
ښاغلی مبارز قرآني صاحب ! زه هم ستاسو نظر تائيدوم او د دې رايې ملاتړ کوم چي د پښتنو او افغانانو تر منځ اتحاد هغه مهال شونی دی چي خالص توحيد او اسلام ته غاړه کښېږدي ، اسلام موږ ته يووالی او پيوستون راکولای شي . د يو قوم او ژبې په نوم پيوستون نه خو ابدي کېدای شي او نه يې هم تر زيانونو ګټې زياتې دي بلکي که له يوې خوا د يوه موقت وخت لپاره وي نو له بل پلوه ستونزې هم ټوکوي چي دا يې تر ټولو خطرناک او وېروونکی اړخ دی .
که نن په افغانستان کي پښتون قوم د پښتو او پښتني غيرت په ملاتړ سره يو شي نو په افغانستان کي به نور قومونه څرنګه احساس وکړي؟؟؟.
ايا هغوئ به دا احساس ونه کړي چي پښتني اتحاد او پښتني يووالی زموږ لپاره خطرناک دی ؟
ايا هغوئ به مقابل غبرګون ونه ښيي؟.
که داسي کېږي نو بيا ولي په خپل لاس ځان ته دښمنۍ او ستونزې را پيدا کړو؟ ، ولي په خپل لاس دښمنان ځان ته وپالو ؟ ولي هغه لار غوره کوو چي ظاهري او باطن دواړه يې د بدمرغۍ څرګندې بېلګي دي ؟.
مګر د اسلام او مسلمان په نوم يووالی دا ډول ټولي ستونزې له منځه وړي ، د اسلام په نوم يووالی د قومونو او ژبې توپير ختموي ، د اسلام په نوم يووالی ټولو انسانانو ته يو مقام ورکوي خو په اسلام کي د لوړتيا معيار ژبه نه ، قوم نه ، نسب نه بلکي تقوی ده . د اسلام په نوم يووالی که څه هم په ځانګړي ډول د پښتو طرفداري نه شي کولای مګر په دې بشپړ باور لرم چي د اسلام او مسلمان په نوم يووالی د پښتو او پښتون حقوق هم نه ضائع کوي .
که موږ پر الهي فرمانونو او نبوي صحيحو احاديثو ايمان لرو نو بايد دې ته مو هم پام وي چي د قوميت په لار کي وژل شوی کس شهيد نه دی ، شهيد هغه دی چي د اسلام په لار کي ووژل شي او غواړي د اسلام په بڼه را استول شوی الهي پيغام تر نورو ورسوي . له دې يادونې مي هدف دا وو چي د قوم په غيرت او ننګ مبارزې ته چمتو ځوانان احساس کړي چي د قوم او ژبې په نوم يووالی نه خو په دنيا کي کومه ګټه نه لري او نه هم په اخرت کي د بريا وياړ تر لاسه کولای شي
مګر بل پلو د اسلام او مسلمان په نوم يووالی که له يوې خوا موږ ته په دنيا کي سرلوړي راکوي نو له بل لوري موږ په اخرت کي له بريا نه بې برخې کوي ، بلکي په اخرت کي د اسلام او مسلمان په نوم يو شوي ځوانان به د جنتونو او ابدي نعمتونو څښتنان وي .
په لنډو دومره ويلای شم چي يوازي او يوازي د اسلامي دين پر بنياد يووالی او پيوستون د افغانستان او پښتنو ټپونه ټکور کولای شي .
په مينه او درنښت


محمود سعيد
20.12.2011

ټولو ښاغلو ته سلامونه او نېکې هيلې!
ستاسو څخه له ښکلو او ګټورو نظرونو څخه يوه نړۍ مننه.
هيله ده چې نور هم ستاسو له ښکلو لارښوونو ګټه پورته کړای شو.
وروسته غواړم يو ځل بيا څرګنده کړم چې زموږ کړنلاره، دريځ، ژوند او شعار تل له اسلام سره په کلکو رسيو تړلی دی. پښتون ولس به هيڅکه هغه کړنې، خوځښت او انقلاب ونه مني چې اسلام ېې په رښتينې مانا د سر په ټکو کې ځای ونه لري. دا هم د يادونې وړ ده چې اوس مهال زموږ پرګنې، ځوانان او د پوهې خاوندان دا نه شي منلی چې د اوسنۍ يا پخوانۍ واکمنۍ په تشو اسلامي شعارونو وغوليږي، په داسې حال کې چې کړنې ېې په ښکاره له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي.
له بل پلوه موږ څه ډول کولای شو چې تر خپلې مخې پرتې ستونزې او خنډونه پريږدو، ګام ترې واچوو او د لويو لارو او خنډونو پاکولو ته ورودانګو؟
لږ به خپلو ګاونډيو او نږدې مسلمانانو ته لږ نظر واچوو:
آيا همدا اوس د پنجاب له څه ناڅه سل ميليونه مسلمانانو، د ايران له پنځه اويا ميليونه مسلمانانو، د منځنۍ آسيا له اتيا ميليونه مسلمانانو، د هندوستان له درې سوه ميليونه مسلمانانو...سره د يووالي او خبرو شونتيا شته؟ هغه هم په داسې ډول چې ټول د يوه واحد اسلامي دريځ خاوندان شي؟
د افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د ټولو اسلامي هيوادونو خواخوږي له افغانستان سره په کومه کچه وه؟ البته د ناپاکستان په استثنا!
همدا اوس موږ له اسلامي افغاني خوځښتونو سره په کومه کچه اړيکې ټينګولای شو؟
زما خپله تجربه (چې ښايي د لوېې ځوانې کتلې تجربه وي) دا وايي چې کله د جمعيت اصلاح (نړيوال!) اسلامي خوځښت په شان خلکو ته مخ کوو نو يوازې په دومره لنډ فکر چې موږ ګواکي ږيره نه لرو، او بڼه مو اسلامي نه ده، موږ په خپل منځ کې نشي قبلولای!
د طالبانو د اسلامي تحريک کسان خو مو له پخوا نه د ډالري معاش او يا د امريکا د غلامۍ په تور په تور لړ کې شميري!
حزب اسلامي هم هومره توند او تيز دی چې د څکلو ېې هيڅ مجال نشته!
له دې هاخوا ځو د راډيکال، ډيموکراټ او آزاد خيالو ډلو لور ته. آيا دا شونې ده چې موږ دې خپل هغه ميليونونه کسان چې د محروميت، بيوزلۍ، بې سوادۍ، ...، په وروستي بريد کې اوسيږي، هير کړو او د داسې کسانو په خيالي جنتونو کې ځانونه ورک کړو؟
ستاسې ښاغلو ځواب به هم خامخا نه وي. ځکه نو د يو داسې پرګنيز، ټولنيز، هر اړخيز او سراسري انقلاب راوستلو ته اړتيا تر هر څه زياته نه ده؟
که وي نو آيا دا هر څه يوازې د ټوپک په شپيلۍ کيدای شي؟
که کېدای شي نو دا ديرش کاله ېې له ورانۍ پرته پايله څه وه؟
که چيرې ېې تر څنګ د همداسې يوه خوځښت لکه څنګه چې ما ېې مخکې يادونه کړې وه، اړتيا نه وينئ؟
په پوره درنښت


پتوال
28.12.2011

درنو درنو ورونو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !

بحث يو څه په دايروي مصير روان ښکاري او د لانجمن ټکي دحل له پاره کافي ده چې (( د پښتنو اسلامي وحدت)) نوم ورکړو ،
هم به د قوم او ملت خبره په کې حل وي ځکه چې د پښتون قام وحدت غوښتل کيږي، او څنګه چې پښتانه د افغان ملت مطلق اکثريت
جوړوي نو ددوی وحدت دملي وحدت لويه ستن جوړوي ، او هم به د اسلامي وحدت غوښتنه په کې مراعات شوي وي !
مونږ بايد دمېتود په ډول  تل  يو نېک هدف  وټاکو او د سپېڅلتيا او بري له پاره د اسلام  يااسلامي قید ور سره مل کړو ٠ مثلا همدغه  وحدت که د پښتنو له پاره اړين وي نو  د اسلامي په قيد سره ترې  (دپښتنو اسلامي وحدت ) جوړيږي اوکه  د اوس له پاره
  سوله اړينه وي  نو د سولې  له غورځنګ سره هم  د [color=red:9a9383d8b2]اسلامي [/color:9a9383d8b2] قيد مل کول حتمي دی اود 
((  سولې اسلامي غورځنګ ))  په نامه بايد ورته  پيل شي ٠

 که  دملي ازادۍ غورځنګ  ته اړتيا وي نو نوم يې بايددملي ازادۍ اسلامي غورځنګاوسي ! يعنې يو ملي ،يا قامي، يا وطني يا د سولې 
 او يا بل اجتماعي هدف بايد موجود  واوسي چې داسلام او اسلاميقيد لاندې ورته خدمت وشي ، که نه يواځې داسلام  په عام او مجرد
 نامه به  د نړيوالو  سازمانونوکه القاعده  يا پاکستاني ا سلامياو استخباراتي سازمانونو لکه  آی .اېس. آی  داسې ښکار شو
 چې بيا به ترې نشو خلاصېدلای . نو د قراني صيب ،  پیروزدصيب او سعيد صيب سره موافق يم چې اسلامي قيد دې په نامه کې حتما وي، خو  که  د پښتون پرځای 
اوس  صلحې ته  هم پښتون او هم هر بل افغان را وبولو دا به  ډيره اينه او ضروري وي ، نو راځۍ  چې د ټولو افغانانو
  له پاره [color=blue:9a9383d8b2]دسولې اسلامي غورځنګ [/color:9a9383d8b2]رامنځته کړو  او له عملي تدبيرونو يې پېل کړو ٠ پښتون تر چا زيات سولې ته اړتيا لري ځکه چې 
د جګړې  تېزه لبه د پښتون قوم ته متوجه ده  او ان پخپله دپښتون په لاس پښتون وژل کيږي  او نور يې سيل کوي ٠
[color=darkred:9a9383d8b2]د افغانستان دسولې اسلامي غورځنګ [/color:9a9383d8b2]د ټولو ستنزو غوټه پرانيستلی شي
 په حکم د خدای ٠ ومن الله لتوفيق ٠   


وصيل پېروز
29.12.2011

سلامونه او ښې چارې
ښاغلی محمود سعيد صاحب ! اوس مهال نه يوازي دا چي په افغانستان کي يو سراسري انقلاب ته سخته اړتيا ده بلکي په ټوله اسلامي نړۍ کي يو داسي انقلاب اړين دی چي هر څه بدل کاندي او ډلييز اوښتون را منځ ته کړي ان زما په اند ټوله نړۍ يوه انقلاب ته اړتيا لري او په همدې تمه ځيني د همداسي اوښتون په تمه دي .
خو دا چي په افغانستان کي بايد دا سراسري انقلاب څرنګه پيل شي ، څرنګه وده ورکول شي او څرنګه پر مخ يووړل شي نو دا هغه پوښتنې دي چي په اړه یې موږ له تاسو سره اختلاف لرو.
د اختلاف لومړنۍ نقطه داده چي دا اوښتون بايد سيمييز ، قومي او ژبني نه وي بلکي لکه څرنګه چي پښتانه له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي د افغانستان اوسېدونکي فارسي ژبي وګړي ، پشيي ژبي وګړي او نور ... هم دې ته ورته ستونزې لري ايا د هغوئ لپاره يو داسي انقلاب اهميت نه لري چي پيغام يې سوکالي او نېکمرغي وي؟.
ستاسو د دې انقلاب پيغام خو په ظاهري ډول نېکمرغي ، سوله او سوکالي ښکاري نو ايا نور خلګ دې ته ورته هيلې نه لري؟.
که يې لري نو دا نېکمرغۍ ولي يوازي پښتنو ته ورکړو بلکي په دې نېکمرغيو او سوکاليو کي بايد له موږ سره د ټول افغان ټول وګړي او د ټولي مسلمانې نړۍ مسلمانان شريک وي ، ځکه که د اسلامي معيار له مخې موږ او دوئ وروڼه يو او د دوئ غم زموږ غم او زموږ خوښي د دوئ خوښي ده . ( نبوي وينا )

[quote:bd4b257160="محمود سعيد"]
آيا همدا اوس د پنجاب له څه ناڅه سل ميليونه مسلمانانو، د ايران له پنځه اويا ميليونه مسلمانانو، د منځنۍ آسيا له اتيا ميليونه مسلمانانو، د هندوستان له درې سوه ميليونه مسلمانانو...سره د يووالي او خبرو شونتيا شته؟ هغه هم په داسې ډول چې ټول د يوه واحد اسلامي دريځ خاوندان شي؟
[/quote:bd4b257160]
ستاسو د دې پوښتنې ځواب به زما په اند ان شاء الله تر ډېره د بحث ستونزه هواره کړي او د دې پوښتنې پر ځواب به هم ښايي ډېر ځواب ويونکي متفق نه وي بلکي ...
خو زه په دې اړه دا وايم چي بالکل د نړۍ له ټولو مسلمانانوسره د يووالي او خبرو شونتيا شته او پر دې هم تر يوه حده باوري يم چي تر ډېره به په دريځ کي هم د يوه بل د مټو زور شي .
خو دا څرنګه؟؟؟
د دې چل موږ ته زموږ رب په خپل کتاب کي داسي راښيي :
( واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا )
ژباړه : د الله پر رسۍ منګولې ولګوئ او مه وېشل کېږئ!.
دلته الله ټول مسلمانان امر کوي چي د الله پر رسۍ منګولې ولګوئ او له بې اتفاقۍ ، تفرقه او وېشلتيا ډډه وکړئ ورسره په څنګ کي موږ ته د اتحاد معيار راښيي او پر يوه شي مو اتحاد ته هڅوي ، بلنه يې راکوي او د اتحاد راز همدا شی ښيي چي ستاسو اتحاد يوازي پر الهي رسۍ شونی دی .
الهي رسۍ څه ده؟
ښايي ځينو ته به دا پوښتنه پيدا شوې وي چي الهي رسۍ څه ده؟.
الهي رسۍ د الله کتاب او د هغه د رسول حديث دي ، همدا حبل الله ده او پر همدې اتفاق ممکن دی . که مسلمانان په صادقانه ډول او د الهي رضا په خاطر د الله او رسول خبرې ته تسليم شي نو موږ به په ډېرو لږو فرعي مسائلو کي بې اهميته اختلاف ووينو د قرآن او حديث په وړاندي په صادقانه ډول تسليمي زموږ ټولي بربادۍ له منځه وړلای شي او د دې ټولو ستونزو د حل لار پکي خوندي ده مګر په دې شرط چي موږ يې منلو ته چمتو شو او د عمل په ډګر کي يې پلي کړو.
د دې پوښتنې بشپړ ځواب په يو څو جملو کي ناشونی دی ، دا پوښتنې له دې اړخ سره - سره نور اړخونه هم لري چي بيا به پرې خبرې کوو. ان شاء الله

[quote:bd4b257160="محمود سعيد"]
د افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د ټولو اسلامي هيوادونو خواخوږي له افغانستان سره په کومه کچه وه؟ البته د ناپاکستان په استثنا!
همدا اوس موږ له اسلامي افغاني خوځښتونو سره په کومه کچه اړيکې ټينګولای شو؟
[/quote:bd4b257160]
دا پوښتنه د تېري پوښتنې دويمه اړخ بللای شو يوازي د الفاظو توپير پکي خوندي ساتل شوی دی ، په دې اړه به ښايي زه سم معلومات درنه کړای شم خو د تېري پوښتنې بشپړ ځواب د دې پوښتنې په ځواب کي تر ډېره حده زموږ مرسته کوي او له دې هر څه سره - سره مو دا پوښتنه لږ ګونګه ده ؟.
نه پوهېږم اوس ماخوستن مي د خوب له کبله سر نه په خلاصېږي او که ګونګۍ ده؟. :lol: :lol: :lol:

[quote:bd4b257160="محمود سعيد"]
زما خپله تجربه (چې ښايي د لوېې ځوانې کتلې تجربه وي) دا وايي چې کله د جمعيت اصلاح (نړيوال!) اسلامي خوځښت په شان خلکو ته مخ کوو نو يوازې په دومره لنډ فکر چې موږ ګواکي ږيره نه لرو، او بڼه مو اسلامي نه ده، موږ په خپل منځ کې نشي قبلولای!
د طالبانو د اسلامي تحريک کسان خو مو له پخوا نه د ډالري معاش او يا د امريکا د غلامۍ په تور په تور لړ کې شميري!
حزب اسلامي هم هومره توند او تيز دی چې د څکلو ېې هيڅ مجال نشته!
له دې هاخوا ځو د راډيکال، ډيموکراټ او آزاد خيالو ډلو لور ته. آيا دا شونې ده چې موږ دې خپل هغه ميليونونه کسان چې د محروميت، بيوزلۍ، بې سوادۍ، ...، په وروستي بريد کې اوسيږي، هير کړو او د داسې کسانو په خيالي جنتونو کې ځانونه ورک کړو؟
[/quote:bd4b257160]
ښاغلی سعيد صاحب ! تاسو په خپل هم هماغه نقطې ته راغلاست چي موږ د اختلاف ټکی ښود ، زموږ هدف همدا وو چي دلته دومره پرګنې اوسي ، دلته بېلابېل اندونه دي ، دلته هر څوک جلا کړنلاره لري ، دلته تر اتفاق خلګ بې اتفاقۍ ته ډېر بلل کېږي نو تاسو څرنګه کولای شئ چي په يوه پښتني تحريک يا انقلاب دا ټولي ستونزې هوارې کړئ؟.
زموږ مطلب همدا وو چي وړاندي تاسو په خپله اشاره ورته کړې ده .
اوس چي تاسو په خپله د ستونزو په موجوديت قايل شوئ نو بايد دې ته راشو چي له دې ستونزو سره څرنګه مقابله کولای شو؟.
څرنګه کولای شو چي له دې بېلابېلو اندونو سره تفاهم ته رسېدای شو؟.
څرنګه کولای شو چي دا بېلابېلي تګلارې او کړنلارې په يوه تګلاره بدلولای شو؟.
څرنګه کولای شو چي ټول تر يوه امير لاندي د يوه هدف لپاره په ګډه کار وکړو؟.
دا هماغه پوښتنې دي چي هر ورځ زموږ د ذهنونو له تيارو کونجونو را پورته کېږي او موږ د ځواب موندنې په موخه فکر کولو ته اړ باسي ، نن ورځ تاسو هم همدې لور ته مخه کړه او غواړئ د دې پوښتنو په ځواب موندنې سره اوسنيو موجود ستونزو ته د حل لار ومومئ خو څرنګه؟.
دا د ( څرنګه ؟ ) فارموله لا هم چا نه ده درک کړې او اوس باید موږ و تاسي د دې څرنګه فارمولې پټ راز افشا کړو.
پورته تاسو د ګڼو ستونزو يادونه کړې او ويلي مو دي چي زموږ ته په هيڅ ډله ، هيڅ ګوند او هيڅ فکر کي برخه نه راکول کېږي ، د همدې خبرو له يادونې تاسو ته دې پوښتنو ته لاره جوړه کړه :

[quote:bd4b257160="محمود سعيد"]
ځکه نو د يو داسې پرګنيز، ټولنيز، هر اړخيز او سراسري انقلاب راوستلو ته اړتيا تر هر څه زياته نه ده؟
که وي نو آيا دا هر څه يوازې د ټوپک په شپيلۍ کيدای شي؟
که کېدای شي نو دا ديرش کاله ېې له ورانۍ پرته پايله څه وه؟
که چيرې ېې تر څنګ د همداسې يوه خوځښت لکه څنګه چې ما ېې مخکې يادونه کړې وه، اړتيا نه وينئ؟
په پوره درنښت[/quote:bd4b257160]
بالکل په دې کي درسره موافقت لرو چي اوس مهال په ځانګړي ډول يوه سراسري انقلاب ته اړ دی مګر څرنګه ؟؟؟.
ستاسو پورتنۍ يادونې موږ ته ډاډ ځکه نه شي راکولای چي تاسو يې هم پر بريا بشپړ باور نه لرئ ځکه ستاسو پورتنۍ څرګندونې او له موجودو ستونزو بې زاري موږ ته دا پوښتنه پيدا کوي چي څرنګه کولای شو له دې ټولو مقابلو لورو سره تفاهم ته ورسېږو؟.
ايا کولای شو چي دا ستونزې د يوه قوم تر نوم لاندي حل کړو؟.
ايا کولای شو چي د يوې ژبې تر چتر لاندي د دې ستونزو د حل لار را وباسو؟.
ايا کولای شو چي د قومي غيرت احساس موږ د دې ستونزو د حل لارې په موندنه کي بريالي کړي؟.
دا او دې ته ورته پوښتنې چي کله موږ له ځانه وکړو نو بيا پر موجودو ستونزو غور بيرته زموږ د خيال ماڼۍ نړوي او پوهوي مو چي نه ! هيڅکله هم د پورتنيو مواردو په رڼا کي موږ موجودو ستونزو ته حل لاره نه شو موندلای بلکي يوه داسي معيار ته اړ يو چي ټول پکي د وړتيا په اندازه تلل کېږي او ټولو ته برابر حق ورکوي او دا معيار کتاب الله او د الله د رسول سنت دي .
دا ( حبل الله ) ده ، اتفاق پر همدې دوو شونی دی له دې پرته د هيواد ، قوم ، ژبې او شخصيتونو په نوم اتحاد يوه ناممکنه خبره ده .

په مينه او درنښت


وصيل پېروز
29.12.2011

[quote:5e6dc66053="پتوال"]درنو درنو ورونو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !

بحث يو څه په دايروي مصير روان ښکاري او د لانجمن ټکي دحل له پاره کافي ده چې (( د پښتنو اسلامي وحدت)) نوم ورکړو ،
هم به د قوم او ملت خبره په کې حل وي ځکه چې د پښتون قام وحدت غوښتل کيږي، او څنګه چې پښتانه د افغان ملت مطلق اکثريت
جوړوي نو ددوی وحدت دملي وحدت لويه ستن جوړوي ، او هم به د اسلامي وحدت غوښتنه په کې مراعات شوي وي !
مونږ بايد دمېتود په ډول  تل  يو نېک هدف  وټاکو او د سپېڅلتيا او بري له پاره د اسلام  يااسلامي قید ور سره مل کړو ٠ مثلا همدغه  وحدت که د پښتنو له پاره اړين وي نو  د اسلامي په قيد سره ترې  (دپښتنو اسلامي وحدت ) جوړيږي اوکه  د اوس له پاره
  سوله اړينه وي  نو د سولې  له غورځنګ سره هم  د [color=red:5e6dc66053]اسلامي [/color:5e6dc66053] قيد مل کول حتمي دی اود 
((  سولې اسلامي غورځنګ ))  په نامه بايد ورته  پيل شي ٠

 که  دملي ازادۍ غورځنګ  ته اړتيا وي نو نوم يې بايددملي ازادۍ اسلامي غورځنګاوسي ! يعنې يو ملي ،يا قامي، يا وطني يا د سولې 
 او يا بل اجتماعي هدف بايد موجود  واوسي چې داسلام او اسلاميقيد لاندې ورته خدمت وشي ، که نه يواځې داسلام  په عام او مجرد
 نامه به  د نړيوالو  سازمانونوکه القاعده  يا پاکستاني ا سلامياو استخباراتي سازمانونو لکه  آی .اېس. آی  داسې ښکار شو
 چې بيا به ترې نشو خلاصېدلای . نو د قراني صيب ،  پیروزدصيب او سعيد صيب سره موافق يم چې اسلامي قيد دې په نامه کې حتما وي، خو  که  د پښتون پرځای 
اوس  صلحې ته  هم پښتون او هم هر بل افغان را وبولو دا به  ډيره اينه او ضروري وي ، نو راځۍ  چې د ټولو افغانانو
  له پاره [color=blue:5e6dc66053]دسولې اسلامي غورځنګ [/color:5e6dc66053]رامنځته کړو  او له عملي تدبيرونو يې پېل کړو ٠ پښتون تر چا زيات سولې ته اړتيا لري ځکه چې 
د جګړې  تېزه لبه د پښتون قوم ته متوجه ده  او ان پخپله دپښتون په لاس پښتون وژل کيږي  او نور يې سيل کوي ٠
[color=darkred:5e6dc66053]د افغانستان دسولې اسلامي غورځنګ [/color:5e6dc66053]د ټولو ستنزو غوټه پرانيستلی شي
 په حکم د خدای ٠ ومن الله لتوفيق ٠   [/quote:5e6dc66053]
له ښاغلي پتوال سره تر ډېره حده توافق لرم ، د ښاغلي سعيد صاحب تر څرګندونو او پوښتنو تر ځواب وروسته به بيا د ښاغلي پتوال مطرح کړې موضوع څېړو ځکه دا د بحث وروستې خبرې ښکاري .
کله چي موږ له محمود سعيد صاحب سره تفاهم ته ورسېږو نو بيا به د دې ستونزې هواری لټوو ، اوس مهال بايد د اختلاف اساسي ټکو ته پام وکړو او ځواب يې ومومو.

په مينه او درنښت


پتوال
29.12.2011

درنو ورونو مبارز قراني صيب، عادل عادل صيب، محمود سعيد صاحب، وصيل پيروز صاحب او نورو خوږو دوستانو
السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !

ښايي د انقلاب يا اتوره لفظ په اسلام کې دومره نه وي کارېدلی ، خو اسلام پخپله يو انقلاب و ، ځکه چې هدف يې د کفر او شرک پرضد
اساسي بدلون رامنځته کول و ، نو کله او چيرې چې کفر او شرک مغلوب او اسلام بريالی شو هلته او هغه وخت اسلامي انقلاب
هم پای ته ورسېد او او له هغه راهيسې په اسلامي ټولنو کې داسلامي انقلاب ضرورت نشته ! که په بت پرسته ، کافره، عيسوي
او يهودي ټولنو کې د اسلام خپرول مطرح شي نو هغه زمان او مکان مونږ د اسلامي انقلاب څخه خبرې کولی شو ، يعنې يواځې
په غير اسلامي ټولنو کې د اسلام د پراختيا يو څپاند بهير ته اسلامي انقلاب ويلی شو ،خوڅنګه چې په هره ټولنه کې دغسې په
اسلامي ټولنو کې هم نور انقلابي بدلونونه لکه ملي ، اجتماعي او کلتوري انقلابونه اړين کيږي . په دې کې اجتماعي انقلاب
اساسي او په تاريخي جبر(=اړينتيا) سره رامنځته کيږي ، ملي انقلاب يې اړينه مقدمه او کلتوري انقلاب يې پايله ګرځي !

اوس راځو د اسلام د سپېڅلي دين رول ته :

په افغانستان او عربي او ټوله اسلامي دنيا کې د اسلام د خپرېدو سره اسلامي انقلاب ختم شوی، خو د اسلام رول نه دی ختم شوی ،
بلکې برعکس د اسلام رول په دغو ټولنو کې پيل شوی ، غځېدلی او لا غځيږي به !
دا ولې او څنګه ؟ دا ځکه چې اسلام په هره اصلاحي ،
مترقي او انقلابي پروسه کې خپله اغيزمنه طريقه او مېتود ، طرز ، شېوه او توګه لري او بشريت په ټولو خيريه کارونو کې رهبري کولی شي
نو ناممکنه ده چې په يوه اسلامي ټولنه کې دې اصلاحات ، ملي اجتماعي او کلتوري تغيرات رامنځته کيږي خو اسلام دې
په کې ګوښی پاتې وي او رغنده رول دې په کې ونه لوبوي ، د مسايلو په حل کې دې مرسته ونکړي اواړينې مترقي لاسته راوړنې دې
له فسق او فساد له ضررونو څخه ونه ژغوري ! له دې کبله مونږ وايو چې په هره اصلاح، هر تغير او بدلون او هر انقلاب کې بايد د اسلام
له ځواک او اغيز څخه کار واخيستل شي ، که د ملي آزادۍ غورځنګ وي ، که د سولې غورځنګ وي، که کلتوري غورځنګ وي ،
که اقتصادي انقلاب وي بايد اسلام پرې خپل تاريخي مهر او ټاپه ولګوي او د ملي آزادۍ اسلامي غورځنګ ، د د سولې اسلامي غورځنګ ،
د اقتصاد اسلامي انقلاب ، د ژبې او کلتوري حقوقو اسلامي غورځنګ اود ښځو د حقوقو اسلامي غورځنګ ، د ځوانانو د حقوقو
اسلامي غورځنګ او په لسګزنز نزر بدلونونه د اسلام په رڼا کې تر سره شي .

له دې نه معلوميږي چې په دا تيرو ١٤٠٠ کالو کې په اسلامي ټولنو کې هېڅ تغير او انقلاب منځته نه دی راغلی او که راغلی مسلمانانو
پخپله په کې کوم رول نه دی لوبولی ، حتی برعکس ملا صاحبانو او اسلامي علماو يې پر ضد رول لوبولی دی،نو ځکه يې په دې توګه لومړی
اسلام او بيا د مسلمانو ټولنه فلج کړې ده او اسلامي امت يې د نړيوالو له سيالۍ څخه غورځولي دي او په هېڅ ډګر کې د پرمختګ جوګه شوي نه دي !
مونږ اسلام ته هغه وخت خدمت کولی شو چې د ټولنې په پرمختګ کې د اسلام ونډه او مثبت رول وښيو او په زغرده يې ولوبوو ! د ساري په توګه
دښځو د حقونو په پلي کولو کې اسلامي طرحه ولرو او مخکښه طرحه ولرو او عملآ يې استازيټوب وکړو ، په دې معنی چې بهترينې مسلمانې
ميرمنې بايد په دغه غورځنګ کې تر ټولو بهترينې مبارزينې و اوسي او ښځينه ولس لومړۍ درجه اسلامي انقلابي ميرمنې ټولنې ته وړاندې کړي !
او همداسې په هره ساحه کې د اسلام بيرغ مخکښ او رپانده وساتو ! په همدې بڼه د ولسواکۍ په غورځنګ کې هم بايد مونږ داسلامي ولسواکۍ مخکښ
رول ثابت کړو، نه داچې د ولسواکۍ پسې په سپورو سپکو تورونو پيل وکړو او هېڅ ډول اسلامي ولسواک بديل وړاندې نکړای شو !
دې ته وايي بايلل ، دېته وايي عقبګرايي او دې ته وايي ارتجاعيت او دې ته وايي د اسلام له پرمختګ سره دوښمني او د هغې مخنيوی !
ددې مرضونو له پاره که څوک د اسلام نړيوال وحدت غواړي نو له بري څخه دې لاسونه ووينځي ! ښه مثال يې اوسني عربي انقلابونه دي
چې نشي کولای اسلام ته دومره پرمختګ ورکړي چې د ټولنې ستونزې پرې حل کاندي، نو ځکه يې په روانو بدلونو او انقلابونو کې
د اسلام تش نوم هم څوک نه اوري ! دا ځکه چې له عربي نه نيولې تر عجمي ملايانو پورې تر اوسه مسلمانان د اړينو اجتماعي ، سياسي او
اوختونو او انقلابونو له پاره هېڅ اسلامي طرحه نه لري، ګډون په کې نشي کولی، له ملاتړ څخه يې هم ليري پاتې شوي مخکښ رول په کې لوبولې.
خو لا څکی څکی ! هو پواځې په ملي آزادۍ کې چې دملي انقلاب اساسي بظخه ده اسلام او ملايانو زبردست رول لوبولی، خو بې خبر له دې
دا ملي انقلاب هم يو سياسي انقلاب دی او په اجتماعي انقلاب بايد انجام شي او په هغې کې هم بآيد اسلام او اسلامي عالمان مخکښ رول ولوبوي
که نه انقلابونه په خپله تاريخي اړنتيا (جبر) لري که اسلام يې رهبري نکړي او فعاله ونډه په کې ونه لوبوي سيکولران دغه رول لوبوي
او قدرت لاسته ورځي بيانو اسلام او اسلامي علما پخپله تجريديږي ! له خلافت نه وروسته د سلاطينو او شاهانو رامنځته کېدل او په
سيکولرو قدرتونو انجامېدل د اسلامي علماو د علمي، سياسي اجتماعي عقبګرايۍ نتيجه وه او ده ! ددوی د ١٤٠٠ کاله
نتيجه ده چې اوس هم دوی دټولنې په پرمختګ او ترقۍ کې هېڅ رول نشي لوبولی او له جنګ جګړو، ديکتاتورۍ او عقبګرايۍ
پرته ټولنې ته بل څه نشي وړاندې کولای ! نو اوس وواياست چې د څشي او څه له پاره او په کومه لاره د نړۍ د مسلمانانو
د وحدت مطالبه کوئ ؟؟؟؟؟ ددې وحدت هدف او محتوا څشی ده چې څه وکړئ؟؟؟
آيا غواړۍ بشري ټولنه په زور مسلمانه کړئ او
ټول مسلمانان مسلح جهاد ته رابولئ ؟؟؟؟ ددې له پاره لومړی ټول هيوادونه په القاعده فتح کوئ او بيا دريمه نړيواله جګړه
د جهاد په شکل پيلوئ ؟؟؟؟؟؟ که دا نه وي نو آيا غواړئ چې په په سوله ييزه لار په هرې اسلامي ټولنې کې سياسي اجتماعي اقتصادي ،
کلتوري علمي او تخنيکي انقلابونه پلي کړئ چې يواځينۍ معقوله ، اړينه او ضروري لاره چاره ده ؟؟؟؟؟؟؟؟ نو بيا ولې
په دې لاره کې فعاليت نه کوئ ؟ د سوله ييز انقلاب ډګر ته نه رادانګئ ،
استعداد ، پوهه او شعور يې نه لرئ که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟
ولې ټوپک ، تېرور اوځانمرګي بريدونو ته پناه وړئ ؟؟؟؟؟؟ ولللللېېېېې؟؟؟؟؟؟

ستاسې ځوآب څشی دی ؟؟؟؟؟؟


محمود سعيد
01.01.2012

عليکم سلام!
ستاسې ټولو پوره روغتيا او خوښي له الله څخه غواړم.
پېروز صيب تاسې څو ځايه د مونږ او تاسې ټکی کارولی دی او په دې توګه مو ځان له مونږ څخه بېل نومولی دی.
تر هر څه د مخه اړينه ګڼم چې زموږ او ستاسې تعريف وشي. ما خو مخکې ويلي چې مونږ د هېواد په درد دردېدلي کسان يو. له هېڅ ډلې ټپلې سره تړاو نه لرو او نه غواړو په راتلونکې کې ېې ورسره ولرو.
دا چې تاسې د چا په اړه خبرې کوئ نو دا بايد روښانه شي.
دلته يو ځل بيا غواړم روښانه کړم چې زموږ هر ګام به د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ وي. دا هم بايد په پام کې ولرو
چې نور هغه وخت نه دی چې په پټو سترګو هر څوک يوازې د اسلام د نارې په پورته کولو د نورو پر قدم قدم کيږدي.
او س هغه وخت دی چې هر ګام په پوره تدبير او د ملي او اسلامي ارزښتونو په پام کې نيولو سره پورته شي.
تاسې به کتلي وي چې اوس په عامه ذهنيت کې يوازې په يوه برخه ټينګار خلکو ته شکمن بريښي چې لامل ېې په تير تاريخ کې د اسلامي او ملي ګوندونو ډيرې سترې تېروتنې دي. ځکه نو اوس دې ته اړتيا ده چې د يو پراخ ملي او اسلامي يووالي لپاره په ګډه کار وکړو. فکر کوم اوس به ديني عالمانو هم دا درک پيدا کړی وي چې په يوازې ځان او د پخوا په شان د ټولنې رهبريت ورته ستونزمن دی.
اوس راځو د پتوال صيب د وروستيو پوښتنو په شان پوښتنو ته!
دا د اسلامي نړيوال وحدت پيل له کومه ځايه وکړو؟ او څه ډول ېې وکړو؟


پتوال
01.01.2012

[quote:a5d4224b74]دا د اسلامي نړيوال وحدت پيل له کومه ځايه وکړو؟ او څه ډول ېې وکړو؟[/quote:a5d4224b74]
درنو ورونو ، وحدت د يو عام حقيقت په ډول زمونږ په هر مشخص ګام او هر حرکت کې ، هر ه موخه او هر هدف کې او هره لاره او طريقه کې
لکه عام په خاص او خاص په يوګړي حقايقو کې ژوند کوي صرف مونږ يې بايد درک ګړو ! د ساري په توګه : که مونږ وايو
چې زمونږ ټولنه يو ملي اسلامي او ولسواک غورځنګ ته اړتيا لري او ددې غوښتنې حقيقت او اړينتيا
د افغاني ټولنې له پاره ص دق کوي نو ټولنې هغه ټولنې چې د افغانستان په شان اسلامي وي ملي انقلاب په کې نه وي تر سره شوی او
ولسواکۍ ته هم اشد ضرورت لري په دې ټولو ټولنو کې ملي اسلامي او ولسواک غورځنګ ته اړتيا او زمونږ او د ورته هيوادونو
تر منځ وحدت دهمدغسې غزرځنګ په رامنځته کولو سره رامنځته کيږي .
بر عکس که زمونږ يوه لار ، هدف او ميتود
که زمونږ د خپل هيواد له پاره د ماتې سره مخ او ناسم وي ، نو هغه به په ورته هيوادونو کې هم له ماتې سره مخ کيږي او هغه هدف،
لار او مېتود زمونږ او د نورو اسلامي هيوادونو ترمنځ د وحدت سبب نشي ګرځېدلای .نو د اسلامي هيوادونو تر منځ وحدت
د هر هيواد په داخل کې د صحيح حرکت ، سمې لارې، ټيک او برياليو هدفونو په ټاکلو پورې اړه لري !
مونږ پوهيږو چې په افغانستان او ټولو اسلامي هيوادونو کې له خلافت راوروسته په شاهي او سلطنتي واکمنيو کې ١٤ سوه کاله
د اسلامي شورايت او امتواکۍ زرين اصول تر پښو لاندې شوي دي او اسلام د حکومت په برخه کې زندۍ شوی دی . د شورايت ، امت واکي
يا اسلامي ولسواکي ١٤٠٠ کاله ځنډولو اوز زندۍ وراچولو د مسلمانو اولسونو ساه خولې ته راوستلې ده او د ژوند او تنفس د بقا
له پاره ولسونه يو دبل پسې راپورته کيږي چې عربي پاڅونونه يې د ښه ثبوت شاهدي ورکوي !
له بءه پلوه په دې هم هر مسلمان پوهيږي چې له ملي آزادۍ پرته او ملي واکمنۍ پرته نه اسلام او نه ولسواکي او نه ټولنيز ژوند
غوړېدلای شي ، لهذا انقلاب حرتونه بايد په اړينه توګه ملي هم وي او د ملي ګټو خونديتوب يې موخه وي !

له در ېمه پلوه دا هم اظهر من الشمس ده چې په اسلامي هيوادونو کې ټول ملي، اجتماعي اخلاقي کلتوري بدلونونه د اسلام د مقدس دين
له فعال رول پرته نه شوني دي او نه پرځای بدلونونه دي ، دلته دغه هدفونه هغه وخت بري ته رسېدلای شي چې د اسلامي اشاداتو ،
اسلامي جذبات و او انرژي ونډه او اسلامي برحقيت يې خوندي شوی وي !
څومره چې ددې درېواړواصولو يا دريواړو انقلابونو
وحدت تامين وي همغومره يې بری او هدف ته رسېدل هم تامينيږي !دا نو د ډير ې لوړ ې عقلي او سياسي رهبرۍ ته ضرورت لري او
په جذباتي توګه وسلهواله توګه نشي رهبري کېدای ! وسلو ته لاس غورځول نه يواځې لنډ پاري او بې عقلي ده، بلکې د ټول ملي
اسلامي ولسواک غورځنګ ناکامول او او د دوښمن په ژرنده اوبه ورسمول دي !
لهذا څلورم اصل او معيار د نړيوال اسلامي
وحدت له پاره د غورځڼګ سوله ييزه توګه ده ! نه يواځې د امريکايانو پر ضد د ايران د اسلامي انقلاب بري بلکې دداخلي ظلمونو
او ديکتاتوريو په وړاندې د عربو هيوادونو د اوسنيو انقلابونو سوله ييز خصلت او کرکټر دا په اثبات ورسوله !
که افغانان دا څلور معيارونه سره په پام کې وساتي او حرکت وکړي عملا ً يې د اسلامي نړۍ د وحدت ګامونه مخ په وړاندې پورته کړي دي !
په همدې ډول د هر اسلامي هيواد د مسلمانانو له پاره زمونږ له هيواد او د نړۍ
د نورو اسلامي هېوادونو سره د اسلامي وحدت له پاره
ددې څلور واړو اصولو او معيارونو سره سم مظبوط ګامونه پورته کول دي او بس !
زمونم ملي او نړيوال اسلامي بری په همدې کې نغښتی دی !
همدارنګه زمونږ د ملي او نړيوال اسلامي غورځڼګ ناکامي هم د همدې څلورو زرينو اصولو د وحدت په نقضولو پرته ده
چې بايد په کلکه يې مخه ونيسو ! والسلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !


هیښ
04.01.2012

سلامونه
هر حرکت او تغیر چې دټولنې خیر ،نیکمرغي ،ترقي او رفاه په کې منځ ته راځی ،دتائید اوتقدیر وړدئ او ورسره باید هرجانبه همکاري وشي،تشویق شي او حمایت شي.

له بده مرغه په افغانستان کې کوم حرکتونه او غورځنګونه چې تر اوسه راغلي دي ،بې له بدبختۍ ،مصیبت او ناورین نه ئې بله پایله نه لرله او په نتیجه کې ئې نه یوازې ځانونه غرق کړي دي ،بلکه ټولنه ئې هم ورسره برباد کړې ده ،چې دافغانستان په خاورو بدل هیواد ،په میلیونوشهیدان ،په میلیونو معلولین ،په میلیونو مهاجر ،په میلیونو یتیمان ،بورې ، کونډې او حاضر قتل وقتال ددې انقلابونو (انفلاقونو)لاسته راوړنه او ثمره او ښکاره ثبوت دئ .
دا انقلابونه دکمونستانو په نظامی کودتاسره دملي دیموکراتیک ترنامه لاندې شروع ،دتنظیمي جنګی جنایتکارانو په شرارت سره ئې داسلام ماسک ورواغوستلو او د غربي وحشیانو دتجاوز او اشغال له برکته د دمون کراسۍ(شیطان کراسۍ) مرحلې ته چې دوحشت او بربریت اخرنئ مرحله ده رسیدلئ دئ او معلومه نه ده چې تر کومه به دوام پیدا کړي.

نو زه ویریږم چې افغانان خو په کمونستي ،اسلامي ،دیموکراتیک انقلابونو د یوه عظیم ناورین سره مخامخ شول ،هستي ئې په نیستي بدله شوه ،ښه ورځ ئې ونه لیدله او غمونه ئې روزمره ژوند وګرزید،خدای(ج)ناخواسته اوس پښتانه ددې( دپښتون ولس له پاره یو سراسری انقلاب ) انقلاب له امله دبیخه او بنیاده ونه ایستل شي او دنابودۍ سبب ئې نه شي؟
ځکه لکه مخکې مې چې اشاره ورته وکړله ،انقلابیونو نه تنها خپل ځانونه ،بلکه خپلې تیوري ګانې او وولس هم ورسره نیست و نابود او دربدره کړل ..
دا خبره ددې دپاره نه کوم چې تاسو ددې مهم هدف دلاسته راوړلو په لاره کې دمایوسۍ سره مخامخ کړم ،خو دغو لویو خبرو اووړو خولو تر اوسه ډیرمنفي او ورانوونکې عواقب درلودل او مشکلاته ئې نه یوازې حل نه شوائ کړائ ،بلکه نورئې هم پيچلي او مغلق کړل .

مننه


khoshalkhan
04.01.2012

هيښ صيب خبره دې درسته ده ،داټول شيان مونږ په سترګو ليدلي دي :
په يوه لاس کې به يې د مارکس مانيفست وو او په بل لاس کې به يې د خلکو
دنومونولست وو چې په مخبري سره به يې راټول کړي وواو جلاد سرغوځونکي
ته به روان ووتر څو چې دهغوی مظلومانو سرونه غوڅ کړي اودی کوړنګ
(کړنګ)برېتی (ملګری) خپل ځان ښه وفاداره او انقلابي مارکسيست
ورته معرفي کړي !

دغه کوړنګ بريتي جنايتکاران اوس هم په خپلواوږدو ځړېدليوبرېتوسره
لکه دپنجاب سيکان دپخواني دوښمن غلامي اودلاسپوڅي دولت په اردوکې
په مړوسترګو کارونه کوي٠
ځيني نورو اوږدغوږيويې له افغانستانه دباندې ( اروپا ،امريکا....... ) دمېز
تر شا خپلې پخوانۍ ډاکوماريګانې شروع کړې دي !


پتوال
04.01.2012

درنو ورونو هيښ صيب او خوشحال صيب او ګرانو لوستونکو ته سلامونه !

د همدې ترخو تاريخي تجربو له امله چې تاسو په ګوته کړي دي ما هم تل د سوله ييزو غورځنګونو پلوی کړی دی او په عين زمان کې ددې
ممکنو او اړينو ملي اسلامي او ولسواک غورځنګونو تر منځ په داخلي ارګانيک تړاو او وحدت ټينګار کړی ، ځکه چې يو د بل له ملاتړ
او وحدت پرته په هغه څه بدل او انجاميږي چې تاسو ورته د ناورينونو په نامه اشاره کړې ده !
بهرنيو دوښمنانو او د هغوی لاسپوڅو تل هڅه کړې چې د ايديالوژيکي مبارزې په مرحله کې لومړی ددغو انقلابونو وحدت له منځه يوسي
او دويم د انقلاب سوله ييز ه لار او خصلت نفې کړي ، نو بيا يې په اسانۍ سره کولای شول چې د يوه د بري په صورت کې نور د ټول ولس په شمول وځپي مرګ ژوبلې او ناورينونه پرې تحميل او تعميم کاندي !

زمونږ او ستاسې لار او ميتود بايد ټيک ټاک ددوښمنانو ددې ډ،ل حرکتونو ١٨٠ درجې ضد او بر عکس وي !

[color=blue:e5623ac2fe]لهذا هر انقلاب بآيد اسلامي وي ، هر انقلاب بايد ملي وي او هر انقلاب بآيد ملي اسلامي وسلواک انقلاب وي
اوپه هېڅ انقلاب کې وسله او زور زياتی استعمال نشي او حتما ً سوله ييز واوسي ![/color:e5623ac2fe]
[color=yellow:e5623ac2fe]که زمونږ ټول مؤمن مسلمان ولس په دې پوه شو او موافقه وکړي له هر ډول ناورين څخه به انشا الله محفوظ پاتې شو، هر اجتماعي انقلاب به مو
د بري زيری ولري او د نېکمرغيو له خوا به بدرګه شي ! ومن الله التوفيق ![/color:e5623ac2fe]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more