د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

د پښتون ولس لپاره یو سراسري انقلاب!

محمود سعيد
17.11.2011

ټولو ته سلامونه!
حالت خو په سترګو ګورئ. څوک ویښ افغان، څوک ټول افغان، څوک یو افغان، څوک افغان ملت، څوک ویښ ځوان، څوک پښتون یون، پښتون خوځښت، سولې کاروان، افغان جرګه او نورو په نومونو بیل بیل هر لور ته روان دي خو هغه د څو لښتو ماتولو مقوله ښه پرې پلې کیږي.
موږ د یو سراسري یووالي لپاره کار پیل کړی چې موخه ېې د همدې تیت پرک ځوانانو یو کول دي کوم چې ګډې او سپیڅلې موخې لري.
موږ د یو نوښت په رامنځته کولو د پښتو او پښتنو لپاره د یو داسې انقلاب راوستلو هڅه کوو چې دوی له شته سیاسي، ټولنیزو او فکري تیارو راوباسي.
کار مو د پوهې او یووالي پر بنسټ دی.
کیدای شي پوښتنه درته پیدا شي چې له چا سره تړلي یاست او څوک یاست؟
په اوسنیو حالاتو کې د یوه خوځښت په رامنځته کولو او یا د یوې غونډې د نوم په اوریدلو سمدلاسه د ګوند او یا ټولنې انځور سترګو ته دریږي، چې زموږ د ډیرو خلکو په فکرونو کې ورته ښه غبرګون نشته.
موږ غواړو له ټولنې او ګوند پرته د ولس له جرړو او ځوانانو څخه په راپورته شوي ځواک داسې یو څه رامنځته کړو چې ساری ونه لري.
ټولو ډلو، ټولنو، ګوندونو، بهیرونو او خوځښتونو ته د ګډون لپاره خواست کوو او غواړو د دوی په مټ د یو سراسري یووالي، د پوهې د پرمختګ او سولې لپاره کار وکړو.
د ټولو ټولنو د بنسټلیکونو ښه ټکي راته د منلو وړ دي او په ګډه ېې د پلي کولو هڅه کوو.
موږ د هیواد په درد دردیدلي ځوانان یو چې له هیڅ ډلې ټپلې سره تړاو نه لرو. د کار بنسټ مو لاندې خبرې دي:
د ولسونو د پرګنو د فکري ویښتابه له لارې د پوهې په ګاڼه د ټولو سینګارول او په دې توګه د اسلام او افغانیت ریښتینی انځور جوړول.
د سراسري یووالي او یو موټي کیدو له لارې د ټولو پښتنو او په ټولیزه توګه د افغان ولس د لوړتیا، سوکالۍ او سولې لپاره کار کول.
په دې اړه ستاسې درنو مشرانو سلاوو او مشورو ته سترګې په لار یو.
په مینه او درنښت
ورور مو محمود سعید


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more