د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

ملا اوپښتون

ډاکتر څپاند
07.11.2011

ملا اوپښتون



ملا : پښتو جهالت دی!

پښتون: ملا صیب پښتو خو مینه ده، پت دی، ښیګړتیا ده، توره ده، وفا ده، ننګ دی.
ملا : پښتون ته چې وواې سبا مړ کیږي هغه نه پوهیږي!
پښتون: ملا صیب د نړۍ ټول انسانان مړه کیږي یوازې پښتانه خو نه مړه کیږي.
ملا: انسانان دې خداې تباه کړي، زه خبره د مسلمانانو کوم چې پښتانه مسلمانان دي او د هغې دنیا فکر باید وکړي.
پښتون: یوازې پښتانه خو مسلمانان نه دي، لر او بر پښتانه یوازې ۷۰ اویا میلونو ته رسیږي خو په نړۍ کې د مسلمانانو شمیره ۲۰۰۰ دوه زره میلونو شا او خوا ده.

پښتون: ولی په نورو مسلمانانو د خداې حق نشته؟

ملا: نور مسلمانان د پښتنو سره مه سموه!!!
پښتون: ملا صیب ستاسو مطلب خو دا دی چې پښتانه د نورو مسلمانانو څخه هم ښه او تکړه دي
ملا: م م م خبیسه مه مې ګناهګاروه!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more