د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

یاګانې

Kamil
20.10.2011

[color=white:90d2185a89]اکثر وروڼه زما په شمول په یاګانو کې مشکل لري او ترې غلطیږي چې بیا یامذکر مؤنث شي او یا مؤنث مذکر، له دې امله مې هوډ وکړ چې د پوهاند ریښتین صیب له کتابه د یاګانو بحث را نقل کړم تر څو مو دا مشکل حل شي.
په درنښت
کامل [/color:90d2185a89]

پښتو ګرامر
لیکوال : پوهاند محمد صدیق ریښتین
ژباړن: سید محی الدین هاشمي
یې (ی): کومکي توری دی او اساسا څلور صورته لري:
۱- که مخکینی توری یی زېر ولري او اوږده وویل شي، اوږده »ې» نومیږي. په مینځ او په پای کې راځي لکه د هېر ، تېر، پېر او په پای کې لکه په پڼې، مڼې کې »ې».
۲- هغه (یې) چې د مخه توری یې خالص او دروند زېر ولري، ډکه او درنده اداء شي، څرګنده (ي) ده په مینځ او پای کې راځي. په مینځ کې لکه په ویر او په اخر کې لکه په بیاتي او ښادي کې (ي).
۳- هغه ساکنه (یې) چې تر هغې دمخه توری زور وي او نرمه وویل شي، نرمه (یې) نومیږي.د کلمو په منځ او آخر کې استعمالېږي لکه: سړی او لیونی.

۴- هغه ساکنه (یې) چې د مخه توری یې زورکی ولري زورکي والا (یې) ورته وايي.
یوازې د کلمې په پای کې راځي لکه خولۍ، چوکۍ، ږلۍ او نور.نوموړی (يې) دا لاندې صورتونه لري:
ا: د ښځینه نومونو په پای کې چې په ورستۍ هجاء باندې خج (Accent) ولري، راځي، چې هغې ته د تانیث (يې) هم وايي، ددغه (یې) شکل (ۍ) دی، لکه خولۍ، چوکۍ او ډوډۍ کې.
ب: د مخاطب جمعې افعالو په پای کې راځي او داسې لیکل کېږي (ئ) لکه په خورئ، وړئ (میبرید) کې.
تاسو اوس لاړ شئ مونږ بیا درځو.
یو ځل املاء زده کړئ بیا انشاء کوئ.
یادونه: په ځینو محاورو کې د هغو نارینه نومونو په پای کې چې د لومړني یا د منځ په څپه خج ولري، هم راځي او د هعه له پای نه د مخه په زورکي سره ووایی، لکه په ملګرئ، ستورئ کې.


حلیم
21.10.2011

مننه کامل صیب،
که زه داسې څوک وی چې د لمړي ځل لپاره د پښتو ژبې د تورو (سمبولونو) په جوړولو او ټاکلو ګمارل شوی وی، نو مابه له سره پنځه ډوله (ی) نه وې جوړې کړې. بلکه پنځه مختلف سمبولونه مې ورته خوښ یا جوړ کړي وی.
همدا رنګه د واو (و) په اړه.
دوهم کار به مې دا کړی وی چې بهرني راغلي ویوکي مې له یو سره د پښتو او پښتنو د ژبې سره برابر د ځان په خوښه جوړول.
مثلا له عربي څخه:
عربي = اةرةبی
خلق = خه له ک
عقل = اة کل
فکر = سوچ
علم = پوهه
--------------------------
په پورته مثال کې د پښتو ویوکو د لیکلو دود هم بدل دی، خو هغه ډول چې ماغوښت دلته کیبورد کې دا امکانات نشته، ولې همدا پورته ډول ته ورته لیک دود مې ورته جوړولو، چې د لوستو په وخت کې ېې هیڅ ربړه نه وی.


Kamil
21.10.2011

سلامونه
یره حلیم صیب دا تا چې کوم ګرامر خوښ کړیدی نو دا خو له اوسني هم سخت دی.
یاګانې تر ټولو اسانه دي خو لږ فکر غواړي.
زه هم اول په دی مشکل کې اخته وم هیڅ فرق مې نشو کولای خو الحمدلله د پوهاند ریښتین صیب د کتاب په لوستلو کې مې ۷۰ فیصده مشکل حل شو.


پتوال
22.10.2011

ښاغلي حليم صيب او منلي کامل صيب او ټولو درنو لوستونکو ته سلامونه !

پښتو له مشتقاتو سره له عربي ويونو ( نۀ ويوکو) څخه ډکه ده ، مثلا له صداقت سره صادق ، صديق ، تصديق او نور تړلي وي ، نو که عقل ته حليم (اليم)
صيب اکل ووايي
نو
عاقل به آکِل = خوړونکی

معقول به ماکول = خوراکي مواد

تعقل به تاکل = خوړنه
شوې وای .
سواد به د بېسوادۍ غځول وو اوبس .

پښتنو يانو ته به نوره هم سخته شوې وای چې سم عربي تلفظ زده کړي او په دې سره به يې په معنی پوهېدل هم ورته نوره سختي رامنځته کړې وای . ځکه
چې يوځل يې په ښونځي کې غلط لفظ خپل کړی وای بيا د هغې پريښودل او سم ته اووښتل به آسان کار نه و .
لهذا دا رقم ترکي خيالپلوونه به نور نه تکراوو څو له سواد دين او ايمان څخه پرې ليرې نشو !
کامل صيب وايي چې رښتين صيب مې ستونزې ٧٠ سلمې راحل کړې، خو نورې ٣٠ سلمې يې نه دي مطرح کړي چې زه يې انشا الله ورحل کړم !
په اوږده (ې) کې اوس بايد يو بل معيار هم په پام کې ونيول شي او هغه دادی چې همدغه (ې) لنډه هم ويل کيږي او هر ځای اوږده نه ده :
ددې ٠ے) معيار دادی چې د مخه توری يې سپک زير لري ، کله اوږده او کله لنډه هم ويل کيږي لکه :
دې ته هغې ته ، بېزړۀ ، وېسه ! او نور

ورونو !
ګرامر يوه پوهنه ده ، کوم تخنيک نه دی، جوړول نه کوي کشفول اوموندل کوي، نو ګرامر جوړيږي نه، کشفيږي ، نيولوژي هم جوړول نه دي موندنې دي ،
بشپړې او يا يوه برخه يې موندنې وي، خو موندنې په هرصورت دي ! په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more