د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

نن ورځ کوم قوم ته د ویښتوب نمره ورکوی؟

طالب ISI
10.10.2011

د ننی نړی ویښ قومونه څه صفات لري؟
۱. تعلیم ۳. تعلیم د عمل په ډکر کې پیدا کول. ۳. خپل اقتصاد ښه کول. ۴. د خلکو په دامونو کې نه لویدل، مطلب خلک سوه استفاده نه شي ترې کولای. ۵. نورو قومونو ته مشکل نه جوړي. ۶. د ډیرو ملکو سره تجارتي، اقتصادي، ارتباط، اړیکې ، راشه درشه، لري. ۷. یو له بل سره مرسته کوي.

هزاره، تاجک او ازبک به له حسابه ځکه وباسو، چې دوی اوس ټول په دغه لاره روان دي. دوی اوس په هر څه پوه دي.

رابه شو، پښتنو ته، په پښتنو کې زیات قومونه شته، خو هغه چې زیات مطرح دي، لکه د جنوب غربې مناطقو پښتانه، د مشرقي پښتانه، د مرکزي او جنوبې ولایاتو پښتانه.

زما په اند اوس وقت ددغه لست په سر کې، د خوست پښتانه قرار لري، دوی ورو، ورو یو ،یو ګام مخکې کیږي، له پوهنتون څخه یې پیل وکړ، او خبره هوایې ډګر ته ورسیده، دری لکه خوستیان په عربې ممالکو کې دي، همدغه د تمدن نښې دي.

په دوهمه درجه کې د مشرقي پښتانه دي، دوی نظر خوستیانو ته زیات تعلیم یافته خلک لري، له پخوا همدا تعلیم پکې زیات وو، خو ښه مشران یې نه درلودل، په خصوصي ډول د ربانې په وقت کې. خو که سرعت د پرخمتګ وګورو، نو خوستیان په سرعت سره مخکې روان دي.

خو د خوست له څنګ سره یواځې د ګردیز مرکز یو څه ښه دی، نور مناطق لکه زرمت، له افریقایان مخکې کې خو بیخې نه ځي، بلکې مخ شاته روان دي، نو نه پوهیږم چې څومره ژر به د تیږو زمانې ته ورسیږي.

وردګ د جهاد او تنظیمې جنګو وقت کې د عربې موسساتو او حزب اسلامي په مرسته ډیر ښه ښونځې درلودل، چې ددي په پایله کې د مجاهدینو بچیان، یتیمان، د کونډو زامن، د زرهاو په شمیر ، د افغانستان پوهنتونو ته داخل شول، چې نن یې هر یوه په زرهاو ډالره یا لږ تر لږه په سلهاو ډالره معاش لري، چاته محتاج نه دي، کونډه مور یې هسې سپیره نه ګرځي، د پښتني عزت په جامو د خپلو بچیانو سره له ژوند څخه خوند اخلي. په طبعي توګه به ددغه یتیمان هم ښه ژوند ولري.

خو نن ورځ د وردګو ښونځي هسې په نامه ښونځي، دي، متعلیمین په موبایلو، ترانو او جنګ یا د جنګ به کیسو مصروفه دي، همدا علت دی چې کانکور کې هم پاتې کیږي.

د لوګر ولایت هم عین حال دی، خو تر وردګو بیا هم یو څه ښه دی.

په جنوب غرب ولایاتو کې حالت بیخې خراب دی.


حلیم
11.10.2011

سلام،
لمړی نمبر خو هزاره ګان او اخر نمبر یې بلوڅ دي خو تاسو د نورو قومونو د نمبر ورکولو څخه ډډه یاده کړې وه.

په پښتنو کې:
د ننګرهار خلک له پخوا څخه دغه حکمت ته متوجه شوي و، که څه هم ځنو سیاسي طوفانونو په قصدي یا هم د سیلاب په څیر روان اړو دوړ هغوی لږ څه سره ګډوډ کړل، خو بیا هم خپل د ویښتابه تګ لوری یې ندی ورک کړی.
اوس اوس د خوست خلکو د ټولو پښتنو په پرتله ډیر سریع، بنیادي، او د پام وړ کار د ځان لپاره، د خپلو خلکو او ولس لپاره نه یوازې په مادي ډول بلکه په معنوي او عقیدتي لحاظ هم کړیدی. ډیره د حیرانتیا خبره یې داده چې همدا سرحدي ولایت د وزیرستان (د القاعده مرکز) سره ګډه پوله لري، چې باید د هلمند او کندهار په پرتله لس ځله ناکراره، د بیسوادی کچه یې لوړه، او بیخي د القاعده په لاس کې وای. خو الحمد لله! ثم الحمد لله، چې ددې ولس ویښ او بااحساسه خلکو د شرایطو سره ځان عیار او د خپل ځان جوړونې، ملت جوړونې او هیواد جوړونې لارې ته یې مخه کړیده، او د القاعده لپاره یو لوی غر جوړ شویدی.

د خوست ټول میشت قومونه ( چې تر پرونه یې یو بل سره وژل) نن په ډیره لوړه کچه د نړیوالو معیارونو خبرې کوي، نن هغوی د تربګینت پر ځای پوهنتون ته ځمکه وقف کوي، د میدان هوایې غوښتنه کوي او ځمکه ورکوي، نجونې هلکان ټول تعلیم ته تشویقوي، چې دا ټول د پرون سره بیخي برعکس روان دي.

پدې هیله چې ټول پښتانه د همداسې یو لیدلوري او تګ لوري څښتنان شي.
آمین!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more