د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

انسانیت باندې د سیکولریزم اثرات!

ahmad bilal
04.10.2011

انسانیت باندې د سیکولریزم اثرات!
حسین خان – ټوکیو
ژباړه: احمد بلال

( د زړونو انقلاب (دلو کې انقلاب) د مضمون یوه برخه زه په دې مضمون کې په یو بل ډول وړاندې کوم، همدا د قرآن اعجاز ده چې د یو آیت څخه انسان بی شمیره لوستونه حاصلولې شي)

پاکستان کې غربي پلوه دانشوران (عالمان)، صحافیان او واکمنان، د سیکولریزم یعني د لادینیت راوستلو پسې نښتې دي. جنرال مشرف ته هم د ډان، انګریزي اخبار، یو مضمون نګار، اردشیر کاؤس جي، د پاکستاني اتاترک خطاب ورکړ ځکه مصطفی کمال اتاترک شپږسوه کلن عثماني خلافت ړنګ او شریعت يې په ترکیه کې ختم کړی وه. جنرال مشرف هم د همدې اتاترک په پل باندې خپل پل کیښود او په دې سلسله کې یې د پاکستان ۲۹ کلنه آئډیالوجي (نظریه) څخه کار د شرعي حدود او قوانیننو په منسوخ کولو شروع کړ. د دغه شرعي قوانینو د منسوخیدلو خلاف د هیواد په دننه کې کوم داسې تحریک ونه چلید، یوازې د یو څو غربي هوا وهونکو ښځو د خوشحالولو لپاره جنرال صاحب د الله خفګان او خفه کیدلو خطر په ځان واخست. د الله د قانون خلاف یې په ډاګه بغاوت وکړ، د دې جرائت نه پس، هغه په لال مسجد کې د بی ګناهو محصلینو شهیدولو لپاره پاکستانۍ فوځ استعمال کړ. د چودهري شجاعت حسین په قول د لال مسجد انتظامیئ د حکومت ۹ وړاندیزونو څخه ۸ منلي ؤ او نهم وړاندیز باندې خبری لا روانې وی خو جنرال صاحب د خپل ګوند صدر چودهري شجاعت خبره رد کړه او پاکستاني فوځ ته یې په لال مسجد د حملی کولو حکم صادر کړ، جنرال صاحب پاکستاني وګړیو ته دا لوست ورکول غوښته که چیری هم څوګ د شریعت نافذولو خبره کول وغواړي د هغوي حال به بیا دا رنګه وي.

د اولس مشر زرداري حکومت هم د شریعت نافذولو پر ځائ د همدی لادیني تګلارۍ باندې روان ده، کوم چې مشرف د ټوپک په زور په پاکستان کې مسلط کړې ؤ. ځکه خو اولس مشر زرداري هم ځانته یو سیکولر یعني د لادینه پيپلز پارټی (د خلکو ګوند) مشر وايي.

کوم سیکولریزم چې زموږ په هیواد (پاکستان) کې يې د نافذ کولو کوښښ روان ده، دې نړۍ ته څه ورکړل؟ لا تراوسه یې څه ثمره ده؟ او یا یې تر اوسه څه لاس ته راوړی دي؟ د تیرو ۳۰۰ کلنو څخه راپدیخوا د غرب تهذیب د همدی په بنیاد مخکښې ولاړ؟. دې لادینه غربي تهذیب چې نړۍ ته څه ورکړل هغه زموږ د سترګو پرانیزلو لپاره بس دي. موږ ولې د پرمختګ په نوم دې کندۍ ته غورځیدل غواړو؟
که موږ د نړۍ د تیر ۳۰۰ کلن انساني تاریخ ته زیر شو، نو موږ ته به روښانه شي، چې کله انسان د خدای پاک رسۍ (دین) د نیولو پر ځای د خدايي هدایت
divine Guidance
څخه خپل ځان بی نیازه کړي ، یا سیکولریزم یعني بی دیني په خپل اجتماعي ژوند کې که خدای او د هغه هدایاتو ته څخه ځان خلاصول غواړي، نو د دې به څه نتائج منځ ته راځي؟ . انګلستان کې د صنعتي انقلاب راتللو نه پس د خدايي هدایاتو څخه خلاص او بی نیازه بی دینه غربي تهذیب چې څرنګه پرمختګ کوه، هغوي خو مادي پرمختګ ډیر وکړ او په درسته نړۍ غالب هم شول. د نړۍ په هر ګوټ کې يې راج چلیده، خو دغه بی دیني د خپل ځان سره ترخه او زهرجنه میوه په انسانیت خوړله، د دې خبری اظهار خو علامه اقبال صاحب په دې لاندو الفاظو کې کړیده:

مغرب کې انډی هی ګندی
آټها کر باهر پهینک دو ګلي می

( د غرب هګې دي مرداری شوی- پورته یې کړه بیرون يې وله)

سیکولاریزم د سامراج او استعمار په شکل کې د آسیاء او افریقا په میلونهاؤ انسانان د اوسني پرمخ تللیو هیوادونو، اروپا، امریکا، روس او د جاپان غلامان جوړ کړی دي. دغه پرمخ تللیو هیوادونو خپلی مستعمره سیمۍ ښۍ لوټ کړی. دغه حالت علامه اقبال داسې وړاندې کړی ده:

جدا هو دین سیاست سی تو ره جاتي هی چنګیزي

سیکولاریزم (چنګیزي) انسان څرنګه تباه کړی ده، د دې یو څو مثالونه به مخکې راشي. دلته به دا خبره وکړو چې د دې سیمو څخه لوټ کړل شوې دولت چې څرنګه دغه پرمخ تللي هیوادونه د پرمختګ په لیار باندې روان کړل، د دغه مثال خو څه داسی اخستلی شو چې څرنګه غله، ډاکوان، لوفران، او قزاقان د غلا، ډاکۍ، او لوټ کړل شويو دولت باندی د خپلو ځانونو لپاره جږ جږ محلونه جوړوي همداسي دغه هیوادونو پرمختګ وکړ، دا ده د دغه پرمخ تللیو هیوادونو د پرمختګ یو ستر راز.

په درسته نړۍ کې د انګلستان د سرمایئ فنډ اوس هم غټ رول لوبوي. د سره زرو، هیری، او داسی د نړۍ نورو تجارتي څیزونو روزمره د نرخ تعین هم د لندن څخه کیږي. همداسې د نورو نړیوالو څیزونو پلورل او اخستلو غټه منډي(مارکیټ) اوس هم په انګلستان کی ده. د انګلستان په دې پرائیویټ
Funds
کې دومره پیسۍ د کوم ځای او د کله څخه راغلۍ؟
د عربانو د فنډز نه خو درسته نړۍ خبره ده چې دا د پټرولو څخه راتلونکۍ پیسۍ دي. د امریکا میوچل فنډز د امریکايي وګړیو ساتل شوي شخصي پیسۍ دي، کوم چې دوي لږۍ لږۍ د سرمایه کارۍ لپاره میوچل فنډز ته ورکوي. انګلستان سره خو نه پټرول دي او نه ورسره د عامو وګړیو بچت شوي پیسۍ چې هغوي يې په دې دومره غټه پیمانه سرمایه کاري کې ولګوي. ۱۰۰ کاله مخکینیو کمپنیانو سره دومره پیسۍ او سرمایه د کوم ځای څخه راغله؟ کله چې د انګلستان د استعمار په هیڅ ځای هم لمر نه لویده نو په هغه وخت کې دا کمپنیانۍ موجودۍ وی چا به چې د افریقاء او آسیاء دولت، معدنیاتو خزانۍ راوړلۍ او له دی منافعو څخه به یې اقتصاد غټیده. دا رنګه لوټول یوازې انګلستان نه کول بلکه د ۱۹ او ۲۰ پیړۍ ټولو استعماري قوتونو کول، له دې جملو څخه د اروپاء تقریباً ټولو هیوادونه علاوه امریکا، روس او جاپان هم شامل دي، له دغه وجهۍ هغوي پرمختګ وکړ.

او بیا سره د دومره پرمختګ هغوي ته د سکون یوه شیبه هم ور په نصیب نشوه. د هغوي ټولنیز، سیاسي، نړیوال، معاشي، اقتصادي غرض د ژوند هر اړخیز خوا یې وشلیدلۍ. د هغوي شخصي ژوند هم د ډیرو مسائلو ښکار ده. د سیکولریزم یعني د بی دینی لارویانو ته به هیڅ کله هم د سکون شیبه هم ور په نصیب نشي، ځکه د خدای پاک دغه فرمان هیڅ کله هم نشي غلطیدلی:

الا بذکر الله تطمئن القلوب
خبردار! هم د الله تعالی په ذکر کې زړونو ته اطمینان په نصیب کیږي.

کومو خلګو چې خپل ژوند کې د سیکولریزم په نوم نعوذبالله د ځان څخه خدای لیرې پریښودلې ده، هغوي به د دغو دومره مسائلو څخه څنګه ځان خلاصوي؟ ځکه خدای پاک په پاکو ټکو کې فرمايي:
ومن اعرض عن ذکری فان له معیشة ضنکا
او څوګ چې زما د ذکر څخه مخ واړوي، نو د هغه معیشت به تنګ شي.

د بی دینه (سیکولاریزم) تهذیب هر وګړۍ د سټریس مرض ښکار ده. د جاپان په شان پرمخ تللي هیواد کې هم د سټریس له وجهی، په تیره د ۱۰ کلونو راپدیخوا د ځان وژنۍ تعداد هر کال د ۱۰،۰۰۰ څخه زیات ده. د ذهني او روحي مرضونو ښکار د خلګو په تعداد کې په تیزۍ اضافه روانه ده تر دې پورې چې په درملتونو کې د مریضانو لپاره ځای ورکول هم سخت دي بلکه ناممکنه ده. د داسې خلګو د جرمونو تناست امریکا او جاپان کې په تیزی روانه ده. د داسې مریضانو مخۍ ته چې هر څوک راشي په مرمۍ یې ولي او په آخر کې خپل ځانونه هم وژني. همداسي نورو وړو وړو جرمونو کې هم د سټریس مرض لاس ده. دا هر څه که موږ د اسلام له نګاه څخه وګورو نو دا د خدای څخه د لیری والي نتیجه ده. همدغه بی دینۍ ۲۱ پیړۍ کې د انسان په انفرادي او اجتماعي ژوند کې زبردسته تباهي خپره کړی ده.

ټولنیز ژوند کې یو د بی دینی (سیکولاریزم) تباه کاریو څخه ، د علامه اقبال په قول، انسان په چنګیزۍ راځي. د بی دینی (سیکولاریزم) مطلب هم همدا ده چې په ټونلیز ژوند کې د خدای قانون او د هغه هدایاتو ته ملا ازم ووايو او له ځان څخه د خدای هدایت لیرې کړو. کله چې انسان په پوهیدلو هم د انسان (یا ځان) څخه خدای لیری کړي نو بیا د خدای څخه د هغوي ویره هم هیڅ معني نه لري. مطلب د بی دینی (سیکولاریزم) له وجهۍ د خدای څخه ویره ختمیږي او کله چې د انسان د زړه څخه د خدای ویره ختمه شي نو بیا د انسان څخه ځناور جوړیږي او کله چې انسان په څناورتوب راشي نو بیا د هغه مخ کې غټ غټ ځناور هم شرمیږي.

همدۍ فلسفۍ، بی دینۍ (سیکولاریزم) قومیت (ناسونالیزم) هم وزیږاوه، کله چې د خدای ضرورت پاتې نه شي نو بیا انسان خپل فامیل او قبیله خپله امساء ګرځوي، بیا هره قبیله خپل خپل مفادات د خپل وړاندی په لومړۍ درجه کې ږدوي نه حق او انصاف! د دغه نتیجه بلاخره بیا دا شي چې کله مختلف قبائیل په غټه سطح لاړ شي او مختلف اقوام جوړ کړي نو بیا د مختلفو قومونو او هیوادونو مفادات د یو بل سره په ټکر کې راځي. یو اړخ ته هم د حق او انصاف سره مینه نه وي بلکه ټولو ته خپل خپل مفادات د هر څه څخه عزیز او په تکمیلیدلو کې یې خوښ وي. دغه ټکر او د مفاداتو تصادم بیا سترۍ جګړۍ او نښتۍ رامنځ ته کوي، په لاندنې آیت کې هم خدای پاک همدا ویلي چې د خدای رسۍ که کلکه ونه نیسۍ نو ستاسو زړونو کې به مینه نه پیدا کیږي، او د چا نتیجه چې په مختلفو جنګونو او جګړو په شکل کې راځي.

واعتصموا بحبل الله جمیعا ولا تفرقو واذکروا نعمت الله علیکم اذ کنتم أعداء فالف بین قلوبکم فاصبحتم بنعمته اخونا وکنتم علی شفا حفرة من النار فأنقذکم منها کذالک یبین الله لکم ءایته لعلکم تهتدون
(سورة ال عمران، آیت ۱۰۳)

ترجمه: او منګولی ولګوئ (ای مؤمنانو!) په رسئ د الله (جه قرآن دی) ټول او مه سره مختلف کیږئ (وروسته له اسلامه) او یاد کړئ تاسی (ای مؤمنانو!) نعمت (احسان) د الله پر تاسی کله چه وئ تاسی دښمنان نو الفت (مینه) ئی پيدا کړه به منځ د زړونو ستاسی کښی نو وګرځیدئ تاسی په نعمت (رحمت) د الله سره (اسلامی) وروڼه او وئ تاسی په غاړه د کندی له اوره (د دوزخ په سبب د ګمراهی او کفر) نو خلاص ئی کړئ تاسی له هغه (اوره په اسلام سره)، هم داسی ( لکه چه د اتفاق مفاد او د نفاق ضرر ئی بیان کړل) بیانوي الله.

د دغه آیت، د الله تعالی په دین باندې منګولۍ ولګوئ، د دغه برخې تشریح مولانا مودودي رحمة الله علیه څه دا رنګه کوي:

دا د هغه حالاتو طرف ته اشاره ده په کومو حالاتو کې چې عربان د اسلام څخه مخکې مبتلاء ول، قبایلو خپل منځ کې عداوتونه درلودل، په خبرو خبرو کې به هغوي د یو بل سره جګړۍ کولې ، او شپه او ورځ به په وینه توینه کې اخته ول، نیزدو ول چې ټول عرب قوم نیست او نابود شي. له دغه اور څخه چې کوم څیز دوي وژغورل هغه د اسلام نعمت و. دا آیتونه هغه وخت نازل کړای شول کله چې د مدینی خلک څلور کاله دمخه مسلمانان شوي و، او د اسلام دغه نعمتونه یې پخپلو سترګو وکتل، او د اوس او خزرج هغه قبیلۍ کوم چې تر کلونو پورې د یو بل د وینۍ تږي ول خپلو منځونو کې ورونه شول، او دغه دواړو قبیلو به د مکۍ څخه راتلونکو مسلمان مهاجرینو سره داسې چلند کوه چې د یو خاندان خلګ به یې هم د یو بل سره ونه کړي.

زړه او د دماغو ګټلو په جګړه کې امریکا په بی دریغه ډالر مصرفوي، ویتنام او عراق کې په امریکايي فوځي کاروایئ کې د یوی فیصله کنه ناکامۍ وروسته د هارورډ پوهنتون یو پوهاند، نائي
NYE
د soft power
نظریه وړاندې کړه، هغه وايي: چې د جنګ او جګړو په دولت د وګړیو زړونه نه ګټل کیږي، خپل تهذیب یا کوکاکولا کلچر
Coca Cola
یا
Kentacky Chicken
کلچر کوم چې د امریکايي کلچر د نمائنده ګۍ په حیثیت په درسته نړۍ کې خپور شوې ده، او یا همداسې په زړه راښکونکو لوازماتو یا نظریاتو د نړۍ د خلګو زړونه او دماغ وګټل شي.

د اولس مشر بش د صدراعظمی نه پس د اسلامي هیوادونو په پوهانو باندې ډیری پیسۍ مصرفیږي ترسو هغوي امریکا ته راوبلي او دلته ورته ښه چکرونه ورکړي، عیش پری وکړي ترسو د اسلامي نړۍ اوچ او بی خونده ژوند دوي پریږدوي او خپل ملک ته چې کله دوي ستانه شي نو بیا هلته د زړه ورۍ امریکا د پرمختګ او نورو ښو خواو سندرۍ ووايي، او خپل هیواد والاو ته دا هم ووايي چې امریکا د بی دینۍ (سیکولاریزم) له وجهۍ پرمختګ کړې ده.

څه ورځۍ دمخه د ویتنام د جنګ وخت امریکايي وزیر دفاع
Robert McNamara
مړ شو، هغه په خپل یو کتاب
In Retrospect
کې د امریکا په ویتنام کې جګړه ستره خطا بللې وه او په خپل پاتی ټول ژوند کې یې پر دې افسوس کړی و چې هغه د ۵۸ زرو امریکايي فوځیانو د مرګ او د دریو لکو څخه زیات زخمي فوځیانو خپله مسؤل ده. تر مرګه پورې هغه سره د دې سترۍ غلطۍ احساس و، او تر آخره وخته پورې یې ځان غټ جنګي مجرم ګڼه!، هغه تر آخره پورې عراق او افغانستان ته د فوځي ځوانانو لیږدولو مخالفت څرګند کړی و، هغه هم، د دې نظریئ علمبردار ده چې جګړۍ د توپ او ټوپک له وجهۍ نه ګټل کیږي بلکه دا د نظریاتو په زور ګټل کیږي، خو د امریکایانو سره پرته د بی دینۍ (سیکولاریزم) بله داسې کومه مفکوره نشته چې هغوي یې د نړۍ په وړاندې کیږدوي. همدۍ نظریئ، بی دینی(سیکولاریزم)، امریکا مجبوره کړه ترسو خپل اثرات په مشرقي بعید کې وساتي او د امریکا د مفاداتو پوره کولو لپاره دغه جنګ ته ودانګي، همداسې امریکا د روسيه اثرات او د کمونیزم پراخیدل ودرول او خپل مفادات او اثرات یې په دې سیمه (مشرقي بعید کې) کې زیاتول وغوښتل. د همدغه مقصد لپاره هغوي په دې جنګ کې د خپلو لکهاو مخالفینو ترڅنګ خپل ۵۸ زره فوځیان هم تر مرګه ورتیر کړل، همدا د بی دینی (سیکولاریزم) نتیجه وه چې د خدای ویره یې ختمه کړه. امریکايي فوځیانو په ویت نام کې خلګ یوازې په دې وژل ځکه هغوي د دوي د نظام پر ځای کوم بل رنګ نظام، کمونیزم، خوښ کړی ؤ. د داسې بی مقصده جګړۍ شاته د بی دینه (سیکولاري) ذهن لرونکۍ پيداوار وي.که امریکايي وزیر د دفاع میکنامارا ته په آخري عمر کې هم د داسی ستری غلطۍ احساس پیدا شي نو د هغه څخه به څه حاصل شي؟ د هغه او د هغوي د حکومت د غلطۍ په اعتراف کې آیا هغه په زرهاو، لکهاو خلګو جسدونو ته بیا ژوند ورکولی شي؟

امریکايي اولس مشر آئزن هاور چې کله خپله ۸ کلنه دوره پوره کړه نو په هغه وخت کې نوي منتخب شوي اولس مشر کینیډي ته د صدارت څوکۍ سپارلو نه مخکښې هغه ته د پنځه څلویښت دقیقو ملاقات دعوت ورکړ او له دې نه پس هغه ته د آئزن هاور وزیر د دفاع د لاؤس د سنګین حالاتو ته د کینیډي توجه راواړوله، هم دا د لاؤس جګړه بیا د ویتنام په جګړه کې بدله شوه. په آخره کې اولس مشر آئزن هاور یوه پوښتنه د کینیډي په مخ کې کیښوده، چې څه وجه ده چې د لاؤس جمهوریت خوښیو، مطلب د امریکایانو او د نورو افواځو، مورال دومره جږ نده لکه څومره چې د کمونستي فوځیانو ده؟ د دې پوښتنۍ ځواب که آئزن هاور ته معلوم و نو هغه به پخپله ورکړی و. د اسلام د مجاهدینو مورال خو دومره جږ وي چې هغوي خپل ځان بایلل هم خپله ستره خوش قسمتي ګڼي ځکه هغوي د الله د رضا لپاره جنګیږي. امریکایانو (سیکولرانو) چې کله د خپل ټولنیزه معاملاتو څخه خدای وباسه نو اوس به څرنګه د هغوي د افواځو مورال جږیږي؟ څوګ (امریکايي فوځیان) چې په هیڅ صورت کې هم مړه کیدل نه غواړي. د بی دینۍ (سیکولاریزم) د تعلیم له وجهې، د خدای د ویرۍ بغیر، د هغوي ژوند په دغه رنګه لذتونو او د هغوي د ژوند مقصد هم همدا جوړ شوې ده.

د هغه وخت څخه تر دې دمه پوری امریکایانو دې پوښتنۍ ته ځواب پخپلو فوځي کاروایانو ورکړې ده، چیرې اوس د هغوي پوهان د بمبارۍ پر ځای د سافټ پاور خبرې کوي او د دې سافټ پاور حقیقت هم همدومره ده چې امریکایانو سره پرته د کینټکچي چیکن او کوکاکولا تهذیب بل هیڅ څیز هم نشته چې هغوي یې نړۍ ته ورکړي! خو د دې خبرو(سافټ پاور) چیغۍ او بغارۍ د اولس مشر اوباما په سپینه ماڼۍ کې نه دي اوریدل شوی.

نولسمه او شلمه پیړۍ کې د خدای د الهامي هدایاتو څخه بی نیازه، د لادینه غربي تهذیب مریدان، اروپاء، امریکا او د جاپاني استعماري قوتونو د بی دینۍ (سیکولاریزم) د تعلیماتو د اثر لاندې کله چې د رنګ، نسل، ژبه او جفرافیاوي یوځای والي په بنیاد باندې چې کله د قوم پرستۍ عمل شروع شو نو د دې په نتیجه کې د توپو او د ټوپک جګړۍ ډيری وشوی. په لکونو خلګو د خپلو ژوندونو څخه ځان کنګال کړ، کوم چې ژوندي پاتۍ شول، د هغو څخه یو څو زخمیان، د غربت، او لوږۍ ښکار شول. هره ورځ به هغوي د نوي معاشي مشکلاتو مخه کوله، د هغوي د نقصاناتو اندازه تر اربونو ډالرو هم ورتیره شوه، او ملکونه پکې هم تباه شول.

د قران شریف په پورتني آیت کې یو مثال ورکړی شوی ده چې خلګ د اور څخه ډکۍ کندۍ په غاړه ولاړ ول، که هغوي پر الله ایمان راوړئ و او د هغه رسۍ یې مضبوطه نیولې وه او پخپلو منڅ کې په تفرقه کې نه و لویدلي نو الله تعالی به هغوي دې کندۍ ته د غورځیدلو څخه ژغورلي و. د خپلو بی دینه (سیکولر) تعلیماتو په نتیجه کې هم هغوي پخپلو لاسونو دغه کنده وکینله او د هغوي قوم پرستي او مفاد پرستي دغه کنده د اور څخه ډکه کړه. په دې کنده کې د غورځیدلو له آمله د برطانوي استعمار خلاف د امریکا ۱۷۷۵-۸۱ د آزادۍ جګړۍ کې تقریباً ۴ زره امریکایان مردار شول!

د میکسیکو ۱۸۴۶-۴۸ په جنګ کې ۱۳ زره کسان ووژل شول. امریکايي کورنۍ جګړه ۱۸۶۱-۶۵ کې شپږ لکه او اتلس زره وګړي ووژل شول. هسپانۍ او امریکا کې یوازې د کال ۱۸۹۸ په آپریل او اګست کې نښتي جګړو کې یوازې ۵۴۰۰ کسان ووژل شول. لومړۍ نړیوالی جګړه ۱۹۱۷-۱۸ کې یو لک پنځه لس زره امریکایان ووژل شول، دوهم نړیوالۍ جګړه ۱۹۴۱-۴۵ کې یوازې درې لکه او اتلس زره کسان ووژل شول، ۱۹۵۰-۵۳ کوریايي جګړه کې ۵۴ زره امریکایان د مرګ کندۍ ته غوځار شول. د ویتنام لومړۍ د آزادۍ جګړه هغوي د سامراج فرانسۍ خلاف په ۱۹۴۵-۸۱ په دروان کې تقریباً ۱۶ کاله وکړه. له دې څخه علاوه د ویتنام دوهمه د آزادۍ جګړه د ۱۹۵۹ څخه شروع شوه او ۱۹۷۵ پورې یې دوام وموند. د دغۍ جګړی په لمن کې بیا لاوس او کمبوډیا هم راغلل، دا جګړه د امریکایانو خلاف وشوه، په دې جګړه کې ټول ۵۸،۱۵۹ امریکايي فوځي مردار شول، د دواړو اړخو ټولو ویتنامیانو تعداد د دریو نه تر څلورو میلونو پورې ده. پرته له دې څخه په لاوس او کمبوډیا کې د یونیم نه تر دوه میلونو پورې خلګ د دنیاوي ژوند سره خدای پاماني وکړه. دا دومره ستر تعداد ده چې د دواړو نړیوالو جګړو کې د مړه شوي خلګو د تعداد څخه هم زیاتیږي. دغه وه هغه د بی دینۍ (سیکولاریزم) د اور څخه ډکه کنده په کوم کې چې بی دینه (سیکولار) د غربي تهذیب مجاورانو خپل ځانونه واچول. پرته له دې څخه د زخمیانو تعدد، د روزمره ژوند معاشي مشکلات او د بی دینه (سیکولار) غربي تهذیب پیدا کړل شوي ټولنیزه، سیاسي او نړیوال مشکلاتو که موږ احاطه وکړو نو شاید د دې لپاره به یوه انسائکلوپيډیا هم بس نه وي. د دغو ټولو بربادیو په نتیجه کې چې کوم مقصد په کار و هغه حاصل نه کړای شو. د انساني جسم ټوټه کول او ورته اذیت رسول خو ممکنه شوه خو په زړونو کې جذبات، فکر او سوچ کې بدلون راوستل، د انسان د بس کار نده!!!!

خدای پاک په خپل کتاب کې فرمايي، چې دا د کوم انسان وس کار نده چې هغه شلیدلي زړونه سره یوځای کړي. دا هم د الله قدرت ده چې د داسې خلګو زړونه سره یوځای کوي څوګ چې د یو بل دښمنان وي. دا هم د هغه ستر نعمت ده چې هغه دا رنګه کسان هم د یو بل ورونه جوړوي، خو خدای پاک دا نعمت هم هغه خلګو ته ورکوي څوګ چې د هغه یو شرط پوره کړي، هغه شرط چې خدای ایښودلې ده هغه دا ده چې تاسو ټول د خدای پاک په دین منګولۍ ولګوئ او په تفرقه کې مه لویږئ. د بی دینۍ (سیکولاریزم) په بنیاد روان امریکایان که څه هم هغوي د اوبو په شان ډالر وبهوي خو تر کله پورې چې هغوي د الله شرط نه وي پوره کړي تر هغه پورې هغوي د خلګو زړونه او دماغ نشي ګټلې، بی دیني (سیکولاریزم) خو د یوځای کیدلو نه ، بلکه د خپلی ډلۍ او قومي مفاداتو لپاره د یو بل سر ماتولو درس ورکوي.

څوګ چې د بی دینۍ (سیکولاریزم) بغارۍ وهي هغوي دې اوس دا ووايي چې د خپلو معاملاتو څخه د خدای وباسلو نه پس به اوس دوي د دغه چنګیزۍ څخه انسانیت څنګه ژغوري؟ کوم چې د زړونو منځ کې د مینۍ او محبت د نه شتون له وجهې پيدا کیږي. د انسان د ټولنیز ژوند څخه خدای د لیری کولو څخه وروسته آیا اوس د دوي سره کومه کیمیاوي نسخه شته چې بیرته د خلګو زړونه سره پیوست کړي. د خدای څخه په بی نیازۍ او د بی خوفي په پيدا کولو کې خلګ اوس څرنګه د خپلو مفاداتو قرباني ورکړي او څرنګه به د حق او انصاف تقاضا به په سړه سینه منلو ته تیار شي؟ که چیری دا ناممکنه وي نو بیا هغوي (پاکستان) کې د بی دینۍ (سیکولاریزم) یو داسې نظام ولې مسلط کول غواړي د کوم د اختیارولو په نتیجه کې چې یوازی په نوم پرمخ تللي هیوادونه په سلولکو انسانانو په وینو باندې لاسونه سره دي او پر درست انسانیت باندې یې د تباهۍ او بربادۍ توری وریځۍ راروانې دي.


طالب ISI
09.10.2011

محترمه، هر څه یو وقت بازار لري، کوم شیان نن ورځ بازار لری؟
۱. ډوډی
۲. تعلیم
۳. امنیت
۴. کور ( په ژمې کې دود، په اوړي کې یخ، نور سامان الات د کور)
۵. واده
۶. موټر

په قرآن کې دغه شیانو ته متاع د دنیا هم وایې، اوس د یوه ملک ټولو وګړو ته ددغه شیانو د پوره کولو لپاره باید څه وشي؟
- تجارت: د نړی سره باید تجارتې اړیکې موجودې وي، د کافر او مسلمان ، هندو.....
ځکه یو تعداد خلک په پدې مصروفوې.
-خلکو د کار موندل : مختلف کارونه.
- د نړویوالو سره اړیکې.

ځکه که ته یو څه تولید کړې، چې صادر نه شي، نو کار او بار خو فلج کیږي.
اوس سیکیولرزیم ولې نن کامیاب دی؟

میوزیک ملان ناروا بولي، خو کله چې یو سندرغاړی، یو لس بدلې ثبت کړي، نو ده خو خپله ګټه وکړه، په زرهاو دکانداران چې د کسټو دوکانونه لري، دده په وجه په کار مصروفه شول، هغه کارخانه چې سپین کسټونه جوړوي، هلته خلک مصروفه شول، ته که کومه ورځ کومې رادیو ته زنګ وهې، نو مجبور یې تیلیفون کارت واخلي، نو کارت پلورنکې هر مصروف شو، پدې توګه د مثال په توګه یو میلیون وګړي، مصروف شول، دوی دغه پیسې اخلي، د کور لپاره سودا اخلي، نو کور ته خو د هر څه ضرورت دی، نو په همدې شکل بیا نورو ته هم کار او بار پیدا شو.

دا یې یو مثال وو، ډیر داسې کارونه نور هم شته. خو ملان بیا میوزیک حرام ګڼي. نو که دی دغه کار ونه کړي، ځان خدای پاک ته مسول ګڼي، او ګناه کې شریک، خو بل طرف ته یې په زرهاو خلک بې کاره کړل. د کار او بار سلسله بنده شوه.

ملان د کافرو ملکو سره په آسانه اړیکې نه شې تینګولی، نو ځکه یو ملک صادرات هم نه شي کولای، پدې توګه یې د یوه ملک اقتصاد نور هم خراب کړ.

یو بل مثال، یو تجار یو پنځه ستوریز هوتل په دوبی کې جوړوي، او بل د طالبانو په زاړه امارت کې.

په دوبې کې دغه هوټل کلب لری، دانس ځای لري، روسی نجونې پکې شته....نو هلته ملمانه ډیر ورځي، او که دغه بل هوټل ته؟
خو زما خوستي، پکتیا وال ورور ځي، همدغه دوبی کې په هوټل کې کار کوي، ځکه هلته د کار موقع شته، او دغه بل هوټل کې نه شته. که د هوټل څښتن په دوبی کې هم خپل هوټل کې اسلامې قوانین تطبیق کړي، نو کار او بار به یې خراب او حتی مسلمانان به هم نه ورځي.

نو همدغه علتونه دي، چې نن ورځ سیکولرزیم کامیاب دی، او اسلامي ډلو په پاکستان کې په کراتو انتخابات بایللي، ځکه خلکو ته هغه متاع دنیا نه شي برابرولی.

اتاترک ځکه عثمانې خلافت ړنګ کړ چې نور څه نو و پکې پاتې ، همدغه چلتار واله عربو د انګلیسانو په لمسون په ترکانو پسې را واخیسته. په ترکیه کې افغانې ملانو غوندې ملان حاکم وو چې شپه ورځ به یې خلک له دوزخه ډارول، نور کار یې نه و، د نجونو د تعلیم مخالف وو، نو اتاترک فیصله وکړه چې له دغه خلکو ملک پاک کړي. او عربې حروف یې هم ځکه په لاتین واړول چې د خلکو ارتباط له غرب سره زیات شي، هغه وقت په لاتین ژبه د تایپولو ماشین هم جوړ وو، نو د یوه کتاب تایپولو سرعت نظر، لیکو ته ډیر زیات وي، نو ځکه کتابونه هم ژر، ژر چاپیدل.

نن ورځ د ترکیې جي ، دي، پې ۷۹۹ میلیارده ډالره ده، د ټولو عربې ملکو، د سعودي په شمول، ۵۰۰ ملیارده ډالره کیږي. نن یو ترکی ، نظر یوه عرب ته لږ کبر لری، یا هیڅ کبر نه لري، لږ دروغ وایې، غیبت نه کوي، لږ عیاش دی، وطن یې جوړ دی، په اسرایلو پټکه کولای شي، نو کیدای شي، پدې صفتو سره یې آخرت هم تر نورو مسلمانانو ښه وي.

البته سیکیولرزیم د اسلام ځای نه شي ډکولای، خو د پاکستانې، افغانې ملا چې کومه په کومه ډول اسلامي تطبیقوي، سیکیولرزیم به همیش تر اسلام مخکې وي. او خلک په پکې هوسا وي.


ahmad bilal
09.10.2011

محترم شهیر صاحب، لومړۍ السلام علیکم!

اسلام (اسلامي نظام) یوازې د فکر او نظر دعوت نده بلکه دا خلګ دي ته هڅوي ترڅو خپل عقل او ذهن استعمال کړي، تاسو ویلي چې نن ورځ خلګ د ژوند بنیادي څیزونو ته ضرورت لري، اسلام هم خپل منونکي د جائز کاروبار څخه د فائدی پورته کولو ته هڅوي، قران کې خدای پاک فرمايي:

وأحل الله البیع وحرم الربا... سورة البقرة ۲۷۵
الله کاروبار حلال او سود حرام کړې ده!

په بل ځاې کې خدای وايي:
فاذا قضیت الصلاة فانتشروا في الارض وابتغوا من فضل الله.... سورة الجمعة:۱۰
نو هر کله چه اداء کړی شي لمونځ (د جمعی) پس خواره شئ تاسی په ځمکه کښی (خپلو حوائجو ته که ئی لرئ) او ولټوئ تاسی له فضله د الله ....

نو د پورتنیو آیتونو څخه دا واضحه شوه چې اسلام هیڅ کله هم د تجارت، په لیار کې خند نده، اسلام هم په آزاد تجارت یقین لري، تاسو د حضرت عمر رض د زمانې هغه واقعه هم په یاده ولرئ چې یو ځل د مسلمانانو د تجارتي په څیزونو چا ټیکس ولګوه نو هغه تجاران حضرت عمر ته راغلل او ورته یې شکایت وکړ نو بیا حضرت عمر رض هم د هغه بل ملک په څیزونو هم هغومره مقدار ټیکس ولګوه څومره چې هغوي دمسلمانانو په مال لګولې و!!!

دا ترکیه چې نن ده دا نه سیکولریزم دي ځاې ته راوستلې او نه سیکولرانو!!

تاسو د ترکیه مثال ورکړې، زه به درته ووایم ترکیه تر ۱۹۶۰ یا له دې څخه مخکې هیڅ څه هم نه وه بلکه د هغه متل وړ هم ګرځي چې وايي پلار ګټلې زوي ته آسانه:
عثماني خلافت ګټلې اتاترک ته آسانه!!!

ستاسو د یادښت لپاره ترکیه کې د صنعتي دور پيل اربکان شروع کړ!!
په خپل لومړي پړاو کې یې د ۳۰۰ څخه زیاتې کارخانۍ ولګولې، د هغه څخه مخکې خو او د هغه په سختیو شرائطو کې هم ترکیه د هغه څخه ډیری لیری وه کومه چې اوس د اسلامپالو (اسلامپالي د سیکولرانو په نسبت!) په لاس کې ده!!!
یوازې په ۲۰۰۲ کې د ترکیه پر کیپیټا انکم (په في شخص آمدن) ۳۵۰۰ ډالره وه خو اوس د هغه اسلامپالي په دور کې ۱۴۰۰۰ ډالره ده!!
(که څوګ یې په اسلامپالنۍ کې شک کوي هغوي ته یوازې همدومره چې دا خو به مني چې هغه سیکولر نده!! او بحث هم همدلته ده!)

تاسو د میوزیک لپاره وایي چې ملایان یې حرام بولي خو دا د ډیرو خلګو لپاره د روزګار مواقعۍ هم ورکوي، خو زه ستاسو څخه پوښتم سود هم خدای، د هغه رسول او ملایان حرام ګڼي او د سود خوړل د خدای څخه د جنګ په مصدق ده، سود هم ډیرو خلګو ته بلکه درستۍ نړۍ ته د روزګار مواقعۍ برابروي نو اوس د دي په هکله مو څه نظر دې؟؟؟؟!!!!

سیکولریزم او غربیان د سیکولریزم آئډیالوژي له وجهې ندي کامیاب او نه هغوي د دغه نظریه په مرسته پرمختګ کړې بلکه هغوي د صنعتي انقلاب له وجهې کامیاب دي، او لا پرمختګ کوي،، اوس د چین د صنعت او اقتصاد راتللو سره هغوي د ماتۍ پلو ته روان دي نو اوس آیا موږ دا وګڼو چې چین هم د کمونیزم او مارکسیزم او یا د ماؤیزم له وجهې پرمختګ کوي، نه هیڅ کله هم نه .....او د صنعتو، کاروبار متعلق خو تاسو هغه پورته ایتونه هم وکتل چې اسلام د صنعت لګولو کاروبار کولو سره هیڅ تضاد نه لري!!!

----------------------------------------
ہم سمجھتے تھے کہ لائے گی فراغت تعلیم
کیا خبر تھی چلا آئے گا الحاد بھی ساتھ

گرچہ مکتب کا جواں زندہ نظر آتا ہے
مردہ ہے مانگ لایا ہے فرنگی سے کفن

داکټر علامه محمد اقبال رحمة الله علیه


طالب ISI
09.10.2011

بلاله وروره، دا معلومات ما مخکې هم له وروڼو سره شریک کړي، وو چې د ترکیې اسلامې ډلو په خاص ډول له ۲۰۰۱ څخه وروسته د ترکیې د اقتصاد لپاره ډیر څه وکړل. خو ددغه آیداتو یوه لویه برخه ټوزیزم هم دی. داسې کم اورپایې به وي، چې ترکیې ته نه وي تللی، اوس هلته ترکیه کې خو دغه اورپایی چکر هم وهي، شراب هم څکي، عیاشي هم کوي، چې پدې توکه هر یو یې دوه دری زره یورو هلته مصرفوي، پدې توګه تکسي وان، شرابو دوکان واله، هوټل واله، مزدوران......ټول مصروف شول. دا نه وایې چې ستا ټکری پسر دی، ستا نه دی.

خو د ترکیې اسلامې ډلو په دغو کارو کومه پابندي نه ده لږولې، ځکه ګټه یې ده پکې، خلاصه دا چې خلکو ته کار او بار پيدا کول نن مهم دي.

خو زما او ستا ملا چې بې ګیرې سړی وویني، که مونځ هم کوي، چندان مسلمان نه ورته ښکاري. نو پداسې جامعه کې به کار او بار څنګه پيدا شي.

سود خو خلک ټمبلوي، جامعه خرابوي.

زه نه وایم چې پاکستان او افغانستان د دومره آزاد شي ،لکه اروپا، خو مطلب مې دادی چې ملان د هم ډیره خبره مشکله نه نیسي، او عام خلک د هم بیخې له حده پښې نه وباسي، بس یوه ګذاره سره روانه کړي.

که د پاکستان او افغانستان ملان د ترکیې نیمایې آزادي هم ومني، نو ښه به وي.


طالب ISI
09.10.2011

او یوه بله خبره دا چې وروسته له ډیرو کالو، نن د مصر اخوان الامسلمین د ترکیې مثال ورکوي، او په کمو تلفاتو دکتاتوران را غورځوي، نو د مونږ ملان که چیرې خپل سوچ بدل کا، شاید د پاکستان رشوت خورو او فاسدو سیکیولرستانو ته ملا ماتونکی ګذار ورکړي.

نن ورځ د کرزي دولت کې د حزب اسلامې ډیر غړي، کار کوي، په لوړو، لوړو چوکیو، دوی په خپلو کارو مصروفه دي، خلکو ته خدمت کوي، هیواد جوړوي، دنجونو په ښونځیو ، تلویزیون، فلم، پدې کارو کې کار نه لري.

خو بیا دغه ډول حزبیان هم ملانو ته کافر ښکاري.


ahmad bilal
19.10.2011

محترم شهیر صاحب، معلومات مو نیمګړۍ دي، ځکه د ترکیه په جې ډې پي کې د سیاحت + ټرانسپورټ ۱۰ سلنه برخه ده، او یوازې ۶ سلنه روزګار ورکوي، نو ستاسو د خبری برخلاف، چې سیاحت د هغوي اکانومي کې تر ټولو زیاته برخه ده ،غلط ثابتوي!!!

ترکیه کې چې لا دومره پابنديانۍ نشته علت یې همدا ده چې تر اوسه لا د سیکولریزم د طوق څخه یې ځان نده خلاص کړې..... هر کله یې چې خپل قانون څخه د سیکولریزم لفظ بیرته کړ بیا به یې وګورو چې هغوي په دغه فواحشو او بی دیني څیزونو پابندي لګوي او کنه......................

تاسو لیکئ: چې نن د مصر اخوان المسلمون هم د ترکیی مثال ورکوي...

بلی، هغوي د ترکیی یوازې د پرمختګ مثال ورکوي چې څرنګه د ۲۰۰۱ څخه راپدیخوا هغوي پرمختګ وکړ او له دغه وجهه، څه نا څه اسلامپاله ای کی ګوند هر ځل کامیابیږي هم.......... خو که تاسو یو شل ورځې مخکې د اردوغان هغه خبره کتلي وي چې مصر ته پکار دي چې حکومت دي سیکولر کړي او یا دې بل سیکولر قانون جوړ کړي، نو د اخوان المسلمون لخوا دغه خبره په زوره رد کړای شوه بلکه ترکیه او یا اردوغان ته یې دا خبر هم وکړه چې د مصر په معاملاتو کې دي ګوتی نه وهي!!!، تاسو دغه خبره یا ردول د اخوان المسلمون (آفیشل انګریزۍ ویپ پاڼه کې هم کتلی شئ)

د ناوخته ځواب څخه په معذرت!
احمد بلال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more