هنر،ادب او پښتو نحوه
مسلم دوست يو مسئول ، رښتنی او ويښ شاعر
مومن مهاجر
29.09.2011
انسان تل هڅه کړې چي خپل افکار، تصورات، خیالونه، اندونه ، اندېښنې احساسات او ولولې نورو ته ورسوي او دوئ په هغه څه خبر کړي چي د ده په زړه و دماغ کي يې ځای نیولی دئ ، نورو ته د خپلو اندونو د لېږد بهیر د انساني فطرت یوه نه بېلېدونکي برخه ده له لرغو نو انسانانو نیولې تر نیمه پر مختللي او ننني ماډرن انسان پوري ټولو هڅه کړې چي د خپل فکر محصولات ، عواطف او اخیستنې بل ته په داسي ډول ولېږدوي چي دی خپله مطلوبه پایله ترې ترلاسه کړي ، د انځورګر انځورګري، د نقاش نقاشي، د لیکوال لیکنه ، د ممثل تمثیــل، د طنز لیکونکو طنز، د ټوکمارو ټوکي او د شاعر شاعري هرڅه په همدې موخه کېږي .
په دې ګردو کي شاعر هغه څوک دئ چي هرڅه ته یې سترګي ، غوږونه ، ژبه او د انساني جوړښت ټول هغه څه ورکړي چي الله پر بشریت لورولي دي، شاعر هڅه کړې چي د استعارو ، تشبیهاتو، کنایاتو، تعریضاتو، مثالونو او انځورونو په مټ هر شی وږغوي او خپل بیان ته داسي ښکلا او ځواک ورکړي چي خپل مخاطب د سحر تر کچې اغېزمن کړي .
زموږ په ټولنه کي چي تل هرڅه له معیاره وزي نو شعر هم ترې خوندي نه دئ ، که موږ د پښتو کلاسیکه او اوسنۍ شاعري مطالعه کړو نو دوې نیمګړتیاوي به ډېر ژر پکي ومومو یوه داچي پښتانه شاعران تل له دیني پلوه له سخت افلاس سره لاس او ګرېوان پاته شوي او بله دا چي د پښتنو ډېرو شاعرانو شاعري یوازي د خوند او یاپه اصطلاح په دې ډګر کي دنوم ایستلو لپاره کړې ده همدا وجه ده چي زموږ ډېره شاعري له عشق او د څو ټولنیزو ناخوالو له غندلو پرته بل ګټور پیغام نه لري . په تېره زموږ اوسني شاعران خو له شعره چورلټ د ذهني عیاشۍ کار اخلي او بس .
زه له څه مبالغې پرته وایم چي ما تر اوسه په پښتو کي د څومره کسانو شاعري لوستې نو پورتنۍ نیمګړتیا مي په خورا پراخ ډول پکي لیدلي ده ان له دیني پلوه خو د ځینو شاعرانو خوارانو شاعري دومره کمزوري ده چي سړی یې بېخي د اسلامي شاعرۍ له کتاره ایستلای شي که څه هم دشعر له فني او هندسي اړخه به غني وي خو په اسلامي چوکاټ کي دننه یې سړی د یو مسلمان شاعري نه شي بللای که یې بولي نو هم به وايي چي دا د یو ډېر ناپوه او جاهل مسلمان شاعري ده . زه په خپل اند یوازي هغه شاعري خوښه وم چي له شعریت ، ښکلا، رنیګينۍ، لطافت، ښه هندسي جوړښت او غوره انځور ګرۍ سره – سره غوره پیغام ولري او شاعر یې له دیني او علمي پلوه غریب نه وي . شاعر یې ځان د الله ، ټولنې او خلکو په وړاندي مسول وګڼي ، رښتنی او بیدار وي ، شعر یوه الهي ورکړه وګڼي او هغه ډول یې وکاروي چي دقرآني ایت تر دې ګواښنه لاندي نه شي چي :
وَالشُّعَرَاء يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ * أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ * وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لاَ يَفْعَلُونَ * إِلاَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانتَصَرُوا مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُوا وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ ( الشعراء : ۲۲۴تر ۲۲۷)
ژباړه : بې لاري په شاعرانو پسي دي، تا ونه لیدل چي دوئ په هر شېله کي لالهانده وي؟ او دوئ هغه څه وايي چي نه یې کوي، مګر نه هغه کسان چي ایمان یې راووړ، نېک عمل یې وکړ، الله یې ډېر یادکړ او تر مظلومیت وروسته یې غچ واخیست او کومو کسانو چي تېری کړی هغوئ به ژرپوه شي چي کومې خواته اړول کېږي ؟
قران کریم په خورا څرګندو ،قاطعو او موثرو ټکو شاعران پر دوو ډولو و وېشل یوه هغه چي بې لاري دي، ګمراهان ورپسې دي، په هرځای هره شېله ، هره ناوه او هره سیمه کي لالهانده دي او هغه څه وايي چي نه یې کوي او بله هغه چي ایمان لري، غوره عمل کوي، په الهي یاد بوخت وي او د ظالم په مقابل کي درېږي او کسات ترې اخلي .
په اسلامي ټولنه کي باید دهر مسلمان شاعري په همدې معیار او تله وتلل شي که یې وزن وموند نو د اسلامي شاعرۍ اصول یې پوره کړي دي او که یې په دې تله کي وزن نه درلود نو پوه شئ چي یو بې لاري شاعر دئ .
له پورتنۍ اوږدې مقدمې په راتېرېدو مو اوس دومره فرصت موندلی چي د ښاغلي عبدالرحیم مسلم دوست پر شاعرۍ لنډې خبرې وکړو .
که څه هم زه ښاغلی دوست نه پېژنم خو ما چي تر کومه بریده د ده شاعري لوستې نو زړه مي غواړي چي ویې وینم خو نه پوهېږم څه وخت به مي دا هیله پوره شي ؟ په هر حال که د نوموړي پر شاعري ږغېږو نو لومړی به په لنډو ووایو چي ښاغلی دوست یو پیاوړی، رښتنی، بیدار، ژمن، ویښ، نوښتګر، حماسي، اخلاق پوه، عالم، سیاست پوه، دین دوست، پرمختګ خوښوونکی، روڼ اندی او ټولنپېژندونکی شاعر دئ ، که څه هم شعر یې ځای – ځای له فطري پولو وزي او د مصنوعیت و شعوري شعر جوړونې په لومو کي ښکېلېږي چي همدې یې دښکلا او هنریت انځور یوڅه ورپیکه کړی خو په ټوله کي د مسلم دوست شاعري هم فني ده او غني .
مسلم دوست یو سمون پال ، عالم او مفکر شاعر :-
په پښتو شاعري کي داسي کسان د ګوتو په شمېر دي چي پر یوه وخت پورتنۍ ټولې ځانګړنې ولري، خو مسلم دوست نه یوازي دا ځانګړتیاوي لري ، بلکي د ده د شعر تر ټولو خوندور او ګټور اړخ همدغه دئ ، دی په یوه بیت کي وايي :
پټ په زړه کي د یو درد مرموزي څړیکې
د سمون پر لوري یون دئ پاڅوي مي
د علمي وړتیا بېلګه یې په دې ټوټه کي لیدای شو:
خیال دمقتضی د حال یې وساته !
وزن د کلام په بلاغت کي دئ
وس کي د معلول ده بې وسي فقط
سم دئ که ناسم دئ په علت کي دئ
په دې ځای کي مو له مفکره مراد دادئ چي دی د فکري او ذهني جمود مخالف دئ، غواړي لوستونکي په دې پوه کړي چي منطق، سالم نقد، استدلال او معقولیت هغه توکي دي چي ټولنه د تقلید او جهل له تیارو د رڼاګانو سهار او د علم پلوشو ته رسوي . دده د شعر یوه بېلګه به راواخلو :
شک مي هم یقین سره همزولی دئ
هسي کوم ګومان زه په چا نه کوم
اند لرم دلیل منم انصاف کوم
ګوښی په تقلید اکتفا نه کوم
مسلم دوست یو انځور ګر شاعر: -
انځورګري او تصویر جووړونه په شعر کي خورا مهم عنصردئ کوم شاعر چي په دې برخه کي کمزوری وي نو شعریې هم کمزوری دئ او کوم شاعر چي څومره له دې پلوه پیاوړی او ځواکمن وي نو شاعري یې هم ښکلي، زړه وړونکي او خوندوره وي . راځئ مسلم دوست د یو انځورګر په بڼه وګورو :
مسلم دوست په خپل دېوان کي د باغ تر سرلیک لاندي یو شعر ویلی هلته وايي:
څو وګړي یوه باغ ته شول دننه
دباغوان په اجازه او په مننه
د ښکلا او دخوندنو پکي کور وو
په مېوو او په ګلونو ښه سمسور وو
په دې باغ کي د مالک یو څو اوسۍ وې
چي تړلې یوې خوا ته په رسۍ وې
مسلم دوست نړۍ د باغ په بڼه انځور کړې او بیا یې پکي اوسیدونکي کسان دهغو مختلفو مسلکونو او اندونوله درلودونکو سیلانیانو سره تشبیه کړي چي د باغوان په اجازه سیل ته ورغلې او د باغ په نندارو کي یې د خپل ذهن ګڼ تصویرونه تراشلي دي .
په یوه ټوټه کي یې دا تصویر جوړونه هم ښه خوند کوي :
پښې د ځان پسې راکاږې په ملاکړوپ
ږیره سپینه نظر کم په خوله کشړوپ
ستا د ژبې واګې لاس کي د شیطان دي
یا خو اوس هم لاصغیریې او یا سروپ
يا دا چي :
پرېږده د تقليد قيل وقال پرېږده نور
ومنه دليل او جنجال پرېږده نور
راشه غړوندی له غاړې لرې کړه
دا د ځناورو حبال پرېږده نور
د مسلم دوست ژبه :-
ښاغلي مسلم دوست په خپله شاعري کي ډېر داسي الفاظ هم خوندي کړي چي له سیمیز ګړدود سره تړلي دي او ورسره په څنګ کي یې ګڼ عربي الفاظ هم د خپل شعر په قاموس کي خوندي کړي چي مشکل لغات یې لمن لیکونو کي ژباړلي هم دي په دې ډول د ده دېوان د ژب سیند له مینه والو سره هم مرسته کوي .
یوه بېلګه به یې را واخلو :
ښکلی ګل له بوټي مه شکوه نادانه!
ډېر یې مه څېړه چي لب او ګلاب یو دئ
که هوس نه وي نو ترنګ یي هسي شور دئ
وچ لرګی دئ بیا خو در ب او رباب یو دئ
یا دا چي :
مینه او اخلاص یې تعامل کي له چا پټ نه وي
چا چي پټ ځیګر کي د صفا نه ضباب لري کړ
رښتنولي :
مسلم دوست په خپل شعري کلام کي پر صداقت او رښتنولي خورا زورکړی ، هغه څوک یې انسان او مېړه بللی چي قول، وعده او عمل یې په رښتیا وي دوه مخي ونه لري او له ریا وسمعته ځان ساتي په هرڅه کي اخلاص لري او وفاداروي راځئ یو ځل بیا ده ته غوږ شو :
پاکه او یوه وایم رښتیا وایم
هیڅکله په دروغو امضا نه کوم
یا دا چي :
دوست سره دوستي کي ښه مخلص یمه
تل کوم وفا او جفا نه کوم
اوبل ځای بیا وايي:
د ټګۍ او دوه مخۍ سره جوړ نه یم
پټ په زړه او برملا زما یوه ده
د مسلم دوست حماسه :
حماسه او شجاعت هم د ښاغلي مسلم دوست په شاعري کي ښه ځلېدلې او ځای پر ځای یې ګڼې بېلګي ترلاسه کېږي ، دا مهال چي د سرابي عشق په خیالي لیلا پسي ژړېدونکي شاعران د ذهني عیاشیو په ډنډ کي ډوب دي نو په پښتو شاعري کي حماسه هم پر هېرېدو ده خو له نېکه مرغه ښاغلي مسلم دوست د خپل شعري ذوق په ډګر کي له پامه نه ده غورزولې ، دی وايي:
چا نیولې غبرګه د ذلت لمن
چا نیولې سپینه د عزت لمن
ټینګه کړه رقیب خو د غلیم لمن
ښه ده د جرأت او شجاعت لمن
دوست او اخلاقي ارزښتونه :
لکه وړاندي چي مو وویل شعر یوازي په فني لحاظ یوه ازموینه او صرف لفاظي نه ده بلکي ښه شاعر هغه دئ چي شعر د یو پیغام لپاره او د یو غوره هدف په موخه ليکي کوم څوک چي پر همدې احساس د شعر پر نازکه لار قدم ږدي نو د هغه په شعر کي به هرومرو اخلاقي ارزښتونو ته پام شوی وي ، مسلم دوست په دې اړخ کي هم نه یوازي شعرونه ویلي بلکي د معاصرو شاعرانو په کتار کي یوازي همده دې لورته په سم ډول پاملرنه کړې ده . دی په یوه شعر کي وايي:
تملق او چاپلوسي چي یې عادت وي
هغه خوار دئ اخته شوی په ذلت دئ
له بې ننګوسره کله پر لار درومم
چي الله راته راکړی دا قوت دئ
وحدت ته بلنه :
د مسلم دوست په شعري کلام کي پر وحدت هم ډېر زور شوی او نوموړي هڅه کړې چي د شعر په ژبه خپل مخاطب دي الهي او وجداني امر ته متوجې کړي څو په ټولنه کي د نفاق له امله راپورته شوې غمیزه او ناخوالي پای ومومي ، لاندي وايي:
د مومن په بل مومن باندي حرمت دئ
که یې وینه ده که مال دئ که یې پت دئ
ټول د یو وجود اعضا دي نه بېلېږي
یو یې دین یو یې قران او یو ملت دئ
د عرب او د عجم توپیر یې نه شته
او تو پیر یې په تقوا په دیانت دئ
سپینه وینا :
دا مهال چي په اخلاقي ارزښتونو کي د ټولنې د رغېدو لپاره د دودونو او غرضونو په موخه نقد او سپینه وینا له منځه تللې نو له همدې کبله شعري ډګر تر ډېره دا وړتیا له لاسه ورکړې چي له څه توپیر او بې پرېتوب پرته د ټولنې مسؤلو وګړو ته ګوته ونیسي او سپینه وینا وکړي ، خو دوست په دې چاره کي هم ښه ځلېدلی او هر چاته یې په ډانګ پېیلې او سپینه خبره کړې ده ، یوځای ملا صاحب ته وايي:
ملا ! ستا له ږیري جار شم د دین لوړه منار ه یې
خو چي دین باندي خوړل کړې ، د شیطان ډلې سره یې
نه کوم درد لره دوا شوې نه د دین بله رڼا شوې
نه څه کار او نه روزګار کړې مقتدي ته په اسره یې
نوښت :
اوس چي هرڅوک د بل پر شاعري تبصره کوي نو وايي چي فلانی نوښتګر شاعر دئ سره له دې چي هغه به تراوسه د شعر په بېخي ابتدايي مرحله کي وي ، یعني اوسمهال د نوښتګر لفظ د تشریفاتو لپاره کارېږي ، خو زه ښاغلی دوست یوازي د تشریفاتو له مخې نوښتګر نه ګڼم بلکي هغه واقعا ځيني نوښتونه لري چي ځيني یې د شعر په جوړښت او ځيني یې په شعري محتوا پوري تړلي دي ، د محتوا نوښته یې دادئ چي ما له پوره لټون سره – سره دده په شاعري کي له دیني پلوه د نقد مورد ونه لید چي دا اړخ په پښتنو شاعرانو کي ناشونی دئ او له ترکیبي پلوه نوښت یې دادئ چي په یوه شعر کي یې د لومړني بیت د پای لفظ د راتلونکي نیم بیتي په پیل کي کارولی چي دا زما په اند یو ابتکار دئ . دلته به د هغه شعر یوڅو بیته ولولو :
د ډګر کارونه نه کړي نازولي
نازولي وي بې ځایه پړسېدلي
پړسېدلي وي بې ننګه بې همته
بې همته دي بې ګټې مالیدلي
مالیدلي د تنګسې په ورځي تښتي
تښتي ماتي خوري وګړو دي غندلي
د مسلم دوست په شاعرۍ کي د نوښت يوه بله بېلګه هغه صنعت دی چي ده د تشرېع په نوم ياد کړی او په اړه يې ليکي :
" د تشريع بديع صنعت به تاسو ( خوږه ژبه ) کي لوستی وي دا هغه شعر دی ، چي په داسي بديع ( نا اشنا ) او ځانګړي صنعت وليکل شي ، چي همدا يو شعر په څو ډوله سپړل کېږي او اوبدل کېږي . عربي او ځيني نورو ژبو کي دا صنعت و ، خو پښتو کي له ما مخکي دا صنعت چا نه وو ليکلی ما لومړی ځل دا صنعت ليکلی وو ، چي ( خوږ ژبه ) کي راغلی نورو ژبو کي هم وي خو دا لاندي شعر د تشريع داسي بديع ، ځانګړی او نادر صفت دی چي له دې شعر مخکي په هيڅ ژبې کي نه دی ليکل شوی ، ځکه چي همدا يو شعر په اتيا ( ۸۰ ) ډوله سپړل شوی او اوبدل شوی دی ما دډېرو اوږدېدو له کبله په همدې اتيا ځله سپړلو او اوبدلو باندي بسنه وکړه ، خو دا شعر له درې زره ځله زياتو ډولونو باندي اوبدل کېږي او سپړل کېږي ، چي دا په ګردې نړۍ کي همدا لومړی شعر دی او دا زموږ د ټولنې وګړو او په ځانګړې توګه ليکوالانو ، شاعرانو ، اديبانو او فرهنګيانو لپاره يو وياړ دی ."
د مسلم دوست په شاعري کي طنز او مزاحیه :
ښاغلي مسلم دوست د شعر د نورو ډولونو ترڅنګ د ظنز او مزاحیې اړخ هم پاللی ، ځکه دی یوازي د پند او وعظ شاعر نه دئ بلکي دی خندنی او مسکی شاعر دئ چي خندا او مسکا له طنز او مزاح پرته ګرانه ده ، نوموړي د ډوډۍ او سوکړک یا سوړسک ترمنځ په مناظره کولو خپل لوستونکي یوه شېبه د مسکا نړۍ ته بللې دي :
له ورځو يوه ورځ چي خور شوی دسترخوان وو ښېرازه او ودان وو
ډوډۍ او سوکړکان پکي پراته وو ګېر چاپېره کيسه يې نه کړې هېره
ناڅاپه د ډوډۍ او د سوکړک مناظره شوه عجيبه ننداره شوه
* * *
ډوډۍ ويل سوکړکه ډېر بې ګټې انډيوال يې انسان ته لوی جنجال يې
سپور نه تېرېږې هر مهال ملګری د کتغ يې سوکړکه خوار شې ستغ يې
شخ پخ يې په تا ولګېدې خولې د بې وزلانو وښکي د غريبانو
اوبو ته ډېر محتاج يې للمي نه کېږې جواره ستا خونه دي شي خواره
دښمن د اتفاق يې چي رنګی نه شې نو خواريې بار نه نيسې بېمار يې
نانټه دي نازولې ده په خپله کلک لرګی يې سوکړکه النګی يې
بزګر در باندي ستړی دی ارزان يې په قېمت کي بدرنګ يې په صورت کي
خواري درباندي نه ارزي لايق يې د وهلو سم – سم د ډبولو
* * *
خبرې ډېري مه کړه نارينه يمه سوکړک يم ستا سر وهم څټک يم
نامه دي ښځينه ده مونثه يې ډوډۍ يې مکاره يې بوډۍ يې
نازکه نازولې يې زه کلک يمه اتل يم غريبو سره مل يم
ارزانه يمه قېمت کي زه پالمه غريبان هم بې وزله يتيمان هم
ته ډېره کبرجنه يې خوراک يې د مالدارو ځارېږه له جوارو
کمزوری يې ضعيف يې نری ډکی دي بدن دی پوستکی دي خيرن دی
نری باد چي را والوځي لينګي دي بيا رپېږي هر لوري که کګيږي
خواري دي نهه مياشتې ده او ډېر دي انتظار دی ستړيا دي هر يو کار دی
يا داچي :
د شرق خلک شرمېږي او په غرب کي دا رواج دی
چي نر او ښځې ګډ وډ په يو ټال شي تېر وبېر
خپه وي په خپل کور کي مرور وي پپړ غوږی
د چا نه چي کوڅه کي انډيوال شي تېر وبېر
خیال :
خیال د شعر روح دئ څومره چي د یو شاعر تصورات غښتلي او قوي وي نو خیال یې هم د شعر له هنریت ، حسن، لطافت او ظرافت سره ښه ملتیا کولای شي ، له ځواکمنو تصوراتو را پنځېدلي خیالات په شعر کي الهامي او فطري اړخ ته قوت ورکوي چي له دې سره په اتوماتیک ډول د خیال په هنداره کي داسي صیقل شوی شعر زېږي چي هغه د چا خبره د هنر په ښکلي نړۍ کي به تر سپوږمۍ هم روڼ وي ، دوست هم د خیال لمن نه ده خوشي کړې او ځای پر ځای یې خپل شعر د خیال په مټ رنګین کړی دئ چي د بیړي په نوم شعر یې ښه مثال دئ :
چي سپور شومه د فکر پر دلدل په بیړه – بیړه
روان شومه نړۍ کي مي ځغاستل په بیړه- بیړه
حیران شومه دنیا ته عجیبه غوندي دنیا وه
څه خلکو به ژړل چا به خندل په بیړه – بیړه
دبیړي په جهان کي کاروانونه وو روان وو
هر چا کوله بیړه تېرېدل په بیړه – بیړه
د ژوند په ازدحام کي یو تر بله تیرو بیر وو
څوک تلل په بیړه بیړه څوک راتلل په بیړه – بیړه
د برخو بازار ګرم لګېدلی وو په زور کي
هر چا خپل نصیبونه اخیستل په بیړه – بیړه
د چا نصیب کره او ښه پوره د خوشالۍ وو
چا ستونزي او غمونه راتلل په بیړه – بیړه
د بیړي په دې بیړه کي د بیړې هم وه بیړه
دوست هم د بیړي ترڅ کي ورلیدل په بیړه بیړه
په پای کي باید ووایم چي د ښاغلي مسلم دوست په شاعري کي له دې ټولو ښېګڼو سره – سره زما په اند یوه تشه یا نیمګړتیا داده چي ما تر ډېر لټون وروسته هم پکي نوي تشبیهات او استعارې ونه موندې چي یابه واقعیت همداسي او یابه زه نه یم توانیدلی ، په هر حال قلم یې تاند او هڅاند غواړم .