هنر،ادب او پښتو نحوه
شه او که ښه، سو که شو؟
محمود سعيد
29.09.2011
د پښتو د بیلا بیلو لهجو په ترڅ کې د ښ، ش او س تر منځ توپیر ډیر اړین دی خو په ځینو سیمو کې ان د کره لیکوالانو له لوري هم نه مراعات کیږي.
د لوی کندهار پښتانه ش په س او ښ په ش بدلوي چې ځینې وختونه د ډیرو لوستونکو لپاره ستونزې راولاړوي.
د بیلګې په توګه.
کتاب ولوستل سو، کتاب ولوستل شو.
دا شه قلم دی، دا ښه قلم دی.
....
دې ته ورته د لوی ننګرهار وروڼه په خبرو کې د ښ او یا هم ح پر ځای خ کاروي چې دا هم ډیر وخت د ستونزو لامل کیږي.
زه ماشوم وم چې مسجد ته مو تبلیغیان راغلي وو، له هغوی سره د پیښور سیمو یو کس وو، دوی ویل چې پوره یوه میاشت کیږي چې رخمان رخیم نشو پرې رحمن الرحیم کولی...
پتوال
03.10.2011
ش او س په لهجو پورې تړاو لري ، شو او شدن سره په اريايي ريښه کې نږدې دي ، خو سو هم ډير پښاتنه قومونه کاروي !
خو سمه نه ده چې دوه ډوله ش په ليکلو کې هم سره بيل او توپير شي لکه ش او با يې ډک ش چې قندهاري ورونه يې د (ښ) په شکل ليکي !
او که بيا هم يې سره بيلوي نو يو دې ش او بل ش ته دې څلور نقطې په سر وليکي ،
او ښ دې د سپکې (خ) له پاره چې د ژبې د څوګې او غاښونو ترمنځ
ادا کيږي وکارول شي لکه ښکلی، ښه ، ښور وا چې کندهاريان يې بايد په ش سره شکلی، شۀ ، شوروا وليکي اوبس!
هغه څوک چې رحمان او رحمت ته رخمان او رخمت وايي هغه دلجو ستونزه نه بلکې د بې سوادۍ ستونزه ده او په هره لهجه يې بيسوادان رخمان او رخمت تلفظ کوي ٠، ايا همداسې نده ؟
حلیم
15.10.2011
سلام،
خاطره:
د لیسې په دوران کې د یو لغماني ټولګیوال سره په لار روان وم، راته ویل یې بایسکل مې پوخ که. زه حیران شوم چې دا څه وایي. پوښتنه مې ترې وکړه چې څه دې وویل. بیا یې وویل بایسیکل مې پوخ که. خو سره پوه نشو.
ما دده پوخ =پوښ هیڅ تصور ونشو کړای، نو هغه خبرې مو غوڅې پاته شوې.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بله مهمه خبره داهم ده چې ځنې لیکوالان د پښتو په منځ کې هم په سیمه پالنه یا قوم پالنه روږدي دي.
تر ټولو ښه او لوړ شخصیتونه یې معصوم هوتک او عبدالباري جهاني (په ځنو لیکنو) دي. چې سره د خپل علمیت بیا هم سمیزه لهجه کله ناکله په خپلو لیکنو کې کاروي.
او بل د مشرقي عوام خلک دي، چې په هغوی کې هم ځنې داسې کسان پیدا کیږي وایې چې ښ=خ، او یا دیته ورته نور سمیز ویوکې، د دوی د مشرقیوالۍ څرګندویي کوي، او دا د دوی خوښ کار دی.
په مرکز کې د وردګو خلک هم په خبرو کې لدې کاروانه پس ندي پاته، هغوی ډیر وخته ځ په څ اړوي. لکه څه چې څو= ځه چې ځو. خو د دوی نه دا خبرې د لیکلو تر بریده ندی را غزیدلې لکه څنګه چې یې هغه نور خلک کوي.