طبیعي علوم او ریاضیات
ایا دا یو علمي اثر کیدای شي؟!
حلیم
08.09.2011
سلام،
ټول افغان بلاګونو کې د انجینر صیب ستانه میر زهیر په نوم یو ورور د انجینری، په خاصه توګه زلزله او ځمکپيژندنې په اړه ډیر ښه علمي توکي خپاره کړیدي او خپروي یې.
نن مې په یوه جالب عنوان سترګې ولګیدې او خدای شته تر پایه مې ولوست، او پکې یادونه یې کړې وه چې غواړم دا مرکه د یو علمي اثر په توګه وساتم.
لیکنه دلته لوستلی شئ: http://zalzala.bloguna.tolafghan.com/posts/16517
--------------------------------------------------------------------------
ښاغلي انجینر صیب په خپل لمړي ځواب کې چې د وچکالی په اړه یې د هغه دلایل ذکر کړيدي،زهیر صیب ټول له لمر او بشپړ لمریز نظام سره اړوند بللي دي، حال دا چې وچکالي د وخت او مکان له مخې په یو خاص ځای او وخت کې رامنځ ته کیږي.
دده د خبرې رد دا کیدای شي چې په نوره نړی کې ډیر داسې هیوادونه شته چې هر کال یې د سیلابونو او ځمکښویدنې له امله ډیر کسان ژوند له لاسه ورکوي. او دا هم باید ووایم چې دا صحرایي یا هم موسمي بارانونه ندي بلکه منظم حالت لري، د بیلګي په توګه جاپان.
زهیر ورور د ټول بشریت لپاره د وچکالی په مناسبت هم سپارښتنه کوي چې کچیرې نړیوال د ځمکې د خاورینې کرې سره همداسې چلند وکړي، ځنګلونه پرې کړي، ښارونه جوړ کړي ... نو زړه بوږنونکي حالات به په ځمکه کې حکمفرما شي.
زهیر صیب زما په نظر دا خبره ډیره کمه په وچکالی پورې اړه لري، یا لدې فعالیتونو څخه د یوې سیمې اورښت ډیر کم اغیزمن کیږي او دا اصلا د biodiversity موضوع ده، چې وچکالي یې هم یو جز کیدای شي.
د وچکالی لاملونه دلته لوستلی شی:
http://library.thinkquest.org/C003603/english/droughts/causesofdroughts.shtml
د یوې پوښتنې په ځواب کې زهیر صیب د افغانستان وچکالي په دواړو حالتونو پورې تړلې بللې ده، خو یو یې تشریح کړی، هغه هم یوازې تاریخچه یې بیان کړیده؛ مګر بل یې ځنې هیر دی.
د بلې پوښتنې په ځواب کې چې د وچکالی اغیز په ښاري او کلیوالي ژوند څه دی یا څومره دی هم د قناعت وړ ځواب ندی ویلی.
زما په اند په ښارونو باندې د وچکالی اغیز د سرسبزی سربیره او ډیر مهم د کانالایزسیون، د څښاک اوبه، د هوا ککړتیا او نورو برخو کې دي
زهیر صیب همدلته د کابل د ځمکې لاندې اوبو د زیرمو تغذیه خپله د کابل ښار د ونو، بوټو، او شنه پارکونو پورې ملحق بولي، پداسې حال کې چې د کابل ښار او شاوخوا سیمو د ځمکې لاندې اوبه اصلا د لوړو غرونو (لکه د پغمان غر، قروغ غر، د قرغې بند او نور) څخه تغذیه کیږي، نه د ښار د لښتیو، شیندرو، .... او د باران له اوبو څخه، هو د یوې سیمې سرسبزي د هوا د فشار، د تودوخې د درجې د را ټیټولو لپاره اغیزمن تمامیدی شي چې پخپل وار د اورښت سبب کیږي مګر داسې نده چې د کابل ښار اوبه ترې مړې شي.
--------------------------------------------------------------------------
په عمومي توګه د افغانستان اوبه د یخچالونو د ویلی کیدو څخه په لاس راځي، او د باران اوبه یې (که د ځمکې د مخ وي د لاندې) ډیره وړه برخه جوړوي، او د زهیر صیب د ځواب په خلاف کچیرې زموږ هیواد غرنی نه وای اصلا به پکې اوبه او باران نه وای، همدا غرونه دي چې مثلا د هند له سمندر څخه را پورته شوې وریځې په خپله غیږ کې را ګیر کوي او اورښت ته یې پنډوي او له بلې خوا د لوړو سیمو د سړې هوا له کبله هغه تر اوړي پورې د یخچال (کنګل) په توګه پاته کیږي. خو یوه بدي چې لري هغه داده چې لوړ غرونه د ټیټو او درنو وریځو د تګ راتګ مخنیوی هم کوي لکه هیواد په جنوب ختیځ کې تور غر چې په یوه بغل یې ډیر اوري په بل لږ یا هیڅ.
ډیره مننه
۰
08.09.2011
السلام علیکم
هو حلیم صیب دا مضمون ما هم یو څو ورځي مخکي لوستی وو ډیر اړین
او په زړه پوري او دلچسپ معلومات دي باید وساتل شي بلکي که په درسي
کتابونو کي ورداخل شي نو هم ډیره استفاده به تري وشي.
ستاسو دا نظر تأیدوم
مننه
حلیم
09.09.2011
مننه مومند صیب،
تاسو د خپل «هو» لپاره داسې کوم دلایل را نه وړل چې ددې لیکنې کره والی او یا اهمیت پرې ثبوت شي.
لیکنه جالبه ده او پکې د مهمو موضوعاتو او اصطلاحاتو یادونه هم شویده، خو زما په اند د موضوع اړوند پکې داسې څه نشته چې هغه ته اثر وویل شي. بل داچې د هیڅ خبرې لپاره ماخذ نه لري چې دا په خپل وار ددې سند لویه بې اعتباري ده.
مننه
۰
09.09.2011
هو حلیم صیب دا خبره خو دي صحیح ده خو دي مضمون کي د زلزلي په هکله داسي اعراض وعلایم ذکر شویدي چي که مأخذ يي هم ذکر نشي د اعتبار وړ بللی شي زما خو خوښه شوه او ښه لیکنه راته معلومه شوه نوره د هرچا خپله رایه ده.
بیا هم مننه حلیم صیب
حلیم
12.09.2011
او مومند صیب،
دا لیکنه د زلزلې په اړه نه بلکه د وچکالی په اړه ده،
:lol: :lol: :lol:
۰
12.09.2011
السلام علیکم
ښاغلي حلیم صیب ما د ښاغلي انجنیر صیب ستانه میر لیکنه دزلزلي په هکله لوستي وه او فکر مي وکړ چي تاسو به هماغه یادوئ نو ستاسو ورکړشوي لینک مي کلیک نه کړ اوس پوه شوم چي کومه بله لیکنه ده .
او د زلزلي په باره کي يي دا لاندي لیکنه ده وي ګورئ خوښه به مو شي ما همدا یایادوله:
د زلزلې مرکز او څپې
زلزلې مرکز :
هره زلزله يو مرکز لري چې د هغه مرکز څخه د زلزلې څپې او موجونه په هر لوري خپرېږي. د مثال په توګه: که موږ د اوبو ډنډ ته يو کاڼی ګوز�
16.06.2006 15:38
د زلزلې د پيدا کيدو ﻻملونه
د زمانې په تېرېدو سره خلک ورو، ورو د زلزلو دراتلو په اړه د خيال او ګومان نه را ووتل او حقيقت ته نږدې شول.
د اتوم کاشف ديموکرائيس (Democritus) لو�
05.06.2006 09:38
د زلزلې د مطالعې او څېړنې عملی اهميت
د زلزلې څېړنه او مطالعه زيات عملی اهميت لري ځکه له يوې خوا د بشر لپاره لوی مصيبتونه او وېرونه راوړي اوله بلې خوا بشر د نن ورځې دعلومو په مرست�
04.06.2006 08:56
د زلزلې په وخت کښې جوي اوضاع
په لرغونو افسانو کښې راغلي چې دهرې زلزلې د راتللو نه لږ مخکې يو لړ نښې نښانې ځان څرګند وي. د دې نظر يې د پيروان په دې عقيده وو چې زلزله په مني او
04.06.2006 08:47
زلزله په تاريخ او افسانو کې
تاريخ، اسطوره او افسانې څرګندوي چې زمکه له ډېرو پخوا زمانو څخه را په دېخوا د لړ زښت په حال کښې ده. لومړني دقيق معلومات چې د بشر لاس ته ورغلي د ي
27.05.2006 10:13
زلزله ستره طبعي بلا ده
زلزله ستره طبعي بلا ده ، هغه بلا چې دنوې عصري ټکنالوژۍ د چټکې ودې او پرمختګ سره سره ، بشر تر اوسه نه دی توانيدلی چې د هغې د راتلو وړاندوينه ( پ
27.05.2006 09:13
د زلزلی دوام:
د يوې زلزلې دوام حد اقل ( څو ثانيې ) او حد اکثر ( 5 دقيقو ) پورې وي.
27.05.2006 09:12
· د زلزلې کچه ( اندازه ) :
د لومړي ځل له پاره ( ١٩٠٢ م ) کال کې ايټالوي زلزله پوه مرکالي ( G. Mercalli )دزلزلو د ورانيو کچه په په يو جدول کې ترتيب کړه چې د مرکالي جدول په نامه ي�
27.05.2006 09:07
زلزله څه شی دی ؟
د ځمکې لړزيدو او ريږديدو ته زلزله وايي که چا په ژوند کې يو ځل زلزله ليدلی وی نو هغه شيبه به يې هيڅکله له ياده ونه وځي چې ځمکه يې څنګه د يو تو�