د موضوعګانو سرپاڼه

فلسفه او ارواپوهنه

هیومنیزم: Humanism

ahmad bilal
06.09.2011

هیومنیزم: Humanism
(د اسرار عالم کتاب، د اسلامي نړۍ اخلاقي حالت) څخه ماخذ
ژباړه: احمد بلال

انسائکلوپیډیا آف فلاسفي د هیومنیزم تعریف په لاندې ټکو کې کوي:

Humanism is that philosophical and literary movement originated in Italy in the second half of the 14th Century and diffused into other countries of Europe, coming to constitute one of the factors of modern culture

ترجمه: هیومنیزم هغه فلسفه او ادبي تحریک ده، کومه چې په منځنۍ څوارلسمۍ پيړۍ کې په ایټالیا کې پيدا شوله او له هغه ځایه د اروپا، او نورو هیوادونو ته خپره شوه، او کومه چې د جدید ثقافت د جوړولو یو د اسبابو څخه ده.

د هیومنیزم د حقیقت په ترس کې همدې انسائکلوپيډیا کې دغه رنګ بحث شوې ده:

Humanism is also any philosophy which recognizes the value or dignity of man and makes him the measure of all things or some how takes human nature, its limits or its interests as its theme.

ترجمه: هیومنیزم هر هغې فلسفې ته وايي چې د انساني اقدارو عزت وکړي او هغه د ټولو شیانو لپاره د میزان تله وګڼي، او یا یوازې انساني طبیعت، د هغې د فکر حد او مفادات د خپلی موضوع په حیثیت اخلي.

دغه تحریک د خپل اصل په اعتبار د الهی وحی او د خدای د هدایاتو خلاف ؤ، د دوي مقصد دا ؤ چې عیسايي نړۍ کې د خدای تصور، د رسول تصور، او د آخرت تصور ختم کړي. ځکه خو دوي عیسايي فکرونه هغه انکار ته راوپارول ترسو هغوي خدايي یا آسماني هدایات ونه مني. او همداسې یې هغوي د آسماني او خدائي هدایاتو خلاف یو مسلح بغاوت ته هم راوپارول.

همدې پورتنیو خبرو ته په اشاره کې انسائکلوپيډیا آف ریلیجن اینډ ایتیکس وايي:

Humanism in philosophy is opposed to naturalism and absolutism; it designates the philosophical attitude which regards the interpretation of human experience as the primary concern of all philosophizing and asserts the adequacy of human knowledge for this purpose.

ترجمه: هیومنیزم په فلسفه کې د هرې خوا څخه د فطریت (ربانیت) او د کلیت ضد ده. دا یو داسی فلسفي رجحان ورکوي چې د انساني تجربو تشریحاتو ته په هر رنګ د فلسفی لومړۍ مرکز درجه ورکوي، او په دې خبرې ټینګار کوي چې د دې لپاره انساني علم کافي ده!

نور بیا.....


4BotalVodka
14.03.2015

غه تحریک د خپل اصل په اعتبار د الهی وحی او د خدای د هدایاتو خلاف ؤ، د دوي مقصد دا ؤ چې عیسايي نړۍ کې د خدای تصور، د رسول تصور، او د آخرت تصور ختم کړي. ځکه خو دوي عیسايي فکرونه هغه انکار ته راوپارول ترسو هغوي خدايي یا آسماني هدایات ونه مني. او همداسې یې هغوي د آسماني او خدائي هدایاتو خلاف یو مسلح بغاوت ته هم راوپارول.

_________________

[url=http://www.pass4sure.co.uk/CompTIA-A-plus-training.html]Pass4sure a+ course[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more