ټولنه او ټولنپوهنه
د هارون یحیی مضامینو لړۍ!
ahmad bilal
06.09.2011
لیکنه: عدنان اوکتر(هارون یحیی)
ژباړه: احمد بلال
په ځمکه او آسمانونو کې ښایسته والۍ:
د کائینات پراخوالۍ او لیریوالۍ د انساني تفکر څخه لیرې خبر ده، ځمکه د اعدادو او شمیر له رویه ډیره ستره بریښي خو که بیا د ځمکی او د کائینات سره موازنه وشي بیا ځمکه ډیره وړوکۍ ښکاري. د مثال په توګه، د یوی اندازې مطابق، کائینات د ۳۰۰ بلیونو کهکشانو څخه جوړه ده، زموږ د شیدو لیار (میلکي وی) هم له دغو کهکشانو څخه یوه ده، په کوم کې چې د ۲۵۰ بلیونو څخه زیات ستوري خپل وجود لري. د لمر قطر، کوم چې د ستورو اوسط قطر ده، د ځمکۍ څخه ۱۰۳ چنده لوی ده. لمر ته تر ټولو نیزدو ستورۍ، الفاسینتوري، هم د لمر څخه ۷۸۰۰۰ کلومیتره لیرې ده.
خلاء او په خلاء کې په بیلونهاو تعداد کې کهکشانونه، کوم راز چې تر اوسه پټ (اسرار)ده، د مخکښې څخه مقرر شوي حساب باندې چلیږي، او د یو بل سره په طاقتور کشش ثقل کې ټینګ دي. دا عظیم الشان کائینات او په دې کې پيدا کیدونکي څیزونه د مخکښي څخه لیکل شوي تقدیر په مطابق عمل کوي . د هر یو حرکت، د تاویدلو رفتار، د حرارت درجه، او د دوي ترمنځ فاصلی مخکښې نه د الله تعالی په نظر کې طی شوی وي. څوګ چې د یو وړوکۍ مخلوق خالق ده کوم چې په سترګو هم نه ښکاري او د ځمکۍ لاندې وي، هغه څوګ چې د دوي تقدیر لیکي هغه د دې لویو لویو ستورو هم خالق ده ، او هغه یې په خپل قدرت کې ساتلې دي، هر هغه څیز چې پيدا ده الله د هم هغه پيدا کوونکې ده، کوم چې هر وخت د هغه د نظر لاندې وي. په دواړو صورتونو کې خدای پاک د خپل قدرت کاریګري او د عظمت مظاهره کوي.
موږ چې څومره هم د ځمکۍ او آسمانونو متعلق علم حاصل کړو، هر ځای به د خدای پاک د شان او شوکت، د بی عیبه فن کارانه صلاحیت اقرار به کوو. یو څیز هم یا هیڅوک هم یو خصوصیت په اتفاقي ډول نشي ایښودلۍ او یا په دې کې پيدا کیدونکۍ نظام او توازن اتفاقي نشي کیدلې. دا هر څه د هغه ذات، د جهانونو مالک، الله تعالی د شان او شوکت او د لامحدود ذهانت قبضه کې ده.
پای
ahmad bilal
06.09.2011
[b:30cdd91e1b]مرګ اتفاقي او یا بدقسمتي ګڼل:
[/b:30cdd91e1b]
۲
لیکنه: عدنان اوکتر (هارون یحیی)
ژباړه: احمد بلال
مرګ اتفاقي او یا بدقسمتي ګڼل:
مرګ په اتفاقي توګه نه راځي، څرنګه چې د هرې واقعې سره منسلک وي، مرګ هم د الله په حکم راځي. څرنګه چې د پیدایښت تاریخ د یو انسان لپاره ټاکل شوې وي نوهمدغه رنګ د هغه د مرګ تاریخ هم د مخکښې څخه ټاکل شوې وي. انسان د دې آخري وخت په لور په تیزۍ روان ده، په تلوار هر ساعت، هره دقیقه چې انسان ته ورکړل شوې وي هغه وروسته پریږدوي. د هر شخص مرګ، د مرګ ځای، او وخت او څرنګه به چې هغه مړ کیږي ، د مخکښې څخه ټاکل شوې وي.
خو د دې باوجود هم ډیر داسی خلګ مرګ د مسلسل راروان منطقي واقعاتو آخري جز ګڼي. خو د مرګ اصلي وجه هم الله ته معلومه وي. هره ورځ د مرګ کیسې اخبار کې خپریږي، دا خبرونه په لوستلو شاید تاسو داسې جاهلانه تبصرې هم واورئ: هغه بچ کیدلی شو که د مخکښې څخه يې هغه حفاظتي اقدامات کړې و یا که داسې شوي ؤ نو شاید هغه به بچ شوې ؤ. کوم وخت چې د انسان لپاره مقرر شوې وي د هغه څخه یوه دقیقه مخکښې او یا وروسته انسان نشي تیرولی. البته که څوګ د ایماني شعور څخه لیری وي نو هغوي بیا مرګ یو اتفاقي واقعه ګڼي. قرآن پاک کې خدای پاک دی غلط منطق خلاف مومنانو ته تنبیه ورکوي، کوم چې د غیرو مومنانو لپاره یو بیل څیز ده.
ای ایماندارو! تاسو مه کیږئ د هغو په شان چه کفران شوې دي او وايي خپلو ورونو ته هر کله چه هغوي سفر ته وځي په ملک کښې یا وي په جهاد کښې که وی مونږ سره نو نه به مړه کیده او نه به قتل کیده د پاره د دې چه واچوي الله د دې ګمان نه افسوس په زړونو د دوې کښې او الله تعالی ژوندې کوي او مړه کوي او الله ستاسو ټول کارونه ویني
سورة آل عمران ۱۵۶
مرګ یو اتفاقي څیز ګڼل لاپرواهي او مکمل جهالت ده، لکه څرنګه چې د پورتني آیت څخه څرګنده ده چې دغه خبر انسان ته یو عظیم روحاني اذیت (تکلیف) او ناقابل مزاحمت پریشاني ورکوي. غیر مومنانو ته او یا څوګ چې ایمان نه لري هغوي ته د هغوي کوم خپل یا ښاغلي مرګ د قرآن په اصطلاح کې یوه غټه صدمه، اذیت، خفګان او پیښیمانۍ سبب جوړیږي. مرګ یو غفلت او یا د بدقسمتي سبب ګڼلو باندې دوي دا خیال کوي چې د دې څخه د بچ کیدلو کومه لیار شته. دا هغه منطق ده کوم چې د دوي په خفګان او ندامت کې نوره هم اضافه کوي. دا خفګان او افسوس بل هیڅ هم نه ده بلکه د هغوي ایمان نه راوړلو عذاب ده.
په ظاهري طور ښکاره کیدونکۍ د وجوهاتو برعکس، مرګ نه کومه حادثه ده، نه کوم مرض او نه کوم بل څیز. په یقین سره هم الله دا ټول وجوهات پیدا کوي. کله چې هغه وخت کوم چې موږ ته راکړل شوې ده هغه پوره شي نو زموږ ژوند هم ورسره ختم شي او د دې کومه واضحه وجه وګڼل شي. او په دې دوران کې یوه مادي وسیله هم انسان ته کومه بله څاه نشي ورکولی. خدای پاک د دې خدایي قانون په هکله په لاندینې آیت کې د خدايي قانون په هکله وايي:
او څوګ نه شي مړ کیدی بغیر د حکم د الله نه لیکلی شوی دی یو وخت مقرر
سورة آل عمران ۱۴۵
مومن د دې دنیا د عارضي ژوند له حقیقت څخه واقف وي، هغه پوهیږي چې د هغه رب چا چې ورته دا ټول نعمتونه ورکړې دي کوم چې هغه په دې دنیا استعمال کړل، هغه چې کله هم د هغه روح وغواړي هغه قبض کولې شي او بیا به هغه د سوال او ځواب لپاره حاضروي. البته دې مومن به خپل ټول ژوند د الله د رضا لپاره واقف کړې وي نو ځکه به هغه د مرګ په باره کې هیڅ هم فکر مند نه وي. حضرت محمد ص هم د دې ښه کردار په خپلو دعاګانو کې هم ذکر کړې ده.
د جابر بن عبدالله څخه روایت ده: کله چې د خدای نبي دعا شروع کړه نو هغه وویل خدای عظیم ده، له هغه نه پس یې وویل: په یقین سره زما لمونځ، زما قرباني، زما ژوند او زما مرګ یوازې د الله لپاره ده، څوګ چې د ټولو جهانونو مالک ده.
ترمیذي شریف، ۲۶۲
پای....
ahmad bilal
25.09.2011
کومۍ اوبه چې موجودی دي هغه به موږ ته تل راځي!!
۳
لیکوال: عدنان اوکتر (هارون یحیی)
ژباړه: احمد بلال
کومۍ اوبه چې موجودی دي هغه به موږ ته تل راځي!!
الله تعالی انسان ته په ډیرو څیزونو کې علم ورکړې. د مثال په توګه ، د اوسني دور پرمختګ موږ ته په لابراتوار کې د جوړیدونکیو اشیاو مشاهده راکړه. خو بعضی داسی بنیادي څیزونه د لابراتوار په ماحول کې نشي راوړل کیدلی او نه مشاهده کیدلی شي. یو د الله تعالی د نعمتونو څخه اوبه هم دي، چا چې د ځمکۍ ډیره برخه نیولی او زموږ بنیادي ضرورتونه هم پوره کوي. د ځمکۍ د جوړښت په وخت کې اوبه پيدا کړل شوې او بیا یې د اوبو پيداواري عمل ودروه.
د اوبو جوړولو لپاره تر ټولو لومړۍ د هایدروجن او اکسیجن مالیکولونو د یو بل سره ټکر ضروري وي ترسو د هغوي بندهن کمزوی شي او هغه اتوم د کوم څخه چې مالیکول جوړیږي هغه د دې قابل شي ترسو یو نوی مالیکول، ایچ ټو آو (اوبه) جوړکړي. د اوبو جوړولو لپاره د مالیکولو ټکر په لوړه تودوښۍ (درجه حرارت) او انرژي کې ممکنه ده خو په ځمکه کې د اوبو د پیدا کولو لپاره دا تودوښه او انرژي نشته. څرنګه چې پورته هم ذکر شوې ده چې اوبه د ځمکۍ د پيدایښت سره پیدا کړل شو، په نورو الفاظو کې د دې د مقدار اندازه هیڅ کله هم نه بدلیږي. اوبه چې موږ استعمالو، څښو يې، هغه هم هغه اوبه دي ځکه دا بخارات جوړیږي او بیا د باران په شکل کې موږ ته بیرته راځي. خدای پاک د دې په هکله موږ ته د قرآن په آیتونو کې ویلې دي:
أَفَرَأَيْتُمُ الْمَاء الَّذِي تَشْرَبُونَ * أَأَنتُمْ أَنزَلْتُمُوهُ مِنَ الْمُزْنِ أَمْ نَحْنُ الْمُنزِلُونَ
ترجمه: آیا پس وینئ (چه خبر راکړئ) تاسی اوبه هغه چه څښئ ئی تاسې (او ژوند پری تړلی دی) آیا تاسو نازلی کړی دي هغه لطیفی خوږی (اوبه) له سپینو وریځو څخه که مونږ نازلوونکی راښکته کوونکی یو (د هغو اوبو؟ بلکه ته ئی ای الله!)
سورة واقعه ۶۸-۶۹
که خدای پاک کومې اوبه چې په تیار حالت کې پر ځمکه دي، اوچی شي او یا ورکۍ شي نو هیڅوک بیا دا نشي راوستلی. که خدای پاک وغواړي د دې د بخاراتو عمل اودروي نو هیځ کله به هم باران ونشي، نعمتونه د خدای پاک څخه راځي، هم هغه لوی لایزال پر هر څه قادر ده، او څوګ چې پر انسان خپل نعمتونه نازلوي، او بغیر د کوم څیزه یې پیدا کوي.
وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاء مَاء بِقَدَرٍ فَأَسْكَنَّاهُ فِي الْأَرْضِ وَإِنَّا عَلَى ذَهَابٍ بِهِ لَقَادِرُونَ
ترجمه: او نازلی کړی دي مونږ له (طرفه د) آسمانه اوبه په اندازه (کفاف د خیر او صلاح د خلقو) نو ومو درولی دغه (اوبه) په ځمکه کښې او بیشکه مونږ په بیولو ورکولو د دی (اوبو) هرومرو (خامخا) قادر یو (لکه چه قادر یو په نازولو ئی هم)
سورة المومنون ۱۸
ahmad bilal
10.10.2011
۴
مرګ خاتمه نده!
لیکنه: عدنان اوکتر (هارون یحیی)
ژباړه: احمد بلال
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ
هر یو نفس څکونکی د مرګ دی (یعنی مری)، او ازمایو مونږ تاسی (په دنیا کښی) په شر، بدی او په خیر، نیکی سره په ازموینه، او خاص مونږ ته به راوستلی شئ تاسی ( د جزا د پاره)
سورة الانبیاء ۳۵
مرګ، چې حق ده او په هر چا راتلونکې ده، د یو شخص د ژوند تر ټولو ریښتیا دي، موږ هیڅ کله هم په دې نه پوهیږو چې په راتلونکې یو ساعت او یا په راروان وخت کې به موږ سره څه کیږي.
له بلې خوا مرګ یوه داسې لیاره ده چې په حقه ده، وروسته له دې چې موږ دا حقیقت ومنو باید موږ د خپل ژوند بنیاد د همدې مطابق کیږدو، مرګ د انسان د امتحان یوه برخه ده، خدای پاک موږ ته په قرآن کې فرمايي چې هغه مرګ او ژوند د انسان د امتحانولو لپاره پيدا کړي دي.
الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ
هغه (الله) چه پیدا کړی ئی دی مرګ او ژوندون لپاره د دی چه وازموئی تاسی چه کوم یو له تاسی ډیر ښه دی د عمل له مخی ( چه درکړی تاسو ته جزاء د اعمالو) او هم دغه (الله) ښه غالب قوی دی ډیر مغفرت کوونکی دی.
سورة الملک ۲
مرګ یوازې د دي نړۍ د ژوند اختتام ده او د دي د امتحان هم او د ابدي ژوند آغاز ده. د همدې سببه ایمان لرونکي هیڅ کله هم د مرګ څخه نه ډاریږي، د مرګ په هکله سوچ هغوي هیڅ کله هم نه پریشانوي ځکه هغوي د خپل ژوند هره لمحه د آخرت په تیارې کې او په ښه اعمالو ترسره کولو کې مصرفوي.
او د کفارو لپاره مرګ یوه ستره پریشاني ده ځکه هغوي مرګ یوه مکمله تباهي ګڼي، د همدې لپاره هغوي د مرګ په هکله سوچ پریږدوي تر دې پورې چې هغوي دا سوچ هیڅ کله هم په خپلو دماغو راتللو ته هیڅ هم نه پریږدوي او د مرګ څخه لیری تښتي خو دا هغوي ته په هیڅ څیز کې هم مرسته نه ورکوي، چې کله مرګ دوي ته راشي نو بیا هیڅ یو څیز هم دوي نشي ژغورلې، یو آیت کې خدای پاک فرمايي.
أَيْنَمَا تَكُونُواْ يُدْرِككُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِي بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ
هر چیرته چه اوسئ تاسی وبه مومی تاسی لره مرګ اګر که اوسئ تاسی په برجونو (په کلاګانو، ماڼیو) ډیرو لوړو محکمو مضبوطو کړی شویو کښی...
سورة النساء ۷۸
د مرګ په هکله سوچ پریښودل ریښتیاو ته زد رسوي. ځکه ضر او یا وروسته به مرګ په انسان راځي، نو ځکه دا به د هوښیارانو عمل وي چې هغوي پخپلو ذهنونو کې د مرګ په هکله سوچ پیدا کړي، دا د ایمان راوړونکو یوه نښه هم ده ترسو پورې چې پر هغوي مرګ نه راځي تر هغې پورې هغوي په نیک اعمالو ترسره کولو کې بوخت وي. څرنګه چې خدای پاک فرمايي:
وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ
او عبادت کوه د رب خپل تر هغه پوری چه راشي تاته یقین (یعنی مرګ)
سورة الحجر ۹۹
د مرګ په باره کې تفکر د یو شخص اراده او جذبی ته وسعت ورکوي، دا انساني نفس د الله د لیاری څخه د اخوا کیدلو څخه ژغوري، کوم چې د نړۍ د آسائشو څخه ممکنه کیږي. دا د هری هغه معاملې څخه انسان ژغوري چې بلاخره پایله یې د خدای په خفګان کیږي، په همدې سبب یو مسلمان ته تل دا پکار دي چې مرګ هر وخت په خپل ذهن کې وساتي او هغه باید دا هیر نه کړي چې ټول خلګ او هغه خپله به یوه ورځ دا نړۍ پریږدوي.
قرآن موږ ته دا وايي چې د مړ کیدونکې انسان سره به څه کیږي، هغه به څه ویني او څه به محسوسوي، کله چې موږ څوګ د مرګ په حالت کې ووینو نو موږ یوازې د هغه بائیو لاجیکلي مرګ وینو، خو حقیقت دا ده چې مړ کیدونکې انسان، په یوه مختلفه نړۍ کې فرښتۍ ویني، که چیری دغه شخص ایمان راوړونکې نه وي نو د هغه مرګ به ډیر سخت وي، د مرګ فرښتې د هغه د روح قبظ کولو نه پس به هغه وهي، د یو کافر تکلیف يې څه دا رنګه بیان کړې ده:
وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلآئِكَةُ بَاسِطُواْ أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُواْ أَنفُسَكُمُ
او که ووینی ته (ای محمده!) ظالمان یعنی کافران په هغه وخت کښی چه ظالمان په (باطنی او روحانی) سختیو د مرګ کښی وی حال دا چه پرښتی (د عذاب) غځوونکی وی د لاسونو خپلو (د روح د قبض د پاره نو وائی دوی ته چه) راوباسئ تاسی ارواح خپل (چه ئی قبض کړو مونږ که ئی ایستی شئ یا ئی له عذابه وباسئ!) نن ورځ به جزا درکړه شی تاسی ته عذاب سپکوونکی (یعنی چه له سخت تکلیف سره ذلت او رسوائی هم وی) په سبب د هغه چه وئ تاسی چه ویل به مو پر الله (وینا) ناحقه او وئ تاسی چه له آیتونو د ده څخه به مو تکبر کاوه ( او نه به مو منل، نو وبه ګورئ یوه قبیحه منظره)
سورة الانعام ۹۳
فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ*ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ
نو څرنګه به وی (حال د دوی) کله چی قبض کوی دوی لره پرښتی (سا ئی راکاږی) وهی به دوی مخونه د دوی او شاګانی د دوی دغه (سا وښکل د دوی په دغه سختی سره په سبب د دی دی چی) بیشکه دوی متابعت کړی وو د هغه شی چی په غضب کاوه به ئی الله او بده ئی ګڼله خوښی د دغه (الله) پس ابته (ضائع) خراب کړل ( الله نیک) عملونه د دوی.
سورة محمد ۲۷،۲۸
وَالنَّاشِطَاتِ نَشْطًا
(ارواحو د کفارو لره) سخت وښکل (او قسم دی) په ملائکو آسان وښکونکیو (ارواحو د مؤمنانو لره آسان وښکل)
سورة النازعیات ۲
اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا
الله راکاږی (قبضوی) نفسونه په وخت د مرګ د دوی او هغه نفس چی نه وی مړ (هغه راکاږی) په خوب د هغه کښی
سورة الزمر ۴۲
په دغو آیتونو کې د ایمان راوړونکو لپاره داسې بیان کړې دي:
جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَآؤُونَ كَذَلِكَ يَجْزِي اللّهُ الْمُتَّقِينَ*الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ طَيِّبِينَ يَقُولُونَ سَلامٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُواْ الْجَنَّةَ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
جنتونه دی د همیشه اوسیدلو چه ننوځی به دوی (په) هغو کښی چه بهیږی به له لاندی ( د ونو او ماڼیو) د دوی (څلور قسمه) ویالی چه وی به (تل) دوی ته په دغو باغونو کښی هر هغه (نعمتونه) چه اراده ئی کوی دوی. په شان د دغی (جزاء) جزاء ورکوی الله پرهیزګارانو ته. هغه (کسان) چه قبضوی ارواح د دوی ملائکی په دی حال کښی چه پاک دی دغه (متقین له شرکه او معصیته) وائی به دغه (ملائک دوی ته چه د الله ) سلام دی وی پر تاسی باندی ننوځئ! جنت ته په سبب د هغو نیکیو چه وئ تاسو چه عمل به مو کاوه (په دنیا کښی)
سورة النحل ۳۱،۳۲