نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
راځئ نن زما سره په لار ولاړ شئ!
محمود سعيد
04.09.2011
موږ څه کولای شو؟
د هیواد د یوه ریښتیني بچي په توګه دا د هر ځوان دنده ده چې په خپل ټول ځواک د
پښتنو او هیواد د لوړتیا، سمسورتیا او سوکالۍ لپاره مټې راونغاړي، هیڅ وخت چاته انتظار مه کوئ، لاس په کار شئ او هر ډول مو چې لاس رسیږي مرسته وکړئ، د یوه پښتون ماشوم لاس ونیسئ او تر ښوونځي ېې ورسوئ، یوه پښتون ماشوم، ځوان او یا نالوستي بوډا ته ښوونکی جوړ شئ او یو څه ورزده کړئ، یوه پښتون زده کوونکي او یا زده کړیال ته یو څو کتابونه واخلئ او یا ېې په ښوونیز مرکز کې د زده کړې لګښت پر غاړه واخلئ...یوه علمي لیکنه وکړئ که څه هم هغه څو کرښې وي او یا هم یو کتاب او که نه وي یوه لنډه علمي لیکنه وژباړئ...
زموږ هیواد او خلک زښت ډیر زیار ته اړتیا لري او باید هیڅ کله باید د ستړیا احساس ونه کړو.
وروڼو او خویندو! مټې راونغاړئ او لاس په کار شئ، همدا مو وخت دی چې خپل هیواد وژغورو...
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ښايي ځینې ملګري نیوکه وکړي چې تاسې له وسله وال جهاد څخه یادونه نه ده کړې.؟ خو زه وایم که چیرې د خلکو فکرونه هومره روښانه شي چې خپل ټپونه په خپله ټکور او د دوست او غلیم توپیر وکړای شي نو بیا په راتلونکې کې به څوک دا توان ونه لري چې د تل لپاره زموږ په کړیدلي ولس جګړې راوتپي...د یوه سوکاله افغانستان په هیله.
پتوال
04.09.2011
وصيل پيروز صاحب ليکي :
[quote:a27273056c] زه وایم که چیرې د خلکو فکرونه هومره روښانه شي چې خپل ټپونه په خپله ټکور او د دوست او غلیم توپیر وکړای شي نو بیا په راتلونکې کې به څوک دا توان ونه لري چې د تل لپاره زموږ په کړیدلي ولس جګړې راوتپي...د یوه سوکاله افغانستان په هیله[/quote:a27273056c].
ډيره سمه او پرځای خبره مو کړې ده ، دايې دلايل او شواهد دي :
د شورويانو يرغل د داود خان د سياسي جهالت (کودتا) او کمونستانو د عملي جهالت ( د ٧ثور ) په نتيجه کې رامنڅته شو .
د د تنظيمي مجاهدينو يرغل د دټولو افغانانو د جهالت په پايله کې رامنځته شو ، ځکه چې نه يې د تنظيمي مجاهدينو په وړاندې او نه يې د کمونستي حکومت په وړاندې د سياسي سولې ابتمار په خپل لاس کې واخيست .
دپاکستان پلوه طالبانو يرغل د تنظيمي مجاهدينو د جهالت نتيجه وه !
د امريکا يانو يرغل د طالبانو د جهالت په نتيجه کې رامنځته شو
يوه بله کورنۍ يا بهرنۍ ديکتاتوري د ټولو افغانانو د جهالت په نتيجه کې رامنځته کېدای شي ، ځکه چې د امريکايانو او کرزي دحکومت
د نادودو په وړاندې له يوې خوا او د طالبانو د نادودو په وړاندې له بلې خوا بي تفاوته پاتې دي او دسياسي سولې ابتکار بيا هم په خپل لاس کې نه اخلي
، آيا تر دې لوی جهالت بل شته ؟؟؟؟؟
دغه قوم په غرقېدو دی عاملين يې بهرنيان دي
.................................................. د پردو استخباراتو ګوډاګي يې سالاران دي
مغز وينځلی سر کنګال دی څه بې سره جنګتنه ده
......................................... د پردي په امر ناڅي ، څوک چې وژني افغانان دي !
محمود سعيد
05.09.2011
[quote:d74b3ee9fa]
وصيل پيروز صاحب ليکي :[/quote:d74b3ee9fa]
دروند پتوال صیب سلامونه!
دا لومړۍ غونډله به مو درسره ونه منم، نه پوهیږم چې پیروز صیب د څنګه په زړه ناست دی، په هر حال نوره شننه مو په زړه پورې او ښکلې ده.
په ټولیزه توګه نیمه نړۍ زموږ دښمنه او غلیمه ده، د تاریخ په اوږدو کې هر زبر ځواک د افغانستان د ایل کولو هڅه کړې ده.
دا پیښې چې تاسې ېې یادونه کړې ده د نړۍ د استخباراتي ځواکونو د لسګونه کلونو د پلانونو په پلي کولو کې زموږ د ناپوهو خلکو په ونډه اخستلو تر سره شوې دي. د هغې ورځې په هیله چې د ریښيتني بیدارۍ یوه خوږه څپه زموږ د هیواد له سردرو هم تیره شي...
حلیم
05.09.2011
مننه سعید وروره،
جهالت هغه افت دی چې له بده مرغه تر نن پورې پښتنې پرګنې یا خو پرې پوهیدلې ندي او یا د پست فطرتو پښتنو مشرانو په لوی لاس د جهالت او نادانۍ په خوبونو ویده ساتل شویدي.
که پخوا عصري علوم نه و خو د نادرخان او ظاهر خان دورې خو د نړی د تمدن د بیړني پرمختګ دور و بیا ولې دوی د نورې نړۍ په پل- پل کښینښود.
ما مخکې هم دې موضوع ته په یوه لنډه تبصره کې چې د فاروق اعظم په لیکنه مې کړې وه دې مهم ټکي ته ګوته نیولې ده، او له تیرو لسو کلونو دا چیغې وهم خو کوم دي هغه غوږونه چې دا خبره واوري.
زما پلار ویل: د جهاد یو شرط عقلانیت دی، یعنې جهاد په عاقل، بالغ او مسلمان فرض دی، خو نن د افغانستان خلک مسلمان دي، بالغ دي، خو عاقل ندي، نو په لیونیانو باندې جهاد کله فرض دی.
پدې هیله چې ټول پښتانه (چې د هیواد رهبریت ور په غاړه دی) پدغه وسله خپل ځانونه، اولاد نر او ښځې سمبال کړي. تر څو د نورو قومونو د ښه رهبریت په وسیله هم د خپل ځان، ټول هیواد او نورو لږکیو ښه خدمت او مشرانه وکړای شي. هو، ټر اوسه چې اقلیتونه څومره کړیدلي یا یې د بدمعاشۍ طبیت اخیستی، او ګران هیواد یې له ننګونو سره مخ کړی دی ټول د پښتنو د غفلت او ټنبلۍ (بې علمی) نتیجه ده.
والسلاممممممممممممممممممممممممم