د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په کنر کې بیګناه وګړي ټپیان شول
مساپر
16.08.2011
د کونړ ولایت چارواکو خبر ورکړې چې ددغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د ناټو او وسله والو طالبانو په نښته کې د بیګناهو ښځو او کوچنیانو په ګډون دولس کسان سخته ټپیان شوي دي .
هغوي زياته کړه چې وسلوالو طالبانو د سيمې له غره څخه د ايساف پرمرکز بريد کړى وو، چې ايساف ځواکونو هم ځواب کې په یاده سیمه کې توغندیز بریدونه وکړه او د دواړو لوریو د توغندیو په تبادله کې یو شمیر یې د عامو خلکو په کورورنو پریوتل چې له امله یې د ښځو او کوچنیانو په ګډون دولس ولسي وګړي ټپیان شوي دي .
په ټپيانو کې شپږ ماشومان، څلور ښځې او دوه ځوانان دي، چې د کونړ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلې چې د دوي او د ناټو په بریدونو کې ولسي وګړي ډیره زیانمن شوي دي .