نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د پاکستانی طالبانو نوې ستراتیږی؟
شاه ولي
13.08.2011
السلام علیکم،
تحریک طالبان پاکستان دپنجشنبې دورځې برید ،چې په پېښور کې ترسره شو مسوولیت منلې دی . دعمر خالد په نوم دتحریک طالبان پاکستان مسوول وايي : دپېښور ځانمرګی برید زموږ دنوې ستراتیژۍ لومړنی عمل وو، چې ښځینه ترسره کړه موږ به له دې وروسته ښځې په خپلو بریدونو کې کاروو .
دیادونې وړ ده ،چې سخت دریځه طالبانواو بنسټپالو به پخوا په خپلو بریدونو کې ښځینه نه کارولې خو دسې شنبې دورځې برید لومړی ځل وو چې تر سره شو .
عمر خالد ،چې په مومندو ایجنسۍ کې ځايي د طالبانو مشر دی وايی : [color=red:054b0ddaf8][size=18:054b0ddaf8]له دې وروسته به د ځانمرګو په توګه دښځینه و کارول زموږ دستراتیژۍ یوه برخه وي.[/size:054b0ddaf8][/color:054b0ddaf8]
زموږ دینی احکام (شريعت) په واضحه توګه د ښځي دکار دايره یواځي او یواځي ترکوره پوري محدوده ده او ختم.
لکه چي ټولنه له نر اوښځي نه جوړيږي اونر قدرتي قوي اوښځه کمزوري پيداشويده نو له همدې کبله ښځي ته دکور دکارونو اوداوﻻدد تربيي دنده ور سپارل شويده ((ديادوني وړده چي که چيري ښځي په کورکي نارينه نه درلودل اوواړه اولادونه ورله غاړي وو نوبيا شريعت ښځي ته له کوره دباندي داوﻻد دنفقې دبرابرولو لپاره دکار اجازه ورکوي خو کوښښ به داکوي چي تر ماښام له مخه بايد کورته راشي اوشپه له خپله کوره دباندي تيره نکړي ))او نر يي پدي مکلف کړی چي له کوره دباندي کارونه او دښځي دنفقې برابرولو پوره پوره انتظامات وکړي لاندي موږ هغه دﻻيل ذکرکوو په کومو کي چي ښځي ته په کورکي داوسېدلو حکم شوېدې .
((وقرن في بيوتکن وﻻ تبرجن تبرج الجاهلية الاولي [الاحزاب ايت ٣٣ ټوک ٢١ ]
ترجمه: په خپلو کورونو کي په قرار واوسيږۍ او دجاهليت دزمانې دسينګار په څير ځانونه مه سينګاروۍ .
ددي مبارک آيت تشريح بيا په حديث شريف کي پدي ډول راغلي ده: [والمرأة راعية علي اهل بيت زوجها وولده وهي مسؤلة عنهم] صحيح بخاري کتاب الاحکام حديث ٧١٣٨
ترجمه: اوښځه دخپل ميړه دکور په اوسيدونکو او دهغه په اوﻻد نګرانه دده او همدا ښځه ددوي ذمه داره ده . له دي حديث شريف څخه په ډاګه شوه چي له اسلامي نقطۀ نظره دښځي ذمه داري دکور دنظام ساتنه ، داوﻻد تربيت اودنورو کورني امورو انتظام او انسجام دی له کوره دباندي کومه ذمه داري ښځي ته نده سپارل شوي .
همداراز په بل حديث کي راځي : [المرأة عورة فاذاخرجت استشرفها الشيطان] جامع الترمذي ابواب النکاح حديث لمبر ١١٨٣ . ترجمه: ښځه يو پټ شې دې کله چي دا له کوره څخه ووځي نو شيطان ددي څارنه کوي .له همدي کبله دښځي لپاره کور غوره دی تر څو دشيطان له څارني خلاصه او له هر ډول فتنې څخه په امن کي وي.
همدا راز [color=blue:054b0ddaf8][size=24:054b0ddaf8]په ښځو جهاد هم نه دې فرض[/size:054b0ddaf8][/color:054b0ddaf8] په حديث شریف کي راځي چي ]ليس علي النساء غزوة وﻻ جمعة وﻻ تشيع جناز ة[ مجمع الزوائد ٢ټوک ١٧٠ مخ .ترجمه:[color=darkblue:054b0ddaf8][size=18:054b0ddaf8]په ښځو باندي جهاد ، جمعه او دجنازو تر شا تلل فرض ندي .[/size:054b0ddaf8][/color:054b0ddaf8] لکه څنګه چي په ښځو جهاد فرض نه دی له همدي کبله رسول الله صلي الله عليه وسلم د غنيمت په مال کي دوي ته ټاکلي برخه نده ټاکلي .
د دي ټولو مبارکو ارشاداتو څخه دا نتیجه واخلو چي جهاد اوپه جمع کې لمونځ ډير اجر اوثواب لري مګر په دي ټولو کي له کور څخه وتنه ﻻزمي خبره ده، نو ځکه له ښځو څخه ددي شيانو په ځاي راوړل ساقط شويدي همداراز له دي ټولو مبارکو آياتونو او احاديثو څخه معلومه شوه چي ښځه بايد تل په خپل کور کي واو سيږې او دا عمل د دوی په خیر او نیکنامي کې دي.
والسلام،