نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
صدیق افغان څوک دی؟
Kamil
13.08.2011
السلام علیکم
ټولو ښاغلیو لیکوالانو نه یو غوښتنه کوم چی د صدیق افغان په باره کی معلومات راکړي.
ما یو وخت د یو ملګري نه دده ډېر صفتونه اورېدلي و خو بیا یو ورځ لرغوني لاروي ورته په یوه لېکنه کی یو ډېره عجیبه کلمه استعمال کړه چی زما هغه مینه چی له صدیق افغان سره وه دړې وړې شوه بیګا می چی ملګري ته بیا د صدیق افغان یادونه وکړه نو هغه یی راته بیا دومره صفتونه وکړل چی...
اوس غواړم چی د صدیق افغان په باره کی ریښتيني معلومات ترلاسه کړم که له چا سره وي چی راسره یی شریک کړي.
په درنښت
عبدالله خان
13.08.2011
السلام علیکم
صدیق افغان د روسیی د فدراتیف دولت د ملی امنیت ف اس بی (фсб) یا پخوانی ک ج ب ( кгб) ډیر پیاوړی جاسوس ده چی په افغانستان کی کار کوی
جهانګیر خان
13.08.2011
السلام علیکم !
چې له ټوکو تیر شم ،دا سړی چور لیونې دی.څوک ورته استاد وایې څوک ورته پروفیسور وایې او څوک ورته هیڅ هم نه وایې.لکه زه.
په خپلو صحیح او غلطو الجبري فورمولونو یې ډیر خلک وغلول او ډاکټر نجیب یې دار ته وخیژاو.
نوری به یې هم سل رقمه چلبازي او حیلي زده وي چې په هر دوره که دا د نر غوندې ګرځي او راګرځي ولې څوک ورته پورته هم نشي کتلې.
دا چې دا د کا جی بی غړی دی او که نه دی زه پری نه پوهیږم.
حلیم
20.08.2011
سلام،
د ده د سیاسي شخصیت په اړه نه پوهیږم خو د ده شهرت چې د ریاضي علومو او اسلامي عقایدو په برخه کې دی غواړم ووایم چې:
دا د ریاضي د علم یو احمق دی چې د اسلام په پاک دین کې یې خپل کثیف افکار او خیالونه د مسخرو په څیر را غونډ کړیدي او زموږ احمق تره خلک پرې غولیږي او آن چې تلویزیون ته یې د مرکې لپاره را غواړي.
زه باور لرم چې دده د ریاضي څو ساده فورمولې، د ضرب او تقسیم یا مربعاتو یوه سلسله په یاد ده او په متواتر ډول په ډیر سرعت سره د هغه حاصل حاضرینو ته ښيي، مګر دا پدې نه ارزي چې داسې لنډغر ته د استاد، یا پروفیسور لقب ورکړي.
د لمانځه د رکعتونو په شمیر، د کعبې په ابعادو، د قران د تورو، آیاتونو، او مقطعاتو یی ملنډې را شروع کړیدی. خدای د غرق کړه د احمق لوده بچیه ریاضی او د لمانځه رکعتونه یا د کعبې ابعاد او د قران د آیاتونو شمیر یا مقطعات یو له بله څه تړاو لري؟.
دا بی شعوره دومره خود پسنده دی چی ټول کابلیان یی ښه پیژني او په شهرت پسې خو کونه هم ورکوي، او ملي احساس خو له ځایه لري نه، تاسو ته به یاد وي چې د کانټیننټال او هوایي ډګر ترمنځ سړک دده د سرتمبګی له امله له څومره مشکلاتو سره مخامخ شو. همدا یو مثال یی بس دی چی دا لوده کثیف انسان څوک و پیژني.
محمود سعيد
20.08.2011
یاره زما خو ېې ځینې مفکورې خوښیږي، څو کاله وړاندې ېې د بهرنیو ځواکونو د یرغل پر وړاندې په زرنګار پارک کې د نه خوړلو اعتصاب کړی وو، د هغه دفتر ته ورغلی وم، که څه هم دی خپله نه وو خو هلته مې ډیر په زړه پورې څیزونه ولیدل...
هغه د افغانستان د تیرې یوې پیړۍ واکمنان د اوسنیو او پخوانیو بانکنوټونو سره مقایسه کړي وو په دې ډول:
۱ پول=حامد کرزی
شانزده پولۍ= ملاعمر
۱ افغانۍ= رباني
۲ افغانۍ= مجددي
۵ افغانۍ= نجیب
۱۰ افغانګیز نوټ= کارمل
۲۰ // = امین
۵۰ // = ترکی
۱۰۰ // = داوود
۵۰۰ // = ظاهر
۱۰۰۰ // = نادرشاه
۵۰۰۰ // = د سقاو زوی
۱۰۰۰۰ // = امان الله خان
دې ته ورته ډیر لیونتوبونه لري او ملا عمر اخند ته کلک وفادار دی.
Sangar Watan
20.08.2011
--------------------------------------------------------------------------------
السلام علیکم !
چې له ټوکو تیر شم ،دا سړی چور لیونې دی.څوک ورته استاد وایې څوک ورته پروفیسور وایې او څوک ورته هیڅ هم نه وایې.لکه زه.
په خپلو صحیح او غلطو الجبري فورمولونو یې ډیر خلک وغلول او ډاکټر نجیب یې دار ته وخیژاو.
نوری به یې هم سل رقمه چلبازي او حیلي زده وي چې په هر دوره که دا د نر غوندې ګرځي او راګرځي ولې څوک ورته پورته هم نشي کتلې.
دا چې دا د کا جی بی غړی دی او که نه دی زه پری نه پوهیږم.
دانظر ١٠٠ په ١٠٠ کی سم دی
larghonay laraway
23.08.2011
السلام عليکم
هغه رحمان بابا پسې خلکوشعر تړلی چې :
زه رحمن چې غشي ولم خطا نه ځي
په بغداد کې مې کامل کامل پيران شته
لرغونی لاروی به په خپل ژوند کې هم بې سنجشه، بې منطقه او اټکلي خبره ونه کړي.
زه لومړی په يوه خبره څو څو وارې فکر کوم او بيا يې ليکم!
صديق افغان راته ښکاري چې د څو جاسوسي شبکو سره تړلی دی خو په رياضي مياضي هيڅ نه پوهېږي همغه ورور ښه خبره کړې چې څو ساده فورمولونه يې زده کړې دي نور يې د ښوونځي، ليسې او لوړو زده کړو هيڅ معلوم نه دي چې چېرته يې لوستي!
د رياضي او فلسفي د تحقيقاتو مرکز په نامه (ډګري) په هيڅ دنيا کې نشته خو په بې پوښتنې او بې شعوره حکومت کې ده د نر غوندې همدغه غير علمي رتبه او نوم ځانته ليکلی دی او د کرزي له حکومت څخه پرې اکاډيميک امتياز اخلي.
دی کله کله د ځان ښودنې لپاره اعتصابونه هم کوي خو موټر ورته ځينو سفارتونو ورکړي دي. د اکاډمۍ له امتيازاتو دومره ناروا ګټه اخلي چې هم خپل معاش، هم د موټرو مصارف، هم د ګڼو مامورينو معاشونه او ورسره د اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو د ودانۍ د ده په خدمت کې ده.
هغه پاړسو کې يې ويلي چې: احق دردنيا باشد مفلس در نه میماند
د اکاډمۍ بېچاره غړي غرمه د چای يا رومي بانجان سره ډوډۍ خوري خو صديق افغان ته د غرمې ډوډۍ له ارګ څخه راځي.
باور وکړئ که دا دروغ وي!
يو نر کار يې کړی چې کله مې زړه غواړي نر ليونی ورته ووايم
يوه ورځ زلمی هيوادمل اکاډمۍ ته راغلی ؤ چې په هغو ورځو کې د صديق افغان او د اکاډمۍ د رئيس ستونزه وه
نو صديق افغان د اکاډمۍ بام ته وخوت او چيغې يې کړې
کرزی مرده باد
امريکا مرده باد
هيوادمل مرده باد