د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د کنړ په یوه ولسوالی کې د طالبانو مثبت کارونه، ویډیو (شمشاد تی،وي)

طالب ISI
12.08.2011

http://www.youtube.com/user/shamshadtvnews#p/a/u/0/I8tpRx6eMhQ

په دغه ویډیو ګانو کې خلک لیدل کیږي، چې څوک له طالبانو شکایت نه لري، دوی له معارف سره همکار دي، او په دولت پړه ور اچوي، چې ددوی منطقه کې چندان کار نه کوي، یو ځای کې د اوبو بندونو په هکله وایې چې هر کله دولت داسې اقدام وکړي، نو دوی به تر خپله حده مرسته ورسره وکړي.

همدرانګه دوی د ملي اردو او پولیسو سره هیڅ کار نه لري.

البته دغه طالب خپله هم زدکړې کړې، او حافظ دی، بل انډیوال یې انجینر دی.

خو دی وایې چې هر څه د امارت د لایحې مطابق کوي.

د پاکستان د حملو به هکله وایې چې طالبانو تر خپله وسه او حده د پاکستان د حملو ځواب کړی، او د کرزي دولت ته پکار ده چې د پاکستانیانو ځواب په توپو ورکړي، یوځای کې وایې مومندو ولسوالی کې خو ټوله ساحه د ددولت په لاس کې ده خو هلته پاکستان ډیر مخکې راغلی او دولت څه نه ورته وایې.

همدرانګه هلکانو ښودل کیږي چې د پاکستانې توپو له لاسه سمڅو ته منډې وهی.

که چیرې د ټول افغانستان طالبان پدې شکل وی، نو ټول خلک به ترې خوشحاله وو، خو بدبختانه طالبانو د مچلغو بند مخالفت وکړ، کاریې ور بند کړ، همدرانګه د ایران په اشاره په هرات کې په جوړیدونکې بند حملې کوي. نو ځکه د هرې منطقې طالبان فرق کوي، په یوه ځای کې ښونځې تړي، او د بل ځای طالب دولت ملامتوي چې ولې ورته ښونځی نه جوړوي.

جالبې ویډیو ګانې دانې دي، ویې ګوری.


pattang
12.08.2011

شهير خانه مونږ ډېر مجبوره يو:
- زخميان چېرې بوزو ! پاکستان ته
- اصلحه له کومې لارې څخه واخلو ! دپاکستان له لارې
- په ژمي کې چېرته لاړ شو ! پاکستان ته
- کوم خلک مرسته را سره کوي ! محکوم پښتانه په پاکستان کې او عربي مسلمانان
- له زړه څخه مو وينې څاڅي ! يا به تسليميږو او يا به ځينې شرائط چې دمنلو وړ وي
پرځان منو ، اوس مو يو څه ديپلوماسي هم زدکړې ده٠
- خو دخپل هېواد خرځول به هيڅ وخت قبول نکړو :
* که څوک دا تهمت پر مونږ تړي لعنت پردوی ، او که داسې وي ولې يې
بيا په اشغالګرو نه خرڅوو چې د روټې وچه ډوډۍ او شکېدلې څپلی مو په
بوټو اوپلو تبديل شي ، مونږ په ډېر بدحالت کې ژوندکوو او ډېربد موقعت لرو
خو الله پاک او خپله پاکه عقيده له مونږ سره تل ملګري دي٠


حلیم
20.08.2011

د پورته ویډیو په تایید، زموږ په سیمه کې هم داسې طالبان شته چې که اردو یا پولیس ورته څه ونه وایي دوی یې څه نه ورته وایي او ورته وایي چې زموږ او تاسو دوښمن یو دی هغه اشغالګر دی.

لدې سره یوځای هغه څه چې دوی یې مخالفت کوي د ښځو تعلیم دی هغه دیني دی یا عصري، زموږ د سمیې طالبان یې مخالفت کوي.

پدې هیله چې د افغان مقاومت ټول قطعات او هر چیرې ژوندی او با احساسه طالب د هیواد او ناموس د دفاع تر څنګ دغه لوی مسؤلیت ته هم متوجه شي چې له یوې خوا یې محبوبیت عام شي او له بلې خوا زموږ خلک نور لدې ظلم او تیارو څخه و د رڼا لور ته پرمخ لاړ شي.

مننه


طالب ISI
20.08.2011

بلکل حلیم صاحب همداسې ده، شاید د کټواز طالب ته په قاشوغه خوراک کونکی هم کافر معلوم شي، او مړ یې کړي. خو د یو بل ځای طالب د شرعي حجاب په کولو سره د ښځو ښونځیو ته هم اجازه ورکړي. یا د کوم بل ځای طالب ته قیر سړک هم کفر ښکاري، ځکه قیر د کافر، موټر د کافر، پیسې کافر ورکړې، او رنګ یې هم کفر ته ورته تور دی، نو ځکه د قیر سړک اجازه هم نه شته.!

دا خبره تر ډیره په اسلامې پورې نه بلکې خپله شخصي صلیقه پورې اړه لري
او ځینو ځایو کې شاید خپله ای،اس،ای لاس ولري.

مولانا فضل رهمان به عوامي نشنل پارټي مشرانو ته ویل چې دا ښځې مو له سیاست څخه لرې کړی، خو نن ورځې د مولانا صاحب دوه ښمینې پارلمان کې دي.

نو که کوم طالب د مولانان فضل رحمن څخه څوکاله مخکې سبق ویلی وي، هغه به د ښځو هیڅ ښونځی هم پرې نږدي، او که کوم یوه تازه دده له مدرسې څخه خلاص وي، شاید د پارلمان او سیاست په برخه کې هم د ښځو ممانعت ونه کړي.

زمونږ د کلي یو ملا وو، هغه به ویل چې ټلیفون کې خبرې کوم خو یقین مې نه پرې راځي. او تر آخره عمره دغه سوال ورسره حل نه شو چې دغه بایسکل ولې په دوه ټایرو ځي او چپه کیږي نه . نو اوس دغه ملا ته کوم لوړ پوړی چارواکی کړه، نو بیا د څه پرخمتګ هیله ترې وکړې.

خو بیا بل طرف ته ملا صاحب متوکل، ملا ضعیف، ملا صاحب متقي غوندې تکړه ملان هم وو چې په ریښتیا ددغه خوار هیواد د زخم ټکور دي.


حلیم
23.08.2011

شهیر وروره سلام،
نقد هم کوې خو بیا خپل نظر زما سره ورته بیانوې.

زه همدا چیغې وهم چې د کټواز د طالبانو شخصي صلیقه د د اسلام د ارشاداتو او د هیواد د ملي ګټو سره عیاره شي نه داچې شریعت، سیمه، او ملي ګټې دده د صلیقې قرباني. (دا ستاسو خپل بیان دی)

زه په سپین بولدک، شرنه، پنجوایې، خوست، کندز، بغلان، فاریاب، او خلاصه په ټول افغانستان کې د یو فکر طالب غواړم، او هغه هم باید د ملي ګټو او هیواد پالنې لپاره مثبت فکر وي. زه د همداسې صلیقو مخالف یم چې تاسو ورته په ډیره کمه سترګه ګوری او زه د هیواد بربادي پکې وینم.

زه همداسې طالبي رهبریت غواړم چې د سمیزو شخصي صلیقې له منځه یوسي او یوازې د یو فکر، یوې برنامې، یو هدف، لپاره کار وکړي او یو مشخص تګلوری ولري. نه داچې ستاسو په خبره ګټواز کې په قاشوغه خوارک کفر خو په کنړ کې د نجونو ښونځی هم د اسلام سره برابر او بیا په کابل پرتوګ ایستلې ښځې هم د دوی د شرع برابر وي.

په ټول هیواد کې یو رنګ مساوات او قوانین پلي کول زموږ درد دوا کوي، هغه هم کلیوالي پیژندل شوي اصول او رواجونه نه!، بلکه د خدای د قران او د رسول د احادیثو برابر وضع شوي اصول.

مننه


طاهر مسافر
29.08.2011

السلام علیکم
خدای دی وکړی په پښتنو کی د دی لیکوالانو په څیر نور هم پیداشی. داسی خبری شاید اصلاح راولی. خو په دی شرط چه هغه و طالبانو ته ورسیږی.
زمونږ په ولسوالی کی یو مکتب بند دی او نور ازاد. ولی؟ سړک بند دی او عسکر د اولیسوالی په کلی کی ازاد ګرزی، او بیا یو کلومتر وړاندی طالبان له سلاح سره ازاد وی. د تلفون پایه بنده ده ځکه هغوی ددوی شرایط نه منل. د مکتبونو تنخوا حکومت ورکوی او تفتیش یی طالبان کوی. په ځینو طالبان سترګی پټی وی خو چه خبره رسوایی ته ورسیږی نو بیا طالبان د حکومت کمکونه ضبطوی او یا یوه برخه له خلکو نه اخلی. دی چلند تراوسه طالبان دیر محبوب کړی او کله جه د ډوډی او موتر سایکل پیسی نولری نو خلک بیا اعانه په کلیو ورته ټولوی. کلیوال بیا افتخار کوی چه کله یی طالب ساتلی وی. تیر کال می دا ولیدل او د ۱۹۷۹ خاطری می رایادی شوی.
هغه طالبان چه خودپسنده او خپلواکی کوی د هغوی شکایت د طالبانو هیئت ته وایی او په دی توګه مضر او نا اهله کسان لیری کوی.
هیله ده وروڼه د اصلاح لپاره عملی قدم واخلی.


طالب ISI
31.08.2011

http://www.pajhwok.com/en/2011/08/31/kunar-taliban-support-education-process

porta matan ke, de taliban nor mosbat karona ham de taleem pa hakla walwalay (ngono, ow halakano)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more