نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د حل لار : ملي اسلامي امت واکي ده او بس !
طاهر مسافر
09.08.2011
پتوال صیب سلام
لوی خدای ته د شکر ځای دی چه په مټی مو لیږ سره وپیژندل. اوس به نو راځو چه په فرضیو سره وغګیږو.
مخته لدی چه فرضیه ووایم اجازه غواړم یوه بله خو تړلی خبره وکړم.
زه دا لسکاله کیږی چه د امریکا په ګټه تبلیغاتو ډیر دردولی یم. پښتنی پاڼو به تبلیغات کول او د تبصری حق یی جاته نه ورکاوه. ټولافغان می دا اوس پیدا کړی او ځکه نو په لیږ خبره شکمن کیږم او کیدای سی ځینی خبری می د احساساتو په بنا کړی وی. خو زما شک د ځینی نورو کسانو په څیر ندی. تبلیغات هغه بولم چه پکی دیو څه ادعا سوی وی خو دلیل نه وی ویل سوی، پوچی خبری شروع شوی وی، او انتقاد یو طرفه وی. که دا هرڅوک وکړی نه باندی خوښیږم.
په افغانستان کی هیڅوک د پوره تمجید وړ نه دی. له طالبانو نه نیولی تر حزبیانو پوری. بیا له دوی نه نیولی تر کرزیانو، چپیانو او ملتپالانو پوری. زما په نظر هریو د انتقاد وړ دی خو ځینی لیږ او نور ډیر.زه د طالبانو او د هغوی د سنګر د ملکرو نه دا نور ډیر ګرم بولم. همدا وجه ده زه د هغوی سخته دفاع کوم.
اوس فرضیه دا ده: ټول افغانان د شینسترګو وتل غواړی. ددوی د یوموټی کولو څه مشکل ده او څنګه به دا مشکل رفع شی؟
دوهمه فرضیه داده: شینترګی به مجبور شی چه ووزی. د پاکستان ایران، سعودی، چین، روس او دهغه د غلامانو نه به څنګه ځان خلاص کړو؟
راځی چه په دی خبری پیل کړو. راځی دا بحث ازاد وکړو. راځی په دی بحث کی ټول برخه واخلی او د هغه لپاری مناسبی لاری چاری و سنجوو.
په درنښت
۰
09.08.2011
السلام علیکم ورحمةالله
یره طاهر مسافر صیب ایله دي ځما د زړه خبره وکړه دا کومي خبري چي تاسو ذکر کړي کټ مټ ځما دزړه اواز دی او شاید د ډیرو افغانانو د زړه غږ وي.
همداسي ده هڅوک له عیبه مبراء ندی خو د چا عیب لږ اودچا ډیر . مونږ هم چي طالبان تأیدوو پدي چي د یرغلګرو مخ ته داسي سد دسکندر شول چي ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ شوه او که چیرته دا طالبان نه واي نو د ا فغانستان خلک نور دپخواني تنطیمونو نه داسي ماړه وو چي که په یوه ډز يي دا ټوله امریکا دړي وړي کیده نو هم به يي نه وه کړي او وي هم نه کړ. بله اساسي خبره تاسو کړي چي ددي ناندرو نه هڅ نه جوړيږي ټول افغانان د شینسترګو وتل غواړي او په افغانستان کي یو رښتونی اسلامي او افغاني دولت غواړي او د افغانانو ویني تویدل بندول او اوښکي پاکول غواړي او هم د تل لپاره د پردو د دسیسو نه افغانستان ژغورل غواړي خو! خو دابه څنګه کیږي څه يي لاره ده دافغانانو د بربادۍ لامل د پردو لاسوهنه ، خپل منځي اختلاف ، او د اسلام مقدس دین نه لیري والی دی خو دا کارونه به څنګه انجامیږي دي باندي خبري کول پکار دی او دا نوري تاویلي ما ویلي نه هڅ نه جوړي پدي موضوع خبري وکړی چي ددي ټولو کړاونواو تاوانو جبیره څنګه وشي.
ډیره مننه طاهرمسافر صیب
ستاسو ورور او پدي نوي موضوع کي درسره شریک مومندافغان
پتوال
09.08.2011
دروند ورور طاهر خان ته سلام او نېکې هيلې !
دغه ارمان به د ډېرو افغانانو په زړونو کې وي چې په څشي ټول افغانان راټولېدلای شي ، خو د وحدت ددغه اساس لټه لکه چې
يواځې ما او تاته راپه غاړه ده او ما په ټ،ل افغان کې له ډير پخوا څخه راپيل کړې ، موندلې او لوستونکو ته وړاندې کړې ده ، ولې
له باوري صيب پرته پرې چا تر اوسه غوږ هم نه دی ګرولی . بحثونه راسره شوي ، هيچا رد کړې نه ده ، خو منلې يې هم نه ده او پر ضد يې
هغه چا ليکنې کړي چې صرف خپله ګوندي يا ډله ييزه طرحه په ټولو افغانانو منل غواړي ، خو دوی زما طرحه په صاف شکل نشوه ردولای ، نو
يې تحريف او بدله کړې بيايي په کلي ډول رد کړې ده .
ما دحل دغه لار يا د حل اصول څنګه وموندل :
ما اول د افغانستان سياسي مکتبونه او سياسي اندتوګې راټولې کړې او ومې ليدل چې ټول ټال ٣ سياسي لارې يا سياسي مکتبونه وجود لري
او له دې درې لارو پرته پله کومه څلورمه لار نشته او ټول افغانان چې د ټولنې او سياست په اړه فکر کوي يوې ته يې ځان منسوب او ويشلي بولي!
نو که سړی ددې درې لارو تر منځ مشترکات پيدا کړي د ويشلتوب پر ځای به يې لارويان هم سره ګډون او شراکت ومني !
نو که چيرې دولتي رژيم ددريواړو لارو په ګډو اساساتو ولاړ وي هر ګوند ، هره ډله او هر ګوندي حکومت هم به دهغه دولت دفاع
د ځان دفاع وبولي ، ځکه دئ هم د دولت په ايينه کې خپل ځان او خپل ګوند او لاره ويني !دا لارې يا سياسي مکتبونه يا اصول
چې وحدت يې افغانان سره يوموټی کولی شي زرين اصول او زرينې لارې دي تر څو پورې چې په وحدت کې سره پاتې وي
يا په مشترکو اړڅونو زور اچوي :
په دې درې لارو کې لومړی داسلام سپېڅلی دين دی ، دويم د ملي ګټو ساتنه يا
مثبته ملت پالنه ده ، اوسني ملتپالان مطلب او مطرح نه دي !
دريم د اسلام او ملتپالنې په حدودو کې ولسواکي ده چې ملي اسلامي ولسواکي ورته وايي ، نه مرداره او مردوده ليبراله غربي دموکراسي !
دولت او اساسي قانون به د همدې درې زرينو اصولو په اساس جوړ شوی وي !
په ګوندونو او سياسي ډلو ټپلو کې به هېڅ داسې
ملتپال نه وي چې بهترين مسلمان او اسلامپال او بهترين ولسواک هم نه وي . همدارنګه هېڅ يو اسلامپال سياستوال بايد نه وي
چې په عين وخت کې بهترين ملتپال او ولسواک نه وي او بالاخره هېڅ داسې ولسواک بايد نه وي چې په عين زمان کې بهترين
مسلمان اسلامپال او ملتپال هم نه وي ! ولسواکي د حومت طرز او شکل دی او دغه شکل به په ټولټاکنو ، ملي شورا او آزادو
مطبوعاتويعنې د فکر او بيان د آزادۍ په لرلو پورې محدوده وي .انتخابات د بيعت په بڼه لا د خلفای راشدين له وخته په اسلام کې موجود وو
او آزاد مطبوعات د تنقيد په آزادۍ ولاړ دي ، د تنقيد آزادي هم په اسلامي خلافت کې وجود درلود !
ملي ګټې خو هم په اسلام او هم په ولسواکۍ کې ساتل شوي دي او هېڅډول مشکل ورسره نه پيدا کيږي !
د يو عبوري حکومت د جوړولو له پاره زما وړانديز:
٤٠٪ قدرت طالبانو او نورو اسلام پالونکوته ، ٢٠ ٪ ولسواک شخصيتونو ، نه ګوندونو ته ٢٠ ٪ ملتپالونکو شخصيتونو ته ورکول
مناسب او دحل ښه لاره ده ، نه د کوم ګوند په نامه د هغوی غړو ته !
او يا دې عبوري حکومت د فاروق اعظم له وړانديز سره سم له بېطرفو شخصيتونو څخه جوړ او بيا دې پورتنۍ ډلې د آزادو انتخاباتو
له لارې په قدرت کې داتلاف په ډول شاملې شي او يا دې ځينې په اصولي او قانوني اپوزيسيون کې پاتې شي!
تاسې په دې اړه څه نظر لرئ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ومن الله التوفيق !
طاهر مسافر
11.08.2011
مومند صیب او پتوال سیب سلامونه
دا ښه شوه چه دری سره په یوه خبره سره متحد شولو.
پتوال سیب
ستا لیکلی خبری کو ظاهره مشکل نه لری. خو هغه د انګریزانو خبره ده چه شیطان په تفصیل کی پټ وی. کیدای سی په جزئیاتو مو سره اختلاف راشی.
زه خو ستاسو و بحثونو ته نوی راغلی یم. کیدای سی په ناخبری کی د مرکی لیوه وبلل شم. نو هیله ده زه او ته ستا ټکی په مختصر ډول تر بحث لاندی ونیسو. هیله ده نور وروڼه هم خپل مدلل نظرونه وړاندی کړی.
اول اسلام.
نه پوهیږم ستا څه به نظر وی. څنګه به مو پری اتحاد راشی؟ لیږ تفصیل ته ضرورت شته.
په درناوی
م . ق
11.08.2011
[quote:635cda7776="طاهر مسافر"]
اوس فرضیه دا ده: ټول افغانان د شینسترګو وتل غواړی. ددوی د یوموټی کولو څه مشکل ده او څنګه به دا مشکل رفع شی؟[/quote:635cda7776]
بسم الله الرحمن الرحیم
طاهر صاحب ښه صلح امیز سوالونه راپورته کړي دي، الله دې اجر ورکړي، مونږه هره خبره نه ردوو بلکه د اسلامي او ملي ارزښتنو او ګټو په تناظر کې ورته ګورو، هره خبره چې د اسلامیت او افغانیت سره سمون خوري مونږ یې په کلکه تایدوو.
زما په نظر د اختلاف، نفاق او شقاق اسباب، مختلف قومونه، مختلفې سیمې، ژبنیز او تنظیمي رقابتونه دي، همدارنګه پدې کې مذهبي او عقیدوي اختلافات هم لویه ونډه لري، ددې مشکل حل کولو لپاره زه یوه طرح او تجویز لرم چې ستاسې د لاندې سوال لپاره هم ځواب دی.
[quote:635cda7776]دوهمه فرضیه داده: شینترګی به مجبور شی چه ووزی. د پاکستان ایران، سعودی، چین، روس او دهغه د غلامانو نه به څنګه ځان خلاص کړو؟[/quote:635cda7776]
طرح څه پدې ډول ده چې د ټولو سیمو، قومونو، مذهبونو او تنظیمونو نه قطع نظر قومي مشران، سپین ږیرې او عالمان یوې داسې لویې جرګې ته راوبلل شي چې د هیڅ بهرني ملک یا موسسې او هم د دولت لاس په کې نه وي او نه هم دغه خلک د دولت جګ پوړي چارواکي او یا د وسله والو جګ پوړي چارواکي وي، دغه جرګه په اول قدم کې اوسنی دولت غیرقانوني وبولي او د خارجیانو د سمدستې بلاقیده وشرطه وتنه وغواړي، بیا دا جرګه د ټولو قومونو په استازیتوب یوه عمومي شوری جوړه کړي، دا شوری د هر ولایت لپاره د هغې ولایت د قومونو څخه داسې رضاکار ملي لښکر جوړ کړي چې امنیت په خپل لاس کې واخلي او د هغې ولایت څخه د دولتي چارواکو هم د خارجي یرغلګرو او هم د وسله والو د وتنې غوښتنه وکړي او پدې لړ کې د هر ولایت ولسي لښکر د منظم پلان له مخې په یو وار د ټولو خارجیانو او خوارجو خلاف جدي عکس العمل وښایي، ددې نه وروسته دغه عمومي شوری یو رئیس وټاکي او هم یوه عالي خصوصي شوری جوړه کړي چې د رئیس کړنې ارزیابي کوي. چې دا رئیس بیا د عالي شوری په ارزیابۍ والیان او وزیران وټاکي، نو دا به یو نوی افغاني حکومتي سستم شي چې هم به د اسلام د اساساتو او هم د ولسواکۍ د اساساتو سره برابر وي، نه به جمهوریت وي او نه به مطلق العنان آمریت.
نو دا کار په عین وخت کې هم اسلامي سیاست دی هم ملي او وطنپال سیاست دی او هم د ولس بشپړ واک دی چې په تمامه معنی سره یوه ملي اسلامي امت واکي ده، البته پدې کار کې سیاسي ګوندونه او عقیدوي او فکري جوړښتونه هیڅ مطرح نه دي، ځکه د اختلاف اصلي عوامل همدوي دي، بلکه پدې کار کې به ولایتونه قومونه او قبیلې مطرحې وي چې پدې کار سره ټول سیاسي او فکري اختلافونه له مینځه ځي او ټول ولایتونه او قومونه په خپلې نمایندګۍ سره ولسي عمومي شوری جوړه وي او همدغه عمومي شوری بیا د هر ولایت او قوم په نمایندګۍ سره خصوصي عالي شوری ټاکي چې ټول واک د همدغې عالي شوری سره وي چې ټول اساسي قانونه تصویبوي.
نو زما نظر د پتوال صاحب د نظر جزوي تاید دی چې ما ورکې ګوندونه او فکرونه او همدارنګه سلیزې رد کړې دي.
کچیرته د لویې جرګې له لارې دا کار ناشونی وي بیا د یو ولسي پاڅون یا اسلامي انقلاب له لارې دا کار ممکن دی، خو یو سولیز انقلاب چې په سیاسي مبارزې ولاړ وي لکه د مصر انقلاب یا د ایران انقلاب چې اداري بنسټونه او ملي تاسیسات یې په خپل ځاي پاتې وي.
پدې نظر یا تجویز کې به ډیرې نیمګرتیاوې وي، بعضې شیان به په کې اضافه کول او بعضې به ترینه لرې کول غواړي، خو دا یو ابتدایې تجویز دی چې د اصلاح او ترمیم ګنجایش لري، پدې هکله هر تعمیري اعتراض، نیوکو او وړاندیز ته مرحبا.
ومن الله التوفیق والاستعانة
پتوال
11.08.2011
الحمد لله چې داسې افغانان هم شکر ډير دي چې اسلام ، ملت او ولس ته د خدمت له پاره دافغانانو يو موټی کول غواړي . ددوی لومړئ وجيبه د يو بل موندل او يو بل ته لاسونه ورکول دي !
خوښ يم چې د استاد حليمي صيب تر څنګ د قراني صيب غوندې يو مبارز دينپوه هم په څنګ کې لرو ، انشا الله د محترمود ينپوهانو
لړۍ به د هيواد د لانجي په حل موندلو کې پراخه شي او د عملي ګامونو په پورته کولو کې پراخه ونډه واخلي !
لومړی اساس :
اساس يو نظري توافق دی چې دهغې له مخې به د عملي حل لارې لټوو :
دا توافق بايد داسې پراخه اساسي او اصولي وي چې له مخې يې نه يواځې روان کړکېچ ته د حل لار ې موندل کېدای شي بلکې په راتليزه کې د هر وسله وال کړکېچ مخ نيسي .
دا اساسي توافق په يو اسلامي دولتي نظام دی چې هم ملي او هم ولسواک وي ، په دې معنی چې يواځې او يواځې د اسلامي او ملي (افغاني )اساساتو،
نارمونو اوارزښتونو په حدودو کې به ولسواکي پلې کوي يعنې دملي اسلامي حکومت طرز او توګه به ولسواکه توګه وي او ديکتاتورۍ ته به لار نه ورکوي .
دې نظام ته ته د ولسواک د کلمې پر ځای [color=blue:794a7fb77d]د ملي اسلامي امت واکي [/color:794a7fb77d]نوم کارول ډير پر ځای بريښي .
دولت به له اجراييه ، تقينينيه او قضايه دريواړه قواو څخه جوړ وي !
هېڅ قانون به تر هغه پورې نه نافذ کيږي تر څو چې داسلامي روحيې او اساساتو سره د هغه برابر والی د سترې محکمې له خوا نه وي تائيد شوی !
د سترې محکمې رئيس او دعدليې وزير به دافغانستان د آزاد او مستقل جمعية العلمای اسلامي له خوا کانديديږي اود ولسمشر له منظورۍ
وروسته به دملي شوری له خوا په خپله دنده منل کيږي .
د عدليې د وزارت سربېره به دافغانستان جمعية العلمای اسلامي دنده د امر بالمعروف او نهی عن المنکر چاري پر مخ وړل وي !
د علماو دغه ټولنه به هېڅ ډول سياسي فنکشن نه لري او خاص د اسلامي چارو د څارنې صلاحيت او مسوليت به لري .
ښځې او نجونې به په متحدالمال شکل له يو ډول حجاب څخه کار اخلي ، په لومړنيو ښونځيو، بيلو منځنيو، بيلو لوړو تعليمي
او تحصيلي موسساتو کې درسونه وايي او په بيلو اداري موسسو ، وزارتخانو او دکار ځايونو کې به د خپل تعليم او استعدادونو سره سم
په دندو ګومارل کيږي او له هېڅډول تبعيض سره په نه مخامخ کيږي .
دوی به د رسمي چارو له پاره خپل بيل ترانسپورتي او انتقالي وسايل لکه ښاري ملي بسونه او دولتي يا شخصي موټر په واک کې ولري !
(د کورنيو سره د يوې مرستې په توګه به ميرمنوته د موټرد لايسنس اخيستلو کورسونه مجاني وي )
د ښځو د کار او ماموريتونو ساحه به معلمي ، طب، علمي تحقيقات د ښځو په وزارت، دمعارف وزارت ، د عالي تحصيلاتو وزارت ،
د ټولګړې روغتيا وزارت ، د کار او عامه خدماتو وزارت وي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په مرکزي او ولايتي رياست او مديريتونه وي .
د معلماتو ، استادانو او څړونکو په توګه په لومړنيو ښو ونځيو کې، داِناسو ( نه اُناسو) په متوسطو ، ليسو او پوهنتونو
او د علمي څېړنو په کرکزونو کې بوختيا لري ، همدارنګه ښځې به د قضی، شوری ، وزارت او صدارت تر څوکيو پرې د ټاکلو حق
او له نارينه و سره يو شان برابر چانس لري ، خو ولسمشر به د اسلام دقانون سره سم حتماً نارينه وي !
[color=blue:794a7fb77d]په دې توګه به په اسلامي نظام کې ښځې نه يواځې د کورنۍ رڼا وي ، بلکې په ټولنه کې به هم هغه لښکر وي چې د صحت عامه ،
علم او څېړنو ، تدريس، تبليغ او تنوير رڼا خپروي او په مناسبو توليدي برخو کې به هم ښه په زړه پورې ونډه ولري ![/color:794a7fb77d]
[color=white:794a7fb77d]انشا الله و من الله اتوفيق![/color:794a7fb77d]
طاهر مسافر
12.08.2011
درنو ورڼو پتوال سیب او غورځنګی سیب السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
ستاسو په اجازه به اول یوه خبره غوره کړم او نوری بیا سره وکړو. خو مخته به ووایم چه د غورځنګی سیب خبره د یوه نظام د رامنځته کولو ستراتیجی او د عمل لیاره ده. د پتوال سیب خبره د یوه نظام ماهیت او څرنګوالی ښیی. نو اول به د پتوال سیب اساسی توافق انتخاب کړم.
پتوال سیب لیکی: فراخه «اساسي توافق په يو اسلامي دولتي نظام ... چې هم ملي او هم ولسواک وي» چه د ملی یا افغانی اساساتو په حدودو کی په ولسواکی پلی کیږی. تر دی ځایه بیا هم زه له پتوال سیب سره موافق یم.
ِغورځنګی سیب دا سی خبره نه دی کړی خو یو ټکی واضح ده چه هغه هم اسلامی نظام غواړی او د ولسواکی تجویز لری.
زما نظر دا ده چه اساسی توافق نور بحث غواړی.
اساسی توافق یا د افغانانو مابینی قرارداد باید د هغوی په خوښه وی او دا به هله راځی چه د ټولو خواهشات تریو حده پوره شی. دا به هله بیا راځی چه یوبل ته سره ورتیر شی.
سوال داده چه داسی توافق به څنګه راشی؟ تاجک، هزاره اوزبک او نورو سره به څنګه خبری شروع شی، او په څه به ورسره د پښتنو توافق راشی. له دی نه وروسته مونږ اسلامغوښتونکی سیاست والا لرو، سیکولر او ملحد هم تر ډیره په قدرت کی لاس لری او نه غواړی هغه له لاسه ورکړی. ایا له دی کسانو سره توافق ته رسیدل پکار دی او که نه؟ ایا ددوی سره توافق ښه ده او که نه؟
نور بیا
د اتفاق او ورورولې لاره!
شاه ولي
12.08.2011
[quote:b2e2b5c859="مبارز قرآني"][quote:b2e2b5c859="طاهر مسافر"]
اوس فرضیه دا ده: ټول افغانان د شینسترګو وتل غواړی. ددوی د یوموټی کولو څه مشکل ده او څنګه به دا مشکل رفع شی؟[/quote:b2e2b5c859]
بسم الله الرحمن الرحیم
طاهر صاحب ښه صلح امیز سوالونه راپورته کړي دي، الله دې اجر ورکړي، مونږه هره خبره نه ردوو بلکه د اسلامي او ملي ارزښتنو او ګټو په تناظر کې ورته ګورو، هره خبره چې د اسلامیت او افغانیت سره سمون خوري مونږ یې په کلکه تایدوو.
زما په نظر د اختلاف، نفاق او شقاق اسباب، مختلف قومونه، مختلفې سیمې، ژبنیز او تنظیمي رقابتونه دي، همدارنګه پدې کې مذهبي او عقیدوي اختلافات هم لویه ونډه لري، ددې مشکل حل کولو لپاره زه یوه طرح او تجویز لرم چې ستاسې د لاندې سوال لپاره هم ځواب دی.
[quote:b2e2b5c859]دوهمه فرضیه داده: شینترګی به مجبور شی چه ووزی. د پاکستان ایران، سعودی، چین، روس او دهغه د غلامانو نه به څنګه ځان خلاص کړو؟[/quote:b2e2b5c859]
طرح څه پدې ډول ده چې د ټولو سیمو، قومونو، مذهبونو او تنظیمونو نه قطع نظر قومي مشران، سپین ږیرې او عالمان یوې داسې لویې جرګې ته راوبلل شي چې د هیڅ بهرني ملک یا موسسې او هم د دولت لاس په کې نه وي او نه هم دغه خلک د دولت جګ پوړي چارواکي او یا د وسله والو جګ پوړي چارواکي وي، دغه جرګه په اول قدم کې اوسنی دولت غیرقانوني وبولي او د خارجیانو د سمدستې بلاقیده وشرطه وتنه وغواړي، بیا دا جرګه د ټولو قومونو په استازیتوب یوه عمومي شوری جوړه کړي، دا شوری د هر ولایت لپاره د هغې ولایت د قومونو څخه داسې رضاکار ملي لښکر جوړ کړي چې امنیت په خپل لاس کې واخلي او د هغې ولایت څخه د دولتي چارواکو هم د خارجي یرغلګرو او هم د وسله والو د وتنې غوښتنه وکړي او پدې لړ کې د هر ولایت ولسي لښکر د منظم پلان له مخې په یو وار د ټولو خارجیانو او خوارجو خلاف جدي عکس العمل وښایي، ددې نه وروسته دغه عمومي شوری یو رئیس وټاکي او هم یوه عالي خصوصي شوری جوړه کړي چې د رئیس کړنې ارزیابي کوي. چې دا رئیس بیا د عالي شوری په ارزیابۍ والیان او وزیران وټاکي، نو دا به یو نوی افغاني حکومتي سستم شي چې هم به د اسلام د اساساتو او هم د ولسواکۍ د اساساتو سره برابر وي، نه به جمهوریت وي او نه به مطلق العنان آمریت.
نو دا کار په عین وخت کې هم اسلامي سیاست دی هم ملي او وطنپال سیاست دی او هم د ولس بشپړ واک دی چې په تمامه معنی سره یوه ملي اسلامي امت واکي ده، البته پدې کار کې سیاسي ګوندونه او عقیدوي او فکري جوړښتونه هیڅ مطرح نه دي، ځکه د اختلاف اصلي عوامل همدوي دي، بلکه پدې کار کې به ولایتونه قومونه او قبیلې مطرحې وي چې پدې کار سره ټول سیاسي او فکري اختلافونه له مینځه ځي او ټول ولایتونه او قومونه په خپلې نمایندګۍ سره ولسي عمومي شوری جوړه وي او همدغه عمومي شوری بیا د هر ولایت او قوم په نمایندګۍ سره خصوصي عالي شوری ټاکي چې ټول واک د همدغې عالي شوری سره وي چې ټول اساسي قانونه تصویبوي.
نو زما نظر د پتوال صاحب د نظر جزوي تاید دی چې ما ورکې ګوندونه او فکرونه او همدارنګه سلیزې رد کړې دي.
کچیرته د لویې جرګې له لارې دا کار ناشونی وي بیا د یو ولسي پاڅون یا اسلامي انقلاب له لارې دا کار ممکن دی، خو یو سولیز انقلاب چې په سیاسي مبارزې ولاړ وي لکه د مصر انقلاب یا د ایران انقلاب چې اداري بنسټونه او ملي تاسیسات یې په خپل ځاي پاتې وي.
پدې نظر یا تجویز کې به ډیرې نیمګرتیاوې وي، بعضې شیان به په کې اضافه کول او بعضې به ترینه لرې کول غواړي، خو دا یو ابتدایې تجویز دی چې د اصلاح او ترمیم ګنجایش لري، پدې هکله هر تعمیري اعتراض، نیوکو او وړاندیز ته مرحبا.
ومن الله التوفیق والاستعانة[/quote:b2e2b5c859]
السلام علیکم ورحمة الله و برکاة،
ګرانه وروره قرآني صیب ډیر ښکلې خبرې مو کړی، زه تاسو سره بلکل په یو انډ یم، دا د حق تعالی او د اسلام اصلی لاره ده.
ستاسو په دوام کې نه پوهیږم نور څه ولیکم. خو زړه مې نژدې چې له خپګان څخه پړک وچوي. دا څه حالت دي چې هر یو د خپلې توان په اندازه موږ ته وژنی او زموږ کورونه ورانوي. نه مو لوي پیژنو او نه کوچنۍ، نه مو تور سرې او نه هم سپینګیړې.
خو یو شي په واضحه توګه غواړم چې ووایم هغه د الله تعالی مبارک کلام دي، چې په قرآن الکریم کې داسې فرمایي:
بسم الله الرحمن الرحيم
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا(1)
ترجمه: ای خلقو! وویریږی له ربه خپله! هغه (رب) چې پیدا یي کړي تاسی له یوه نفسه، او پیدایي کړه له دی (نفسه) جوړه د ده (حوا) او خپاره یي کړل له دی دواړه څخه سړی ډیر او ښځی.
نو په دی موقع کښی حق تعالی خپل خالقیت ظاهر او د خپل اطاعت امریي صادر کړ او د بنی آدم اصلی اتحاد او اتفاق یي راڅرګند کړ.
اواوس چې زمونږ د ټولو د پیدایښت د یو نفس څخه شوي دي دا نتیجه اخلو چې مونږ یو بل سره څومره تعلق او قربت لرو، لکه چې زمونږ یوه شاعر دا سې وایي:
انسانان دی لکه غړی یو د بل په فطرت کښی لکه پاڼی دی د ګل
اتفاق، ورورولي او یو موټی کیدل د حق تعالی لاره ده.
په درنښت،
طاهر مسافر
14.08.2011
السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
زما په تیر لیک کی دا هیله وه چه له یوی اساسی موضوع نه خبره پیل کړو او په هغه لیږ په مفصل ډول بحث وکړو. دا چه هیڅ باندی ندی ویل شوی نو کیدای سی زما ونظر ته انتظار شوی وی. نو دا ده زه به خپل ناچیز نظر و لیکم. مګر دا هیڅکله دا معنی نلری چه هغه زما اخری نظر دی. کیدای شی غلط وی او یا صحیح. هیله ده ستاسو د راییو له لیدلو نه ورسته اصلاح او یا پیاوړی شی.
خبره هغه د ملی قراردار او ملی میثاق ده.
پتوال سیب خبره کړی ده چه یو همه جانبه ملی توافق ته ضرورت شته. دا خبره سمه ده او هغه ته ملی میثاق هم ویلی شو. د میثاق لاسلیکونکی تعهد کوی په امضا شوی سند به عمل کوی او له نورو به هم دا توقع لری چه د هغه لمخی د وطن چاری په مخ بوزی. که کومه سرغړونه وشی نو د وطن ستره محکمه د نوموړی سند او میثاق له مخی راپورته شوی جنجال او دعوه فیصله کوی.
دا ملی میثاق ته اساسی قانون ویل کیږی او هغه که لیکلی وی نو هغه کیدای سی څو لنډی مادی ولری او یا په سلهاوو. مهمه داده چه په دی سند کی ټولی هغه خبری وی چه هغه د ملت د تشویش د لیری کولو یو تجویز ولری.
اوس نو د افغانستان لپاره څنګه ملی میثاق ښه دی؟
افغانستان ۹۹ فیصده مسلمان خلک لری. هم اسلام او هم رښتیا دیموکراسی به د اسلام نه سوا بل قانون ته اجازه ورنکړی. اسلام دا معنی لری چه هغه یو تشریفاتی شکل ونلری. دا دا معنی لری چه یوازی اسلامی قانون او اخلاق د وطن د سیاسی، اقتصادی، اجتماعی، اداری، او قضایی کړنلارو بنسټ ومنل شی. که چیری نوی مسئله را پیدا کیږی نو هغه باید داسی شکل ونلری کوم چه د اسلامی اصولو سره مخالفت ولری. دلته یوه ټکی ته اشاره ښه بولم: په دیینی او عقیدوی مسئلو به هیڅ نوی نظر نه منل کیږی او په دنیاوی خبرو به د لاندنی حدیث شریف سره عمل کیږی.
ما أحل الله فهو الحلال ، و ما حرم فهو حرام ، و ما سكت عنه فهو عفو ، فاقبلوا من الله عافيته ... (الترمیذی)
مطلب د پورتنی حدیث دادی: هغه چه لوی خدای حلال کړی حلال دی او هغه چه یی حرام کړی دی حرام دی، او له کومو نه چه سکوت راغلی هغه عفو دی. ...
عفو یعنی مباح دی.
په پورتنی خبره باید اصرار وی او د هیچا سره بل توافق و نسی.
نامسلمانه خلکو سره به اسلامی چلند کیږی: خپل دین به پاللی شی او مسلمانو ته به د هغه د تبلیغ حق نلری.
د مذهب خبره:
افغانستان یا د حنفی مذهب او یا شیعی مذهب پیروان لری. دا چه نامسلمانه د خپل دین په امورو کی ازادی لری نو شیعګان خو لا ډیر حق لری. نو د حنفی مذهب پالل باید په حنفیانو پوری محدود وی. ایا په ځینی مسایلو کی باید د یوه بل د اهل سنت او جماعت مذهب په حکم فتوا وشی او که نه هغه بیله خبره ده. د دنیا ډیر دولتونه د شرع نوم اخلی او بیا وایی چه مطلب یی څلور مذهبه دی چه کله ناکله فتوا د یوه بل مذهب له حکمه سره کوی.
اوس افغانستان وهابیان هم لری. مګر دا خبره عقیدوی ده نه فقهی. کیدای شی ځینی فقهی مسایل هم پسی وتړل شی خو دا به په دی وخت کی زما په نظر کوم قانونی مشکل مینځ ته نه راوړی.
مرکزی او که غیرمرکزی حکومت
غیر پښتانه د یوه فیدرالی نظام غوښتونکی دی. ایا دا باید ومنل شی؟
مرکرزی او فیدرالی حکومتونه دواړه نیمګړتیاوی لری. غیر پشتانه ازادی غواړی مګر په څه کی. په فیدرالی حکومت کی کیدای شی ځینی سیاسی، اقتصادی او نظامی کارونه د مرکزی حکومت په برخه شی او ځینی بیا د ولایت. داسی نشو ویلای چه کوم ګټور دی او کوم ندی. امریکا کانادا استرالیا فیدرالی دی او انګلیس مرکزی. دواړه پیشرفته دی. مالیزیا او پاکستان فیدرالی دی. دواړو له دی سیستم نه کومه ښه ګټه نده اخیستی. په مالیزیا کی سیاسی مخالفین پکی مجازات شوی او لا اوس هم وروسته پاتی دی. پاکستان کی بیا اردو زبانانو ګټه کړی او نورو نه. په هر حال یوه عادل قانون ته ضرورت شته چه د هغه په بنا اقتصادی او اجتماعی مشکلات حل شی. خلاصه که مساوی او عادلانه نظر وشی او قانون هم پری بنا شی نو بیا په یوه هم اصرار ندی پکار.
دا چه خبری ډیری اوږدی نشی اوس همدا بس دی نور به بیا ولیکم.
په درناوی
پتوال
16.08.2011
السلام عليکم و رحمة الله !
[quote:4e438bd59d="طاهر مسافر"]السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
زما په تیر لیک کی دا هیله وه چه له یوی اساسی موضوع نه خبره پیل کړو او په هغه لیږ په مفصل ډول بحث وکړو.....
خبره هغه د ملی قراردار او ملی میثاق ده.
پتوال صیب خبره کړی ده چه یو همه جانبه ملی توافق ته ضرورت شته. دا خبره سمه ده او هغه ته ملی میثاق هم ویلی شو. د میثاق لاسلیکونکی تعهد کوی په امضا شوی سند به عمل کوی او له نورو به هم دا توقع لری چه د هغه لمخی د وطن چاری په مخ بوزی. که کومه سرغړونه وشی نو د وطن ستره محکمه د نوموړی سند او میثاق له مخی راپورته شوی جنجال او دعوه فیصله کوی.
دا ملی میثاق ته اساسی قانون ویل کیږی او هغه که لیکلی وی نو هغه کیدای سی څو لنډی مادی ولری او یا په سلهاوو. مهمه داده چه په دی سند کی ټولی هغه خبری وی چه هغه د ملت د تشویش د لیری کولو یو تجویز ولری.
اوس نو د افغانستان لپاره څنګه ملی میثاق ښه دی؟
افغانستان ۹۹ فیصده مسلمان خلک لری. هم اسلام او هم رښتیا دیموکراسی به د اسلام نه سوا بل قانون ته اجازه ورنکړی. اسلام دا معنی لری چه هغه یو تشریفاتی شکل ونلری. دا دا معنی لری چه یوازی اسلامی قانون او اخلاق د وطن د سیاسی، اقتصادی، اجتماعی، اداری، او قضایی کړنلارو بنسټ ومنل شی. که چیری نوی مسئله را پیدا کیږی نو هغه باید داسی شکل ونلری کوم چه د اسلامی اصولو سره مخالفت ولری. دلته یوه ټکی ته اشاره ښه بولم: په دیینی او عقیدوی مسئلو به هیڅ نوی نظر نه منل کیږی او په دنیاوی خبرو به د لاندنی حدیث شریف سره عمل کیږی.
ما أحل الله فهو الحلال ، و ما حرم فهو حرام ، و ما سكت عنه فهو عفو ، فاقبلوا من الله عافيته ... (الترمیذی)
مطلب د پورتنی حدیث دادی: هغه چه لوی خدای حلال کړی حلال دی او هغه چه یی حرام کړی دی حرام دی، او له کومو نه چه سکوت راغلی هغه عفو دی. ...
عفو یعنی مباح دی.
په پورتنی خبره باید اصرار وی او د هیچا سره بل توافق و نسی.
نامسلمانه خلکو سره به اسلامی چلند کیږی: خپل دین به پاللی شی او مسلمانو ته به د هغه د تبلیغ حق نلری.[/quote:4e438bd59d]
بالکل سم وايې طاهر خانه ! همدغسې بايد وي او شي، د ملي ميثاق نه زما مطلب دادی چې (په اساسي قانون کې دې هم تثبيت شي چې
هر اسلامي ، ملي او ولسواک ګوند ته اجازه ده، خو په کوم شرط ؟ په دې شرط چې هر اسلامي ګوند به هم ملي او هم ولسواک خصلت لري،
هر ملي ګوند به هم اسلامي او هم ولسواک خصلت لري او هر ولسواک ګوند به هم اسلامي او هم ملي خصلت لري ! کمونستي ، ديکتاتوري او ضد ملي
پرَدي پاله ګوندونه نشي جوړېدای .
خو دا ټول تغيرات بايد د ملس سولې د يوۀ پراخه ځواکمن غورځنګ پايله وګرځي ، بولم چې د ملي سړلې په هدف دې
يو ملي اسلامي ولسواک غورځنګ راو ټوکول شي دسولې
ابتکار له له حکومت او څخه واخلي !
[quote:4e438bd59d]
د مذهب خبره:
افغانستان یا د حنفی مذهب او یا شیعی مذهب پیروان لری. دا چه نامسلمانه د خپل دین په امورو کی ازادی لری نو شیعګان خو لا ډیر حق لری. نو د حنفی مذهب پالل باید په حنفیانو پوری محدود وی. ایا په ځینی مسایلو کی باید د یوه بل د اهل سنت او جماعت مذهب په حکم فتوا وشی او که نه هغه بیله خبره ده. د دنیا ډیر دولتونه د شرع نوم اخلی او بیا وایی چه مطلب یی څلور مذهبه دی چه کله ناکله فتوا د یوه بل مذهب له حکمه سره کوی.[/quote:4e438bd59d]
دد ولت خپلې مرکزي فيصلې دې د حنفي مذهب له مخې کيږي، خو که چيرې د مدعي او مدعا عليه دواړه يو بل مذهب لکه جعفري يا کوم بل مذهب
ته منسوب وي نو د هغوی موضوع دې د همغه مذهب له مخې حل و فصل شي . خو که دواړه خواوې د يو مذهب والا نه وي د هر مذهب پيروان چې په اړونده سيمه کې ډيره کی لري حکم به په هغه مذهب صادريږي .
[quote:4e438bd59d]مرکزی او که غیرمرکزی حکومت
غیر پښتانه د یوه فیدرالی نظام غوښتونکی دی. ایا دا باید ومنل شی؟
مرکرزی او فیدرالی حکومتونه دواړه نیمګړتیاوی لری. غیر پشتانه ازادی غواړی مګر په څه کی. په فیدرالی حکومت کی کیدای شی ځینی سیاسی، اقتصادی او نظامی کارونه د مرکزی حکومت په برخه شی او ځینی بیا د ولایت. داسی نشو ویلای چه کوم ګټور دی او کوم ندی. امریکا کانادا استرالیا فیدرالی دی او انګلیس مرکزی. دواړه پیشرفته دی. مالیزیا او پاکستان فیدرالی دی. دواړو له دی سیستم نه کومه ښه ګټه نده اخیستی. په مالیزیا کی سیاسی مخالفین پکی مجازات شوی او لا اوس هم وروسته پاتی دی. پاکستان کی بیا اردو زبانانو ګټه کړی او نورو نه. په هر حال یوه عادل قانون ته ضرورت شته چه د هغه په بنا اقتصادی او اجتماعی مشکلات حل شی. خلاصه که مساوی او عادلانه نظر وشی او قانون هم پری بنا شی نو بیا په یوه هم اصرار ندی پکار.[/quote:4e438bd59d]
نه ، حکومت به مرکزي وي ، خو د ولايتي شورا صلاحيت بايد زيات شي !
که ګوندونه ٣-٤ ته راکم شي ولسمشر او کابينه ګوندي شي دا
مسله هم ورسره پخپله حليږي .
حو داچې ګوندونه څنګه ٤ -٣ پورې را کمېدای شي دا بېله ستونزه ده چې بايد د بېل سرليک لاندې پرانيستل او بحث پرې وسي !
ومن الله التوفيق .
هیښ
28.08.2011
سلامونه
په پورتني بحث کې ټولو وروڼو دخیر خبرې کړې دي او په افغاني ټولنه کې دیوه عادلانه ،باثباته او سوله ایز ژوند دجوړیدو او سمبالیدو دپاره دداسې یوه نظام جوړیدنه چې داسلام دمقدس دین په اساساتو بنا وي ،ملي ارزښتونو او ګټوته وفاداره او متعهد وي او په عمل کې ئې دپیاده کولو دپاره مخلصانه او صادقانه وړتیا ولري او دپورتنیو دوو اصلونو(داسلام مقدس دین او ملي ګټې) دعملي اجرا ،ادارې او نظارت دپاره باید وولسي قدرت او واک ته مراجعه وکړي .
خو دا ډول طرحې او وړاندیزونه هغه وخت تر بحث لاندې باید ونیول شي ،چې په یوه هیواد کې کړکیچونه او پرابلمونه دداخلي مختلفو او رقیبو ډلو او تحریکونو له لوري منځ ته راغلي وي او هره ډله او یاګوند دسیاسي قدرت دلاسته راوستلو له پاره په ټولنه کې دخلکو دمذهبي ،قومي ،ژبني،نژادی او سمتی احساساتو څخه دناوړې ګټې په اخستلوسره دټولنې نظم او ثبات متزلزل او هر ډله دخپلو شخصي او ګوندي ګټو دلاسته راوستلو له پاره هره وسیله دخپل هدف دلاسته راوستلو له پاره جائزه وبولي او اجتماعي فتنه او فساد دسوله ایز او انساني ژوند ځائ ونیسي،وولس دیوې یابلې ډلې له لوري ګروګان نیول شوئ وي او دمقاومت او اعتراض غږ ئې په ستونی کې په زور او مکارۍ سره خفه کړئ وي . نو دلته دي چې دداخلی قتنو،شر او فساد دمنځه وړلو له پاره باید دټولنې صالح ،مخلص ،اصیل او زړه سواندي افراد ،ډلې او تحریکونه د شیطاني دسیسو او فتنو دلګیدلی اور دمړه کولو له پاره داسلام ،ملي ګټو او وولسي اقتدار غږ راپورته کړي ا و په دې قوي محور باندې دټولنې ټول سیاسی او ټولنیز اقشار اوپرګنې را ټولې کړي او دیوه جامع توافق او تفاهم په اساس داخلي کړکیچونو ته دپای ټکئ کیږدي.
دلته په موضوع باندې دمبصرینودنظرونو څخه داسې ښکاري چې دوئ په افغانستان کې دروان بشري ناورین علتونه دداخلی دریو قوتونو (اسلام پالو،ملت پالو اودموکراتانو )ترمنځ برخوردونه او ټکرونه بولي او یا ئې قومي ،مذهبي ،ژبني ،نژادی او قبیلوي اختلافونه ګڼي او برحاله مسلحانه جګړې ته دداخلی جنګ رنګ ورکوي چې لوبغاړي ئې ګواکي افغانان ا وداخلیان دي اوپه مستقلانه توګه عمل کوي او دټولو ناخوالو،وژنو،خرابیو او ورانیو مسؤل هم په خپله افغانان دي،چې داډول استدلال او موضع ګیري نه داچې دغمیزي دختمولو دپاره دحل دلارې لټول دي بلکه دحقایقو او
واقعیتونو سرچپه ښودل دي او دعامه اذهانو مشوش کول او بې له دینه چې دروانې تراژیدي عمر اوږد کړي بله پایله نه ترې راوزي.
حال داچې دا جنګ دپښتون او تاجک ،یا پښتون او هزاره نه دئ ،داجنګ دشمال او جنوب نه دئ ،دا جنګ دسوني اوشیعه نه دي ،داجنګ د افغان دینداره او افغان بې دینه نه دئ ،داجنګ دغلجې او دراني نه دئ ،دا جنګ دپښتو او فارسي نه دئ،
بلکه دا جنګ داسارت او خپلواکۍ دئ ،دا جنګ داشغال او استقلال دئ ،دا جنګ دتجاوز او د حق خودارادیت نه ددفاع جنګ دئ ،داجنګ دحق او باطل دئ ،دا جنګ دیوه مظلوم ،بې وسه اوتش لاسي وولس دیوه ظالم ،مغرور اوترغاښو مسلح وحشي جنګ دئ ،داجنګ درحماني قوتونو اوشیطاني قوتونو جنګ دئ،داجنګ دانسانیت او حیوانیت جنګ دئ .
دا شر او فتنه دپخوانی شوروي اتحاددتجاوز څخه راشروع شوه او دامریکایانو او دهغوئ دغربي سفاکو مؤتلفینو په وحشیانه او جنایتکارانه تجاوز باندې ئې تر اوسه دوام پیدا کړئ دئ .دا جنګ په افغان وولس باندې دبهر څخه په غیر انسانی توګه تحمیل شوئ دئ او افغان وولس بې له مقاومت او مبارزې نه ددې وحشت په مقابل کې سره ددې چې دقواوو هیڅ انډول په کې نشته قهراً اوجبراً بل التراناتیو نه لري..
اوس به راشو دې ته چې ددې ظالمانه او وحشیانه تجاوز او اشغال په مقابل کې دافغانستان په موجوده ډلو ،تنظیمونو او سازمانونو کې څوک دي چې دوولس ترڅنګ په دې مبارزه کې قربانۍ او فداکارۍ ته دعمل میدان ته راوتلي دي.
تراوسه خو ما دپښتون ،تاجک ،هزاره ....په نامه ،یا دملت پالو په نامه او یا ددموکراتانو په نامه کوم سازمان او ډله نه ده لیدلې او نه مې اوریدلي دي چې دافغانستان دازادۍ او خپلواکۍ دحاصلولو ،داشغالګرانو دوتلواودتجاوز ددفع کولو له پاره ئې دافغان وولس سره حد الاقل خپل غږ پورته کړئ وي ،دمسلحانه مبارزې نه ئې توبه ،لږ ترلږه دیوې اعلامیې ،قطعنامې او یا سوله ایزې مبارزې په وسیله ئې دمظاهرو ،اعتصابونو،پریس کنفرانسونو اومیټنګونو له لارې دغربیانو غیرانساني اعمال غندلي وي ، دافغان وولس د بدې ورځې او مظلومیت غږئې د نړی والو ترغوږونو رسولئ وي او خپل حضور او وجود ئې دافغانستان په سیاسی صحنه کې ښکاره کړئ وی.
په انفرادی توګه ښائې په کومه ویبپاڼه او یا رادیوکې ځنو اشخاصو دا کار کړئ وي ،خو په سازماني او ډله ایزه توګه تراوسه دا کارنه دئ شوئ ،بلکه هغه څوک چې د دین ، دملت پالنې او ددموکراسۍ مؤمنان ئې ځانونه بلل ،ترټولو دمخه دزرو او چټلوغلامانه منصبونودحاصلولوله پاره دتجاوزګرانو او اشغالګرانو سره دخپلو خلکو په وژلو کې ملګري شول او دوطن چې دوهم نوم ئې مورده په خرڅولواو بې عزته کولو کې ئې خپلې خائینانه او جنایتکارانه رول ادا کړ.
که لږ ددې امریکائې تپل شوې ادارې ترکیب ته وګورئ ،نو پښتون ددین سوداګر،پښتون وطن فروش،پښتون تش په نامه ملي ګرا،پښتون دموکرات ،پښتون تش په نامه تکنوکرات ،پښتون بې دینه او پښتون..... دتاجک ،هزاره ، ازبک او نورو....ددین دسوداګرانو ،وطنفروشانو،ملت پالو،دموکراتانو،تکنوکراتانو او بې دینانوسره امریکائې رسۍ په غاړه په یوه غوجل کې چې دولت ئې نوم پرې ایښئ دئ په ډیره مینه اوشوق سره دخپل بادار په چوپړ کې بې له فکري ،ژبني ،عقیدوي او اډیولوژیکي توپیر څخه شپه او ورځ لګیا دي اودخپل بادار امر ته لاس په نامه ولاړدي ،چې دا ترکیب ددې واضح ثبوت دئ چې په افغانستان کې دموجوده غمیزې علتونه ،مذهبي ،ژبني ،اډیولوژیکي او اتنیکی نه دي چې دټولنې دداخلي توپیرونوڅخه ئې سرچینه اخستې وي ،بلکه خارجې یرغلګراو دهغوئ مزدوران دي او دا مزدوران دافغاني ټولنې تفاله او چټلي ده او دټولنې له لوري طرد او عاق شوي دي او دافغانیت خوئ او خاصیت په کې وجود نه لري ،چې هیڅکله دافغاني ټولنې دمختلفو مذهبی ،قومي ،ژبني او سمتي تنوع نمایندګي نه شي کولائ.
یوازیني سازماني او منظم قوتونه چې دافغانستان دتاریخ په د حساسه او سرنوشت سازه دوره کې دتجاوز ددفع کولو او داشغال دختمولو په مبارزه کې د وولس تر څنګ ودریدل او دخپلو ځانونو او مالونو قربانولو ته په شعوري او دیوې دیني ـ ملي فرض د ادا کولو په توګه حاضر شول دافغانستان دطالبانو د اسلامي تحریک او دافغانستان داسلامي حزب شاه زلمیان وو او دي چې په خپلو سرښندنو او فداکاریو سره ئې د دښمن نمرودي غرور مات کړ او دتجاوز او اشغال نیشه ئې ور والوزوله .
دادئ مقاومت ښه په درز روان دئ او دښمن ته دتلفاتو او زیانونو ګراف ددې سلحشوره مبارزینوله لوري مخ په لوړیدو دئ ،نو په کارداده چې دبې ځایه تورونو ،بحثونو او پروپاګندونو په ځاي دمقاومت دجبهې په تقویت او لاښه تنظیمتوب کې خپله فکري،مالي او جسمي ا نرژي په کارواچوو او کومې ننګونې او خطرونه چې ورته متوجه دي دهغې څخه ئې په سالمو انتقادونو او مشورو سره خبر کړو،ترڅو داشغال توره شپه دازادۍ دلمر په را ختو سره ژر سبا شي او افغان وولس ددې ناورین څخه نجات پیدا کړي.
بناءً ددې دپاره چې دا مصیبت ختم شي او د افغان وولس عام وژنه او قتل وقتال نور دوام پیدا نه کړي یوازینئ دحل لاره په اول قدم کې دمتجاوزینو او اشغالګرانو بې له قیده اوشرطه وتل اوافغان وولس ته دخپل برخلیک دټاکلو خدائې او طبیعی حق دمتجاوزګرانو له لوري قائیلیدل دي ،بله دحل لاره نشته او بل افشن وجود نه لري.
دافغانانو اولنئ دیني ،ملي اوانساني مسؤلیت او وظیفه داده چې اول خپل هیواد خپلواک کړي او داشغال څخه ئې خلاص کړي ،خپل ټول فکري او جسمي قوتونه ددې لويې وجیبې داجرا کولو له پاره منسجم اومتمرکز کړي ،خپله تللې ابرو په ځائ کړي اودبې ځایه ،بې مفهومه ،بې ګټې خیالونو او فکرونو څخه دواقعیت ډګرته راوګرزي او ددې مقدس هدف چې دافغانستان ازادی او خپلواکې ده دلاسته راوړلو له پاره په ایماندارۍ او امانت دارۍ سره عمل وکړي ،دسازنده انتقادونوسره دافغانستان دازادۍ او خپلواکۍ دجبهې په تقویه کولو او هوښیارولو کې خپل تاریخي رسالت سرته ورسوي.
کله چې وطن ازاد شو ،تجاوز دفع شو او اووحشیانه اشغال ختم شو ،افغانان دخپل وطن مالکان شول ،بیا ئې خپله خوښه چې خپل سیاسی ،اجتماعي ،فرهنګی ،اقتصادي او امنیتي نظام څه رنګه عیاروي او افغان وولس ددولت دامورو دادارې او اجرا دپاره چاته ،ترکومو شرایطو لاندې اودڅه مودې له پاره ماموریت ورسپاري ٠
هو په يوه خبره بايد ځانونه پوه اود عقل په غوږونو ئې ښه په دقت واوري چې :
نور دزور،جبر،تزویر او دپردیو سره دوولس او خلکو په سر دمعامله ګرۍ په اساس جوړشوي نظامونو خپله سا له لاسه ورکړې ،دتاریخ کندو ته لویدلي او وولسونو ته دمنلو وړ نه دي .
نوهغه څوک چې غواړي دې ماموریت ته ځانونه راوړاندې کړي او شوق ئې لري باید په دې خپل سر خلاص کړي چې رښتیا هم د ښاغلی پتوال صاحب دفرمودې مطابق یوازې داسلام دمقدس دین په چوکاټ کې ،ملی ارزښتونو او ګټو ته اولویت ،وفاداري اوتعهد او دوولس دعام او تام تائيد او ملاتړپه صورت کې ئې دبري چانس ممکن دئ ،په بل صورت کې به لکه دنورو پخوانیو مستبدینو او دیکتاتورانو په شان به په دنیا او اخرت کې مختوري او دوولس او دالله (ج) دغضب سره مخامخ وي .
مننه
پتوال
28.08.2011
د هېښ صيب خبرې دې په ګل بدلې وي، ډير ښه غږېدلی او ښې خبرې يې کړې دي .
ډير زحمت يې ويستلی او ډير اجرونه ورته په برخه له خدايه غواړم !
خو متاسفانه چې دې له تير څلويښت کلن بحران څخه يې
نتيجه ګيري نه ده کړې او دا يې له پامه غورځولې چې د پرديو مداخلې او اشغالګريوته مخه څشي خلاصه کړه او ولې
پر مونږ دا ٣٠ کلن ناورين لکه يو طوفان راغی ؟
علت صرف يو دی :
چاچې ديکتاتوري غوښتله هغوی ټولو يو يو ځل امتحان ورکړ ، قدرت ته ورسېدل يا د ملي ايديالوژۍ په چوکاټ کې د داود خان په څير قدرت ته ورسيدل، يا د کمونيستي ايديالوژۍ په تياره کې د خلق او بيا پرچم په مشرۍ قدرت ته ورسيدل او يا د اسلام په رڼا کې لکه مجاهدين او بيا طالبان قدرت ته ورسېدل او
د خپلې ديکتاتورۍ په نتيجه د يوه ديکتاتوري د بل دديکتاتورۍ پواسطه راپرځېدل . همدارنګه د اشغالګرو حکومت تر ټوله لويه ديکتاتوري ده چې د هيواد آزادي يې محوه کړې ده ، مکه دا د شوروي حاکميت و او که اوس د امريکا لعنتي حکومت دی !
دموکراسي او ديکتاتورۍ پخپله ضد او نقيض دي لکه آزادي او اسارت ، نو د اشغالګرانو ديکتاتورۍ ته څوک هم دموکراسي نشي ويلای !
لهذا دموکراسي بايد کلي وي او د ملت له عقايدو سره سم ملي اسلامي دموکراسي وي او د بهرنيانو له خوا په کې يو ټکی هم نه وي ديکته شوی
او نه د بهر او بهرنيانو له پاره رامنځته شوې وي ! نو که د ملي اسلامي ولسواکۍ تِمين په کې نه وي بيا به د روانې ديکتاتورۍ په وړاندې
يوه بله ديکتاتوري رامنځته کوو او هغه به په بله او بله ديکتاتورۍ بدليږي تر څو چې بيرته د يوه بهرني قدرت پواسطه د افغانستان اشغال رامنځته کړي اود
اشغالګر و په ديکتاتورئ وانجاميږي !
نه ! دا لار د تللو او ټاکلو نه ده ! له اول نه بايد وويل شي او ملي توافق په دې راوڅرخي چې نظام به په هر صورت ولسواک نظام وي !
نورې خبرې بيا ور سره مل او ضميمه حل شي چې څه ډ،ل ولسواک ؟
غربي ولسواکي (؟) ، نه! په هېڅ صورت نه !
ليبراله دموکراسي (؟) ، نه په هېڅ صورت نه !
ملي دموکراسي (؟) ، ځواب هم هو او هم نه ! هو په دې چې دموکراسي بايد ملي وي خو يواځې ملي نه ، ملي والی خو د دموکراسۍ يواځې شکل دی ،
محتوا به يې څه وي ؟ محتوا به يې اسلامي وي ! او په دې ډول ملي اسلامي ولسواکي هغه نظام دی چې دديکتاتورۍ هر ډول
هڅه په نطفه کې شنډوي او په هيواد کې سوله آزادي او پرمختګ تضمينوي !
نتيجه :
لکه څنګه چې له ملي ګټو پرته ولسواکي او له اسلام پرته ولسواکي د منلو وړ نه ده، همدغسې له ولسواکۍ پرته هېڅ ديکتاتوري نظام هم د منلو وړ نه دی
ولو که ظاهرا ً نوموړې ديکتاتوري د اسلام او يا ملي ګټو په نامه
تحميليږي !
په هره ديکتاتورۍ کې د بهر لاس هم وي او دغه لاس اول وي که اخر په پښه او ټول وجود بدليږي او اشغال رامکنځته کوي !
نو په اوسني عصر کې له ولسواکۍ پرته ملي او اسلامي رژيمونه هم دوام نشي موندلی . د عربي نړۍ له روانو پاڅونو څخه هم همدغه نتيجه تر لاسه کيږي !
الله دې مونږ ته ، زمونږ طالبانو ورونو ته د اسلام او ملي ګټوپه څخه دغسې يو جامع درک ورنصيب کړي چې د هيواد له آزادۍ سره بئا لوبې ونکړي
او د ملي اسلامي اولسواکۍ = ملي اسلامي امت واکۍ پواسطه دهيواد آزادي
تامين او خوندي کړي ، او که نه د هيواد آزادي او اسلامي ديکتاتوري
به مو له اول څخه په ناکامۍ او رسوايۍ کې کرلې وي !
طاهر مسافر
29.08.2011
السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
اول د مبارکی رژی د قبلیدو او بیا د اختر مبارکی ټولو وروڼو ته وایم. لوی خدای دی توفیق راکړی چه ده هغه په عبادت کی په پوره توګه د نوی کال په اوژدو کی ژوند وکړو. دا دعا به کوو چه راتلونکی کال مو آزادی ترلاسه شوی او د وطن د جوړښت په مهمو موضوعګانو بحث کوو. و ما ذلک علی الله بعزیز.
پتوال سیب اول به د هیښ سیب په خبرو څه ووایم.
هیښ سیب
ستاسو د نظر نه یوجهان مننه او د تقدیر وړ دی. خو ځینی خبری به سره پری کوو.
د اساسی قانون او په هغه کی د ځینی مسایلو اچول د ورځی ضرورت دی. که څه هم اسلام چه وی ځینی به ووایی چه اساسی قانون ته ضرورت نشته. دا سعودیان وایی خو نور بیا ټول اساسی قانون لری. انګریزان هم داسی لیکلی قانون نلری خو هلته بیا د یوزر کالو په دوران کی داسی قضایی فیصلی شوی جه هغه یی ګواکی د لیکلی اساسی قانون ته نه دی هڅولی.
خو خبره دا ده چه کله اختلاف ډیر وی نو د وطن د یووالی لپاره په څو ټکو سره متفقه کیدل ضرور دی ترڅو حاکم او محکوم د هغه په چوکات کی اړیکی سره ولری. مونږ کولای شو چه په یوه لیکه سره متحد شو او یا په ډیرو. خو اوس لیږ مشکل دی ځکه همدا ټول حکومتونو ویل چه مونږ اسلام غواړو او بیا یی په هغه کی د ځان د نظر لپاره اسلامی فتوا لټوله. دا چه یو مذهب په لسهاوو رایی لری نو کیدای سی همدا د بی اتفاقی سبب شی. داسی مختلف نظرونو که په ځینی اساسی ټکو راشی نو د وطن د پاشلو امکان لری.
اوس که یی منو او یا یی نه منو نو د قوم او مذهب خبره ګرمه ده. که د عامو افغانانو خبره شی نو بیا هیښ سیب به رشتیا ویلی وی چی خاموش اکثریت به د داسی خبرو لیوال نوی. په دی زه هم باور لرم چه طالبان قومیت ته تمایل نه لری. خو شورای نظار دوستمیان او هزاره رهبران بیا صرف په همدی ټکی چالان دی.
زما په نظر دښمنانو همدا فکرونه د هغوی په ککریو کی ډیر مخته اچولی وو او د روسانو له وخته په هغه عمل راروان دی. د مجاهدینو د کامیابی نه وروسته بیا له هغه نه ټولو دښمنانو غټه ګټه پورته کړی ده. او دا ده لا اوس یی هم ځینی پورته کوی. که دی مسئلو ته توجه ونسی نو دشمنان به افغانستان همیش و ټکوی.
مونږ په اساسی مسئلو توافق د کامیابی نه وروسته لازمی بولو او هغه هلته راځی چی مخته له مخه په هغه د توافق د رامینځ ته کولو کوشش وشی اوپه یوه نه یوه لیاره یی باید لاس ته راوړو. که بیا څوک فتنه جوړه وی نو هغه به په هغه خپل تعهد باندی پړ کیږی.
دا کار د فعلی مشکل یوه دحل لیاره بلل کیداسی او اوس باید شروع شی ځکه ددی امکان شته چه افغانان متحد شی او په یوه لاس ټول اشغالګران وشړل شی. له هغه نه وروسته بیا د یوه سولییږ افغانستان توقع لیری نلیدل کیږی او بیا بیا به د ۱۹۹۳ او ۱۹۹۶ حادثی نه را مینځ ته کیږی. که داسی اساسی توافق وی نو بیا به دشنمنان هسی ګټه ونلری لکه دا اوس چه یی کوی. تر یوی اندازی ویلوای شو چه دا اوسنی کړکیچ د قوم او مذهب په نامه د تفریقی په نوم د دښمنانو له خوا په لیاری اچول شوی دی. دا هیڅوک نسی ردولای چه اوسنی جنګ د ازادی او غلامی او کفر او اسلام جنګ دی خو دښمنانو یو شمیر د قوم او مذهب په نامه غولولی او تمه لری چه په دی توګه د ځان ملګری پیدا کړی.
مونږ د هیښ سیب سره یو نظر لرو چه دا او هغه تنظیمونه د ازادی غږ نه کوی او حتی دا به رښتیا وی چه هغوی د اشغال دوام ته خوښ دی. مګر مونږ سوال کړی چه ولی دا تنظیمونه د ازادی چیغه نپورته کوی. امکان شته چه هغوی د مجاهدینو سره خپله اینده نه ویینی او کیدای شی سبب ییی زما په ګمان همدا ژبنی او قومی یا مذهبی ملاحظات وی. زموږ په اند که هغه ملحوظات وپیژندل شی او باندی وغږیږو نو شاید یوه د عدل لیاره پیدا شی او په همدی توګه د ازادی لیاره نوره هم رالنډه شی.
هیښ سیب دا ډلی او ټپالی هسی هم بیمغزه ندی، هغوی هم ارمانونه لری او د هغو د تحقق لپاره له اشغالګرو سره یوځای شوی او اشغالګر ځینی بده استفاده کوی. ګه بیا هم هغه ستا په خبره دوی پچمغزه وی نو اقلا غاړی باندی خلاسول ښه دی. هیله ده دوی له مجاهدینو سره د یوه هدف لپاره په بیل سنګرونو ګی وجنګیږی.
مونږ هم د هیښ سیب خبره کوو چه د افغانستان ازادول اول هدف دی. ددی هدف لپاره مونږ د دوو جبهو نه بلکه د ډیرو جبهو غوښتونکی یو. مونږ دا هم منلی دی چه اشغال ختمیدونکی دی خو چه ژر سی نو ښه به وی. مونږ ددی عقیدی په رڼا کی بیا د تیرو حادثو تکرار نه غواړو. همدا زمونږ په اند د آزاد افغانستان د یووالی د ساتلو همیشنی ارزو ده. افغانان که د ازادی ګټلو جوګه دی نو د یوه فراخ نظر او تدبیر استعداد هم لری.
پتوال سیب
زما او ستا په نظر کی تر اوسه هیڅ توفیر نشته. زه هم په دی عقیده یم چه اسلامی حکومت هلته اسلامی کیدای شی چه ولسواک وی. زه البته په ملیتوب باندی ډیر فشار نه اچوم چه خدای دی نکړی د غربی نشنلیزم سره مخ نشو. ولسواکی به ښه لفظ وی چه په هغه کیدای شی مختلف ملتونه سره را ټول شی. دلته چه ملت له امت سره یو بولو نو بیا مو بالکل اختلاف نشته ځکه په امت کی هم پښتون راځی هم تاجک او هم نور. وایی نازی جرمنی په قوم ولاړه وه او اوسنی جرمنی په ولس.
که اسلامی حکومت راشی نو بیا بیعت به وی. بیعت که په هر ډول وی نو باید د ولس د خوشی تعبیر وی. ایا بیعت دایمی دی او که نه دا مسئله د یوه نوی علمی بحث په رڼا کی باید حل شی. دا اسلامی خبره ده او بیا اختلافی ده. نو که د حزب او طالبانو د اینده اختلاف نه افغانستان ساتل غواړو نو دا بیا د دواړو توافق غواړی چه دا هلته راتلای سی چه دواړه طرفه د دریمګړی علماوو په شمول باندی بحث وکړی. کیدای شی د انتخاباتو لیاره ښه وبلله شی او یا کیدای شی د عزل شرایط وټاکل شی. په یوه هم اصرار ښه ندی.
د مذهب د خبری په اړه باید دومره ووایم چه کیدای شی ددوو مذهبونو پیروان په خپل قرارداد کی په صریح ولیکی چه که دعوه راشی نو د کوم مذهب اصول به باندی تطبیق کیږی. دا به نسبتا عدل ته نیږدی وی.
مرکزی او که فیدرالی حکومت؟ ستا خبره شاید د قبول وړ وی خو تفصیل ته ضرورت لری. اول باید د فیدرالی ټول هدفونه او د هغه په ضرورونو بحث وکړو او بیا ویلای شو چه هغه به په کومه ښه لیاره عملی شی. کوم ټکی جه ما مخته ویلی وو هغه د عدل خبره ده. ګه ټول د خپلو حقوقو لاسته راوړل عادلانه وبولی او د هغه نه د محرومتیا احساس ونلری نو بیا هر ډول نظام جه وی هغه ښه دی. کیدای افغانان نوی نوم ورکړی.
په درناوی
پتوال
29.08.2011
يو ځل بيا نېکې هيلې او سلامونه !
د اسلامي احکامو په چوکاټ کې دوه زرين اصول ددولت جزوړولو او حکومت چلولو له پاره تر نورو څرګند اصول دي :
لومړی د شوری او مشورې اصل دی چې په ايت او حديث سره ثابت دی ، چې د ټول ملت په کچه مسائل طبعا ً د ملي شوری رامنځته کول غواړي .
د ملي شورا غړي د مسلمانانو هغه استازي دي چې پخوا د خليفه د ټاکلو په وخت کې ورته انقاب ويل کېدل او اوس ورته د شوری وکيلان يا نماينده ګان وايي .
د خليفه او انقابو ټاکل له دويم زرين اصل سره تړاو لري چې
پخوا ورته بيعت او اوس ورته آزاد، سري ، عام او عادلانه ټولټاکنې وايي ، دا دواړه په ماهيت کې سره يوشی خو په شکلونو کې سره جزي فرق لري .
دغه شکلي فرق په مثبته توګه له منځه ځي چې انتخابات د بيعت انکشافي اوپرمختللی شکل وگڼل شي !
ځکه بيعت کله ناکله ځينو خليفه ګانو په زور هم غوښتی دی او چا چې ترې انکار کړی جنګ ور سره اعلام شوی دی .
دا هغه شکل دی چې اوس ١٤ سوهکاله بشري پرمختګ نه وروسته نور عملي ځای نه لري !
يو بل اسلامي اصل په حکومت د مسلمان تنقيد دی چې جهاد اکبر ګڼل شوی دی چې د حضرت عمر (رض) د خلافت دوره يې ښه مثالونه لري
او هر چاته معلوم دي . دا د آزادو مطبوعاتو، دفکر او بيا د آزادۍ له پاره مهم اساس دی . بل د ولاسواکی يو اصل علنيت دی چې په اسلام
او اسلامي شرعه کې خورا مهم اصل جوړوي او په حقيقت کې مخفيت په اسلامي واکمنۍ کې سره وجود نه لري !
په همدې ډول په سلګونو او سلګونو ټکي شته چې په اسلام کې خورا مهم احکام جوړوي او په ولسواکۍ کې هم تر يوه حده وجود لري .
مهمه داده چې د ولسواکۍ غير اسلامي اجزاوې ونه منل شي اوهغه اجزاوې يې چې د اسلام او اسلامي روحييې سره توافق لري
ومنل شي او نور هم پراختيا ورکړل شي !
ټوله خبره د حکومت په شکل راڅرخي ، ولسواکي د حکومت شکل دی چې حکومت انتخاباتي شکل ولري که نه، او دمنتخبې شورا کنترول دی چې
پر حکومت يې کوي . په دې بايد مخکې توافق وشي ، نورې ټولې خبرې د قدرت له لاسته راوړلو وروسته حل او فصل کېدای شي . والسلام
طاهر مسافر
29.08.2011
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
همداسی خبره دی خو دا لاندی ټکی به ښه وی چه تر نظر لاندی وساتل شی.
د شوری خبره هم اختلافی ده. ځینی وایی چه د مشوری منل واجب دی او نور وایی چه واجب ندی چه امیر او یا حاکم یی ومنی. که څه هم زه ستا خبره منم خو نن سبا د دوو ډلو د اتفاق لپاره یو علمی بحث ته ضرورت ویینم. د ایران د اساسی قانون ته کتل ښه دی چه هغوی څنګه پخوانی فقهی اصول په خپل اساسی قانون کی عملی کړی دی. څه ډول مشوری لری او څوک یی عضویت لری. کومی مشوری واحب دی چه رییس یی ومنی او کومی بیا د بل چا و تصحیح او موافقی ته اړین دی. دا چه هغوی شیعیان دی او کیدای شی هغوی له اهل سنة سره اساسی بیلتون ولری نو مونږ باید خپل اساسی قانون د خپلی فقهی په اساس جوړ کړو. دا چه څوک د ملت نمایندګی کولای شی او یا کومی خبری یی باید د ملت د ارزوګانی وبلل سی او کومی یی خپلی عقیدتی نظریی دی دهغه د بیلتون او منلو لپاره باید اصول وټاکل شی. مهم پکی دا دی چه کفر د ملت په نوم په چل او ول افغانستان ته بیا راښکاره نشی. زما نن سبا غټ مشکل له دیموکراسی همدا دی چه وکیلان خپلی عقیدی د ملت په نامه خرڅه وی او کله چه بیا ملت غوښتنه لری هغوی ته توجه نکوی. مثال یی نن د امریکایانو له جنک سره نفرت دی خو وکیلان یی په ګوز پسی هم نخاندی.
زه هم فکر کوم چه انتخابات به د بیعت د غزیدلی فکر عمل وی. خو دلته دوه خبری شته: یو فقهی او بل عملی. له فقهی پلوه کیدای شی خلک ووایی چه دا غربی مفکوره ده او اسلام باید د هغه په اساس تعبیر نشی ځکه د اصالت خبره بیا له منځه ځی. د جهان ځینی مفکرین دی ته د اسلام غربی کول وایی او بل مکتب بیا د غربی فکرونو اسلامی کول اصطلاح ورته لری. په دی خبره اتفاق ته ضرورت شته. دا چه په اسلام کی د بیعت لیاره یوه نه دی ټاکل شوی او حتی د ظالمو حاکمانو د بیعت خبره هم په یوه نظر نه ده لیدل شوی نو یو ازهری ملا یوی ډیری چټی نظریی ته ځینی رسیدلی وو. هغه دا جرآت کړی وو چه حتی غیر اسلامی افکار لا پکی راتلای شوای. دا بیا هم اتفاق ته ضرورت لری. تاسو د سوء استفادی خبره کړی وه. سوء استفاده له هر سیستم نه کیدای شی. سوال هغه ندی سوال دا دی چه که سوء استفادی وشی نو بیا د هغی د رفع کولو کومه سولییزه او عادلانه لیار شته. که دا وی او د هغی د تطبیق لیاره او د مجازات حد ټاکل شوی وی نو بیا به سوء استفاده کمه شی. ګوره نن سبا د جهان یوه دیموکراسی او انتخابات هم د سوء استفادی نه پاک ندی. د بوش حکومت او د دنیا د انتخاباتی سیستمونه دا ده نن سبا د ۹/۱۱ او د عربو د پاڅون نه راپدی خوا تقلبی لیدل کیږی.
ستاسو خبره چه د تنقید مو کړی ده هغه بالکل مسلمه ده. دا دوه اړخه لری: یوه د مسلمان او د ملت د نظر اظهارولو حق او یا وجییه ده او بل د نظام د څرنګوالی خبره ده. په اساسی حقوقو به بیا و غږیږو خو د نظام په ارتباط به د حضرت ابی بکر د اولی خطبی نه درس واخلو: ان رأيتمونى على حق فأعينونى وان رأيتمونى على باطل فسددونى وفى روايه فان أسأت فقومونى؛ یعنی که مو په حق ولیدلم نو کمک می وکړی او که مو په باطل بیا می په لیاری برابر کړی. بیا هغه وویل: اطيعونى ما أطعت الله فيكم فان عصيته فلا طاعه لى عليك؛ یعنی زما اطاعت وکړی ترڅو چه زه ستاسو په مینځ کی د لوی خدای مطیع یم. که می د هغه نه تجاوز او یا عصیان وکړ بیا نو زما طاعت په تاسو باندی نشته.
ددی پورتینی اصل عملی کول به د شوری شخصی انتقاد او یا توصیی او هم د انتخاباتو په زریعه راشی خو د شوری له لیاری به ښه نتیجه ولری.
والسلام
پتوال
31.08.2011
سلامونه او نېکې هيلې !
[quote:d8fb2ee515="طاهر مسافر"]السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
همداسی خبره دی خو دا لاندی ټکی به ښه وی چه تر نظر لاندی وساتل شی.
د شوری خبره هم اختلافی ده. ځینی وایی چه د مشوری منل واجب دی او نور وایی چه واجب ندی چه امیر او یا حاکم یی ومنی. که څه هم زه ستا خبره منم خو نن سبا د دوو ډلو د اتفاق لپاره یو علمی بحث ته ضرورت ویینم. [/quote:d8fb2ee515]
ګرانه ورور ه مسافر خانه !
که مطلب د يو اساسي قانون رامنځته کول وي چې له اسلامي اساساتو څخه مشتق او په هغوی محدود وي نو بيا بايد ټولنه
د دولت پرځای يواځې او يواځې دعدليې وزارت ولري او بس ! خو که مطلب د ټولو وزارتونو رامنځته کول او د ټولنې د هر اړخيزه او پېچلي ژوند
د قانون پواسطه تنظيمول او وده او پراختيا ورکول وي نو بيا بايد يو داسې مدني اساسي قانون رامنځته شي چې په ديني اساساتو محدود نه وي، بلکې
د اسلام له سپېڅلي دين سره هېڅ ډول ټکر ونه لري ، يعنې اسلامي شرعه به پۀ بشپړ ډول پلې کوي ، خو تر څنګ به يې نور تکميلي
مدني قوانين هم رامنځته کوي چې د ژوندانه مسائل تنظيموي او له شرعي اساساتو سره څه ضد و نقيض ونه لري !
نو هدف يواځې د اسلام بشپړ پلي کول دي، نه د ټولنيز ژوندانه په ديني اساساتو رامحدودول !
طالب ISI
01.09.2011
ښه موضوع مو مطرح کړې.
لومړی هیله ده اختر مو په خوښی کې تیر وي.
پتوال صاحب زما په اند فیصدي ټاکل ډیر موثر کار نه دی. فرض کړه، ما په کنړ کې د طالبانو د ګټور کارو په هکله یو بحث پیل کړی، هلته دوی د ښونځیو سره مرسته کوي، خپله ښونځې او مدرسې جوړوي، حتی له دولت څخه یې غوښتي چې ښځینه معلمانې ور ولیږي تر څو دښځینه معلمینو کمبود پوره شي، او نجونې له ښځینه ښونکو څخه ښه زدکړه کولای شي.
اوس که د کنړ طالبان، د کنړ بند لپاره هم کوم ځانګړې کمیسیون جوړ کړي، تر څو که کوم څوک د بند د جوړولو وقت کې مشکل جوړوي د هغه مخه ونیسي، او نور هم د خیر ښینګڼې کارونه وکړي، نو دا به په شودو باندې غوړي وي.
په پورته حالاتو کې به زه بل هیچا ته هم رایه ور نه کړم، او غواړم به چې ولسوال، ښارول، وکیل او والي مې ټول طالبان وي. بیا په شر او فساد او نور رشوت خورو څه کوم؟، څه په درد خوري؟
پداسې کارو به د کنړ ټول اولس هلته د طالبانو طرفدار وي، او که ته فیصدي ورته وټاکې بیا خو به ۴۰٪ کارونه سم وي، پاتې نور به خراب.
بهترین کار دادی چې هره ډله حق ولري چې خپل سیاسې کارونه تنظیم کړي، خلکو ته خدمات وړاندې کړي، او پدې توګه د خلکو رایه خپله کړي. چې همدغه اصل به په عربې ملکو کې د دکتاتورانو تر ورکیدو وروسته عملي کیږي.
او که ملتپالان دغه خدمات وړاندې کوي، بیا نو خلک حق لري چې پدوې پسې لاړ شي.
خلاصه دا چې د رایو بکسونه باید تصمیم نیونکې اوسي، دا چې څوک زیاتې رایې وړي، دا د همغه ډلې په ساسي تګ لارې، د خلکو سره چلند، خلوص پورې اړه لري.
که چیرې طالبان ځانونه د ای،اس،ای له منګولو په مکمل ډول خلاص کړي، او خپل جدیت د ګیرې، میوزیک، لونګی، چادري، ..... په ځای په تعلیم (ښځو ، نرو)، د وطن آبادولو، نړیوالو اړیکو، تجارت، د خلکو خدمت کې ولګوي، بیا خو زه تر پیړیو پورې بل نر نه وینم چې له دوی څخه حکومت وګټي.
په عین وقت تکې د دینې تعلیم محصلینو، ته هم توجه وشي، یو دیني طالب باید داسې تربیه شي، چې عربي، انګلیسي، یې مکمله زده وي، له دینې تعلیم تر څنګ د یوه کسب څښتن هم وي، چې هیڅکله هم د خلکو د ډوډیو، خیراتو شفقت ته محتاج پاتې نه شي. هغه چړي، چې د خلکو له کورو ډوډی ټولوي، هغه بیا له خلکو سره، له مکتب سره کینه پیدا کوي. هغه ملا چې د خلکو د سرسایه، صدقې، خیرات محتاج وي، هغه د حق خبره نه شي، کولای ځکه هغه بچیان لري، ښځه لري، باید هغوی ته روزي پیدا کړي، او که د کلي هر سرمایه دار خفه کوې، بیا دا کار نه کیږي.
خو په اوس حالاتو کې تر ټولو ښه زیری به داوي چې ، طالبان صلحه ومني، د کرزي له دولت سره یوځای شي، ځینې وزراتونه لکه، د کورنیو چارو وزارت، عدلیه، لوړو زدکړو وزارت، د کلیو او پراختیا وزارت، دوی ته وسپارل شي، دوی په دریو کلونو کې خپل کمال وښيې، او د کرزي د حکومت له پای څخه وروسته ، طالبان په رسمي بڼه یو سیاسي تنظیم جوړ کړي، چې مشر ملا صاحب یې روحانې مشر وي، او پاتې مشران یې ملا متوکل، ملا ضعیف، ملا مجاهد، کرزی، احدي، فاروق وردګ، خورم صاحب، ګل آغا شیرزوی، د پکتیا ا خوست اوسني والیان او داسې نور تکړه پښتانه وي، چې داسې یو ترکیب د شر او فساد زړه وچووي، او ددوی په لوړو حوصلو او ارادو به وطن د آبادی په لور نور ګامونه هم پورته کړی.
شین ستړګې باید ټول ووځي، خو ستراتیژیک تړون باید امضا شي، ځکه د امریکا محدود حد کې موجودیت ددې باعث کیږي چې نړیوال په افغانستان اعتبار وکړي، دلته لویې کمپنی سرمایه ګذاري وکړي، د ایران او پاکستان به هم یو څه سترګه ترې سوځي.
که د هیواد کوم ګوټ کې زر نفره امریکایان واوسیږي، او د ملي اردو په تجهیر، تربیه کې رول ولري، کوم بدي خو نه لري. په کوم عربې هیواد کې چې دوی میشت دي، څه تاوان یې کړی، آیا تر اوسه یې کومه عربه، کویټی، قطری نجلی باندې تعرض کړی؟
چې همدغه برخه د طاهر صاحب د هغه سوال ځواب دی چې څنګه له همسایه ګانو څخه په امن شو.
التبه عین وقت کې غربیان د پاکستان د اتومې اسلحې څخه په ویره کې دي، چې دغه اسلحې به د تندلارو لاس ته ورشي، او کیدای شي، وړوکې بمونه ترې جوړ شي، چې بیا به په دوی سم قیامت جوړ کړي. نو همغه ویره، د اسامه موجودیت د پاکستانې اډو له څنګ سره ددې باعث شوې، چې غربیان د پاکستان د تجزیه پلان جوړ کړي، چې په کراچی کې مشکلات یې پیل دی.
خپله پنجابیان هم د هندي پنجاب سره ګډ ژوند غواړي ، ځکه ددوی کلتور، رواج....هر څه سره یو دي، خو یواځې ای،اس،ای او نورې ډلې چې د پاکستان په وجود کې خپلې ګټې وینې، هغوی فکر نه غواړي پاکستان تجزیه شي، یا خو له هند سره سم مناسبات ولري.
زه فکر کوم چې په راتلونکې کې به پنجاب په هند ورګډ شي، پښتونخوا به له بلوچانو سره په یوه نوي ملک بدل شي، او سند به هم یو نوی هیواد شي.
خو افغانستان ته پکار ده چې په هر قیمت وي، باید د بحر سره سرحد پیدا کړي، دا چې پښتونخوا بیل هیواد شي، دا تر دې ډیر ښه دی چې د افغانستان برخه وي، ځکه پدې توګه به د نړی په مخ د پښتنو دوه هیوادونه وي، او سالم رقابت به هم ددوه وروڼو تر منځ موجود وي.
طاهر مسافر
01.09.2011
سلام او اختر مو مبارک
پتوال سیب
که دی خبره د اقتباس شوی ټکیو په سر وی نو د هغه مطلب دا دی چه شوری او د هغوی صلاحیتونه باید د شرعی په رڼا کی وی. که چیری مسئله اختلافی وی او د دولت دنوعیت سره اړیکه لری نو هغه باید په اساسی قانون کی د یوه اتفاق په اساس ولیکل شی. شوری او یا په اوسنی اصطلاح پارلمان هم د دولت له نوعیت سره ارتباط لری نو ځکه می اقتباس سوی خبره کړی ده.
که هغه نوی نو ما مخته لیکلی وو چه هغه مسئلی چه شرعی حل یی مسلمانو لیدلی وی نو هغه باید له هغوی سره مطابق وشی. البته دلته هم یوی خبری ته اشاره باید وکړو. کومی اجتهادی خبری چه ډیر په صریح نص نوی ولاړ هغه کیدای شی له سره بحث باندی وسی.
هغه مسئلی چه په نصونو کی نه وی راغلی هغه نو بیا په بل اصل باندی حل کیدای شی. هغه ستا په خبره باید له شرعی اصولو سره ضد او نقض نه ولری. هغه د مسکوتو مسئلو خبره می مخته کړی ده او د هغی سره مطابق دینی او دنیاوی ژوند کولای سو او د هغه په اساس نوی قانون جوړیدای سی چه په هغه کی اساسی قانون هم راتلای سی.
نو زما اوستا څه اختلاف نشته. چه اوسنی موضوع نه فارغ شو نو بیا به د دریو قوو په سر او د هغوی په مینځ کی د قدرت په ویشلو بحث وکړو.
شهیر سیب
ستا خبره به د ستراتیژی په بیانولو کی تر بحث لاندی ونیسو. اوس به صرف د اساسی قانون په اولو خبرو باندی وغږیږو.
په درناوی
پتوال
01.09.2011
شهير صيب له يوې خوا ليکي چې :
[quote:d98068e4bb]زه فکر کوم چې په راتلونکې کې به پنجاب په هند ورګډ شي، پښتونخوا به له بلوچانو سره په یوه نوي ملک بدل شي، او سند به هم یو نوی هیواد شي .
...... دا چې پښتونخوا بیل هیواد شي، دا تر دې ډیر ښه دی چې د افغانستان برخه وي، ځکه پدې توګه به د نړی په مخ د پښتنو دوه هیوادونه وي،
او سالم رقابت به هم ددوه وروڼو تر منځ موجود وي.[/quote:d98068e4bb]
خو له بلې خوا دا بيرته داسې نقضوي :[quote:d98068e4bb]
خو افغانستان ته پکار ده چې په هر قیمت وي، باید د بحر سره سرحد پیدا کړي،[/quote:d98068e4bb]
دا سرحد به له بحر سره په هوا کې وي (؟) ازکه په وچه د سمندر د کڅ يوه نړۍ تړانګه د سهيلي پښتونستان له جنوب لوېديځ څخه
تر جنوب ختيځ پورې افغانستان واخلي نو د پښتونستان خلک به سمندر ته له خپلې لارې څخه بې برخې شي ، آيا دا امکان لري (؟) او که يې ولري له زيان پرته به يې ګټه څه وي ؟؟؟؟؟؟؟
آيا عجيبه نه ده چې اسلامي پنجاب له هندو پنجاب سره يوځای کيدل غواړي ، خو ته لرو مسلمانو پښتنو ته اجازه نه ورکوې چې
له خپلو برو مسلمانو پښتنو افغاني ورونو سره يوځای شي (؟؟؟؟) .
په دې توګه تاسې د ډيورن کرښه ساتل او ابدي کول غواړئ ،
[quote:d98068e4bb]ځکه پدې توګه به د نړی په مخ د پښتنو دوه هیوادونه وي،[/quote:d98068e4bb]
نو بيا يې همدغسې څلور ولې نه ساتئ :
پښتونخوا، شمالي پښتونستان ، جنوبي پښتونستان او دافغانستان پښتانه ، همدغسې ٤ ټوټې به پاتې شي (!)دا کار خو درته
انګليسي استعمار کړی نور څه غواړې ته به يې صرف آزاد کړې .
که دا کار ښه وي نو آيا احمد شاه بد کړي وو چې پښتونستان يې لا پخوا له افغانستان څخه نه و بيل کړی او تاسې
اوس تر هغه هم زيات ښه کوئ چې يو افغانستان په دوه بيلو هيوادونو ويشئ ؟ ؟؟؟؟ او د پاکستان له ړنګېدو وروسته هم
ددوی بيرته يوځای کېدل نه غواړئ ؟؟؟؟ داشعار به مو دانګليسي استعمارچيانو له خولې ددرک وړ وي که ووايي چې :
د پاکستان تجزبه منم خو ديو بشپړ افغانستان جوړول نه !!!!
آيا د ډېرې خواشينۍ ځای نه دی چې دغه چټل شعار د انګليس پر ځای د شهير صيب له خولې اورم (؟؟؟؟)
[color=red:d98068e4bb]نو شهير صيب که انګليس دې وبخښي شک نشته ، ولې پښتون خو دې نشي بخښلی ![/color:d98068e4bb]
ولې په دې لاندې جملو مو بحث کېدای شي :[quote:d98068e4bb]
پتوال صاحب زما په اند فیصدي ټاکل ډیر موثر کار نه دی. فرض کړه، ما په کنړ کې د طالبانو د ګټور کارو په هکله یو بحث پیل کړی، هلته دوی د ښونځیو سره مرسته کوي، خپله ښونځې او مدرسې جوړوي، حتی له دولت څخه یې غوښتي چې ښځینه معلمانې ور ولیږي تر څو دښځینه معلمینو کمبود پوره شي، او نجونې له ښځینه ښونکو څخه ښه زدکړه کولای شي.
اوس که د کنړ طالبان، د کنړ بند لپاره هم کوم ځانګړې کمیسیون جوړ کړي، تر څو که کوم څوک د بند د جوړولو وقت کې مشکل جوړوي د هغه مخه ونیسي، او نور هم د خیر ښینګڼې کارونه وکړي، نو دا به په شودو باندې غوړي وي.
په پورته حالاتو کې به زه بل هیچا ته هم رایه ور نه کړم، او غواړم به چې ولسوال، ښارول، وکیل او والي مې ټول طالبان وي. بیا په شر او فساد او نور رشوت خورو څه کوم؟، څه په درد خوري؟ [/quote:d98068e4bb]
مخکې له دې چې طالبان ددغسې ښو کارونو چانس ولري يو ښه حکومت بايد موجود شي چې دغسې ښو کارونو ته چانس او زمينه ورکړي .
دا د يو اشغالګر او د هغه د ګوډاګيو په حکومت کې نشي کېدای او که وشي هم څه معنی نه لري ، اشغال به وغځوي ، نور څۀ ؟
نو دغسې يو آزاد ملي حکومت به څوک جوړوي او څنګه به جوړيږي ؟
صرف دوه لارې يې ممکنې دي :
لومړی د اشغالګرو پروتلو او له بيطرفو څخه د يوې دورې له پاره د انتقالي حکومت پر جوړولو توافق وشي لکه څنګه چې يې فاروق اعظم
صيب وړانديز کړی دی .
دوهم ددواړو متخاصمو خواو او بېطرفو افغانانو ترمنځ د يوې انتفالي دورې له پاره په ګډ اتلاف سره توافق وشي . په دې کې نو بيا
د فيصدۍ ټاکل اړين دي ، څو دواړه متخاصمې خواوې په مساوي فيصدۍ سره په کې برخه واخلي او هېڅوک بې برخې پاتې نشي !
مهم د حکومت رغنده او ژغورنده ځانګړتيا ده چې د بيطرفو غړو پواسطه تضمينيږي او د جنګ جګړې او نورو درغليو مخه نيولی شي .
اساسي مسوليت هم ددوی په غاړه لويږي او د انتخابي حکومت له پاره د ټولټاکنو شرايط رامنځته کول آزاده سري او عادلانه عامه او شفافه
رايګيري په بري سره تر سره کول به هم ددوی رسالت او وياړنه وي !
تر دې دوه لارو بله کومه ښه لار نشته او ممکنه هم نه ده !
واسلام !
د اساسی قانون حیثیت
طاهر مسافر
06.09.2011
سلامونه او اختر مو مبارک
په تیر لیک کی د اساسی قانون وجود او په هغه کی د اسلام او حکومت شکل تر نظر لاندی نیول شوی وو. اوس به د اساسی قانون قانونی حیثیت باندی خبری وکړو.
ایا اساسی قانون باید په ټولو نورو قانونو برتر وی؟
هغه اساسی قانون چه کفر په مسلمانانو تحمیل کړی دی په هغه کی په عمومی ډول اساسی قانون د ټولو عالی مرجع او که کوم قانون بیا له هغه سره ټکر کیږی نو اساسی قانون بیا عملی کیږی او ټکرشوی قانون د ټکر په اندازه ملغی اعلانیږی. دا خبره د مسلمانو لپاره، چه هغوی خپل اساسی قانون په خپله جوړه وی او د نامسلمانو دولتو او ارګانونو په غم کی نوی، لیږ د فکر خبره ده.
ایران خپل اساسی قانون په اسلام متکی کړی او بیا اسلام په قران او د هغوی د امامانو په سنت او اجتهاد متکی بولی. افغانستان خو اکثریت بیا سنی دی او په هغوی کی حنفیان دی. نو په دی شکل کی بیا دا سوال پیدا کیږی چه ایا اساسی قانون به څه فایده ولری چیری چه قران اساسی قانون وبلل شی. جواب اسانه دی. اساسی قانون لرل او د قران او سنت عملی کول څه تضاد نلری. قران او سنت به له اساسی قانون برتر او اساسی قانون به بیا له نورو عادی قانونو نه برتر وی.
دا په دی معنی چه د اسلام اصول به د اساسی قانون اصول وی. له هغه نه علاوه اساسی قانون به نور اصول لری چه هغه د اسلام له مخه په مسکوتو خبرو کی راځی خو د افغانستان په امن او پیشرفت کی اساسی رول لری او له دی کبله به د اساسی قانون اساسی اصل بلل شوی وی.
بناء که پارلمان او یا شوری کوم قانون جوړ کړی چه هغه لفظا او یا عملا د اساسی قانون سره متضاد وبلل شی نو بیا به هغه لغو کیږی.
دلته دوو ټکو ته توجه ښه ده: اول څنکه به یو قانون چه د اسلام سره ټکرلری ملغی اعلان شی؟ دوهم: د قانونی استبداد مخنیوی.
دا چه اسلام به د اساسی قانون په رګ او رګ کی پروت وی او قران او سنت به د هغه عالی مرجع بلل کیږی نو بیا به عام قانون دواړو ته تابع وی. که چیری د اساسی قانون لیکونکو یوه موضوع په اساسی قانون کی نه وی ایښی او وروسته شوری هغه په یوه عادی قانون کی راولی نو په دی صورت کی به همدا نوی عادی قانون د قران او سنت و احکامو ته تابع وی. هغه مادی چه له دوو پورتنیو مرجعګانو نه سرغړولی وی هغه به لغو اعلانیږی. که چیری موضوع له مسکوتو خبرو نه شمیرلی شو نو عادی قانون به بیا هم د شرعی له عامو اصولو سره ضدیت نه لری او هم به د اساسی قانون له مادو سره توافق لری.
د قانون استبداد نن سبا په نړی کی د عدل او انصاف لپاره غټ خنډ دی. دا د نړی په ټولو دولتو کی خپور دی. د کمونستی او انګریزی په بڼه جوړشوی قانونونه د دهغوی برتری غواړی او د یوه کس په باره کی هر هغه تیری چه نه یی دین منی او نه یی اخلاق او یا انصاف هغه که قانونی شی نو اساسی قانون به یی ومنی. دا قانونونه بله عالی مرجع نلری. نو که چیری یو حکومت هرڅه وغواړی هغه کولای شی ترڅو هغه په پارلمان کی ومنل شی. زیات وخت اجراییه او مقننه قوی د یوه حزب وی او که نوی هم هغوی د پټو منل شوی ملی ارمانونو په اساس د فردی حقوقو نه تیریږی او قانون د نورو ملی ارمانونو، چه اکثرا سیاسی ډلی پکی خپلی ګټی غواړی، په اساس جوړیږی. دا چه قضایه د اجرایی تر نسبی کنترول لاندی ده او زیاتره قاضیان په سیاسی ډلو پسی تړلی خلک وی، نو که یو فرد وهغوی ته ولاړ هم سی انصاف به پیدا نکړی. قاضیان به د پارلمان خبره منی او په دی ډول د قانونی استبداد مخه نوره هم فراخیږی. قضایه د اجرایی تر کنترول لاندی ځکه بولو چه یا خو دا قاضیان خپله سیاسی وی او یا د هغوی ترفیعکانی او ګمارنی د اجرایی لخوا ورکول کیږی. له دی بدبختی نه د امریکا او اروپا سیستمونه هم ندی ژغورل شوی. د ۹/۱۱ نه وروسته د فردی حقونو تحدیدول یوه ښه نمونه ده. که څه هم دا دولتونه په تیوری کی د فردی حقوقو برتری غواړی خو د عمل په جامه کی تر اوسه ناکام ثابت شوی دی.
خلاصه دا که شرعی پوهنه ګرانه نه وی او وکول شی ټول لوستی خلک له هغه نه په جماتونو کی خبر شی او یا یی خپله ووایی نو د قانونی استبداد پیدا کول او معلومول به اسانه وی. که قضایه له سیاست نه لری وساتل شی نو بیا به د انصاف پیدا کول هم اسانه وی. دا په دی شرط چه اساسی قانون و اسلام ته تابع وی او بس. افراد به د ظلم په صورت کی و محکمی ته تللای شی او قاضیان به ازادانه قضاوت کولای شی او یو قانون به نه اسلامی او یا بی اساسه اعلانیدلای شی او په دی ډول به د قانون حکومت وی او عدل او انصاف تامین.
د اساسی قانون تطبیق او برتری به د قضایه قوی وظیفه وی. هیڅ بل شخص او ارګان، د شوری په استثنا، به نشی کولای د قانون اساسی تفسیر او ترجمه وکړی او که د یوی مادی په پوهنه کی اشکال ولری نو هغه به د ستری محکمی نه پوښتی او د هغی جواب به اخری وی. تنها شوری به د محکمی نظر باطلولای شی. څنکه چه شوری هم باید د اسلام تابع وی نو کیدای شی د سنا (انتصابی شوری)، چه د فقها او نورو سیاستپوهانو او قانونپوهانو نه متشکلوی، زیات صلاحیت ولری چه قضایی فیصله او یا د نمایندګانو (انتخابی شوری) په رای جوړ شوی قانون د اساسی قانون او یا شرع نه مخالف اعلان کړی.
نور بیا
د اساسی قانون حیثیت
طاهر مسافر
06.09.2011
سلامونه او اختر مو مبارک
په تیر لیک کی د اساسی قانون وجود او په هغه کی د اسلام او حکومت شکل تر نظر لاندی نیول شوی وو. اوس به د اساسی قانون قانونی حیثیت باندی خبری وکړو.
ایا اساسی قانون باید په ټولو نورو قانونو برتر وی؟
هغه اساسی قانون چه کفر په مسلمانانو تحمیل کړی دی په هغه کی په عمومی ډول اساسی قانون د ټولو عالی مرجع او که کوم قانون بیا له هغه سره ټکر کیږی نو اساسی قانون بیا عملی کیږی او ټکرشوی قانون د ټکر په اندازه ملغی اعلانیږی. دا خبره د مسلمانو لپاره، چه هغوی خپل اساسی قانون په خپله جوړه وی او د نامسلمانو دولتو او ارګانونو په غم کی نوی، لیږ د فکر خبره ده.
ایران خپل اساسی قانون په اسلام متکی کړی او بیا اسلام په قران او د هغوی د امامانو په سنت او اجتهاد متکی بولی. افغانستان خو اکثریت بیا سنی دی او په هغوی کی حنفیان دی. نو په دی شکل کی بیا دا سوال پیدا کیږی چه ایا اساسی قانون به څه فایده ولری چیری چه قران اساسی قانون وبلل شی. جواب اسانه دی. اساسی قانون لرل او د قران او سنت عملی کول څه تضاد نلری. قران او سنت به له اساسی قانون برتر او اساسی قانون به بیا له نورو عادی قانونو نه برتر وی.
دا په دی معنی چه د اسلام اصول به د اساسی قانون اصول وی. له هغه نه علاوه اساسی قانون به نور اصول لری چه هغه د اسلام له مخه په مسکوتو خبرو کی راځی خو د افغانستان په امن او پیشرفت کی اساسی رول لری او له دی کبله به د اساسی قانون اساسی اصل بلل شوی وی.
بناء که پارلمان او یا شوری کوم قانون جوړ کړی چه هغه لفظا او یا عملا د اساسی قانون سره متضاد وبلل شی نو بیا به هغه لغو کیږی.
دلته دوو ټکو ته توجه ښه ده: اول څنکه به یو قانون چه د اسلام سره ټکرلری ملغی اعلان شی؟ دوهم: د قانونی استبداد مخنیوی.
دا چه اسلام به د اساسی قانون په رګ او رګ کی پروت وی او قران او سنت به د هغه عالی مرجع بلل کیږی نو بیا به عام قانون دواړو ته تابع وی. که چیری د اساسی قانون لیکونکو یوه موضوع په اساسی قانون کی نه وی ایښی او وروسته شوری هغه په یوه عادی قانون کی راولی نو په دی صورت کی به همدا نوی عادی قانون د قران او سنت و احکامو ته تابع وی. هغه مادی چه له دوو پورتنیو مرجعګانو نه سرغړولی وی هغه به لغو اعلانیږی. که چیری موضوع له مسکوتو خبرو نه شمیرلی شو نو عادی قانون به بیا هم د شرعی له عامو اصولو سره ضدیت نه لری او هم به د اساسی قانون له مادو سره توافق لری.
د قانون استبداد نن سبا په نړی کی د عدل او انصاف لپاره غټ خنډ دی. دا د نړی په ټولو دولتو کی خپور دی. د کمونستی او انګریزی په بڼه جوړشوی قانونونه د دهغوی برتری غواړی او د یوه کس په باره کی هر هغه تیری چه نه یی دین منی او نه یی اخلاق او یا انصاف هغه که قانونی شی نو اساسی قانون به یی ومنی. دا قانونونه بله عالی مرجع نلری. نو که چیری یو حکومت هرڅه وغواړی هغه کولای شی ترڅو هغه په پارلمان کی ومنل شی. زیات وخت اجراییه او مقننه قوی د یوه حزب وی او که نوی هم هغوی د پټو منل شوی ملی ارمانونو په اساس د فردی حقوقو نه تیریږی او قانون د نورو ملی ارمانونو، چه اکثرا سیاسی ډلی پکی خپلی ګټی غواړی، په اساس جوړیږی. دا چه قضایه د اجرایی تر نسبی کنترول لاندی ده او زیاتره قاضیان په سیاسی ډلو پسی تړلی خلک وی، نو که یو فرد وهغوی ته ولاړ هم سی انصاف به پیدا نکړی. قاضیان به د پارلمان خبره منی او په دی ډول د قانونی استبداد مخه نوره هم فراخیږی. قضایه د اجرایی تر کنترول لاندی ځکه بولو چه یا خو دا قاضیان خپله سیاسی وی او یا د هغوی ترفیعکانی او ګمارنی د اجرایی لخوا ورکول کیږی. له دی بدبختی نه د امریکا او اروپا سیستمونه هم ندی ژغورل شوی. د ۹/۱۱ نه وروسته د فردی حقونو تحدیدول یوه ښه نمونه ده. که څه هم دا دولتونه په تیوری کی د فردی حقوقو برتری غواړی خو د عمل په جامه کی تر اوسه ناکام ثابت شوی دی.
خلاصه دا که شرعی پوهنه ګرانه نه وی او وکول شی ټول لوستی خلک له هغه نه په جماتونو کی خبر شی او یا یی خپله ووایی نو د قانونی استبداد پیدا کول او معلومول به اسانه وی. که قضایه له سیاست نه لری وساتل شی نو بیا به د انصاف پیدا کول هم اسانه وی. دا په دی شرط چه اساسی قانون و اسلام ته تابع وی او بس. افراد به د ظلم په صورت کی و محکمی ته تللای شی او قاضیان به ازادانه قضاوت کولای شی او یو قانون به نه اسلامی او یا بی اساسه اعلانیدلای شی او په دی ډول به د قانون حکومت وی او عدل او انصاف تامین.
د اساسی قانون تطبیق او برتری به د قضایه قوی وظیفه وی. هیڅ بل شخص او ارګان، د شوری په استثنا، به نشی کولای د قانون اساسی تفسیر او ترجمه وکړی او که د یوی مادی په پوهنه کی اشکال ولری نو هغه به د ستری محکمی نه پوښتی او د هغی جواب به اخری وی. تنها شوری به د محکمی نظر باطلولای شی. څنکه چه شوری هم باید د اسلام تابع وی نو کیدای شی د سنا (انتصابی شوری)، چه د فقها او نورو سیاستپوهانو او قانونپوهانو نه متشکلوی، زیات صلاحیت ولری چه قضایی فیصله او یا د نمایندګانو (انتخابی شوری) په رای جوړ شوی قانون د اساسی قانون او یا شرع نه مخالف اعلان کړی.
نور بیا