نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
یو بام او دوي هوا !؟
مساپر
11.08.2011
په يو لړ شخصې كارونو پسې بايد خيبر پښتونخوا ته تللى واى، سهار وختي له خوست څخه د پاكستان په طرف روان شوم،ښه شيبه په نوى پوخ شوى سرك موټر روان و،سرك باندې لا هم كار روان و،د سرك يوې خوا او بلې خوا ته تقريبآ دوه سوه مترى كې د اربكيو پوستي وى او بې شماره كسان د سرك جوړولو ساتنې ته ولاړ و،څو شيبې پس د ډريور خوله وخوزيده:
دا سرك باندي له 40 څخه زيات اربكي مړه شول، نوره به څومره مړه كيږې؟ لا نيمايې هم پوخ نه دى،او په دې موده كې يې څو ډير قيمتي ماشينونه وسوځول شول، ډريور غلى شو او زه هم غلى ناست وم، سرك باندې تر ډيره ځايه وسلوال كسان ولاړ و او د سرك جوړولو ساتنه يې كوله.
د ورځي لس بجي وې چې په سرحد واوښتم او د كرمي ايجنسۍ په حدودو كې داخل شوم،تر يو ساعت مزل وروسته ټل ښارگوټي ته نږدې شوى و، دلته هم سرك باندې كار روان و،خو توپير يې دا و چې نه وسلوال و، او نه د ماشينو سوځول، كاريگرو په خوشالى او ارامى سره سرك په عالي كيفيت جوړولو،نه ويره وه ،او نه بم،ماشينونو هم بې له وسلوالو كسانو په آرامى كار كولو.
زړه مې خپه شو چې ولي یو بام او دوي هوا ؟
pattang
12.08.2011
ګرانه!
دا زوړمتل دی ماته مالوم او نوروته به هم مالوم وي خو تا په ډېر ښه ځای
کې په عملي ډول او په يوو مقايسوي او کتونکي حالت کې راوړی دی :
[quote:8bf484fea9]زړه مې خپه شو چې ولي یو بام او دوي هوا ؟[/quote:8bf484fea9]
ان په کوچنيوالي کې به کله چې زه له خپل نيکه سره پېښورته تلم نو کله
به مې چې دپاکستان بيرغ ته وکتل او يابه پټ تېرېدو، زړه به مې ډېر
مايوسه او خفه شه ، ځکه ما هغې اودغې خواته پښتانه ليدل چې يوه
ژبه او يو اخلاق اورويه يې لرله ، په هغه وخت کې زه په نور څه نه پوهېدم
خودابه په زړه کې راګرزېده چې ولې مونږ يو بل يوواو مختلف بيرغونه لرو!
په چل او ول ، پټ ځواوراځو خو زما نيکه به بيا د خدايې خدمتګارانو او
مسلم ليکو قصې راته شروع کړې .........
اوس راځم ستا متل ته :
دامتل زما لپاره داسې دی لکه يو (تړلی شوی شی) چې په خلاصېدو کې
يې غټې تاريخي او سياسي څېړنې نغښتې دي.
الله پاک دې پښتنوته دومره قدرت ، غيرت ، مېړانه او پوهه ورکړي چې
دسياست اوپوهې له لارې ددې متل په مانا پوه شي او يو بام او يوه هوا
ترې جوړه کړي ٠
امين