د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دبې پیلوټه الوتکې په برید کې 21 تنه ووژل شول!

مساپر
10.08.2011

په اسلام اباد کې دالجزیرې خبریال وايي تېره شپه دشمالي وزیرستان په میرانشاه کې دبې پیلوټه الوتکې په برید کې دجلال الدین حقاني د ډلې څوارلس جنګیالي وژل شوې، او پاتې نور ټول يې بهرني (ازبکان، چیچنیان، پنجابیان، او نورو) جنګیالي دي ، چې تر اوسه يې هویت جوت نه دی .

شمالي وزیرستان د حقاني شبکې مرکز بلل کېږي او امریکا له تېرو څو کلونو راهیسي غواړي چې پر دې سیمه بریدونه وکړي ترڅو د دغه شبکې د خونړیو حملو مخه ونیول شي خو اوس د خپلو بې پیلوټه الوتکې په بریدونه سره د حقاني او د دوی د بهرنې جنګیالیو سره دا جګړه شروع کړي دي.
یوشمېر پښتانه عالمان ادعا کوي چې د کوزې پښتونخوا په خونړیو او بې رحمانه چاودنو کې حقاني شبکې لاس لري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more