د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

قلم او ټوپک

وصيل پېروز
10.08.2011

ښاغلي عبدالغفور پېروز دقلم او ټوپک په اړه یوه لیکنه کړې چي له تاسو سره یې شریکوم :
لوېديځ ديرغمل نيونې ، تېري اويرغلونوپه دې توپان کي يوپروپاګنډداپيل کړی چي افغانان دي دټوپک پرځای قلم واخلي ، ليک لوست دي زده کړي ، دعلمي انکشاف په وده کي دي خپله وړتيااوپياوړتيا زياته کړي ، ټوپک تباهي ده ، هلاکت اوله تخريب پرته بل څه نه شي ګټلای .
په ظاهره داخوراپه زړه پوري اوجالب شعارونه دي ، تش په نوم اديبان ، ژورناليستان ، ليکوالان ، روڼ اندي اوله معنوي ارزښتونومنکرمادي پال هم په خپلوليکنو، شعرونو،مقالواوويناووکي دلوېديځو غولوونکوشيطاني اداروداشعارونه په خورازوروشورورسره بدرګه کوي اوپه هره ناسته ، جلسه اوغونډه کي ورته بې حده ډېرتبليغات کوي اوظاهراًخپل همدادريځ ورته ډېرمنطقي ښکاري .
سمه ده چي قلم سپېڅلی دی ، ملتونوته پرمختګ وربخښي ، دعلم په ډېوودجهالت تيارې رڼاکوي ، د پوهي په زرينوپلوشودناپوهۍ تياره انګړونه ځلوي ، ملتونه دپرمختګ هسک اسمان ته خېژوي ، سوکالي راوړي اوويدوزړونوته په خپله پسته ژبه دويښتياپيغام رسوي . قلم دی چي موږته دتېروخت هرډول داستانونه بيانوي ، علوم وفنون راته ښيي ، دښه وبدپه لاروچاروموپوهوي ، دبدواوښوخلکوپه خواږه اوتريخ برخليک موخبروي ، په ټولنه کي درڼامنارونه دروي ، عاطفه اوالفت راته ښيي ، مينې ته موهڅوي ، له تهذيب اوتمدن سره مواشناکوي ، دمعنويت اوماديت مقام راپېژني ، درڼااوتيارې توپيرراته په ګوته کوي ، ړونداوبنا راښيي، په ټولنيز،انفرادي ، علمي ، کولتوري ، سياسي اوپوځي چاروکي بصیرت رابخښي ، په ګټه اوتاوان موپوهوي اولنډه داچي دژوندپه هره نېکمرغي موخبروي خوکه همداقلم ناسم وکارول شي اوناولې ګوتې ورڅخه کارواخلي بياترټوپک ډېرخطرناک ، ويجاړوونکی اوتاواني دی . بيادرڼاپرځای تياره، دعلم پرځای جهالت ، دنېکمرغۍ پرځای بدمرغي ، دسولي پرځای ګډوډي اودپرمختګ پرځای شاتګ خپروي .
همدارازټوپک دځان ساتنې وسيله ، ددفاع اله ، ددښمن په وړاندي دمقاومت وسله ، دتېري په وړاندي دتېريګرووژونکی ، دحريت سبب ، دجهاداله ، دننګيالووياړ، دسرښندونکوافتخاراودحق پالولپاره دحق په ساتنه کي يومرستندوی دی . خوکه په ناسم ډول وکارول شي نودبې ګناه انسانانوژوندله منځه وړي ، انساني ژوندناارامه کوي ، دعلم ، پوهي اوپرمختګ مخه نيسي ، تهذيب اوتمدن ختموي ، اسلامي اوانساني ارزښتونه ترپښولاندي کوي ، وحشت اوځناورتوب خپروي ، دجنت پرځای دوزخ ته لارهواروي ، ظلم اوتېري ته وده ورکوي ، دعدل اوانصاف مخه نيسي اوپه انساني ټولنه کي دوېري ، ډار، وحشت اوترورفضارامنځ ته کوي .
اسلام که له يوې خواقلم ستايي ، خلک ورته هڅوي ، قرآن قسم پرې خوري ، په عملي اونظرياتي ډول دهغه ارزښت په ډاګه کوي اوټولوخلکوته دهغه دخپلولودعوت ورکوي نوبل لورته ټوپک هم له پامه نه غورزوي دهغه اهميت هم په ډاګه کوي ، داستعمال مناسب ځای يې په ګوته کوي اوخپلوپيروانوته وايي چي په دغوځايونوکي پرتاسودټوپک کارول فرض دي که مواستعمال نه کړګنهکارياست ، الله جل جلاله عذاب درکوي ، په دنياواخرت کي موپه ډول ډول کړاوونواخته کوي اودنه کارولوپه صورت کي مودښمن درباندي مسلطوي اوپه ژوندکي به موپه داسي ازموينومبتلاکړي چي له ټوپک پرته به هيڅ شی ګټه ونه لري .
لنډه داچي په اسلام کي هم قلم مهم دی هم ټوپک . ديوه خپلول اودبل پرېښودل داهم داسلام حکم نه دی اوپه دواړوکي ترټاکلوحدودوتېری هم داسلام حکم نه دی په دواړوصورتونوکي بربادي ده ، هلاکت دی او اسلام يې غندنه کوي .
دتاريخ په اوږدوکي موږددواړوخواووبېلګي ليدلې دي . اندلس داسلامي تاريخ هغه دردوونکی باب دی چي تاريخ لوستل يې سړی دقلم اوټوپک دواړوپه مقام اواهميت خبروي ، اندلس يووخت دعلم ځانګو، دټولي نړۍ لپاره دعلم ډېوه ، دتمدن اوپرمختګ نړۍ واله بېلګه ، دمسلمانانودوياړشمله اودمسلمانانوديني اوسائنسي پوهانودهڅواوزيارنه هېرېدونکی سمبول وو. هلته هم توره وه هم قلم ، که به استادپه مدرسه اوښوونځي کي شاګردان دعلم په وړانګونازول ، نومجاهداوغازي به دخپل سرپه بيه دعلم نتايج اومحصولات خوندي کول ، دښمنان يې نه پرېښودل چي دمسلمانانوپه وينواوخولوجوړشوي علمي مرکزونه له منځه يوسي ، دپوهي زرينې ډېوې مړې کړي اواسلامي نړۍ دعلم اوعرفان له دې بې ساري رڼامحرومه کړي، خوکله چي مجاهدخپله توره بې ځايه وکاروله ددښمن پرځای يې دورورپه وژلوشروع وکړه ، قلموالوملت ته داسلام داصل پيغام پرځای دپردوستاينې پيل کړې ، له دښمن سره اوږه پراوږه يې دمسلمان ملت په عقيدوي ، اخلاقي اوټولنيزفسادکي مرسته وکړه نوهغه ووچي اندلس دعيسايي يرغلګرومنګولوته ولوېد، مسلمانان يې په خپلوکورونوکي په خپلووينوولمبول ، دتل لپاره دمسلمانانوله لاسه ووت ، داسلام ډېوه مړه شوه ، مسجدونه په کليساووبدل شول ، دقرآن ځای انجيل ونيواوداذان ملکوتي ناره دتل لپاره هلته خاموشه شوه .
نن لوېديځوال په دې هڅه کي دي چي موږپه دې وغولوي چي تاسودټوپک پرځای قلم واخلئ ، زده کړې وکړئ ، جګړه مه کوئ اودعصري نړۍ له نويوغوښتنوسره سم دلوېديځ په وړاندي سرټيټ کړئ ، ځانونه دهاليوډاوبالي وډفلمي ستوري کړئ ، په قلم ټوکي ټکالې وليکئ ، ادبي فنون ، شعر،لنډدروغ اوپه اخلاقي فسادککړموادوليکئ خوپه خپله يې ټوپک اخيستی اودقلم پرځای دټوپک په شپېلۍ اوالوتکې په بم خبرې کوي په داسي حال کي دقلم غوښتنه داده چي سړی په يوه لاس قلم اوپه بل کي ټوپک ونيسي په قلم ددښمنانوناولي عزائم،کرغېړن نېتونه ، دسيسې ، ظلمونه اوتېري په ډاګه کړي اوپه ټوپک يې پرسروويلي ، مسلمانان ددوئ له ظلمه خلاص کړي ، دتېري مخه يې ونيسي اوداورته په ډاګه کړي چي مسلمان له قلم سره سره دسنګراومورچل اتل هم دی .


عادل عادل
10.08.2011

السلام علیکم

محترم ورور م. وصیل پېروز صاحب

ډېره مننه چې دا لیکنه مو زمونږ سره شریکه کړه، الله ج دې تاسو او لیکوال دواړو ته اجرونه درکړي، آمین

دا لیکنه )نسخه( په حقیقت کې د مرکزیانو د اصلاح لپاره ډېره ګټوره ده، په بل عبارت د مرکزیانو د باطلې او خطرناکې پالیسی په وړاندې ښه او پر ځای رد دی.

که دا لیکنه لطفا اصلاح؟ انلاین ته واستوی نو بده به نه وي، کنه کم تر کمه خو یې محترم بې درکه ورور قدوسي صاحب ته ولېږی تر څو یې هغوی په اصلاح والاوو باندې د منلو یا نه منلو په توګه وازمایي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more