د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کبیره ګناه او اصلی جهاد !

شاه ولي
09.08.2011

السلام علیکم
د ارزګان ولایت په وړاندي نن غرمه د دهراوود ولسوالۍ په اړونده سیمو کې د سړک د غاړي د یو ماین چاودنه شوي دي.په دي پیښي کې زمونږ پنځه بیګناه او مسلمان هیوادوال د روژي په ورځ شهیدان شوي دي، [color=blue:8d62cc9edf](انا لله و انا الیه راجعون)[/color:8d62cc9edf] . د اسلام د مبارکو ارشاداتو په رڼا دغه راځ اعمال هیڅ د منلو وړ نه دي ځکه چې د بیګناه انسانانو وژل د کبیره ګناهونو څخه شمیرل کیږي.
اصلی جهاد خو هغه دي چې زمونږ جنګیالی مجاهدین د وردک په ولایت کې د سید آباد په ولسوالۍ کې ټول نړي ته یو ځل بیا دا ثابته کړه چې جهاد څه ته وايي، الله اکبر.

والسلام،


عادل عادل
10.08.2011

السلام علیکم

[quote:5058e0002f]انا لله و انا علیه الراجعون[/quote:5058e0002f]

سمه بڼه یې په لاندې ډول ده:-

إنالله و إنا إليه راجعون -----ژباړه به یې ان شاالله چې همدلته په دین پوه یو عالم درته وړاندې کړي.

محترم ورور شاه ولي خانه

ستا د پورته املا سره ماته ټولې هغه خاطرې رایادیژي، چې د جنازې د لمانځه په وخت کې به زمونږ د ټولنې اکثریت روڼاندي د ونو سېرو او دیوالونو څټ ته پناه وړه، او پټېدل به!

همدارنګه کمونیزم او کمونستي مفکوره زمونږ هېواد ته د روسانو د یرغل سره جوخت نه ده راغلې، بلکه د شپې او ورځې د لېسو په درسي چوکاټ کې هغه وخت تدریس کېدله چې بابای ملت ظاهر شاه رویکاره او په واک کې وو ، ګناه زمونږ وه چې د اسلام نه ناخبره وو، په هغه وخت کې یوازې هغه د ګوتو په شمېر کې متعلمین د دوی په اصلي څېره پوهېدل چې د جومات څخه یې درس او تعلیم ته مخه کړې وه، کمونستانو کله هم نه ویل چې تاسو به اسلام پرېږدی، او نه یې هم دا ویل چې تاسو به، لکه چې کړل یې، کمونستان جوړېژی، بلکه د کمونستي مفکورې اساسات یې زمونږ په ماغزو کې پېچکاري کول، د مثال په ډ‌ول د ملکیتونو د استرداد او په غریبانو د بېرته مساویانه وېش خبره یې کوله، چې د اکثرو لپاره، په ناخبری کې، د منلو او خوښې وړ خبره برېښېده، په بل عبارت کمونیزم د خره د کتې یعنې پالان په مثال زمونږ د وولس په څټ په داسې توګه کېښودل شو چې نوم یې راته کله هم نه یاداوه چې دا کته ده!

هیله ده چې زما خبرې/خاطرې به مثبتې وګنی او د خپل قیمتي وخت څخه یو څه د قران کریم مطالعې ته خاص کړی تر څو د پورته په شان مشهور ایت شریف په فهم او صحیح لیکلو کې ممتاز واوسی.

په درنښت


۰
10.08.2011

عادل صیب له اصلاح نه مو ډیره مننه !
وروره ډیــــــــــــــــــــــــــــــر کلک نقطه چین يي دالیکنه ما ولوسته خو دی ټکي ته مو پام نه وو که سړی يي قصدا وواي نو کافر کیږي اعني دومره غلطه معنی افاده کوي خو شاولي ورور په غلطۍ او یا هم په ناپوهۍ کي لیکلي ده او اوس نو دي نه روسته ورته پکار دي چي اصلاح يي کړي ځکه معني يي ډیره تغیر خوري او بدلیږي .
بیا هم مننه
ستاسو وورو مومندافغان


larghonay laraway
10.08.2011

السلام عليکم!
داسمه ده چې شاه ولي خان د قرآنکريم د ایه املا غلطه کړې او کيدای شي چې قصدا يې نه وي غلطه کړې . خو بحث ته يې اية نه بلکې د بې ګوناه خلکو وژنه اچولې ده چې تاسو د بحث اصلي موضوع پرېښې او پر بلې خوا تللي يئ!
اوس دا ووايئ چې د بې ګناه خلکو وژل ګناه ده او کنه؟


شاه ولي
10.08.2011

[quote:76f7800e6d="larghonay laraway"]السلام عليکم!
داسمه ده چې شاه ولي خان د قرآنکريم د ایه املا غلطه کړې او کيدای شي چې قصدا يې نه وي غلطه کړې . خو بحث ته يې اية نه بلکې د بې ګوناه خلکو وژنه اچولې ده چې تاسو د بحث اصلي موضوع پرېښې او پر بلې خوا تللي يئ!
اوس دا ووايئ چې د بې ګناه خلکو وژل ګناه ده او کنه؟[/quote:76f7800e6d]

ورونو السلام علیکم،
د دغه سهوه او یا خطا نه زه ټولو ګرانو هیوادوالو څخه معذرت غواړم. لکه چې محترم لرغوني صیب هم مهرباني کړي دي، زما اصلی نیت او یا مقصد زمونږ د بیګناه خلکو وژل وو، او بس. خو یو ځل بیا د ټولو ورونو څخه بخښنه غواړم.

مننه او په درنښت،


طاهر مسافر
11.08.2011

شاولی سیب
عذر پریږده او هغه خپله غلطی ستا په اوله لیکنه کی اصلاح کړه. مومند سیب همدا هیله درنه کړی ده.
خبره د مسلمانانو د وژنی دی کړی ده.
اول خو ووایه دا ستا فتوا په کوم دلیل ولاړه ده. جواب خو به هلته درکیږی چه ته خپله لیکنه د تلیغاتو له بڼی څخه واړوی او هغه سمه مدلله ووایی.
ستا خبره د خیټی خبره ښکاری . شه خبره داده چه د انسان وژل حرام دی خو دا عمومی نده. استثناوی لری. بله خبره دا ده چه د انسان وژل د نیت سره سره ګناه ده.
نو که جواب غواړی نو خبره سچه وکړه او بیا هغه ته دلیل هم ووایه. له دی وروسته به خلک جواب درته ووایی. 


م . ق
11.08.2011

هیڅوک ددې حق نه لري چې په نورو دړکې وکړي او خپله خبره پرې په زور تحمیل کړي، که د بل په لیکنه اعتراض کوې چې خپله خطاء دې اصلاح کړه نو اول باید خپلې لاندې خطاګانې هم اصلاح کړې.

۱. [quote:142759a0bc]درکیږی[/quote:142759a0bc] نه بلکه درکول کیږي
۲. [quote:142759a0bc]تلیغاتو[/quote:142759a0bc] تلیغات څه ته وایي؟؟
۳. [quote:142759a0bc]مدلله[/quote:142759a0bc] مد لله یعنې څه؟؟؟ یعنې اوږد والی د الله لپاره؟؟
۴. [quote:142759a0bc]سچه[/quote:142759a0bc] سچه یعنې څه ؟؟؟ مونږ خو سوچه اوریدلې او سچه مو نه لیدلې ده او نه اوریدلې، کیدی شي ستاسې ژبه په اردو ډیره بلده وي او مراد مو ترینه د اردو "سچها" وي
۵. [quote:142759a0bc]فتوا[/quote:142759a0bc] فتوا که فتوی؟؟؟

دوهمه خبره دا چې شاه ولي صیب فتوی نه ده ورکړې، ځکه فتوی د استفتاء په ځواب کې ورکول کیږي، شاولي صیب د اسلام یو صریح حکم بیان کړی دی چې د بې ګناه خلکو وژل یوه ګناه کبیره ده، چې دا خبره هیڅ دلیل ته اړتیا نه لري، ایا ته ددې څخه منکر یې چې د بې ګناه خلکو وژل ګناه کبیره ده؟؟ که ددې لپاره دلیل غواړی نو غټ دلیل یې دادی چې : ومن يقتل مؤمنا متعمدا فجزاؤه جهنم خالدا فيها وغضب الله عليه ولعنه وأعد له عذابا عظيما
تردې هم غټ دلیل غواړی؟؟

دریمه خبره دا چې: تا ویلی دي چې:
[quote:142759a0bc]دا ستا فتوا په کوم دلیل ولاړه ده. جواب خو به هلته درکیږی[/quote:142759a0bc] کچیرته ستا په قول فتوا یې ورکړي وي نو بیا د فتوی ځواب خو څوک نه ورکوي بلکه د استفتاء ځواب ورکوي، تا پخپله ویلي دي چې: (ځواب به هلته درکول کیږي) نو هغه خو کوم سوال نه دی کړی چې ته یې ځواب ورکړی او که سوال یې کړی وي نو سوال ته څرنګه فتوی وایې؟؟؟
نو وروره ستا په خبرو کې تناقض دی، که دیوې خبرې مدلل ځواب درسره نه وي نو قلار کینئ متضادو او بې ربطه خبرو کولو ته ضرورت نشته.

د الزامي اعتراض کولو لپاره زما سلیقه خپلول اسانه کار نه دی، لکل فن رجال ولکل قول مقال.

والسلام.


طاهر مسافر
12.08.2011

مبارز سیب سلام
فکر کوم هسی زما خلاف ته لالواندی یی؛ او یا دی د ایت شریف غلطه املا نه ده ویلی. که دی لیدلی وی نو ته خوش یی چه همداسی پاتی شی؟؟؟!!!
ما هغه ستا په خبره خپله کلیواله خبره کړی. مونږ وایو درکیږی او یا ورکیږی.
بښنه غواړم که د سوچه په ځای سچه ازار کړی یی. دا زما غلطی.
تبلیغ د مسجد تبلیغ نه بلکه پروپاګندی. ګه دی ښه لوز زده نو رازده یی کړه. ډیره مننه بدی وکړم.
مدلله یعنی په دلیل باندی خبره. ما چه ولیکله ستا غوندی را ته ښکاره شوه او بیا می ورته په ځیر وکتل او ومی لیدل چه اضافه لام می ندی پکی اچولی. اوس می چه ستا لیک ووایو نو یواری می خپله اشتباه او بیا می د یو ملګری همداسی اشتباه رایاده شوه چه «او» یی په «اد» تلفظ کاوو او معنی یی نشوای ورته پیداکولی، ترڅو مو ورته وویل چه هغه واو دی نه دال.
 فتوا او یا فتوی:
مبارز سیب همدی خبری ته به اول ورغلی وی. هسی وخت دی ضایع کړی. زما هیله خو دا وه چه ځان دی نوای تیرکړی. له ما سره دی لکه چی ډیر ضد پیدا شوی. بښنه غواړم که می بیځایه ازار درکړی وی.
شاولی خان عمومی حکم ندی ویلی. هغه د ماین په خاطر د څو کسانو د شهادت خبره کړی. او بیا یی ویلی چه دا ګناه کبیره ده. او دا یی هیڅ د منلو وړ نده بللی. د یوی واقعی په هکله د جواز او حرمت حکم کول او بیا هر راز رد نه منل غټی خبری دی. او دا که څوک اعلانوی نو نوی خبره بلله (ب ل ل ه) کیږی او دا چه څوک کوی نو باید دمفتی یوه فتوا وبلل شی. دا چه سوال ځینی شوی او که نه زه سر پسی نګرځوم؛ هغه به ستا غوندی ویښته شمیرونکو خلکو کار وی.
دداسی خبرو لیکل او بیا په دی فورم کی دا معنی لری جه نور کسانو نه به د اعتراض توقع لری. زه اعتراض ته د ځواب لوز استعمالوم. ګناه کبیره خو می نده کړی؟
«فرقانی» سیب شاولی خو به خزبی نه وی؟ زه دی اوس متوجه کړم چه هغه ولی «زمونږ جنګیالی مجاهدین» ویلی.
که دا زما حدس رښتیا وی نو هیله ده د خزب تقلید دی دقران کریم د نص له صحیح لیکلو نه منع نکړی.
«فرقانی» سیب زه هغه د حافظ په لوز په خودفروشی کی وخت نه ضایع کوم. سخن دانسته به دا وی چه د شاولی خان په ځای ځواب ووایی.
ما خو یووخت تاسی خزبیانو ته لمونه اچولی وه چه دا د صف شکنی خبری مکوی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more