د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ښاغلي بوش ته وايم!(عزت الله ځواب)

hotak
10.08.2004

[size=24:a43c064386][color=red:a43c064386]ښاغلي بوش ته وايم![/color:a43c064386][/size:a43c064386] عزت الله ځواب
بوشه خپه نشې يو څو ټكو ته غوږ ونيسه
زما خوږو خوږو ترخو ټكو ته غوږ ونيسه!
ته خو نه خداى يې نه دې مخ كې د خداى نور ښكاري
زما شمشاد درته وړوكى كوه طور ښكاري
فرعون نشته دى خو تا ځان نه فرعون جوړ كړى
اوس درته ځمكه كې دا هر انسان تربور ښكاري
بيا دې د چا په وينو خپله تنده ماته كړلسه
بيا دې لاسونو كې نيولى خنجر سور ښكاري
بوشه خپه نشې يو څو ټكو ته غوږ ونيسه!
بيا په بام وختې د كوم يو غريب څار كوې ته
بيا به په كوم كلي د سرو ګولو بمبار كوې ته
دا چې ټول تا وژلي تا به لـه ګرېوانه نيسي
بيا به په كومه خولـه د دوى لـه مرګ انكار كوې ته؟
بوشه خپه نشې يو څو ټكو ته غوږ ونيسه!
زلمي يې وژنې چې عراق كې پېغلې بيا وژاړي
الله دې مړ كړه، چې دې خپل بچي په تا وژاړي
په تا دې مور، په تا دې خور په تا دې نيا وژاړي
د بې ګناه خلكو مرګونو كې خپل ژوند لټوې
ته خپله راغلې زمونږ لاره دې پردو ته وركړه
خداى خبر څه خاطر لپاره دې پردو ته وركړه
دا دې لـه مونږه سره څنګه دوستانه شروع كړه
مونږ پښتانه يو زمونږ خاوره دې پردو ته وركړه
غرونه دې وويشتل بمونه دې پرې وورول
ترې دې نښتر ورېبل واوره دې پردو ته وركړه
بوشه خپه نشې يو څو ټكو ته غوږ ونيسه!!
لېونى شوى يې قبرونو كې خپل ژوند لټوې
د رڼاګانو لـه ښاېسته ښاره راووتلې
زمونږ په تورو دېوالونو كې خپل ژوند لټوې
بې وسه خلك دې لـه خوږې ګوتې څنګ ونيول
په څو ډالرو باندې زړونو كې خپل ژوند لټوې
بوشه خپه نشې يو څو ټكو ته غوږ ونيسه!
دورځ له اليكتروني مجلى نه په مننه.
دمصدر لپاره لطفا په لاندي لينك باندي مږي ته ټك وركړۍ
[url]http://www.tolafghan.com/mojale/index.php?op=ViewArticle&articleId=19&blogId=1[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more