د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

الله اکبر !

pattang
08.08.2011

الله اکبر !

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : ډاکټر نثار احمد صمد - کاناډا
نېټه : ١٦ / ٥ / ١٣٩٠ | 2011-08-07

بسم الله الرحمن الرحیم ـ پرون ستاسو یوه باښه وویشتل سوه او بڼی ، وینی او غوښی یې زموږ د هسکو غرونو پر سرونو را وپاشل سوې ، نو ځکه وایو چی الله اکبر !

ګوره ، دا جګړه خو ستاسی په تاریخ کی تر ټولو اوږده او ستومانیزه ثبت سوه . تاسو خو دا له یوې داسی پیښی څخه راپیل کړه چی موږ هیڅ دخل هم نه پکښی درلود ، آن هیڅ په خبر هم نه وو . تاسو دغه جګړه په خپلو وسله تونونو کی د موجودو ټولو درنو ، خطرناکو او وژونکو وسلو ، بمونو او توغندیو څخه راپیل کړه . خو موږ ؟ موږ په تشو لاسو ، سپکو وسلو خو پیاوړو ارادو ځانونه له مجبوریته ډال کړل . موږ خو دغسی نه غوښته مګر همدا تاسو مجبور کړو او بل دا چی زموږ په رګونو کی زموږ د نیکونو وینی او په دماغونو کی مو الهی جذبې ، ولولې دغسی غبرګون ته اړیستلو . څه مو کړي وای ؟ بل ډول نه کېده ، ځکه ته په زور او جنګ راغلی وې نه په خبرو او مفاهمت . نو حق لرو چی ووایو الله اکبر !

تاسو خو د جګړې له پیله تر ننه د خپلو اییتلافیانو ، فرصت طلبانو ، غوړه مالانو او جاسوسانو په استعمالولو سره د جګړې ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندی کړل او دلته زموږ وژل ، نیول ، ځورول ، کړول ، تحقیرول او نور غیر انسانی اعمال مو د مجازاتو وړ نه بلکی د مکافاتو وړ وګرځېدل . زموږ سلامت کلي ، شنه باغونه ، ویالې او کاریزونه مو تر خاورو لاندی کړل . تاسو خو دلته د شپې پر کورو ناببره چاپې وهیً او په سلګونو آن زرګونو بیګناه انسانان وژنیً . آیا دې کار تاسو بریمن او موږ زیانمن کړي یو ؟ نه ، قطعأ نه . نو ځکه حق لرو چی ووایو الله اکبر !

تاسو هره ورځ دلته پنځه شپږ سوه ملیونه ډالره ضایع کوﺉ ، درانه درانه وسایل او خورا عصری تکنالوژي استعمالوﺉ ، خو موږ په هغسی عادی او ساده موادو سره ستاسو مخه نیولې ده چی تاسو پخپله ورته حیران یاست او هیڅ یې نسیً کشفولای ، نو ځکه نه د ورځی آرام لرﺉ او نه د شپې قرار . لا بیا هم نسو ویلای چی الله اکبر !

تاسو چی یو ملیون ډالره مصرف کړﺉ ، په بدل کی یې موږ صرف یو ډالر مصرفوو خو هغه ستاسو دا ټول مبلغ په صفر کی ضرب کړی ، نو آیا حق نلرو کی ووایو الله اکبر ؟

تاسو هره ورځ زموږ په لسګونو « ارزان بیه » انسانان قتلوﺉ خو څوک یې پوښتنه هم نه کوی ، لاکن موږ هره ورځ ستاسو فقط یو یا دوه « ګران بیه » مغروران وژنو ، بیا هم موږ قرار خو تاسو بېقرار یاست ، موږ آرام خو تاسو نا آرام یاست ، موږ ډاډه خو تاسو غمزده یاست . نو ځکه وایو چی الله اکبر !

هو ، څو کاله مخکی مو ستاسو یوه باښه په خپلو سردرو کی ویشتلې او راغورځولې وه چی فریادونه مو تر آسمانه رسیدلي وو ، خو نن مو ستاسو یوه بله باښه ، دا ځل پکه باښه په خپل عادی ربړ ( غولک ) سره وویشتله چی ښکار مو در خراب او زړه مو در کباب کړ . نو آیا بیا هم حق نلرو چی ووایو الله اکبر ؟

ګورﺉ ، تاسو خو په خپلو کمپیوټری تکنالوژۍ او عصری جاسوسۍ نازیږﺉ ، مګر موږ ؟ هو ، موږ په خپله عقیده خپله سابقه او خپله دبدبه نازیږو چی ته یې هم اوس منې نو ځکه الله اکبر ! آیا زموږ او ستاسو روانه غېږه یا کشتی د وسلې او ارادې جنګ نه دی ؟ نو ځکه وایو چی الله اکبر ؟

تاسو زموږ څلویښت زره انسانان د خاورو میلمانه کړل ، خو موږ ستاسو فقط دوه نیم زره کسان تورو خاورو ته لیږلي دي چی هغوی هم ناحقه له ډیر لیری ځایه دلته راغلی او زموږ کورونو ته رااوښتی وو . لا بیا هم دا حق نلرو چی ووایو الله اکبر ؟

تا خو هم د هغه بل شیطان غوندی ، چی زموږ کښتۍ یې ډوبوله خو خپل دریاب یې توپانی سو ، کټ مټ هماغه لاره اخیستې ده . نو آیا همدا نن ستا دریاب زموږ د ساحل ضربې نه زغمی ؟ او ته پخپله دا اعتراف نه کوې ؟ نو ځکه وایو چی الله اکبر !

موږ خو د تیرو دیرشو کالو راهیسی په روانه تحمیلی او ترپلې جګړه کی جوش خوړلی دی ، خو تا په لوی لاس خپل ځان دلته د مچیو په چرګینی کی راګیر کړ او نن دې مخ پړسېدلی دی او نارې وهې ، لا بیا هم نسو ویلای چی الله اکبر ؟

آیا اوس لا هم نه پوهیږې چی ستا د ملیارډونو ډالرو قیمتی وسایط او په کلونو کلونو تربیه سوي انسانان دلته په خورا لږ مصرف ، ساده اسبابو او عادی تاکتیکونو سره له منځه ځی ؟ فلهذا ، که دې خوښه وی یا نه ، الله اکبر ؟

آیا په دې ډول به د روانی جګړې اوږدول تا ته ډیر تکلیف وی که موږ ته ؟ آیا د روانی جګړې ابتکار ستاسو په لاس کی دی که زموږ ؟ آیا په هغه څه پسی چی لس کاله مخکی راغلي واست ، تر لاسه مو کړل ؟ آیا په نورو لسو کالو کی به یې حاصل کړﺉ ؟ آیا همدا نن مو جېبونه تش ، تجرۍ ګانی خالی او خزانې سپېره سوي نه دي ؟ نارې او فریادونه مو تر آسمانه نه دي رسېدلي ؟ د ټولی دنیا پوروړي نه یاست ؟ ځانی او مالی خونریزی مو جاری نه ده ؟ آیا دا هر څه ستاسو د عمل عکس العمل نه دی چی مسبب الاسباب یې موږ یو ؟ هو ، نو ځکه حق لرو چی په جګه غاړه څو څو واره ووایو چی الله اکبر ، الله اکبر او الله اکبر ! والسلام ، ( ن . صمد )


Re: الله اکبر !

شاه ولي
09.08.2011

[quote:606ddb6dec="pattang"]الله اکبر !

بسم الله الرحمن الرحیم

پرون ستاسو یوه باښه وویشتل سوه او بڼی ، وینی او غوښی یې زموږ د هسکو غرونو پر سرونو را وپاشل سوې ، نو ځکه وایو چی الله اکبر !

نو ځکه حق لرو چی په جګه غاړه څو څو واره ووایو چی الله اکبر ، الله اکبر او الله اکبر ! والسلام ، ( ن . صمد )[/quote:606ddb6dec]

السلام علیکم ورحمة و بركاة،
ګران او عزتمند ورور پتنګ صیب، خدای دي وکړی چې ستا روژه او لمونځ قبول وي (انشأ الله).
جزاک الله خیر، الله تعالی تاته اجر او برکت ورکړي.
الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر.

و من الله توفیق،


عادل عادل
10.08.2011

السلام علیکم

الله ج دې په مونږ او زمونږ د ټولنې په لیکوالانو او خبریالانو کې د ښاغلي عزتمند ورور ډاکټر صمد صاحب یوه لسمه همت پیدا کړي، آمین.

د دوی د قلم له مخې د دوی د ایمان، خپلواکی او سوچه افغانیت څرک له ورایه لګي، په قلم یې برکت شه او خدای ج دې یې له خیرنو او ککړو سترګو څخه په خپل امان کې وساتي، آمین.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more