د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د (اسلامی امارت که اسلامی دارالخلافه ؟) د بحث ادامه

عبدالله خان
06.08.2011

پتوال صاحب ستاسی په اند دسرمایداری اړخونه چی تاسی یاد کړی واقعت نلری بلکی دجهانی یهودی مافیا چل او فریب ده
شاید ورور طاهر مسافر به دنشنلیزم مثبت اړخونه منی چی هغه دده خپل شخصی نظرده ، خو زما لپاره دمنلو وړ نه دی
او دا چی تاسو لیکلی دی

خو دا چې په اسيا کې هم داستعماري تسلط نه د آزادۍ سوله ييز غورځنګونه هم ملي برژوازي رهبري کړي لکه په هند کې دکانګرس
دملي ګوند په مشرۍ د آزادۍ ګټل او داسې نور....
البته دتيرې پيړۍ په ٦٠ - مو کلونو کې هم د يو شمير افريقايي هيوادونو د آزادۍ پاڅونونه بيا د شوروي اتحاد په ملاتړ کامياب شوي دي

پتوال صاحب دهند دکانګرس ګوند یا ستاسی په اند نور ازادی غوښتونکی غورځنګونه ټول جعلی وو او ددنیا دخلکو دغولولوپه خاطر دیهودی جهانی مافیا لخوا را منځ ته شوی وو
او دا ټوله یوه لویه جهانی توطیه وه ، ایا تاسی فکر کوی چی نن هند یو ازاد مملکت ده ، که داسی فکر کوی نو لویه اشتبا کوی

پتوال صاحب یهودی جهانی مافیا له ډیر پخوا څخه هیله درلوده چی په ټوله دنیا حکومت وکړی
او ددی لپاره یی له مختلفو ایډیالوژی ګانو څخه استفاده وکړه تر څو خپل هدف ته ورسیږی لکه ( کمونیزم ، سیانیزم ، نشنلیزم ،لیبرالیزم ) او مختلف ایزم ایزم یی ددی لپاره را منځ ته کړه
خو دی ټولو ایډیالوژی ګانو په یوه چوکاټ کی کار کاوه او کوی یی ، او هغه عبارت له( ګلوبالیزیشن) څخه ده ، یعنی جهانی کیدل چی دجهان خلګ جهانی کیدو ته اماده کړی
پخپله (ګلوبالیزیشن) یا جهانی کیدل یو قرانی حکم دی ، چی باید دجهان له مختلفو ملیتو څخه یو اسلامی ملت را منځ ته شی چی هر مسلمان به دبل مسلمان ورور وی

خو یهودی جهانی مافیا دا قرانی حکم کاپی کړ او دخپلو شیطانی اهدافو لپاره یی وسیله وګرځاوه
او بعضی نور احکام یی هم له قرانه کاپی کړه ، لکه یو مسلمان په بل مسلمان څه برتری نلری ، دپوست رنګ ، ژبه ، ملیت ، انسان ته څه برتری نه ورکوی او انسان اشرف المخلوقات دی
او داچی په قرانی احکامو کی عدالت ډیر مهم دی
نو ځکه یی دعدالت پیښی شروع کړی ، دوی کوم عدالت منځ ته نه ده راوستلی بلکی جعلی یی دخلګو په سترګو دتلویزیون او نورو تبلیغاتی وسیلو په واسطه دعدالت سیوری وښوده

او دا چی د فیوډالی نظام څخه بورژوازی او بیا سرمایه داری په خپل سر را منځ ته کیږی دا هسی خوشی خبری دی
ځکه چی په خپل سر هیڅ هم نه را منځ ته کیږی ، اول دا ټوله پروسه دتبلیغاتو او دمکتب ددرسونو په واسطه په موږ داسی منل کیږی چی دا یوه خپل سری پروسه ده او وروسته ددوی په واسطه دا پروسه عملی کیږی او موږ یی لکه یوه خپل سری پروسه منو
لکه ما په هغه خپله مخکینی لیکنه کی د سرمایداری درامنځته کیدو پروسه انځور کړی ده او دا می هم درته انځور کړی چی سرمایداری فیوډالی او بورژوازه ټولنه کی یو ډول منځ ته راځی
لکه ستالین چی دلسو کالو په بهیر کی په فیوډالی روسیه کی دولتی سرمایه داری را منځ ته کړه
او اوس به راشو دیته چی ولی هند یو ازاد مملکت نه دی
هغه ځکه چی نه تنها هند بلکی ددنیا یو مملکت هم نن ازاد نه دی
دهند دکانګرس ګوند یو ازادی غوښتونکی ګوند نه وو بلکی دجهانی مافیا د یوه منیجر ګوند په توګه یی په هند کی د سرمایه داری کیدو دپروسی چی ما پخپله هغه مخکینی لیکنه کی تشریح کړی عملی کیدل په غاړه واخیسته او تر نن ورځی په هند کی دا پروسه عملی کوی ا

اوس به راشو دیته چی که دهند دکانګرس ګوند ازادی غوښتونکی ګوند نه وو نو دا دازادی ناری دڅه لپاره وی او هند بیا ازادی له کومه کړه

کله چی انګلیسانو خپله امپراطوری دجهانی مافیا د نظرلاندی خصوصا د ( روتشیلد دیهودی کورنی) تر نظر لاندی دومره پراخه کړه چی مخکی له دینه یوه امپراطوری هم دومره پراخه شوی نه وه او دجهان اکثریته ملکونه یی لاندی کړه
نو دی جهانی مافیا وغوښتل چی دخپل هدف دوهم پړاوو عملی کړی او ددی نظامی امپراطوری پر ځای چی تقریبا په ټول جهان یی حکومت کاوه نوی ډول جهانی امپراطوری چی په نوی ډول په ټول جهان حکومت وکړی منځ ته راوړی چی نظامی نه وی ځکه چی په ټول جهان نظامی حکومت ډیر کړاوو غواړی
خو ددوی په مخ کی څو لوی دولتونه لوی خنډ وو چی باید دوی له خپلی مخی لری کړی وای
دا دولتونه عبارت وو له روسی ، جرمنی ، فرانسی ، ایتالیا ، عثمانیه خلافت ، او د جاپان دامپراطوری څخه
نو دوی دا دولتونه په خپل منځ کی په جنګ سره واچول او په دی ډول یی اول جهانی جنګ جوړ کړ چی ډیر زیات خلګ پکی ووژل شول خو ددوی لپاره یی هغه لازمه نتیجه چی دوی غوښته ورنکړه او ددوی غوښتنه داوه چی دا دولتونه په خپلمنځی جنګ کی یا باید بیخی له منځه لاړ شی او یا دومره ضعیفه شی چی په جهانی سیاست کی نوری ګوتی ونشی وهلی
خو داول جنګ نتیجه داشوه چی عثمانی خلافت له منځه لاړ جرمنی ډیره ضعیفه شوه مګر له منځه نه لاړه او په نورو ممالکوکی لا څه زور پاتی شو
نو جهانی مافیا ددوهمی جګړی پلان جوړ کړ چی د خپلی خوښی نتیجه تری راوباسی او دجرمنی سره یی په کومک شروع وکړه چی په دی مرستو کی دامریکا دپخوانی جمهور ریس بوش نیکه ډیره فعاله ونډه اخستی وه
او دشلو کالو په بهیر کی یی ددوهم جنګ لپاره زمینه برابره کړه او په دوهم جهانی جنګ کی دفرانسی دولت بیخی له منځه لاړ دجرمنی ددولت عسکر دپخوانی شوروی اتحاد دپایتخت ماسکوه پوری ورسیدل
په دی وخت کی دی جهانی مافیا د شوروی اتحاد دهغه وخت واکدار ستالین ته وړانیدیز وکړ چی که چیری ستالین ددوی دجهان داداره کولو قاعده ومنی نو دوی به په جرمنی خپل کومک ودروی او په جنګ کی به ورسره داخل شی او که وی نه منی نو دجرمنی عسکر به شوروی اتحاد بیخی له منځه ویسی
دشوروی اتحاد دهغه وخت واکدار په ۱۹۴۳عیسوی کال کی ددوی دجهان د کنترولولوقاعده ومنله
اوبعد له دی امریکا په جنګ کی داخله شوه هلته یی هم لکه د سیپتیمبر د ۱۱غوندی خپلی څو کیشتی ډوبی کړی او پړه یی په جاپان ورواچوله او په دی ډول یی د جرمنی ایتالیا او جاپان دولتونه له منځه یوړه او خپل ګوډاګی یی هلته په قدرت کی کینول
او ورسته له جنګه یی خپله هغه قاعده چی له جنګه مخکی یی چمتو کړی وه عملی کړه دهغی قاعدی اساسی ټکی دری وو

ملل متحد او دهغه دامنیت شورا

د ډالرو جهانی پیسه ګرځیدل چی چاپ به یی بی حسابه ددوی په لاس کی وی

او جهانی بانک

او پلان یی داسی وو چی په ټول جهان سرمایه داری حاکمه کړی او دسرمایه داری کنترول دډالرو دچاپ په واسطه ددوی سره وی
او دوی نور د انګلیستان په واسطه دجهان نظامی کنترول ته ضرورت نه لاره نو ځکه یی تصمیم ونیو چی انګلیستان خپلی ټولی مستعمیری پریږدی
او په جهان کی یی مختلف ازادی غوښتونکی غورځنګونه را منځ ته کړه تر څو ددوی دمحبوبیت په واسطه او دازادی دنارو په واسطه سرمایه داری په جهان حاکمه کړی چی په دی شکل دهند ملی کانګرس هم رامنځته شو تر څو په هند کی د سرمایه داری کیدو پروسه عملی کړی او تر نن ورځی یی عملی کوی
او همدا اوس زموږ په هیواد کی دی همدی جهانی مافیا لخوا هڅه کیږی چی دی ناتو د نظامی زور په واسطه په افغانستان کی ملی بورژوازی حکومت په پښو ودروی تر څو د ددحکومت په واسطه د سرمایه داری د منځ ته راتلو پروسه عملی کړی او چی څنګه دا پروسه عملی کیږی ما پخپله مخکینی لیکنه کی تشریح کړی
او دافغانستان دغیرتی او مسلمانو بچو طالبانو لخوا ورسره نه ماتیدونکی مقاومت کیږی

پتوال صاحب تا لیکلی چی چی ملی بورژوازی ازادی غوښتونکی غورځنګ ده
نو ایا دافغانستان ننی حکومت ازادی غوښتونکی غورځنګ ده ؟
او داچی تا پتوال صاحب لیکلی

په ټوله کې د امريکا او فرانسې او ورپسې په نورو اروپايي هيوادونو کې برژوازيکي انقلابونه وو ، د هغوی مترقي خصلت
د فيوډاليزم محوه کول دي ، ملي او اجتماعي آزادۍ ، د فکر او بيا آزادي ، د ميډيا آزادي ، د بشر حقوق او وروسته يې دموکراسي ،
ګوندي او غير ګوندي ، پارلماني او غير پارلماني مبارزې ، د ښځو او ځوانانو حقوق او نور رامنځته کړل .

پتوال صاحب تاسی فکر او بیان ازادی چیرته وینیی په داسی حال کی چی دجهان ټول مطبوعات په انحصار کی دی ، دجهان دوه له دریو ټول مطبوعات صرف دیوه سړی ملکیت ده ، دجهان ټول خبرونه له دریو اژانسی ادارو څخه خپریږی
دبشر دحقوقوپه باره کی غواړم درته ووایم چی همدا ملل متحد یی ډیر ښه مثال دی چی ایا دملل متحد دامنیت شورا چی دجهان په باره کی ټول تصمیمونه نیسی دجهان دټولو خلکو نماینده ده او که صرف دپنځو دولتونو دحاکمی طبقی نمایندګی کوی
او دښځو دحقوقو په باره کی غواړم درته ووایم چی ملی بورژوازی یا دنن ورځی دا تش په نوم ډیموکراسی ښځوته کوم خاص حقوق نه ورکوی بلکی دښځو لپاره ازادی غواړی په یوه اروپایی هیوادکی یا په بل کوم صنعتی هیواد کی ښځوته کوم خاص حقوق نه دی ورکړل شوی بلکی ازادی ورکول شوی تر څو دا سرمایه داران دښځو څخه په مختلفو برخوکی نا جایزه ګټه واخلی
او صرف داسلام مقدس دین ښځوته خاص حقوق ورکوی
او دا چی تاسی لیکلی

دا ټول تغيرات چې هرچاته معلوم دي او دلته يې تکرار مطرح کول نور ځای نه لري په داسې حال کې پلي شوي چې نړۍ کې د اسلام هم موجود و،
خو د اقتصادي سيستم په توګه پرې اسلام هېڅدول مثبت يا منفي اغيز نه درلود ، نه په عملي او نه تيوريکي او تبليغي صورت ، څو يې د مخنيوی يا تاييد
له پاره ترې ګټه پورته شوې وای .

د اسلام مبارک دین دسرمایه داری او دسرمایه داری په واسطه دجهانی مافیا په ټول جهان د مطلق حکومت په خپل موجودیت سره مخه نیولی ده
او تاسی لیکلی چی

تر اوسه پورې صرف دوه متضاد اقتصادي سيستمونه انسانانو پيژندلي دي چې يو يې مصنوعي او له منځه لاړ : او هغه کمونستي يا اشتراکي
سيستم دی چې خصوصي ملکيت نه پيژني . بل نسبتا طبيعي اقتصادي سيستم دی چې د خصوصي ملکيت په ستنو ولاړ دی او په سرمايدارۍ کې
خپل اوج موج ته رسېدلی دی

پتوال صاحب دا هم دهمدی جهانی مافیا یو چال دی ، چی دوه متضاد سیستمونه منځ ته راولی چی ددواړو هدف یو وی ( دولتی سرمایه داری او شخصی سرمایه داری ) چی دواړه دپیسو دچاپ په واسطه چی نن ډالر دی کنترولیږی
اودا ما پخپله مخکینی لیکنه کی تشریح کړی چی څنګه دی کمونیزم او سرمایه داری هدف یو دی
او دوی ددی لپاره دوه متضاد سیتمونه جوړوی چی خلګ یا هغه یا دغه انتخاب کړی که څوک د یوه سیستم خلاف شی نو دوهم سیستم ته ورمنډه کړی حال دا چی په دواړو سیستموکی ددوی په حولقه کی بندوی


پتوال
07.08.2011

ګران عبدالله خانه وروره دا يهود خو ډير پخوانی قوم دی د يعقوب عليه السلام (چې بل نوم يې اسرائيل و) د هغه ځوی يهودا اولاده ده، چې د يوسف (ع)
د وژلو د دسيسې مبتکر او سرکښ تن و،
خو نن ټولو اسرائيلو ته يهود وايي .
ته خو په هر څه منکر يې او وايې چې د تاريخ دوه وروستي عصرونه يهودو رامنځته کړي نو په نشت حساب دي او واقعيت نه لري ،
پوښتنه داده که سرمايداري او فيوډاليزم يهودو منځته راوړي وي نو د برده دارۍ دوره خو تر ټولو بدترينه دوره وه هغه چا منځته راوړې وه ؟
آيا هغه هم يهودو منځته راوړې وه ؟
که ستا په خيال هغه تر ټوله بدتره دوره هم يهودو منځته راوړې وه فيوډالي او سرمايداري هم نو پاتې شوه يوه قبيلوي ټولنه هغه چا منځته راوړه ؟
آيا هغه اسلام منځته راوړې وه ؟ که نه وه، نو اسلام کومه اقتصادي ټولنه منځته راوړه ؟
که اسلام هم کوم اقتصادي عصر نه وي رامنځته کړی نو له قبيلوي نه نيولې تر سرمايداری پورې دا ټولې تاريخي اقتصادي
ټولنې د يوه قوم ( يهودو) کارنامې بولې ؟، آيا دا يوه معجزه نه ده که يهودو تر سره کړې وي ؟
که يواځې فيوډالي تولنه يې هم رامنځته کړې وای نو هم دغه قوم به يو ستر انقلابي قوم و، ځکه چې نړۍ ته خو د غلامۍ او برده وادرۍ له يوغ څخه
فيوډالي سوله ييز انقلاب نجات ورکړی دی .
[color=red:6d783be2e4] که طالبان قدرت ته ورسيږي څه ډول اقتصادي ټولنه به رامنځته کړي ؟ او که ستا په اند به هغوی قبيلوي ټولنې ته ستيږي
که څنګه (؟؟؟)
ځکه چې برده داري خو په اسلام کې هم جواز نه لري، فيوډاليزم او سرمايداري يهودي سيستمونه دي نو طالبان
خو به په خلا کې ژوند نه کوي آخر کومه ټولنه به رامنځته کوي ؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:6d783be2e4]
؟


طاهر مسافر
07.08.2011

سلام پتوال سیب
نه پوهیږم هغه بل بحث ولی بند شوی وو.
نه پوهیږم ولی ستا لپاره د غرب قیادت د خوښی وړ سوی. اروپایان که له جهانه سترګی پټوی او په دروغو تاریخ جوړوی نو دا غلا خو دهغوی د نژادی برتری په ګټه شوی. ستا پکی څه فایده ده. دولس سدی مسلمانان خپل اقتصاد لری او د هغه لپاره قانون لری. دا ده بیرته په راژوندی کیدو دی او که خبر یی پرون د کلیسا مشر هم اسلامی اقتصادی یا بانکی سیستم ښه بللی دی.
که یو ملحد او عیسوی د سرمایداری او بل نظام طرفداری کوی خو همره ګرم نه بلل کیږی ځکه هغوی څه نلری او دا کمونیزم او سرمایداری او فیودالی نظامونه د دوی دی. دیوه مسلمان او شرقی نه دا هیله نکیږی چه خپلی ښیګنی هیری کړی او یوواری بیا تاریخ له سره شروع کړی. خبر یی چه اوس د دنیا عالمان په دی اند دی چه کاپیټلیزم د اورپایانو لپاره دی نه د نورو لپاره. په نورو ځایو کی یی شکست خوړلی. یواری لیږ د ملل متحد او جهانی بانک علمی تحقیقات وګوره او اوس د هغوی توجه و تقلیدی اقتصادو ته په پام کی ونیسه.
سرمایداران وایی چه کمونیزم خلکو ته یوه دوکه ورکول وه. خو همدا خبره بالکل په سرمایداری باندی هم رښتیا ده. د سرمایداری دوکه دا ده له دا دریو کلونو راپدیخوا په ډاکه شوه. دا ده هم امریکا او هم اروپا له مفلسی سره مخامخ دی. که د توفک خوله لیری شی نو بیا خو به تر افغانستانه دوی بدتر وی. د افغانانو له افتخاره سره سره کمونزم وشرمیدو نو لیږ وروسته به سرمایداری هم وشلیږی، انشاءالله. خبر یی چه په سرمایداری دولتو کی بیعدالته اقتصاد څه کړی او لا کوی یی. د بین المللی امارو له مخی د جهان یو بیصد چه زیاتره یی امریکایی دی د ټولی نړی ۴۰ فیصده اقتصاد په لاس کی لری. د سرمایداری او سوشل دیموکراتانو په ملکو د اوباد او مسکین په مینځ کی فاصله یعنی د Gini Coefficei و صفر اویاوو ته رسیدلی ده. دا په دی معنی چه سرمایداری د عامو خلکو لپاره نه ده. دا له هغوی سره دوکه ده. خبر یی چه په امریکا کی خلک د ایران و خیریه صحی کاروان ته داسی ورزغلی لکه افغانان چه د شینسترګو و ډاکترانو ته. خبر یی ولی د کترینا په سیلاب کی تورپوستی مړه شول؟ هغوی د بس د کرایی روپی نه لرلی. غرب او سرمایداری نظامونه داسی انقلاب ته اماده دی لکه مسلمانان چه سیاسی او اقتصادی اوښتون ته.

نشنلزم
بښنه غواړم زما خبره دی زما د خوښی پرته غزولی وه.
نشنلیزم په اروپا کی ګټور وو خو صرف د نورو نه د ازادی په ګټلو کی. دا چه نشنلیزم په خپله ښه ده او که نه بیله خبر ده. د نشنلیزم د ناکامی خو هغه وخت ثابته شوه چه دوی په خپل مینځ کی دیرس میلیونه خلک ووژل او بیځایه یی روپی او سرونه تلف کړل. هغوی داده دا دیرش کاله کیږی چه بیرته د یووالی هلیځلی کوی. بدبختانه زمونږ تاریکبینان د اروپا وتیر تاریخ ته ګوری او د هغوی اوسنی هلی ځلی له نظره اچوی. دا چه اروپایان په نورو ځایو کی ددی او هغه قوم په نوم خلک بیل کړی هغوی دا د خپل تور تاریخ په بنا کړی. دا ده ګورو چه اوس څومره مال او سرونه ددی دروغجنی ایدیالوجی په سر تباه شوی او لا تباه کیږی.

تاسو د هند او نورو ځایو خبره کړی. عبدالله سیب ټیک درته ویلی دی چه هغوی ازادی نه لری. ګاندی او نورو آزادی نده ګټلی بلکه ورکړسوی ده. دا دولتونه نور انګریزانو ته ګټور نه وه. د غلا امکان کم او د مصارفو لیاره غټه وه. انګریزان له مفلسی سره مخ وه. د امپراتوری ساتل یی د کامل ډوبیدو په حال کی و. هغوی په ښه چل پریمنځلی کلی پیدا کړی او بیا یی په ګدی کینول. ګاندی جناح او د چارسدی غلامان او داسی نور یی راوستل او هغوی خو په رنګ اسیایی ول خو مغزونه یی اروپایی شوی وو. دا ده شپیته کاله کیږی چه هغوی او د هغوی نبیری د انګریزانو په خدمت کی دی. انګریزان ولاړل خو هغوی لا د فرهنګ، سیاست او اقتصاد په ساحو کی غلامان پاته دی.

که طالبان راشی نو د هغوی نظام باید اسلامی وی. هر څه باید په هغه ولاړ او که نه نو بیا د حکومت حق بایلی. د دوو صدیو د خلا نه وروسته به څه نیګړتیاوی وی. خو دا ده دا دیرش کاله ګیږی چه اسلامی فکر راژوندی شوی او تر ډیره حده پیشرفت هم راغلی. که خدای کول طالبان به هغه خدمتونه له خیاله ونباسی. که بیا هم هغه ونکولای سی نو بیا دا خو ستا او زما وظیفه ده چه هغوی و دی ته وادار کړو او یا یی په خپله پیل کړو.
وما ذلک علی الله بعزیز


عبدالله خان
08.08.2011

په افغانستان کی نشنلیزم له کومه شو ؟
پتوال صاحب د جهانی مافیا دافغانستان او ایران لپاره یوه پروسه په نظر کی نیولی وه او یو څه یی عملی هم کړه
او هغه داسی وه چی دا دوه مملکتونه د نژاد پرستی په لومه کی راګیر کړی ، او غربی ډوله فارسی نشنلیزم یا اریا یی نژاد پرستی پکی حاکمه کړی
او بیا دادوه مملکتونه دنژاد پرستی په ایدیالوژی سره متحد کړی تر څو دا دوه مملکتونه داسلامی نړی په منڅ کی دغرب ایډیالوژیک متحدین وی او له بل پلوه په اسلامی نړی کی درز راولی
دا پروسه په افغانستان کی د محمد نادرشاه لخوا شروع شوه او دهغه دزوی محمد ظاهرشاه لخوا تعقیب شوه او په ایران کی دا پروسه د محمد رضا شاه پهلوی د پلار له خوا شروع شوه او دمحمد رضاشاه پهلوی لخوا تعقیب شوه

چی ددی پروسی په لړ کی د فارس نوم په ایران یعنی ( داریایانو کور) باندی بدل شو او په افغانستان کی هم د اریایی نژاد پرستی لپاره په پوره اندازه تبلیغات په دولتی سطحه شروع شوه
په دواړو مملکتو کی غیر مستقیم او مستقیم داسلام ضد تبلیغ کیده ، داول خلافت په دوره کی چی په افغانستان او ایران کی یی د اسلام دمبارک دین دخپرولو لپاره لښکر کشی شوی وی ، هغه یی داشغال په نوم یادی کړی او په مکتبونو کی یی ماشو مانو ته داشغال او اشغالګرو په نو م تدریس ولی
دواړو ریژیمونو یو هدف لاره او تقریبا یو ډول عمل یی کاوه ، په ایران کی دا پروسه ډیره تیزه عملی کیده خو په افغانستان کی دا پروسه لیږ په ځنډ او سسته عملی کیده
په ایران کی فاحشو ته ددولت لخوا معاش ورکول کیده تر څو دا فاحشی دسرک پر سر په اسلامی حجاب کی ودریږی او فاحشه توب وکړی ، تر څو اسلامی حجاب بد نامه کړی او ښځی داسلامی حجاب داغستو نه ډډه وکړی
په ایران کی شپه او ورځ ددوی په اند دعربی اشغالګرو (چی داسلام مبارک دین یی هلته خپور کړی وو) په ضد تبلیغات روان وو ، او په افغانستان کی دا تبلیغات د ابومسلم خراسانی تر نوم لاندی کیدل
دواړو دولتونو کوښښ کاوه چی په جامعه کی داسلام دمبارک دین بنیادی بنسټونه ویجاړ کړی او په ځای یی غربی ډوله سیکولیا ر فارسی نشنلیزم او سیوسیال دموکرات اقتصادی سیستم منځته راوړی
په ایران کی دفارسی سیکولیار نشنلیزم لپاره په دولتی سطحه تبلیغات کیدل
خو دی تعجب خبره داده چی په افغانستان کی هم دفارسی سیکولیار نشنلیزم يا دی اریایی نژاد پرستی لپاره په دولتی سطحه تبلیغات کیدل او ددولت رسمی پالیسی وه
دولتی کاراوبار په فارسی ژبه کیده او دمحمد ظاهرشاه خاص شاعر هم دری ژبی استاد خلیلی وو
حال داچی په افغانستان کی اکثریت پښتانه تشکیلوی
دا ځکه چی دوی غوښتل چی اول په دواړو مملکتوکی فارسی سیکولیار نشنلیزم یا اریایی نژاد پرستی دخلکو په اذهانو کی په مکمل ډول داخله کړی
اوبیاوروسته دا دواړه مملکتونه داریایی نژاد پرستی په ایډیالوژی سره متحد کړی چی دغرب لپاره هم د نورو مسلمانانو په مقابل کی نیژدی ستراتیژیک او ددوی په اند تمدنی متحد شی
او په دی ډول په اسلامی نړی کی درز را پیداکړی
پدی پروسه کی دپښتو ژبی ته او دپښتو کلتور ته هیڅ ځای نه وو پښتو ژبه او پښتو کلتور په نظر کی نه وو نیول شوی
داددی لپاره چی دوی فکر کاوه چی پښتانه په دپروسه کی یعنی اریایی نژاد پرستی کی ذوب اومنحل شی
نو ځکه یی دپښتنو لپاره تش په نوم نشنلیزم چی په اریایی نژاد پرستی او فارسی سیکولاریست نشنلیزم متکی وو منځ ته راوړ
چی له همدی ځایه دا تش په نوم پښتنی نیشنلیزم لکه د (افغان ملت ګوند) را منځ ته شو
حال داچی پښتنی ملت پالنه په اصل کی بیخی بل څه ده ، پښتنی ملت پالنه دحق په سر دغیرت چیغه ده یعنی پښتنی ملت پالنه حق منی او د حق په سر غیرت کوی چی دادښه مسلمان خوی او خصلت ده
اوس به راشو دیته چی ددی پروسی انجام څه شو ؟

ددی پروسی نتیجه په ایران کی دا شوه چی خلګ را پاڅیدل او اسلامی انقلاب یی وکړ
او په افغانستان کی هم ددپروسی په ضد اسلامی نهضتونه را پورته شول
خو دی جهانی مافیا ددی له ډاره چی افغانستان داسلامی نهضتو لاس ته ورنشی نو خپل هغه تبلیغاتی ماشین یی چی مخکی یی دی فارسی سیکولیار نشنلیزم ته تبلغ کاوه د کمونیستی افکارو دتبلغ لپاره وګماره
له همدی ځایه کمونیستی افکارو په افغانستان کی سرچینه ونیوله
دی جهانی مافیا لا تر اوسه پوری دافغانستان لپاره کومه بله نقشه نه ده جوړه کړی او داځل دناټو دزور په واسطه( صرف له دی فرق سره چی مخکی پروسه کی یی دافغانستان لپاره سیوسیال دموکرات اقتصادی سیستم غوښت او اوس دملی بورژوازی په واسطه د سرمایه داری کیدولو سیستم غواړی ) عملی کړی
او دا چی پتوال صاحب تا لیکلی
چی اسلامی اقتصاد به څه شکل لری
که په ټول جهان اسلامی اقتصاد حاکم شی نو په دی شکل به وی
ازاد بازار د اسلامی اقتصاد یوه برخه ده ، ازاد بازار دسرمایه داری په معنا نه بلکی دراکړی ورکړی په ډول
چی مال به دپیسو په مقابل اویا دبل مال په مقابل کی تبادله کیږی نه لکه نن چی دپیسو تجارت ده یعنی پیسی په پیسو تبادله کیږی
دهوایی پیسو دچاپ بندیدل ، نه لکه نن چی ډالر هوایی چاپیږی او پیسی به دکوم مال په بدل کی چاپیږی چی دهغه مال دارزښت په اندازه به ارزښت لری
او داسی په نه وی لکه نن چی د پیسو دارزښت د معلومولو لپاره هیڅ معادلعه نشته بلکی ددی جهانی مافیا نماینده ګان په لندن کی سره هره ورځ ټولیږی او دپیسو قیمت په خپل زړه تعینوی
او کله چی دهوایی پیسو چاپ بند شی نو سرمایه داری به هم له منځه لاړه شی ، اوانفلاسیون چی هرکال یی له لاسه قیمتی راځی هم له منځه لاړ شی او داشیاوو قیمتونه په اوږد مهاله خصلت ونیسی
او کله چی سرمایه داری له منځه لاړه شی نو ازاد او روا تجارت په شروع شی یعنی اعتبار به نه خرڅیږی او مال به خرڅیږی

او ډیره مهمه داده چی سود به بند شی
دپیسو چاپ او راکړه ورکړه به بغیر له سوده وی ، او کله چی دپیسو په چاپ سود بند شی نو دابه د اصراف یا صرف مصرفی ټولنی مخه ونیسی چی دا به ددنیا په هر ګوټ کی دښه اقتصاد دپلی کولو زمینه برابره کړی او دنادارو او بډایانو په منځ کی به واټن ډیر کم شی او داقتصاد پلی کول به د خلکو لاس ته ورشی یعنی چی کوم ځای یا څه چوړوی نو دا به دخلکو په لاس کی وی نه لکه نن چی هرڅه دسرمایه دارانو په لاس کی دی او دپیسو تمرکز چی اوس ددنیا د ۱فیصد په لاس کی دی به هم دخلکو په منځ کی تیت شی
او دا ټول به داسلام دمبارک دین دډیر مهم حکم (عدالت ) تر نظر لاندی عملی کیږی او اخلاقی جنبه به لری
نودامی داسلامی اقتصاد په باره کی می ډیر لیږ ولیکل ځکه چی مکمل اسلامی اقتصا د زموږ په بحث کی نه ځایږی

او دا چی تا پتوال صاحب په ټول افغان کی اوازی خپری کړی دی چی زه ګواکی دبشریت ۱۰۰۰یا۱۵۰۰کلن تاریخ یهودوته منصوبوم دا سمه نه ده
ځکه چی ما لیکلی

[color=darkred:51f03d47dd]او دا چی د فیوډالی نظام څخه بورژوازی او بیا سرمایه داری په خپل سر را منځ ته کیږی دا هسی خوشی خبری دی[/color:51f03d47dd]

نو که ښه دقیق زما دا جمله ولولی نوزما مطلب له سرمایه داری څخه ده چی د فیودالی او یا پورژوازی څخه را منځ ته شوی

یعنی مطلب می همدا سل دوه سوه کاله ده چی سرمایه داری را منځ ته شوی اوسرمایه داری دیهودی مافیا په واسطه رامنځته شوی

ما هیڅکله هم ندی لیکلی چی فیوډالی جامعه یهودو رامنځ ته کړی


پتوال
08.08.2011

وايي ډوله چيرې دې وهم چيرې غږېږې ، زه مثبته ملتپالنه صرف دملي ګټو دفاع ته وايم، نه دملي ګټو له پاره بل ملت تر پښو لا اندې کول ،
هغه د سرمايدارۍ منفي پړاو دی زما په شمول يې هرڅوک ردوي . سرمايداري په لومړي پړاو کې دملي آزادۍ او ملي ګټو غوښتنه لري
د خپل ځاني پرمختګ له پاره نو تر دغه وخته پورې مترقي او مٍثبته ګڼل کيږي ، د سرمايدارۍ نه نيولې تر فيوډالي او برده داري ټولنې
پورې ټولې طبقاتي او په استثمار ولاړې ټولنې دي . اسلام د قبيلوي ټولنې او برده دارۍ په منځ کې چې جزيرة العرب د بردارۍ په درشل کې و ، په بابل او مصر کې خو برده داري پخوا تيره شوې وه او فيوډالي مناسبات په کې حاکم وو .
په نورو برڅو کې اسلام فيوډالي ټولنې ته لار پرانيسته او ويې غوړوله . دا په هغه وخت کې يو انقلابي عمل و ، نو له فيوډاليزم سره هر چيرې
اديانو مرسته کړې ده خو له شک پرته فيوډالان يې خير خيرات ، ذکات او صدقاتو ته رابللي دي .
دا بيله خبره ده او مونږ همدا بيله خبره غواړو چې اسلام په سرمايدارۍ کې هم بانکي سيستم کنترولولی شي ، سود سلم او فحشا ورکولی شي ،
خو د سرمايدارۍ مخه نشي نيولای ، پاکستان دې له سرمايدارانو ډک دی ، مليزيا خو سرمايداري ده ، عربي عمارات قطر او نور پترو شيخان دې
تجاري سرمايداران دي ، داچې پترو شيخان دې چيرې خير خيرات او ذکات ورکړي نو په دې خو دوی غير سرمايدار نشول ، بلکې برعکس
هغه خير خيرات يې هم د سرمايدارۍ د غوړېدا او پراختيا له پاره سياسي او اجتماعي شرايط برابروي !
داچې کمونيزم يو باطل مردود سيستم او باطل فکر يې له تاسو نه مازيان رد کړی، غندلی او د الحادي ايديالوژۍ له امله ترې ژوره کرکه لرم !
داچې چا درنه پوښتنه نه وي کړي هغه خبره مه تشرېح کوئ ، او مه په چا ناحقه تورونه لګوئ ، زما ټولې ليکنې دلته چا ړنګې کړي دي، تاسو چې اوس ځينې شيان ردوئ هغه ما پخوا ښې بيښچنې رد کړي دي ، نو ستاسې
دا منتر ويل دلته بېځايه دي ، څه چې مطرح کيږي همغه ځواب کړئ شکونه او خپل خيالپلونه پريږدئ ، که يې بيا هم غږوئ نو د بيل توپيک لاندې يې وليکئ نه د چا ديوې پوښتنې په ځواب کې نورې بې ارتباطه ليکنې ، بې ارتباطه په دې چې
ليکنې مو په شکونو او انګيرنو ولاړې وي !
ستاسو دواړو له تحليلونو خو صرف دومره معلوه شوه چې تاسو د برده دارۍ او فيوډاليزم د څو زره کلنو دورو او سرمايدارۍ له څو سوه کلنې
دورې له وجود څخه انکار کوئ او په عمل کې يې صرف د يهودو پورې تړئ او په تيوري کې يې صرف د کمونستانو د ادعاو محصولات بولئ ؟
[color=blue:c488d04b63]که دا دواړه فکتورونه په دنيا نه وای ستاسو په اند نه فيوډالي او نه سرمايداري ټولنې وجود درلود که څنګه ؟؟؟؟؟ د همدې ځواب راکړئ ![/color:c488d04b63]


طاهر مسافر
08.08.2011

پتوال سیب
ته پلار د زوی په نامه اخلی. سرمایداری په یوه معنی د انسان له خلقت سره راغلی. انسان له اوله ملکیت لرلی. دا چه کوم لباس یی غالب اغوستی مختلفی دوری لری. خو دا له مادرن کاپیټلیزم نه بیل دی. اوسنی کافیټلیزم یوټیلیټیرین دی چه له قانونی نظارت نه دباندی ژوند غواړی او اکثریت د اقلیت په خدمت کی اچوی چه هغه ستا او یا د سوشلیستانو په خبره دوه طبقی جوړوی: د پیسو خاوند او مزدور. اوسنی کافیټلیزم بی اخلاقه دی.
ما خو درته وویل چه ستا دا تاریخی اقتصادی دوری په اروپایی تاریخ ولاړی دی او کیدای سی دلته او هلته د هغه ځنی شبیه ووینی خو دا دا نه شیی چه دواړه یو شی دی.
ستا معلومات د اسلام په هکله د زکات او صدقی په لخک تاویږی. دا چه ته بیا د سرمایداری خبری کوی اوغواړی اسلام په هغه یا بل پسی و تړی، نو دا دسرمایداری او نورو د برتری لپاره ستا خدمت دی. سرمایداری به راشی بل سیستم به راشی خو دا دا معنی نه لری چه ته اسلام پسی وتړی. خبره د شکست نه ده خبره د ښه والی ده. کالونیلیزم د شر خبره ده. داده دونیم سوه کاله دوام لری او مسلمانان یی هم مغلوب کړی. که قاتل او توپکوالا ستا مال درنه یوسی نو دا خو دا معنی نلری چه هغه به ضروری حقدار وی.
زه نه پوهیږم تا دا د فیودالی خبره له کومه کړی. که د شاهانو او امیرانو خبره وی نو هغه د اسلام نه نمایندګی نه کوی. شاهان همیش د اسلام په تله تلل کیږی یعنی د هغوی عمل څومره اسلامی دی. ته دغربیانو غوندی اشتباه کوی چه اسلام د حاکمانو له پرکتیس او عمل سره یو بولی. که دا وای نو بیا دا د مسلمانانو مبارزه په څه او د څه لپاره ده. له اسلام نه نه مالیزیا او نه پاکستان نمایندګی کولی شی. هلته لا سود شته، هلته قراردادونه په انګریزی قانون ولاړ دی. دا چه اسلامی قراردادونه په اسلامی او که په انګریزی قانون ولاړ وی نو ستا او زما د حدس خبره ده. دبی او نور هم لا پوره اسلامی قانون نلری. ترڅو چه قانون اسلامی شوی نوی نو د پوره اسلام عملی کولو دعوه نیمی دروغ ده.
اوس به راسو اسلامی اقتصاد ته.
سرمایه او ملکیت: نغدی، ځمکی او نور شیان، او عمل دی. فایده او درامد له دریو څخه تولیدای شی. تولید په دی شرطونو روا دی:
۱) راکړه ورکړه . دا باید په بیلو اجناسو وی او که دواړه یو وی نو هلته فایده اخستل منعه دی. فایده د تاوان په مقابل کی جایز دی.
۲) مالی تولید: دا په دی معنی چه ځمکه او نور د خپل طبعی تولید لپاره برابر شی.
۳) عمل او د لاس کار. دا د بدنی کار نتیجه ده. مزدوری کول او بیمزده د څه برابرول او بیا یی د ځان په ګټه اچول د لاس د کار تولید دی.
ځمکه د خدای مال بلل شوی، او د انسان په ملک باندی تجاوز کول سخترینه جزا لری. انسان د ځمکی ملکیت ترلاسه کولای شی. دا یا د عمل نه وروسته او یا په راکړه ورکړه ترلاسه کول او یا د حکومت نه غوښتل منځ ته راځی. حکومت د مځکو مطلق مالک ندی او هغه د خلکو ګډ مال بلل کیدای شی. حکومت د اوقافو (مځکی چه په زور نیول شوی وی) او د دښمن هغه شخصی مځکی چه بیا هم په جنګ کی نیول شوی وی تر کنترول لاندی لری. په دی مځکو د خکومت د اداری خبره شوی ده نه د ملکیت. نو ځکه د هغه خرڅول قیدونه لری. له دی نه علاوه خلک ازادانه کولای شی خرابه جوړه کړی او له هغی نه استفاده وکړی. دا نظام د انګریزانو او سیکولرانو له خوا خراب شویدی خو له منځه ندی تللی.
راکړه ورکړه خپل اصول لری چه هغه د سرمایداری(utiliterianism) له اصولو سره پوره تفاوت لری. سرمایداری د پیسو نه پیسی پیدا کول غواړی دا مونږ ورته سود وایو. هغه د اقلیت لپاره زمنه برابروی. خو اسلام یی مخالفت کوی او دا هم د زکات له حکمتو نه بلل شوی. اسلام د ټولو خلکو د اوبادولو لپاره نظام دی او دا پورتنی دری تولیدی اصولو کی ښه روښانه دی. هغه کسان چه منوفلی ته لاس وهی د هغو مخه نیول پکار دی. هغه چه په چل او دوکه یا د بل له بیخبری نه استفاده کوی هغه نه منل کیږی. هغه ځمکه له دولته نه اخلی او یا یی ټنډی په خولو لاس ته راوړی نو له هغه نه د هغی د تولید تقاضاسوی او که نه دولت بیرته ځینی د دریو کلونو وروسته اخیستلای شی.
ملکیت د نورو د ضرر لپاره نشی استعمالیدای او د عام ضرورت په وخت کی شخصی ځمکه بیرته د عادل قیمت په مقابل کی بیرته اخیستلایکیدای شی.
نو اوس دا ووایه چه اسلام ولی په کافیټلیزم پسی وتړی. دا لغت نوی دی او که د اروپا تاریخ دقیق ووایی نو وبګوری چه ددی سیاسی او اقتصادی او قانونی فلسفو عنعنه او پړی په مسلمانو پسی تړلی دی.

پتوال سیب
ستا خبری د عجبی او رجبی خبری دی. مونږ ویل عجبه ده تا ویل رجبه هم شته. او ددی په خاطر خبری اوږدی شوی. د خواشینی ځای دادی چه عجبه دی ښه نه وه را پیژندلی.
د کمونیزم او سرمایداری خبری چه کوی نو بیا واضح ده چه د پخوانی سرمایداری خبره نده. پخوانی سرمایداری یعنی د شخصی ملکیت پیژندل. اوسنی سرمایداری هغه پخوانی خو په فاسد ډول. زمونږ ناندری درسره په اوسنی فاسد اقتصادی سیستیمونو دی.
که دا پورتنی زما خبره رښتیا وی نو بیا فکر کوم احساساتو غلبه درباندی کړی او ځکه ډیر درنه ګد شوی.
پتوال سیب
دا دی دوهم وار دی چه په ما پسی دی خبری جوړی کړی. ما خو د یهودو هډو نوم نه دی اخیستی.
چه ټولو سوالو او اعتراضاتو ته ځواب نسی ویلای نو نور بابولالی مه وایه.
په درناوی


طاهر مسافر
08.08.2011

پتوال سیب
دیموکراتیک کافیټلیزم دوکه ده. هسی یو نوم ده چه له کم فکر نه وروسته دا په اصطلاح ملپاله سرمایداری طبقاتی سرمایداری معلومیږی.


پتوال
08.08.2011

مسافر خانه سلامونه !
ددې بخښنه وکړه چې په يهودو د پړي په غورځولو کې مې د عبدالله خان سره ته هم يادکړی يې، يو وار مې ستا ديوې جملې پړه هغه ته راجع کړې وه، ددې لامل دادی چې په يوه موضوع کې تر ٩٠٪ پورې يو له بل سره په پيوستون سره يو ډول موقف نيسئ نو بيا مو دې وړو فرقونوته د سړي خيال نه وي .
سرمايداري صرف خصوصي ملکيت ته نه وايي، خصوصي ملکيت خو د بردارۍ او فيوډاليزم هم اساس و خو سرمايداري نه وه .تا فيوډالي ملکيت هم سرمايداري بللې ده او طبعا برداري ملکيت ته به هم سرمايداري وايي ، خو خير په دې سره نه پېچو ، ستا له پاره دې ماقبل سرمايداري خصوصي ملکيت هم سرمايداري وي ، زه ورته فيوډلي اود برده دارۍ ملکيت وايم او ټول جهان يې په همدې دوه نومونو پيژني .
داچې په دوبۍ او قطر اونورو عربي هيوادونو کې د پاکستان او ماليزيا په شمول لا
اسلامي اقتصاد نه وينې او په سرمايدارانو يې اعتراف کوې نو دا دوه معناوې لري :

١- يا داچې اسلام له اقتصاد سره مستقيم سرو کار نه لري او صرف ځينې اسلامي غوښتنې ترې لري چې څه اسلام حرام کړي هغه به نه کوي لکه سود ، ټګي، غلا، احتکار او يو شمېر نور.... او ذکات ، حق الله، عشر او نور خير خيرات
له غلې څخه ورکوي .
نوڅنګه چې اسلام مستقيم کار له اقتصاد سره و نه لري نور نو خلک آزاد دي چې ددنيوي چارو په توګه خپل اقصاد پخپله سمبال کړي .
په دې ډول د اسلام په لمن کې فيوډليزم آزاد او پوره رشد کولی شي ، او لکه چې تاريخ شاهد دی پوره وده يې کړې هم وه .
په همدې اساس اسلام د سرمايدارۍ مخه هم نه نيسي صرف همغه حرام او حلال ترې مراعاتول غواړي چې له فيوډالانو څخه يې غوښتل .
لکه څنګه چې اسلامي فزيک ، اسلامي کيميا او رياضي نشته دغسې اسلامي اقتصاد پوهنه او اقتصادي سيستم هم نشته .
خو په اسلامي هيوادونو کې سرمايداري تر ننه پورې مسلطه نشوه بلکې دجهان د انحصاري سرمايي له ناوړو پايلو سره مخ شول استعمار، نيوکلونياليزم ،
جنګ جګړو وځپل او پرې يې نښودل چې په دوی کې هم نورماله سرمايداري رامنځته شي اودجهان د انحصاري سرمايې له بازار څخه خپلې وابستګۍ
ته دپای ټکی کيږدي . ټولې سياسي شخړې او جنګونه له همدغه ځايه څخه راپورته کيږي . دصدام په يوه ګواښ سره چې د OPEC په غونډه کې يې کړی و ،
څو د نفتو قيمت پخپله کنترول او ټاکي په عراق بريد او بمبارۍ پيل شوې . د طالبانو پلاوي چې په برلين کې د نييکال غوښتنې و نه منلې د سپتمبر د ١١ پيښې ته مخ خلاصه او پر طالبانو بمبارد پيل شو .
دا انحصاري يا په سياسي نوم امپرياليستي سرمايه ده چې له هر زور ، هرې وسيلې او هر وحشت څخه کار اخلي ، په داخل کې
تر فاشيزم او په بهر کې تر اشغالګرۍ پورې ظلم و تيری ته دوام ورکوي !

٢ - يا داچې اسلامي اقتصاد ماته خوړلې هم په داخل کې تسلط نه موندي او هم په نړيوال بازار کې سيالي نشي کولی اوشکست خوري . او که د تورې او ديکتاتورۍ په برچه يې پلی کوي هيواد له پرمختګه غورځوي ، ټولنه پشاتګ او رکود ته اړباسي . زما په اند لومړی حالت سم دی چې په عربي هيوادونو ، پاکستان او ماليزيا او نورو کې ليدل کيږي !
که يو کارن مستقل اسلامي اقتصادي سيستم موجود وای نو د طالب حکومت په شپږو کالو کې به طالبان د يونو مرستو ته په انتظار نه و پاتې شوي
او نه به يې تر ٣-٤ کالو پورې د حرامو کوکنارو په عشر ګوزاره کوله .

په درنښت


عادل عادل
09.08.2011

السلام علیکم

محترم پتوال صاحب تاسو له ښاغلي طاهر مسافر ورور سره و خپل بحث ته ادامه ورکړی، زه دلته ستاسو په خبرو کې یوه ټکي ته پام رااړوم:-

تاسو لیکلي:-

[quote:6b7d6c3bb1]دا انحصاري يا په سياسي نوم امپرياليستي سرمايه ده چې له هر زور ، هرې وسيلې او هر وحشت څخه کار اخلي ، په داخل کې
تر فاشيزم او په بهر کې تر اشغالګرۍ پورې ظلم و تيری ته دوام ورکوي ! [/quote:6b7d6c3bb1]

زما په اند ستاسو لاندې موقف چې د کوکنارو، غالبا کرکیلې ته، مو حرام ویلي هم د اسلام برخه نه بلکه د پورته نظریې په رڼا کې د ګڼو وسیلو څخه یوه وسیله ده، چې زمونږ مفتیان غلط پوهوي او غلطو تعبیراتو او غلطو فتواوو ته یې هڅوي:-

[quote:6b7d6c3bb1]او نه به يې تر ٣-٤ کالو پورې د حرامو کوکنارو په عشر ګوزاره کوله . [/quote:6b7d6c3bb1]

د کوکنارو د حرمت فتوی باید د لابراتوار په خروجي یانې exit برخه کې ونښلول شي، نه د کروندې په پوله!

نتیجه دا چې د یوې مسلې په اړه تحقیقات کول او هر اړخیزه څېړنه مو د قدر وړ او زمونږ د استفادې وړ ده، خو د قضاوت په وخت کې د یوې نظریې په اړه د بلې نظریې تر تاثیر لاندې راتګ، هغه څه دي چې تاسو به، که په لنډ مهال کې نه وي، په اوږد مهال کې، د خپل موقف تغیر ته اړباسي.


پتوال
09.08.2011

عادل صيب ستړی مشې !
له باريکبينۍ نه دې مننه ، خو دومره به نه هيروو چې که
د پوډرو د صدور پيسې (تور ډالر) نه وای نو د کوکنارو عشر يې هم
بې ارزښته پاتې کېده او چا نه اخيسته .
په دې سر بېره د اړونده کښت د حرمت ټکی اصلي نه، بلکې فرعي ضميمه وه .
څنګه چې په سپينه جامه تور داغ له ورايه معلوميږي ،
نو که مکروه هم وي دطالبانو د شان سره د حرمت په څېر بدې برېښېدۀ.
حق او حقيقت نه دامپرياليزم او نه د طالبيزم په موخو کې نغښتی دی،
ځکه حق او حقيقت د يوې ځلنې (پديدې) په متضادو قطبونو کې نه، بلکې تل دهغې په وسط کې وي چې په خير الامور اوسطها کې ورته اشاره هم شوې ده، اوکولی شي دواړه قطبونه يو په بل او بل پخپله نفې نفې کړي .
داسې بريښي چې د ملي اسلامي روغې جوړې لار همدغه د خيرالامو اوسطها لار اوسي !
په درنښت !


طاهر مسافر
09.08.2011

پتوال او عادل سیب سلامونه می ومنۍ
اول د تریاکو عشر: یوه نوی فتوا مالیزیانو کړی چه د تریاکو د بوټو کرکیله یی حرامه بللی ده. زما مشکل له دی فتوا سره دا دی چه هغه د عادل سیب له خبری سره سم کوتاه نظره ښکاری. تریاک هم ګټه لری او هم تاوان. ډیر نور شیان همدا شکل لری. مثال یی سلاح او انکور دی. نو د بوټو کرل که حرامییږی نو د تاکانو کرل به هم حرام وی. همدا شکل د سلاح جوړول. خو تراوسه یو هم ندی حرام بلل شوی. دواړه د اسلام په صدر کی موجود وو او بیا هم نه صریح ایه شته او نه حدیث.

اسلامی اقتصاد
دوه خبری او دوه اصله دی چه اهل شرع باندی ندی جوړشوی.دواړه ودی سوال ته جواب وایی: ایا هغه چه ددوی په هکله صریح او اشاره نص راغلی نوی هغه د جایز ده او که د حرام؟
یوه ټولی وایی چه جایز دی او بله ټولی وای چه حرام دی.
دوهم نظر خو پوهیږی چه څومره مشکل او سختی به راوړی. دوه حدیثونه شته چه د اولنی نظر تایید کوی.
اوس که ستا سوال ته جواب ووایم نو جواب به مثبت وی. مګر دا باید په دی نسی محمول چه فیودالیزم او یا سرمایداری به ضرور وی. یا به اسلامی اقتصاد نه نوی.
که اسلامی اقتصاد له الف، باء، تاء، او جیم سره مساوی وی نو د الف او باء په منفی کیدو کی اسلامی اقتصاد نشو ورته ویلای.
که سرمایداری بیا الف او جیم او دال وی نو بیا د دال په منفی کیدو هغی ته نوره سرمایداری نسو ویلای.
پورته ټکو ته متوجه سه. په اسلامی اقتصاد کی مو دال ندی فرض کړی. په همدی ډول مو په سرمایداری کی باء او تاء نه دی فرض کړی. مګر ګوره په دواړو کی مو الف او جیم اچولی دی. او دا د دوی څه شباهت ښیی خو د یو بل تصویر نشی جوړولای.
دا چه ته فیودالیزم او نور له سرمایداری بیلوی دا زما پورتنی خبره تاییدوی. نو که ته د دوی ځینی اختلاف په بیل سیستم تعبیروی بیا نو سوال داده چه دا ولی په اسلام هم نه لوروی؟
اوس به راشو مالیزیا او نورو دولتو ته. که مسلمان سود اخلی په ناروا قراردادونو امضا کوی نو هغه د اسلامی اقتصاد نمونه نده، هغه به سرمایداری وی او هغه هم اوسنی سرمایداری نه تاریخی.
هغه کسان چه وایی سرمایداری له ادمه تر دی دمه وه هغه اوسنی سرمایداری نه بلکه هغه چه شخصی ملکیت پیژنی او بس.
ته خو پوهیږی د توپک زور د یوه سیستم ناکامی نه ښیی. مسلمانان د توپک په زور مات شوی او لا مات دی مګر سیستم یی لا ژوندی دی. د ۲۰۰۸ اقتصادی بحران دا ثابته کړه چه اسلامی سیستم چه په اسلامی بانکونو کی نوی راټوکیدلی له سرمایداری نه ښه دی. علمی څیړونو دا ثابته کړی ده. کوره اسلامی بانګونه په امریکا او اروپا کی د تریلینو سزمایه لری. دا ددی ثبوت ورکوی چه اسلامی اقتصاد شکست نه وو خوړلی بلکه مسلمانانو شکست خوړلی دی. او دا دوه یو نه دی.
روسی کمونیزم. د نظامی او سیاسی ماتی نه وروسته خلک ازاد شول او هغوی کمونیرم پریشود. چین او کیوبا یا ویتنام او نورو داده کمونیزم بدل کړی او اوس تقرتبا د یوه مزدوج سیستم په ډول روان دی. دا د شکست خوړلی سیستم مثال ورکوی.
په درناوی


عبدالله خان
09.08.2011

پتوال صاحب دا چی تاسی لیکلی

[color=darkred:922f0b4ffe]زه مثبته ملتپالنه صرف دملي ګټو دفاع ته وايم، نه دملي ګټو له پاره بل ملت تر پښو،
هغه د سرمايدارۍ منفي پړاو دی زما په شمول يې هرڅوک ردوي . سرمايداري په لومړي پړاو کې دملي آزادۍ او ملي ګټو غوښتنه لري[/color:922f0b4ffe]

پتوال صاحب دا د سرمایه داری لومړی پړاوو چی تاسی یاد کړی چی دملی ګټو غوښتنه کوی ، سرمایه داری دملی ګټو غوښتنه نه کوی بلکی سرمایه داری ټول ملت داستعمار کولو په خاطر د ځان لپاره غواړی
او ټول ملت خپل شخصی ملکیت بولی ، او داستعمار څخه وروسته یی دیوه استمال شوی شی غوندی له منځه وړی چی دا ما پخپله هغه پخوانی لیکنه کی ( سرمایه داری څنګه را منځ ته کیږی ) ښه انځور کړی

او داچی تا پتواال صاحب لیکلی

[color=red:922f0b4ffe]د خپل ځاني پرمختګ له پاره نو تر دغه وخته پورې مترقي او مٍثبته ګڼل کيږي[/color:922f0b4ffe]

پتوال صاحب دکوم خپل ځانی پرمختګ لپاره بلکی دخپل ځانی ورکیدو لپاره مثبته ګڼل کیږی

او داچی تاسی لیکلی

[color=green:922f0b4ffe]اسلام د قبيلوي ټولنې او برده دارۍ په منځ کې چې جزيرة العرب د بردارۍ په درشل کې و ، په بابل او مصر کې خو برده داري پخوا تيره شوې وه او فيوډالي مناسبات په کې حاکم وو .
په نورو برڅو کې اسلام فيوډالي ټولنې ته لار پرانيسته او ويې غوړوله . دا په هغه وخت کې يو انقلابي عمل و ، نو له فيوډاليزم سره هر چيرې
اديانو مرسته کړې ده خو له شک پرته فيوډالان يې خير خيرات ، ذکات او صدقاتو ته رابللي دي[/color:922f0b4ffe]

پتوال صاحب تاسی لکه چی عیسویت له اسلام سره غلط کړی
دا عیسویت صرف د خیر او صدقو دورکولو حکم کوی ، او حاکمه طبقه دی ته هڅوی ترڅو پخپل رعیت دومره ظلم ونکړی او رعیت دی ته هڅوی چی دحاکمی طبقی ښه غلامی وکړی
ولی اسلام پوره او مکمل دین دی ، چی د قرانی احکامو مطابق ددولت دجوړولو حکم کوی او د قرانی احکامو مطابق په ټولنه کی دخلکو په منځ کی د اقتصادی او اجتماعی مناسباتو سیستم جوړوی
چی دا قرانی احکام په جامعه کی خپل قرانی سیتم حاکموی فرق نکوی که دا جامعه برده برداری وی یا فیوډالی یا سرمایه داری نو په همدی خاطر په مصر بابل او عربی جزیره کی په یو ډول حاکم شو او خپل سیستم یی پری حاکم کړ

او دا چی تاسی پتوال صاحب لیکلی

[color=darkred:922f0b4ffe]دا بيله خبره ده او مونږ همدا بيله خبره غواړو چې اسلام په سرمايدارۍ کې هم بانکي سيستم کنترولولی شي ، سود سلم او فحشا ورکولی شي ،
خو د سرمايدارۍ مخه نشي نيولای ، پاکستان دې له سرمايدارانو ډک دی ، مليزيا خو سرمايداري ده ، عربي عمارات قطر او نور پترو شيخان دې
تجاري سرمايداران دي ، داچې پترو شيخان دې چيرې خير خيرات او ذکات ورکړي نو په دې خو دوی غير سرمايدار نشول ، بلکې برعکس
هغه خير خيرات يې هم د سرمايدارۍ د غوړېدا او پراختيا له پاره سياسي او اجتماعي شرايط برابروي[/color:922f0b4ffe] !

پتوال صاحب دلته تاسی دعربی اماراتو پاکستان او مالیزیا نومونه اخیستی دی خو اندونیزیا مو له یاده وتلی

په عربی متحده اماراتو کی سرمایه داران شته خو د متحده عربی اماراتو ټولنه سرمایه داری ټولنه نه ده
سرمایه داری ټولنه هغی ټولنی ته وایی چی سرمایه دارانو دکارګرو له زحمته پیسی پیدا کړی وی او پیدا کوی یی او په ټولنه کی دوه قشره وجود ولری سرمایه داران او کارګران خو په متحده عربی اماراتو کی سرمایه داران شته خو کارګران نشته ځکه چی دوی دنفتو دخرڅلاوو څخه سرمایه دار شوی او ګټه وټه یی هم د نفتو دخرڅلاوو څخه ده نه دی ټولنی له استسمار څخه نو پتوال صاحب تاسی سرمایه داری او شخصی ملکیت مه سره ګډوی
په باکستان کی ډیر دوړی کچی سرمایه داران شته خو پاکستان هم سرمایه داری ټولنه نه ده ،او دسرمایه داری کیدو پروسه هم پکی نه عملی کیږی
د مالیزیا سرمایه داران هم دنفتود خرڅلاوو څخه سرما یه دار شوی او ګټه وټه یی هم دنفتو له خرڅلاوو څخه ده او په مالیزیا کی هم سرمایه داری ټولنه نشته نه دی سرمایه داری کیدو پروسه پکی عملی کیږی
او پاتی شوه داندونیزیا موضوع په اندونیزیاکی دسرمایه داری کیدو پروسه دتوپک زور روانه ده ، چی دا ټول نظامی حوکمتونه او کودتاوی دهمدی په خاطر دی چی لا تر اوسه خپل اوج ته نه ده رسیدلی
خو څنګه چی داسلام مقدس دین دسرمایه داری او دسرمایه داری کیدو دپروسی سره مقاومت کوی نو په اندونیزیا کی به هم دا پروسه دخلکو په پاڅون تمامه شی

او دا چی تا سی پتوال صاحب لیکلی

[color=brown:922f0b4ffe]ستاسو دواړو له تحليلونو خو صرف دومره معلوه شوه چې تاسو د برده دارۍ او فيوډاليزم د څو زره کلنو دورو او سرمايدارۍ له څو سوه کلنې
دورې له وجود څخه انکار کوئ او په عمل کې يې صرف د يهودو پورې تړئ او په تيوري کې يې صرف د کمونستانو د ادعاو محصولات بولئ[/color:922f0b4ffe]

د ورور مسافر په باره کی څه نه شم درته ویلای ځکه چی هغه به شاید خپل ځواب پخپله درته ووایی خو زه دخپل ځان په باره کی غواړم درته ووایم
چی ما هیڅکله هم نه دی ویلی چی برده باری او فیوډالیزم یهودانو رامنځ ته کړی او یا شخصی ملکیت یهودو را منځ ته کړی بلکی زه وایم چی دسود په پیسو ولاړه سرمایه داری یعنی سرمایه داری ټولنی دیهودی جهانی مافیا دظلم نتیجه ده
چی په اسلامی نړی کی دا امکان نلری
نو له همدی ځایه داسلام مبارک دین ددوی په ټول جهان دحاکمیدو مخه نیولی ده

اودا چی پتوال صاحب تا لیکلی

[color=darkblue:922f0b4ffe]0- يا داچې اسلام له اقتصاد سره مستقيم سرو کار نه لري او صرف ځينې اسلامي غوښتنې ترې لري چې څه اسلام حرام کړي هغه به نه کوي لکه سود ، ټګي، غلا، احتکار او يو شمېر نور.... او ذکات ، حق الله، عشر او نور خير خيرات
له غلې څخه ورکوي .
نوڅنګه چې اسلام مستقيم کار له اقتصاد سره و نه لري نور نو خلک آزاد دي چې ددنيوي چارو په توګه خپل اقصاد پخپله سمبال کړي .
په دې ډول د اسلام په لمن کې فيوډليزم آزاد او پوره رشد کولی شي ، او لکه چې تاريخ شاهد دی پوره وده يې کړې هم وه .
په همدې اساس اسلام د سرمايدارۍ مخه هم نه نيسي صرف همغه حرام او حلال ترې مراعاتول غواړي چې له فيوډالانو څخه يې غوښتل .
لکه څنګه چې اسلامي فزيک ، اسلامي کيميا او رياضي نشته دغسې اسلامي اقتصاد پوهنه او اقتصادي سيستم هم نشته .
خو په اسلامي هيوادونو کې سرمايداري تر ننه پورې مسلطه نشوه بلکې دجهان د انحصاري سرمايي له ناوړو پايلو سره مخ شول استعمار، نيوکلونياليزم ،
جنګ جګړو وځپل او پرې يې نښودل چې په دوی کې هم نورماله سرمايداري رامنځته شي اودجهان د انحصاري سرمايې له بازار څخه خپلې وابستګۍ
ته دپای ټکی کيږدي . ټولې سياسي شخړې او جنګونه له همدغه ځايه څخه راپورته کيږي . دصدام په يوه ګواښ سره چې د OPEC په غونډه کې يې کړی و ،
څو د نفتو قيمت پخپله کنترول او ټاکي په عراق بريد او بمبارۍ پيل شوې . د طالبانو پلاوي چې په برلين کې د نييکال غوښتنې و نه منلې د سپتمبر د ١١ پيښې ته مخ خلاصه او پر طالبانو بمبارد پيل شو .
دا انحصاري يا په سياسي نوم امپرياليستي سرمايه ده چې له هر زور ، هرې وسيلې او هر وحشت څخه کار اخلي ، په داخل کې
تر فاشيزم او په بهر کې تر اشغالګرۍ پورې ظلم و تيری ته دوام ورکوي !

٢ - يا داچې اسلامي اقتصاد ماته خوړلې هم په داخل کې تسلط نه موندي او هم په نړيوال بازار کې سيالي نشي کولی اوشکست خوري . او که د تورې او ديکتاتورۍ په برچه يې پلی کوي هيواد له پرمختګه غورځوي ، ټولنه پشاتګ او رکود ته اړباسي . زما په اند لومړی حالت سم دی چې په عربي هيوادونو ، پاکستان او ماليزيا او نورو کې ليدل کيږي !
که يو کارن مستقل اسلامي اقتصادي سيستم موجود وای نو د طالب حکومت په شپږو کالو کې به طالبان د يونو مرستو ته په انتظار نه و پاتې شوي
او نه به يې تر ٣-٤ کالو پورې د حرامو کوکنارو په عشر ګوزاره کوله[/color:922f0b4ffe]

پتوال صاحب زه نه پوهیږم چی تاسی ترقی یا پرمختګ څه ته وایی ، دا چی نن ټول اروپایی قومونه په ورکیدو دی نو ستاسی په نظر شاید دا پرمختګ وی ، یعنی تاسی دځان ورکولوته پر مختګ وایی

اسلام داسی پرمختګ نه غواړی ، او تاسی خو په دی پوهیږی چی نن اسلامی امت ددفاع په حالت کی ده اود جهانی سرمایه داری څخه ځان ساتی
نوداخو واضح خبره ده چی مرض یافتنه په ټولنه کی ډیر ژر خپریږی خو تداوی او مخ نیوای یی همیشه مشکل وی نوددی سرمایه داری مخه نیول هم داسلامی امت لپاره ډیره مشکله تمامیږی
او بیا دمرض همداسی پریښودل دا معنالری چی مرض په ژوندی وی ، نو داچی لا تر اوسه دحق او عدالت اقتصاد په ټوله دنیا نه ده حاکم شوی علت یی دادی چی موږ دحق او عدالت دکامیابی لپاره پوره هلی ځلی نه دی کړی او بیا اسلام پخپل موجودیت سره دسرمایه داری مخه نیولی ده او یهودی جهانی مافیا شپه او ورځ په همدی اخته ده چی د سر مایه داری خولی ته ملتونه وراچوی
ځکه چی سرمایه داری هم خپل سری پروسه نه ده چی پخپل سر یی دومره ملتونه خوړلی دی بلکی دجهانی یهودی مافیا منظم پلان ده چی عملی کیږی


پتوال
10.08.2011

[quote:631abcf88c="عبدالله خان"]
پتوال صاحب تاسی لکه چی عیسویت له اسلام سره غلط کړی
دا عیسویت صرف د خیر او صدقو دورکولو حکم کوی ، او حاکمه طبقه دی ته هڅوی ترڅو پخپل رعیت دومره ظلم ونکړی او رعیت دی ته هڅوی چی دحاکمی طبقی ښه غلامی وکړی[/quote:631abcf88c]
ګرانه !
د خير خيرات اوذکات ورکولو حکم اسلام هم کوي که نه؟ که کوي يې نو د عيسويت په مثال خو له دې نه سترګې نشي پټېدای ، چې په اسلام کې د الله په فضل ذکات او خير خيرات شته !
پوښتنه داده چې لدې اوامرو او د سود سلم قمار او غلا نه نواهيو پرته د اسلام اقتصادي سيستم څشی دی ؟؟؟؟؟
داچې

اسلام پوره او مکمل دین دی ...او د قرانی احکامو مطابق په ټولنه کی [color=red:631abcf88c]دخلکو په منځ کی د اقتصادی ... مناسباتو سیستم جوړوی[/color:631abcf88c]
دغه اقتصادي مناسبات روښانه کړه !
[quote:631abcf88c]چی دا قرانی احکام په جامعه کی خپل قرانی سیتم حاکموی ... نو په همدی خاطر په مصر بابل او عربی جزیره کی په یو ډول حاکم شو او خپل سیستم یی پری حاکم کړ[/quote:631abcf88c] په دې يو کې هم سرمايداري نه وه او حتی ډير يې په ماقبل فيوډالي او نور يې په نيمه فيوډالي مناسباتو کې اوسېدل .
خو دا راته ووايه د خليج د هيوادونو اسلامي اقتصادي سيستم څشی دی ، چې هغه نه فيوډالي وي او نه هم سرمايداري ، او نه ددواړو لږو ډير مخلوط ؟؟؟؟؟

ما پخوا هم نه دي ويلي چې په اسلامي هيوادونو کې سرمايداري حاکمه ده، بلکې
د سرمايدارانو وجود لرلو ته مې ګوته نيولې ده ، خو ما قبل سرمايداري سيستمونه لکه فيوډالي او قبيلوي اقتصاد په کې مسلط دی .
[quote:631abcf88c]بلکی زه وایم چی دسود په پیسو ولاړه سرمایه داری یعنی سرمایه داری ټولنی دیهودی جهانی مافیا دظلم نتیجه ده [/quote:631abcf88c]

آيا سرمايداري له سود پرته امکان نه لري نو ځکه په اسلامي هيوادونو کې يې رشد نه دی کړی او که له سود پرته هم امکان لري ، خو هغې ته سرمايداري
نه وايې ؟؟؟؟؟ او که په ماليزيا او خليج د هيوادونوکې د نفتو تجارتي سرمايدارانو اقتصاد ته اسلامي اقتصاد وايې او صنعتي يا زراعتي سرمايدارۍ ته بيا اسلامي
اقتصاد نه ويل کيږي ، که څنګه ؟؟؟؟؟
[quote:631abcf88c]پتوال صاحب زه نه پوهیږم چی تاسی ترقی یا پرمختګ څه ته وایی ، دا چی نن ټول اروپایی قومونه په ورکیدو دی نو ستاسی په نظر شاید دا پرمختګ وی ، یعنی تاسی دځان ورکولوته پر مختګ وایی [/quote:631abcf88c]
فرانسو يان په فرانسه ، اګليس په انګلستان او جرمنيان په جرمني او همدارنګه د هر هيواد اړونده ملت په همغه هيواد کې آبآد دی ، ورک ورته څنګه وايې ؟؟؟؟
که مقصد دې داوي چې قبايلي او قومي نومونه نشته او ديو ملت په نامه ياديږي دا پرمختګ نه بولئ بلکې پشاتګ يې بولئ ؟؟؟؟

په اسلامي هيوادونو کې سرمايداران خو دې د نفتو تجارتي سرمايداران بللي د پاکستان سرمايداران د څشي بولې ؟؟؟؟؟
په درنښت !


عبدالله خان
12.08.2011

السلام علیکم
پتوال صاحب ستاسی له دی پوښتنی ( چی ایا بغیر له سوده سرمایه داری امکان نلری ) معلومیږی چی تاسی له سرمایه داری څخه ښه شنا خت نلری
بلی او پتوال صاحب بغیر له سوده سرمایه داری امکان نلری ،
هغه ځکه چی
اول – دجهان اصلی پیسی ډالر دی ، په ټول جهان کی دهرشی ارزښت په ډالرو تعینیږی یعنی دهرڅه په مقابل کی چی ډالر ورکول کیږی دورکول شویو ډالرو په اندازه ارزښت لری که خام مواد وی که جنس که انسانی زیار
او ټولی بین المللی او دهرمملکت غټی داخلی معاملی په ډالرو کیږی او ټولی دا نوری پیسی چی دمختلفو دولتونو لخوا څخه چاپیږی دممالکو دداخلی وړو معا ملو لپاره استعمالیږی
که چیری یوه پښتنه رامنځته شی چی دیو بیلر نفتو ارزښت څومره ده ؟
دیو بیلر نفتو ارزښت دورکړشویو ډالرو په اندازه ده یعنی نفت له ځانه ارزښت نلری بلکی کله چی ددی بیلر نفتو په مقابل کی ډالر ورکړل شی نو ارزښت یی د ورکړشویو ډالرو په اندازه ده
نو له دینه معلومیږی چی دټول جهان اقتصادی مرکز یو دی او له یو ځایه کنترولیږی
اوس به راشو دیته چی ډالر څه شی دی ؟ او له کومه ځای لاسته راځی
ډالر دهرشی چی دانسان لپاره څه ارزښت ولری چیک ده ، یعنی صلاحیت ده
ډالر دامریکا دمتحده ایا لاتو په یو شخصی بانک چی( فیدرال ریزرف ) نومیږی چاپیږی
په کومو شرایطو ډالر چاپیږی ؟
ددوهمی نړیوالی جګړی نه وروسته جهانی ابر قدرتونو پخپل منځ کی داسی تړون وکړ چی ډالر به نړیواله پیسه وی او دامریکا متحده ایالات به یی چاپوی خو امریکا به مجبوره وی چی د هر بیرته راوړل شوی ډالر په مقابل کی که هر چا ورته راوړه ۳۵ ګرامه سره زر به ورکوی په همدی خاطر دامریکا په خزانو کی ۹۰۰۰ټنه سره زر ایښی وو
خو په ۱۹۷۱کال کی ( جنرال دیګول ) دفرانسی دهغه وخت جمهور ریس ډیر زیات ډالر په فرانسه کی ټول کړه او امریکا ته یی ولیږل او دامریکا له دولته یی سره زر راوړه
له دامله دامریکا دسرو زرو خزانی تقریبا خالی شوی
په همدی کال ۱۹۷۱ دامریکا دهغه وخت جمهورریس یو فرمان صادر کړ چی نور دامریکا متحده ایالات دډالرو په مقابل کی چاته سره زر نه ورکوی
بعد له دی فرمانه تر نن ورځی بی توله ډالر چاپیږی یعنی ډالرعادی کاغذ دی او دا کاغذ دتبلیغاتو په زور چلیږی
اوس به راشو دسرمایه داری موضوع ته
ډالر دامریکا په یوه شخصی بانک چی فیدرال ریزرف نومیږی چاپیږی ،
ددی بانک مالکین څوک دی ؟
دامریکا دمتحده ایالاتو دقانون مطابق ددی بانک دمالیکینو نومونه مخفی دی او څوک حق نلری چی څرګند یی کړی نو له همدی خاطره چاته معلوم نه دی خو داسی شخصی اوازی دی چی ددبانک صاحبان څودانی مشهوری یهودی کورنی دی
دا بانک په کومو شرایطو ډالر چاپوی ؟
دا بانک دامریکا ددولت په واسطه ټول جهان ته دسود دګټی په مقابل کی ډالر چاپوی
دا بانک څومره دسود ګټه اخلی ؟
په مختلفو وختو دجهان داقتصادی وضعی سره سم دا دسود ګټه کمیږی او زیا تیږی له ۰،۲۵ څخه تر ۴ فیصده
اوس به راشو دیته چی دا دسود ګټه دڅه لپاره ده ؟
هغه ددی لپاره چی کله دا بانک دامریکا ددولت په پیشنهاد ډالر چاپ کړی اود امریکادولت ته مثلا په دوه فیصده سود یی په قرض ورکړی نو دامریکا دولت مجبور دی چی دیوه کال په مدت کی دا ډالر سره دسود دګټی فبدرال ریزرف بانک ته بیرته ورکړی نو دی امریکا دولت نشی کولای چی دا پیسی خلکوته دخدمت په مقابل کی مستقیمی ورکړی نو ددی لپاره مجبور دی چی دا پیسی نورو بانکونو ته په ۵ یا ۶ فیصده دسود په ګټه ورکړی اودا بانکونه یی هم پخپل وار وړو تجارانو او خلکو ته د ۱۵ نه تر ۲۰ فیصده ګټه په قرض ورکړی او دا بانکونه یی خارجی بانکونو ته دسود په ګټه په قرض ورکړی
نو دلته پوښتنه پیدا کیږی
کله چی فیدرال ریزرف بانک ډالر چاپ کړی او په همدی سلسله یی ولیږی او بیا همدا ډالر بیرته راشی نو پښتنه دا ده چی دا سود دګټی لپاره ډالر له کومه کیږی ځکه چی څومره ډالر چاپ شوی وو هغومره بیرته راغله نو دا دی سود ډالر له کومه کیږی
هغه له دینه پیداکیږی چی د فیدرال ریزرف دسود دګټی لپاره نور ډالر چاپ کړی چی بیایی په همعغه ډول به سود قرض ورکړی او دا پروسه لایتناهی دوام لری او هر کال دا معامله کیږی
(ګوری چی غلط فهمی ونشی هغه ډالر چی د امریکا دولت یی له مالیی څخه راټولوی او په عام المنفعه خدمتونو مصرفیږی چی دا خدمتونه هم د همدی بانکونو لخوا کیږی هغه علحیده پیسی او علیحده سیستم ده)
د همدا تقریبا ۲۰ ٪ فیصده دسود دګټی لپاره چاپ شوی ډالر انفلاسیون رامنځته کوی ، یعنی دا قیمتی چی هرکال راځی او دخلکو ژوند چی هرکال تقریبا ۲۰٪ فیصده قیمته کیږی علت یی همدا دسود دګټی لپاره چاپ شوی ډالر دی
فرض مثال که زه سږ کال یو لک ډالر پیداکړم نو کولای شم چی یو کور پری واخلم خو که زه دا ډالر په کور کی وساتم نو لس کاله بعد یوه کوټه هم نشم پری اخیستلای
دا دا معنا لری چی دنړی ټول خلګ هرکال د خپل دزیار اوزحمت څخه تقریبا ۲۰٪ دی یهودی جهانی مافیا ته ورکوی چی تر څو دا مافیا وکولای شی په ټوله نړی حکومت وکړی او خپل شیطانی اهداف پر مخ بوزی او دا سر ما یه داری موجوده وی که چیری دا دسود ګټه له منځه لاړه شی نو سرمایه داری هم له منځه ځی
دامریکا څو جمهور ریسانو وغوښتل چی ځان دفیدرل ریزرف له سوده خلاص کړی خو نتیجه یی ورنکړه چی یوه یی (جان کیندی) په همدی خاط خپل سر بایلود یعنی ترور شو
جان کیندی یو فرمان صادر کړ چی نور دی دامریکا دولت دخپل ځان لپاره پخپله ډالر چاپوی چی ۵ میلیونه ډالر یی چاپ هم کړه خو هغه یی ترور کړ او هغه فرمان یی هم له منخه یووړ
اسلامی اقتصاد ډیره غټه فلسفه ده چی لیکل یی زموږ په بحث کی نه زایږی خو دوه قرانی احکام په مکمل ډول غوڼده سرمایه داری له منځه وړی هغه داسراف او سود بندیدل دی
دهمدی حرام سیستم دژوندی ساتلو لپاره همدا ټول مصرفی تبلیغات په نړی کی کیږی چی مصرفی ټولنی را منځ ته کړی او دا ټول فحش هم دهمدی لپاره ده چی دا سرمایه داری سیستم په حرکت کی وساتی او دښځو ازادی هم دهمدی لپاره ده ځکه چی فحش دښځو له ازادی نه را پیدا کیږی
که چیری دا سود بند شی نو د ډالرو کنترول به ددی مشخصو سرمایه دارانو له لاسه ووځی او دعامو خلکو لاس ته به ورشی
هغه خکه چی دا سرمایه داری لکه د ځنخیر داسی دی چی کړی یی یو له بله سره نښتی دی او هره جګه کړی دسود دګټی په زور لاندینی کړی تر ځان لاندی کړی مجبوروی چی لاندی کړی خپله لاندینی کړی مجبوره کړی چی دسود دګټی لپاره کار وکړی او څومره وس چی لری خلګ استسمار کړی
که چیری سود بند شی نو دادی ځنځیر کړی سره شکیږی اودا نظم چی ټیټه کړی جګی کړی ته اطاعت کوی له منڅه ځی کله چی پیسی بانکونو ته ورنکړل شی او مستقیم خلکو ته دعام المنفعه کارونو دکولو په بدل کی ورکړل شی نو سرمایه داری به له منځه لاړه شی اوروا تجارت به شروع شی یعنی تجاران به پخپلو هغو پیسو تجارت کوی چی لری یی او ارزښت به یی ثابت وی اودا منډی را منډی یعنی مصرفی ټولنه چی دسود په واسطه منځ ته راغلی به له منځه لاړی شی
بغیر له دی چی دا یهودی جهانی مافیا د سود دګټی لپاره اضافه ډالر چاپوی بلکی دعادی ډالرو په چاپولو کی هم پوره خلاص لاس لری مثلا دیوه ډالر دچاپولو په خاطر دوی فقط دی ته ضرورت لری چی چیرته په جهان کی دیوه ډالر په اندازه خام مواد یا جنس او یا انسانی زیار را پیدا شی نو دوی دهغه په مقابل کی یو ډالر چاپوی
مثلا دعربستان سعودی دولت چی په کال کی څومره نفت استخراجوی په همعغه اندازه دا مافیا ورته ډالر چاپوی
یا په چین کی چی یوه فابریکه ټول کال تولیدات وکړی نو په هغومره اندازه ورته دا مافیا ډالر چاپوی چی اتو مات دټولو محصولات دتقسیم صلاحیت همدی مافیا لاس ته ورځی
یعنی دوی دټولی نړی دتولید په اندازه ډالر چاپوی
او دا چی څنګه یی تقسیموی دا بیا نو ددوی خپل زړه ده چی چاته څومره ورکړی
خو تر اوسه پوری دا تقسیم په دی ډول وو
امریکا کاناډا انګلستان استرالیا ۵۰٪
اروپا انورو متحدینوته ۳۰٪
او نری ټولی نړی ته ۲۰٪
او دا سیستم یی د ملل متحد اود نړی دټولو هیوادو داساسی قانونو په واسطه دنړی په ټولو خلکو رسمی کړی او منلی ده
که چیری تاسی دنړی دهر هیواد اساسی قانون وګوری نوددی سیستم منل به پکی وګوری
خو دوی کله کله دا انډول د ډالرو او جنس په منځ کی نه ساتی او له انډوله ډیر ډالر چاپ کړی په همدی خاطر دی سیستم اوس مشکل پیدا کړی هغه داده چی ډالر ډیر چاپ شوی او نور داضافه ډالر د چاپ ځای نلری نو ځکه په نړی کی اقتصادی بحران دی
نو په همدی خاطر او همدا جهانی مافیا دامریکا دولت سرزنش کوی که تاسی په خبورنو کی اوریدلی وی څو ورځی مخکی یووه نړیوال اعمار اخستونکی شخصی شرکت دامریکا ددولت اعتبار له (AAA) څخه (AA) ته را کوز کړ
دا دا معنا لری چی دا جهانی مافیا دامریکا دولت سرزنش کوی تر څو دډیر بی ځایه زیاتو ډالرو له چاپ څخه ډډه وکړی که نه دوی کولای شی چی په همدی شکل یی چی امریکا منځته راوستی نو په همدی شکل یی له منځه هم وړای شی او بل دولت به دځان دپاره انتخاب کړی او په بل نامه به پیسی چاپوی
او ددوی دسود په سر ولاړ اقتصادی سیستم سرمایه داری هم مشکل پیداکړی هغه داسی ده چی مصرفی ډیروالی هم خپل اخری حد ته رسیدلای نور ځای نلری
په اروپا او ټوله غربی نړی کی نور کلی او دهات نه دی پاتی چی ارزانه کارګر ځینی راولی او دا اقتصادی سیستم پری روان کړی په بریک هیوادو لکه روسیه چین هند او برازیل کی چی څه کلی او لاس ناخوړلی نفوس شته خو دا هیوادونه نشی کولی چی دغرب د مصرفی ټولنی ورځ په ورځ اضافه کیدونکی مصرف ورکړی
نور نو خلګ دسود د ورکولو وس نلری نور نو په نړی کی هم نوی کلی یا دهات یا لاس ناخوړلی نفوس نه ده پاتی چی رایی ولی چی ددی خلکو سره دادی سود دروند بار په نیولو کی مرسته وکړی
په اسلامی هیوادو کی لاس ناخوړلی نفوس شته خو هغه سخت مقاومت کوی او له سرمایه داری دسیستم څخه ځان ساتی
او دا چی تاسی لیکلی

[color=darkred:5fbbb5f3f6]فرانسو يان په فرانسه ، اګليس په انګلستان او جرمنيان په جرمني او همدارنګه د هر هيواد اړونده ملت په همغه هيواد کې آبآد دی ، ورک ورته څنګه وايې ؟؟؟؟
که مقصد دې داوي چې قبايلي او قومي نومونه نشته او ديو ملت په نامه ياديږي دا پرمختګ نه بولئ بلکې پشاتګ يې بولئ[/color:5fbbb5f3f6]

دا زه په شا تګ بولم ځکه چی دهمدی ټولو هیوادو چی تاسی یاد کړی نفوس په کال کی یو فیصد کمیږی او د سپین ګیرو یا متقاعدو شمیر یی له ۵۰٪ زیات شوی او خپل نفوس له مهاجرو پوره کوی او کله چی په مکمل ډول دا مهاجر دا هیوادونه ونیسی او خپل کلتور او فرهنګ پکی عملی کړی او خپل دین پکی حاکم کړی چی داکثریتو مهاجرینو دین اسلام دی نو دا دی دوی له منځه تلل شول که نه ؟
او بیا چی دوی یوه پاکستانی ته انګلیسی پاسپورت ورکړی نو دا پاکستانی هیڅکله هم نه انګلیسی کیږی که هر څومره ته پری د انګلیسی نوم کیږدی
او د اسلامی اقتصاد په باره کی غواړم درته ووایم چی اسلامی اقتصا د ما په خپلو مخکینویو لیکنو کی تشریح کړی
او ما خو دمخکی هم درته لیکلی وو چی په پاکستان کی ډیر دوړی کچی سرمایه داران شته چی د ټولنی په عمومی حرکت کی کوم مهم رول نلری او دپاکستان ڼولنه سرمایه داری ټولنه نه ده
او دعربی متحده اماراتو دټولنی په باره کی غواړم درته ووایم چی دمتحده عربی اماراتو ټولنه لکه ټوله اسلامی ټولنه منتنظره ټولنه ده چی اسلا می اقتصاد پکی نه ده عملی شوی خو سرمایه داری اقتصاد نه منی


پتوال
13.08.2011

ياره عبد الله خانه
اصلا خو سرمايه صنعتي سرمايه وه، بيا پرې تجارتي سرمايه علاوه شوه او اوس له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته مالي يا بانکي سرمايه
او همدارنګه دولتي سرمايه پرې هم ور سربېره شوه چې پر دواړو شکلونو خپل اغيز لري خو په مجموع کې ټولې د توليدي صنعتي سرمايې
په محور څرخيږي . په دې کې هم شک نشته چې بانکونه خپل سود ترې اخلي او نفوذ يې په اقتصادي سياست او نړيوال ډګر کې ډير دی
او د چپيانو په اصطلاح امپرياليستي قدرت لري، نو له دې کبله بايد ورته د سرمايدارۍ تاريخي دوره
نه د سرمايې په دې وروستي شکل پورې محدود کړی شي اونه يې نوم په سياسي موخه د انتې سميتيزم پورې محدود کړی شي
.
دا دسرمايدارۍ د زياتې ودې هم پايله او هم مرستندوی خو چټل پړاو دی ، زه يې هم سخت مخالف يم داچې اسلام يې مخه نيولی شي د افتخار وړ ده،
ولې صنعتي او تجارتي سرمايې د سرمايدارۍ مهم او اساسي شکلونه او پړاوونه دي ، چې مخه يې له پشا تګ او ترقي ضد ديکتاتوري رژيم پرته نه نيول کيږي !


عبدالله خان
14.08.2011

پتوال صا حب

دانتی سیمیتیزم په باره کی غواړم درته ووایم چی موږ ددی شکل سرمایه داری سیستم سره مخالف یو که هرڅوک له هر قومه دا سیستم عملی کوی موږ یی مخالفت کوو

دا چی ما ( یهودی جهانی مافیا) نوم اخیستی ځکه چی فلا یهودیان دا سیستم پر مخ بیایی


پتوال
14.08.2011

ډير اعلی، ټول ورسره مخالف يو، ځکه چې دا نيوکلونياليزم يا نوی استعمار دی که هر څوک يې په راس کې وي بې تفاوته ده بيا هم نوی استعمار دی !
ولې له صنعتي او سوداګريزه پانګوالۍ څخه که له يوې خوا چاره نشته له بلې خواسخت ظالمانه استثمار ته په هغې کې هم وده ورکول کيږي او دا کار
د اسلام په سبېڅلي دين کې هم روا نه دی و سرمايداري به له اسلام او اسلام به له سرمايدارۍ سره څه ( او څنګه چلند ) غوره کوي ؟؟؟؟


عبدالله خان
14.08.2011

یعنی پتوال دد لپاره چی اسلامی اقتصاد په جهان حاکم شی او دا نیو کالیونالیزم او استعمار له جهانه ورک شی تاسی د خلافت دجوړیدو مخالف نه یی ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more