نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ولې د بحث له ختمېدو دمخه موضع تړل کېږي !
pattang
06.08.2011
انډيوالانو پتوال دلته پردې لاندې بحث کې خپل زړه ښه يخ کړی او بيايې يو لو ی
دپت سالو په لاسپوڅيو او اشغالګرو اچولی دی ٠
او عجيبه هم داده چې بحث [color=brown:e5fff78d96](اسلامي آمارات که اسلامي
دارالخلافة ؟؟؟ )[/color:e5fff78d96]هم نور دپتوال له ليکنې او ځوابونو وروسته تړل شوی
دی ايا داسې يو ناروا عمل دغندلو وړ ندی !
ستاسو دتبصرو په هيله !
[quote:e5fff78d96]طاهر مسافر ليکلي:
پتوال سیب سلام
ستا له لیکنی د علومی د ګلی بوی راځی. دا ځکه وایم چه دوی تر پرون د روسی ډنډوری غږولی او نن بیا د غرب نغاری په غاړه کی اچولی او څڼی ورته اړوی. [/quote:e5fff78d96]
نو ورشه هغه له .... ونيسه ،و ما پريږده !
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
د آی اس آی خبره:
د غوایی نجیب د خرګری نه وروسته ماتو ملحدینو او د هغوی نوی محافظینو به په پاکستان او دهغوی په بدنیتی پسی اخیستی وه او دا ده ورو ورو یی یو حقیقت ځینی جوړ کړی. وایی که درواغ ډیر تکرار سی نو په رښتیا بدلیږی. دا د نازیانو او که د بل نظام حرفوی درواغجنو خبره د ملحدینو لخوا په کلکه عملی سوی. شاید یو دلیل دا هم وی چه تقریبا ټول افغانان له پاکستان نه بده خاطره لری او ځکه دروغ په رښتیا منی [/quote:e5fff78d96]
نو نجيب او نجيبخېل پرررررر چميان او خلقيان له ..... ويسه ، ماته يې څه خدای دې کړي چې دا نور يې هم په دار يې وځړوې!
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
په هر حال اوس یی ته هم تکراروی چه پوهیږم د دی انکار په خاطر به ماته د بیعقل خطاب وکړی. دا هم د غربیانو یو تاکتیک دی. [/quote:e5fff78d96]
بې دليله بدګومانۍ او بيځايه تورونه بحث ته مه وړاندې کوه ، دا دښځو ناندرۍ نه دي چې صرف له تورونو لګولو او ظن الجاهليه څخهه کار اخلي ، سم په دليل او ثبوت غږېږه ، په دنيا کې ډير داسې خلک موندلی شې چې ستا دا يا هغه خبره پرې تطبيق کيږي ولې نورو ته يې څه ، د يو ۀ چټلي په بل هم غورځول دا معنی لري چې خپله خوبه حتما په نورو غورځوې !
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
د پورتنی مقدمی نه وروسته به دا ووایم: د مسلمانانو او د پښتنو د مدافعینو لپاره دا نه ښایی چه د دوی د عزت د ساتونکو کمزوری د خپل ژوند هدف وګرځوی. [/quote:e5fff78d96]
په يو شرط چې د پښتنو دفاع په نوروافغانانو مسلمانانو تيری اودهغوی زيان نه رامنځته کوي، هېڅوک حق نه لري د نورو ورونو قومونو سره
له مشورې او هوکړې ته له رسيېدو پرته د ټول افغانستان په اړه تصميم ونيسي او هغه هم بيا ددوی پر ځای د وطن له دوښمنانولکه ISI په مشوره او همکارئ !
د ISI خو يوه زره همکاري هم د افغانانو ملي ګټو ته د اور تيلی وهل خپل قام او ملت پکې سيزل دي !
ته پوهيږې او خبر يې چې شوروي هم پاکستان او امريکا په ګډه په افغانستان باندې يرغل ته اړ او هڅولی و ؟؟؟؟؟
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
ما د طالبانو بی اعتمادی چه په پاکستانیانو یی لری اوریدلی. چه ویل به یی د سوال یاری ده نو دا به منی [/quote:e5fff78d96]
چې ياري ستا په سوال ده پنجابي ته ، نۀ تاته د پنجابي په سوال، نو بيا خو دې عذر تر ګناه بدتر دي ، تا طالب ته کوم رزيل بې شرف ويلي و چې زه زه زه د پکوستان غوندي تاريخي دوشمن سره ياري کوه او هغه هم په سوال ؟؟؟ خو انپړ يې انپړ له خپل تاريخ ، ملت او وطن نه خبر نه يې ، اسلام يې درته په خوله کې ايښی او شاته اور غورځوې او خپل ولس پکې سيزې !
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
که تا غوندی خلکو لیږ له سیاسی هوښیاری نه کار اخیستی وای او د هغوی د انپری ډانډوری مو نه وای غږولی او د هغوی له نظام سره که ښه او که بد وای څه همکاری کړیوای هغه مو په خپلو کارشکنیو نه وای بدنام کړی او د افغانستان له دښمنانو سره اګاهانه او یا نا اګاهانه نوای یوځای شوی نو کیدای سی د پاکستانیانو او د نورو دښمنانه عملونه به مو خنډ کړی وای.[/quote:e5fff78d96]
نام خدا ! څه وای وای ، ISI دې په نامه ملي روڼ اندي نه پريښودل چې د ملاعمر خواته نږدې هم ورشي ، پاتې خو لا ملي ګټورې مشورې ورکول ،
او چاچې د پخواني مجاهد په نامه ملا صيب ته لار ومونده ، د هغه هره ملي مشوره
ملاصاحب د ISI سره له مشورې وروسته رد کړېده !
د ملي پوځ جوړول يې يوه نمونه ده چې تل ISI د ملا عمر په خوله ردوله !
د شمالي اتلاف سره روغه جوړه به د ګډې جرګې طالب ګډونوالو ومنله ، خو کله چې به يې ملا عمر ته ويوړ ه هغه به د ISI تل ردکړه !
نو دا لاندې اص دې هم په طالبانوپه مشرتابه صدق کوي چې
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
متاسفانه افغانان بی له کوم توپیره د خرابولو استعداد لری او د نیمګړی دیوال پوره کول هیڅ نه منی [/quote:e5fff78d96]
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
زه ودی ته حیران یم چه دا په نامه لوستی او روڼاندی خلک ولی داسی تاریکبین دی. [/quote:e5fff78d96]
زه د خلقيانو او پرررر چميانو له جناياتو او کرزيخيلو د جناياتو له ليدلو راهيسې د روڼ اندو پلوی نه کوم، خو دا ستا غوندې تنقيدونه په روڼ اندو
د مجاهدينو له خوا هم موجود وو، د طالب په لومړۍ دوره کې هم او اوس بيا د طالبانو له خوا هم ، هر يو چې ديکتاتوري غواړي لومړی په روڼ اندو خوله راپرانيزي ، تاسو ځانونه اصلاح کړئ روڼ اندي به خپل کار کوي ، که تاسود قدرت په وخت اصلاح وای له روڼ اندو به مو هېڅ خطر نه وای احساس کړی،
داسې ښکاري چې غواړئ ددنيا له جابرينو نظامونو سره سيالي وکړئ نو ځکه
دغه ناوړه مثال دليل په توګه راوړئ چې د آزادو تر څنګ :
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
دنیا ...جابر نظامونه لری خو بیا هم د هغو ځایو خلک د اتفاق او اختلاف نقطی لری. له حاکم نظام سره دواړه د سولی په پلو کی ساتی .
ښا يعنې ملا عمر دې دملي ګټو له پاره دخواجه يين ملا رباني د حاکم نظام سره سوله غوره کړې وه او د ISI په ضد جنګېدۀ ، او که نه ستا خبره [/quote:e5fff78d96]
[quote:e5fff78d96]
اقتباس:
زمونږ ....انپړان بیا په تسلیم ناپذیری باندی افتخار کوی؟؟؟؟ [/quote:e5fff78d96].
که دا خبره دې سمه هم وای زما له ليکنو سره تړاو ورکول ستا سې ذهنګيري او پلمه جويي ده :
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
نو پتوال سیب دا ستا لیکنی هم د داسی په نامه روڼانده تاریکبینانو په جم کی راځی . که یی منی او یا نه هغه ستا خوښه خو زما قضاوت دا دی. [/quote:e5fff78d96]
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
کیدای سی زه او ته دواړه هر څه ته د یو منتقد په ډول ګورو خو زه بیا هسی نکوم چه د ازادی کاروان باندی وځنډوم او یا یی له ناکامی سره مخ کړم. [/quote:e5fff78d96]
دا آزادي له پنجاپيانو هم آزادي ده ؟ له ISI او القاعدې هم آزادي ده او که يواځې له يوه اړخ څخه آزادي او بل اړخ ته هيواد تسليمول دي - نو بې تفاوته ده چې هر چاته يې تسليم کړئ ؟؟؟؟
د ملت او وطن حق دادی چې هم له اشغالګرو او هم له پنجابيانوپاک او آزاد اوسي !
اقتباس:
له یوی خوا طبقاتی جنګ د مکتبیانو او ملایانو په مینځ کی او له بلی خوا د انانیت او خودپسندی او تربګنی .
دا هم هغه چا ته وايه چې د مکتبيانو په دې جنګ کې يې برخه اخيستي وي ، زمونږ صرف د ملي آزادۍ ، ملت او ملي ګټو موضوع ده چې تير ته په کتو سره
بيا هغسې ظلم پرې ونشي او په حقه سره د هر بهرني ځواک د لاسوهنې مخه نيول واجب بولم . چې اشعالګر وځي وطن آزاد دی بايد نويو دوښمنانو ته لار ونۀ پرانستل شي ، خو څنګه چې طالپان ساده ګان خلک دي د اسپلام ، خلافت ، اميرالم،منيت په نامه يې ISI غولوي، غولولي يې دي او غولوي يې نو اپيل ورته کوو چې له دغه تور څامار څ(خه ځان ليرې وساتئ اوپلمې مه لټوئ چې د امريکا په ضد په هر چا د خپل هيواد خرڅول روا دي !
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
ښه ده هغه د ډیګری خبره دی رده کړی. خو د انانیت او د پردیو پروپاګندو د چلولو پور لا درباندی پاته دی . [/quote:e5fff78d96]
زه د سخت مستقل نظر خاوند يم، زما يې د بل له پروپاګند سره څه دي (؟) او که څوک د خپل پروپاګند له پاره هم له يو لړ حقايقو څخه سؤ استفاده وکړي
نو ددې له پاره خو حق ويونکي او حقيقت پالونکي له خپل رسالت څخه لاس نه اخلي!. اوس چه د نیوکالیونیزم دوره ده نو نوی لیاری لری او یوه یی دا ده چه مسکین خلک د خپلو په بیعقلی قانع کړی او غربی جاهلان او د هغوی پلویان ورته نابغه وښی. هیله ده په دی فکر وکړی.
. هغه خیر د افغانستان په ازادی او او د اسلام په سرلوړی کی ویینی چه دا لا تر اوسه ډیرو نه ده احساس کړی. د هغه نواقصو د اصلاح لیاره باید وسنجول سی ترڅو دا کورکی مو پوره کور شی.
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
دا ده ته ځان هوشیار بولی، او په کمونستی او غربی اجتماعی لوزونو خبری کوی، او ځان ته دی د ملا عمر په شخصیت د قضاوت حق هم ورکړی . نو بیا هم زما او د نورو وروڼو په نظر کی کم فهمه ښکاری[/quote:e5fff78d96]
ما کله ځان هوښيار بللی، خو صرف تاسو غوندي کفر نه غږوم، په لغاتو او الفاظو پوهېدل هم کومه ګناه نه بلکې اړين کار دی، او څوک چې
د افغانانو د مشرۍ کولو ادعا لري نو د هر افغان حق دی چې په اړه يې قضاوت وکړي ، که هغه انپړ وي او که فيلسوف د غټو وړو له خوا به پرې خبرې
کيږي ! په ما او تا څوک خبرې نه کوي، که کوي يې بيا هم زما او ستا په ليکنو يې کوي چې کومې سياسي بلا ته ډنګرۍ وهې او که د وطن خير غواړې او ملي اسلامي او ولسواک ارزښتونه ټول ساتل غواړې !
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
نو اخر چاره به مو څه وی؟ نور جنګونه؟ که ته وایی چه زه یم او زه وایم زه یم خو به دی اوریدلی وی؟ دا ده اوس ثابته شوه چه نه ته یی او نه زه یم. [/quote:e5fff78d96]
زه خو وايم چې زه دې نه وم، اسلام دې وي ، دملي ګټو ساتنه دې وي، د مشروعيت معيار په اندازه ولسواکي دې وي ، که دا ته د ولس له پاره تِضمين کړې
نو ته دې وې، ولس دې وي او نيکمرغي او پرمختګ دې وي
زه نور څه غواړم !
ته هم تائيدوې چې سرخپوشانو لومړی باطله لار نيولې وه او د هند د آزادۍ خبرې کولې اقتباس:
او بیا چه ونسو نو د پشتونستان چیغی یی وهلی
يعنې بيا يې باذلې څبرې پريښوې او د حق غږ يې پورته کړ ، که اوس يې دوی نه هم غواړي، د حق چيغه کله سړيږي او بايد سړه هم نشي ځکه چې د حق چيغه ده !
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
خلافت او که امارت
ترکومه چه زه خبر یم د خلافت په نامه امریکایی قاتله ډلی نور ویروی. او دا چه ته دلته دا خبری راپورته کوی نو نه پوهیږم چه ته خو به د کوم انتی تروریست متخصص په توګه او یا د پنتاګون له طرفه د یوه سیوار نغارچی په توګه دلته نه یی راغلی؟ [/quote:e5fff78d96]
دا پوښتنه دې بايد له خلافت غوښتونکو نه کړې وای ، ما خو د خلافت غوښتنه کله هم نه ده کړې ، نو د يوې موضوع راپورته کول فرق لري چې ايا
ردوي يې او که غوښتنه يې کوي !
که ته د خلافت پلوی نه کوې نو عبد الله خان ملګري ته دې قناعت ورکړه !
، او که پلوی يې کوې نو بيا به ستا او غه چا فرق څه دی چې ستا خبره
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
دا ډولونه د جاسوسانو وهی [/quote:e5fff78d96]
بيا ليکې :
[quote:e5fff78d96]اقتباس:
د دنیا و مظلومو ته پناه ورکول د بین الملل پیژندل شوی قانون دی. دا حق چه ته افغانانو نه اخلی او صرف په سپینپوستو یی لوروی نو نه پوهیږم چه ستا خیر به و افغانانو ته په څه کی ورسیږی. [/quote:e5fff78d96]
ددنيا د پناهندګۍ قانون دادی چې پناهنده د کوربه په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي، سياسي يا پوځي فعاليت نور نشي کولای، نو بن لادن
يا ظواهري حق نه لري چې زمونږ په خاوره کې خپلې جنګي او ترهګرې پروژې پلې کړي که نه فورا بايد له افغان خاورې څخه ويستل شوی وای !
پتوال
07.08.2011
قدرمنه پتنګ خانه ښې چارې !
هلته بحث يواځې زما او عبدالله خان تر منځ اوږود شوی و ، مسافر خان هم پرې نور تنګ و، نو تړل يې سم کار شوی، ځکه چې عبدالله خان همدغه
بحث د ځواب په نامه د بيل سرليک لاندې پرانيستی دی او لا دوام لري . نوموړی د بشر وروستی زر يو نيم زرکلن تاريخ (فيوډاليزم او سرمايداري)
ټول يهودو ته منسوبوي ، صرف اسلام په کې يوه استثنا گڼي ، خدای دې خير کړي چې ظاهرا د کرکې په شکل به نور څومره يهودو ته
د نړۍ د تاريخ ساز قدرت نوم ورکوي اوڅوک به يې ورسره مني ؟؟؟؟
او تر کومه چې ستا د سرليک خبره ده چې دې ليکنې ته دې ورکړی ، نو ښه به دا وي چې خپلو دوستانو ته دې ووايې چې دا هسې اپړې دپړې نور ونه ليکي !
طاهر مسافر
07.08.2011
پتنګ سیب سلام او خیر یوسی چه دا دی بیرته راوړی.
عجیبه خو دا ده چه ما د پتوال سیب برګ لیک ووایو نو د ځواب په لیکلو مصروف شوم. چه ځواب می پوره کړ او اپلود می وغوشته ممانعت وشو. بیا می چه بل ځواب ولیکه نو بیا راته ممانعت وشو. هغه وو چه زما برادبند هم کار پریښود.
نن چه بیا راغلم نو د عبدالله خان لیک می ولید او بیا می ستا. خدای سته لیږ شکی سوم چه دا تا نوی لیکلی. بیرته می ټول ووایه او هلته زاړه ځای ته لاړم چه کاته می پتوال سیب زما له اخری جوابه سترګی پټی کړی وی او زړی وړۍ یی را اخیستی او وشنلی یی وی.
پتوال سیب
زه شکی یم د زاړه بحث په بندولو کی خو به ستا لاس نوی. هغه هم د پورتنی تفصیل په بنا.
یاره پتوال سیب له بحثه د ځان ښکلو ښه لیاره لری. زما خبری بیدلیله نه دی. ستا دا کمونیزم او فییودالیزم او نورو جعلی تاریخی دورو بیانول او هغه بیا و تطبیق ته راوستلو راته د کمونستانو د یوی قلمی رسالی چه په کوچینیوالی کی می د ترور د زوی سره لیدلی وه رایاده کړه. هغه سور کمونست وو. د غبار تاریخ می هم سترګو ته ودریده. د علومی د ګلی می بیا ځکه ویلی وو چه دا ستا د آی اس آی خبری د هغوی د پروپاکندو تکرار دی او دا می په واضحه درته لیکلی وو. ستا ذهن ځینی ټوپ اچولی دی.
بیا هم ته پیشی تر لکی نیسی. ما خو درته ویلی ول چه هغسی بوی راځی. دا دا معنی لری چه درباندی اشتباهی یم. او هغه هم ستا د خپلو خبرو په بنا. که څه هم تا لیږ چیریپیکیینګ کړی دی خو لکه څنګه چه ته وایی هسی بدی ندی.
معمی دا ده چه ولی دی له خبرو دا د کمونستی بوی خیزی. ته یی او که نه خو لیکنی دی دا ښیی. ښه ده چه د ای اس ای خبره دی چټلی بللی ده. نو بیا دی هغه چټلی ولی تکرار کړی؟
تا چیرته ویلی وو چه شینسترګی نه غواړی. نو بیا دا اوسنی خبری وای چه په دی شرط او هغه شرط یی منی. دا به دا معنی ولری چه ته د شینسترګو په ځای د مدافعینو په ضد خبری کول غواړی. زما خبره دا ده اول شینسترګی وباسه بیا به نوری خبری سره کوو. بیا هم ته څه فکر کوی چه د پښتنو ازادی به د نورو افغانانو په زیان تمامه سی. دا دی ګوره د شمال د غلو خبره ده. ما خو د نورو افغانانو طالبان لیدلی ول نو دا دی پکی له کومه پیدا کړی. ما خو تاجګ هزاره او اوزبکان د طالبانو په منطقو کی په تجارت بخت لیدلی نو بیا کوم زیان. ایا ته د آزادی ګټلو لپاره هم اول لویی جرګی جوړول غواړی؟ دادی لا چیری لیدلی دی؟ که دی مطلب د ازادی نه وروسته ملتپرسی وی نو دا بیا بیله خبره ده او دهغه لپاره دا ستا لیاره ښه نه ده.
یاره ته خو هرڅه د غرب منی. امریکایان هسی لاپی وهی. خو خبر یی چه امریکایان لکه د ... مچان غوندی دی. ما خو د هغوی نه کومه سلاح او نه کوم کومک ولیده. کمونستان په مرګ راضی شول روسان راغلل او بیا مو د مصریانو کلشنکوفونه ولیدل. خبر یی چه د نیکونو یوټکه او د تیرا د پنجټکه وو امین راوغورځاوو. دا خو زما په سترګو لیدلی حال دی. که مسعود او ګلبدین د سی ای ای سلاوی لرلی ما خو نه دی لیدلی. واقعیت خو دا دی چه هغوی بی تاثیره وو. البته دا به دشمالی، مرکزی او جنوبی ولایاتو په بنا وی. د کنړ او نورستان نه زه خبر نه یم.
ګوره انپړ دی یاد کړی خو پری پوهیږی نه. که دومره هوشیار یی نو بیا خو روس امریکا او پاکستان ټول په یوه کځوړه کی واچوه. دا یی طالبان ګرم نو تا به څه توره کړی وای. د پاکستان نه به تښتیدی او بیا به دی د روس او یا امریکا د غلامی طوق په غاړه کاوه؟ نا مسلمانه ته به دا ښه ښکاری خو د یو مسلمان په صفت به هیڅوک دا ونه منی. ته خو ځان مسلمان بولی نو بیا دا څنګه؟
وایی چه ملا عمر روڼاندی نه پریشول. یاره هسی اپلتی دی شروع کړی. هغه به کوم روڼ اندی وی چه له خپله خره نه کته کیږی. کنه چه څه د مسلمانی فکر یی درلود هغه یی غوښتل.
رون اندی دی چیری دی. هغه چه ته یی بولی هغه خو د نورو غلامان دی. ته هم عجیبه غږیږی. یواری منکر یی بیا یی بیرته را نغاړی.
په خبری دی سر نه خلاسیږی. منتقدین هرچیرته شته. یوواری مصر او ترکیی ته وګوره. د هغه ځای خلکو څنګه کار کړی او کوی؟
یاره وای خپل عیب د ولو مینځ وی. که نه نو ستا دا تبلیغاتو نتیجه به څه وی.
چا ویل چه د پاکستان غلامی څوک غواړی. اب دیده موزه کشیده به دی اوریدلی وی.
طبقاتی جنګ چی ستا خبری افاده نکړی نو به یی کوی؟
پشتونستان دی اول پشتونستانیان وغواړی. زه خو وایم هغه په تا خاندی او درته بیعقل کابلی وایی.
تا دخلافت خبری راچولی او بیا انکار کوی .
پناهندکی منی او د ازادی د حاصلولو خبره دی هیره کړی. دا ولی؟
په درنښت.
پتوال
08.08.2011
دروند ورور مسافر خان او نورو ګډونوالو ته سلام !
ياره ستا خبرې له يوې خوا خوږې ګيلې او له بلې خوا تورونه او شکونه دي . ګيلې دې په سر سترګو منم خو شک او شکتکيت دې ليرې که،
هم يې له خبرو ليرې که او هم يې له سره وباسه ، ځکه چې دا د بحث اساس او اندتوګه نشي کېدای چې والله دا جمله خو دې فلاني
خبرو ته ورته وه، هغه بله جمله دې بېستاني ته ورته برېښېده، او دا بله جمله دې بالکل بل چاته ورته برېښېدله :
وروره په دې طريقه به ډيرې ونې وينې خو ځنګل به ترې ونشې ليدای .
د ګيلو اړخ دې پرځای او د يوۀ ورور حق دی پر بل ورور او زه دې هم له ورورۍ نه ځان نه باسم ، بلکې د هر مسلمان پښتون هر مسلمان افغان په وروررۍ وياړم ! ځکه خو طالبان خپل زړه ته ډير نږدې مؤمن مسلمان ورونه ګڼم ، خو له تانه زما ګيله کخکې وه، ستا ګيله زما د ګيلې په اساس رامنځته شوې ده : ګيله د ګيلې په سر ، دا سمه نه ده، زما ګيله له تا نه ده زما ګيله له طالبانو وه او ده
خو تاسو چاته له طالبانو څخه د ګيلې حق نه ورکوئ ، کاشکې چې دلته پخپله يو طالب ليکنې کولای تۀ او تا غوندې نور د طالب په پلوي ليکنې کوئ
خو يو هم نه وايي چې زه طالب يم ، نو خبره يې د طالبانو پر ځای نه کښيني او نه د هغوی پر ځای اعتبار لري .
ګل بدين حکمتيار چې په مستعار نوم ليکنې کولی او پيژندل کيدی هم شي ، خو په مستعار نوم ورته ددوښمنانو له خوا مسوليت نه راجع کيږي ،
څه فرق کوي چې صرف يو بامسوليته طالب ، ضروري نده چې لوړ پوړی دې وي ، دلته د لوستونکو ځواب ووايي .
زه د طالبانو ورورنو جهاد منم ، درناوی ورته لرم او په رسميت سره پېژنم،دعا هم ورته کوم چې الله تعالی دې بريالي کړي !
خو زه نه شين سترګي منم او نه د زيړ سترګو د تور سونټو پنجابي استخباراتو بری پر افغانستان غواړم ! د لومړی ځل په خلاف دا ځل بايد د ISI هېڅ
لاس په طالبانو کې نه وي ، نور لوېديځوال خو په افغانستان کې نشي ټينګېدای، ولې پنجابیان لکه پيريان دې په وينه کې در ننوځي او د ملي خيانت او وطن د بربادۍ غوټې درکوي ، تر څو چې په خود کيږې وطن يې در باندې وران کړی وي، ورونه يې درباندې وژلي وي، خويندې ميندې يې درباندې کونډې کړې وي او ته يې هم دومره ضعيف کړی وې چې تر بلې غوټې پورې ساه نشې اخيستلای ، دا ځکه چې دا زمونږ د وطن ، ملي ناموس او ملي ګټو وټو پخوانی فعال دوښمن دی ، د زوړ استعمار سمساره زمونږ له خاورې ژوند کوي او زمونږ په غوښه هډوکو پوستکو يې اينده تامين ده .
د اسلام چغې چې درته ونه وهي نو تمساح خو له جعلي اوښکو پرته خپل ښکار نشي نيولای . طالبان چې د تمساح په سينه لوبيږي او د تمساح له سينې
تيريږي راتيريږي څومره به يې ترې خوړلي ، خېټې ته کړي = [color=blue:d405caa6ad] خپل کړي وي ؟[/color:d405caa6ad]
ددتمساح د اوښکو تويولو يو بل چينل اسامه او اوس الظاهري دی ، چې له يوې خوا پرې جنګ تود ساتي اوله امريکانه پرې پيسې تر لاسه کوي او
له بلې خوا پرې د طالبانو روح او آروا په خپله پنجه کې نيسي ، څه چې ترې ISI د افغانستان د ورانولو له پاره وغواړي هغه يې کوي
او څه چې اسامه يا اوس الظواهري وايي طالبان يې کوي د ISI نور مستقيم اغيز پر طالب مشرتابه خو لا پريږده !
د بريتانيا پاکستان او سعودي عرب ناولي مثلث خو يې د پردې ترشا ستراتيژي ورټاکي . نوآيا د جګړې سر بيره ددې ټولو ننګونو په وړاندې
طالبان څنګه کولی شي چې له يوۀ مستقل ملي مشورتي ارګان او قومي مشرانو له
ملاتړ پرته يو ګام هم سم صحيح او مسولانه پورته کړي ؟؟؟؟
او چې دا معيار پوره نشي ولې او څنګه به ددوی هر حرکت د پنجابي پاکستان، بريتانيا او سعودي عرب د ګډې ستراتيژۍ په ګټه نه وي ؟؟؟؟
آيا د کرزي داسې حرکت شته چې د اشغالګرو په ګټه نه وي ؟ همدغسې ملاعمر، اسامه او الظواهري هم تر اوسه پورې داسې کوم حرکت نه دی کړی چې د
پاکستان په ګټه نه و او يا به نه وي .
هم ځان له دې ټولو لومو ، دامونو ، کړيو او زولانو څخه طالبان چې احساس ، فکر او عمل يې په کې ښکېل دی او هم وطن د اشغالګرو څخه يواځې
او يواځې د قومي مشرانو په ملا تړ او ملي وحدت په بنسټ په اسلامي جذبې سره خلاصولی شي ، نه دا چې په اسلامي جذبه نور هم
په دې کړيو کې هم ځانونه او هم وطن ، ملت او اينده ښکېل کاندي !
[color=blue:d405caa6ad]
اوس يې وخت دی چې طالبان ملي وحدت اعلام کړي او فکرا ً د ټولو لانجو د حل په راس کې مسولانه ځای ونيسي ! دا يې حق دی ، دايې
مسوليت دی او دا عهده پر ځان د مؤ منو ملي ځواکونو د راټولو لو په مرسته
بالکل سرته رسولی هم شي . ومن الله التوفيق ![/color:d405caa6ad]
___________________________________________________
____________________________________________________
څنګه چې دغه بحث يو ښه مسير موندلی ، نوی مسير يې د بيل سرليک لاندې
چې [color=blue:d405caa6ad]د حل لار...[/color:d405caa6ad] نوميږي غځول کيږي ، نو زړه برخه يې همدلته تړم .
ستاسې له پوهاوي نه مننه . والسلام ، وطنمل