د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مناجات!

مساپر
06.08.2011

لویه خدایه درنه غواړم بیا خپلواک افغانستان مي
هغه غرونه پټ په واورو هغه لعل د بدخشان مي
شګوفې مي د بادامو ګل غونډۍ او ارغوان مي
سره ګلونه د انارو کندهار غیږ د جانان مي
بوی د ګلو د نارنجو ننګرهار ښکلي زلمیان مي
له آمو تر ارغندابه یوه کړیکه یو میدان مي
خدایه داسي وطن غواړم چی مي خپل پکښي واکمن وي
چی قومونه سره خپل وي د یوې ابۍ زامن وي
داسي ملک درڅخه غواړم چی مي خپلي وي پلټني
غرونه خپل سیندونه خپل وي زموږ کیږدۍ وي پکښي پلني
چی په زړه د توپانو کی لکه غر هسي ولاړ وي
نه واورین ژمي یی مات کي نه یی ویره له اهاړ وي
چی مي کلي چي ښارونه په پښتو راته ګړیږي
چی مي غرونه پښتو وایی په سیندونو کی بهیږي
چي په لیکم حماسې مي د ازل د شمله ورو
چی په اخلم جنازې مي د نړۍ د زورورو
چی لیلا پښتو مي نه وي زه د چا ښکلا به ستایم
زه به چاته نظم لیکم زه به چاته غزل وایم
کومه ژبه به مي ستایی د کیږدیو دنګي ښکلي
کوم نسیم به راته راوړي بوی د ګلو د سنځلي
خدایه پڅه خو یې مه کړې د خوشال فولادي توره
تر قیامته درنه غواړم پر اورنګ باندي مور بوره
دې پیچومو دې دښتونو توپانونه دي لیدلي
د پیړیو سرکښانو پرې آسونه ځغلولي
له سکندره تر فرنګه مات لیچونه دي وتلي
پرهارونه یی خوړلي ککرۍ یې رغړیدلي
[size=24:db2a42375f]نن که یو بل سره وژني خیر دی پوه به سي نادان دی[/size:db2a42375f]هی [size=18:db2a42375f]قربان یی تر بګړیو زما اولس دی زما جانان دی[/size:db2a42375f]
یوه ورځ به داسي راسي چی قومونه سره خپل وي
په یوه خوله به ږغیږي یو به کور یو به مورچل وي
ړندوي به غبرګي سترګي د لستوڼي د مارانو
نه به نوم د دراني وي نه به څرک وي د غلجیانو
مونګ او موږ، پختو پښتو به په یوه ژبه ګړیږي
سیب، مڼه، ونه او درخته، سایه سیوری به یو کیږي
نه به لاس د میړنیو د خپل ورور په وینو سور وي
نه به وینو ته څوک تږی د کاکا او د تربور وي
نه مرمۍ به پر کورونو د خپلوانو اوروي څوک
نه قبرونه هدیرې به په تربرونو ډکوي څوک
یو ملت یو به بیرغ وي یو به خدای یو به ایمان وي
یو وطن یو به لښکر وي یو قانون یو به پیمان وي

نه قلا به مو ټانکونه د پردیو سي ویشتلای
نه واسکټ به د مرګي سي څوک په ځان کی اچولای
دا وطن به وي د خپلو دا به مېنه د وروۍ وي
دا هیواد به وي د سولي دا به کور د خپلواکۍ وي
په یوه آواز به وایو ترانې د پخوانیو
په یوه ژبه به ستایو کارنامې د میړنیو
دا قلا د مسجدي ده دلته کور د ایوب خان دی
دا مقتل د شاه شجاع دی دا مورچل د اکبرخان دی

شاعر: محترم عبدالباري جهاني


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more