د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

یرغلګرو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله واوښته!

محمود سعيد
06.08.2011

٣١ بهرني سرتيري ووژل شول
سپوږمۍ راډيو ته تازه رسيدلي خبرونه وايي چې د وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د بهرنيو ځواکونو په را غورځېدلې چورلکه کې ٣١ بهرني او ٧ کورني سرتيري وژل شوي دي. له دې وړاندې ويل شوي وو چې په دې پېښه کې يوولس بهرني سرتيري وژل شوي دي. خو يو باوري حکومتي سرچينې سپوږمۍ راډيو ته وويل چې په دې چورکله کې ٣٨ سرتيري وژل شوي چې ٣١ يې بهرنيان او ٧ تنه يې افغانان دي.

محمود سعید دغې سرچينې زياته کړې چې ډېر ژر په دې اړه افغان حکومت او ناټو ځواکونه رسمي خبرپاڼه خپره کړي. دغه چورلکه تېره شپه د وردګو ولايت د تنګي درې په تيمور خېلو کلي کې نسکوره شوې ده. سيمه ييز طالبان وايي چې چورلکه ددوى په راکټي بريد کې را نسکوره شوې ده. د سيمي اوسېدونکو هم د طالبانو دا ادعا تاييد کړې او له سپوږمۍ راډيو سره يې په خبرو کې ويلي چې الوتکه د شپې په دوو بجو هغه مهال د طالبانو تر راکټي بريد لاندې راغله چې سيمې ته د عملياتو په موخه راغلې وه.
...


Re: یرغلګرو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله واوښته!

pattang
06.08.2011

دابې نا موسان دروژې په مياشت کې هم چاپې اچوي ٠ نالت پر دې صليبيانو ٠
[quote:5b4ec680e5="محمود سعید"]٣١ بهرني سرتيري ووژل شول
سپوږمۍ راډيو ته تازه رسيدلي خبرونه وايي چې د وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د بهرنيو ځواکونو په را غورځېدلې چورلکه کې ٣١ بهرني او ٧ کورني سرتيري وژل شوي دي. له دې وړاندې ويل شوي وو چې په دې پېښه کې يوولس بهرني سرتيري وژل شوي دي. خو يو باوري حکومتي سرچينې سپوږمۍ راډيو ته وويل چې په دې چورکله کې ٣٨ سرتيري وژل شوي چې ٣١ يې بهرنيان او ٧ تنه يې افغانان دي.

محمود سعید دغې سرچينې زياته کړې چې ډېر ژر په دې اړه افغان حکومت او ناټو ځواکونه رسمي خبرپاڼه خپره کړي. دغه چورلکه تېره شپه د وردګو ولايت د تنګي درې په تيمور خېلو کلي کې نسکوره شوې ده. سيمه ييز طالبان وايي چې چورلکه ددوى په راکټي بريد کې را نسکوره شوې ده. د سيمي اوسېدونکو هم د طالبانو دا ادعا تاييد کړې او له سپوږمۍ راډيو سره يې په خبرو کې ويلي چې الوتکه د شپې په دوو بجو هغه مهال د طالبانو تر راکټي بريد لاندې راغله چې سيمې ته د عملياتو په موخه راغلې وه.
...[/quote:5b4ec680e5]


طالب ISI
06.08.2011

د جګړې دواړې غواړې چې له یوبل هر څومره وژني، دا پدوی پورې اړه لري.
خو چې ملکیانو ته پکې تاوان ونه رسیږي.

د وردګو اولس د روسانو په وقت کې هم زیاتې قربانی ورکړې، چې په مختلفو تنظیمونو کې یې پراخ حضور هم درلود.

خو د طالبانو امارت وقت کې د وردګو قوم لپاره یواځې چوکیداري ورکول کیده، او په هیڅ لوړه چوکی کې وردګ ته اجازه نه وه.

په همدې توګه د طالبانو د امارت وقت کې په مخلتفو قومونو پسې یو کتاب د ازمون په نامه کوم لغماني استاد په وسیله ولیکل شو، چې د وردګو قوم یې زیاته بې عزتي پکې کړې وه.

خو زه نه پوهیږم چې نن ورځ وردګ او لوګریان څنګه داسې د طالبانو په لومړی کرښه کې خپل سرونه ورکوي. مطلب دا چې اول خو د جنګ نه کوي، او صلحه د وکړي، تر څو د وردګو او لوګر اولسونه هم آرامه ژوند وکړي، او آبادي پکې وشي، خو که بیا هم په قلاره نه کیني، حد عقل د حزب اسلامي تر قیادت لاندې د جنګ وکي، ځکه حزب اسلامي په خپل وقت کې دغه دواړه ولایاتو ته په تعلیمي ډکر کې زیات خدمت کړی، او همدارنګه دواړو قومو ته په حزب اسلامي کې په درنه سترګه کتل کیدل، او تر امکانه پورې یې لوړ پوسټونه هم ورکړي وو.


pattang
06.08.2011

بېله منا فقت څخه بل کار نلري ، لوګريان او وردګ دخپل ناموس دې ازادي لپاره
جنګيږي که طالب وي او که نه وي !
له منا فقت او شيطاني څخه لاس واخله !

[quote:ed5db41ff0="shaheer"]د جګړې دواړې غواړې چې له یوبل هر څومره وژني، دا پدوی پورې اړه لري.
خو چې ملکیانو ته پکې تاوان ونه رسیږي.

د وردګو اولس د روسانو په وقت کې هم زیاتې قربانی ورکړې، چې په مختلفو تنظیمونو کې یې پراخ حضور هم درلود.

خو د طالبانو امارت وقت کې د وردګو قوم لپاره یواځې چوکیداري ورکول کیده، او په هیڅ لوړه چوکی کې وردګ ته اجازه نه وه.

په همدې توګه د طالبانو د امارت وقت کې په مخلتفو قومونو پسې یو کتاب د ازمون په نامه کوم لغماني استاد په وسیله ولیکل شو، چې د وردګو قوم یې زیاته بې عزتي پکې کړې وه.

خو زه نه پوهیږم چې نن ورځ وردګ او لوګریان څنګه داسې د طالبانو په لومړی کرښه کې خپل سرونه ورکوي. مطلب دا چې اول خو د جنګ نه کوي، او صلحه د وکړي، تر څو د وردګو او لوګر اولسونه هم آرامه ژوند وکړي، او آبادي پکې وشي، خو که بیا هم په قلاره نه کیني، حد عقل د حزب اسلامي تر قیادت لاندې د جنګ وکي، ځکه حزب اسلامي په خپل وقت کې دغه دواړه ولایاتو ته په تعلیمي ډکر کې زیات خدمت کړی، او همدارنګه دواړو قومو ته په حزب اسلامي کې په درنه سترګه کتل کیدل، او تر امکانه پورې یې لوړ پوسټونه هم ورکړي وو.[/quote:ed5db41ff0]


۰
06.08.2011

پتنګ صیب ښه خبره کړي شهیر صیب خبره دي په ورکه لاره روانه ده
او غواړي چي دي سره خلک هم بي لاري شي داسي خبرو نه ځانساتنه پکار ده!

مومندافغان


پتوال
06.08.2011

حزب اسلامي نو څه ګلان کرلي چې له طالبانو هم ښه وگڼل شي،د ISI
تور خو په ټولو پورې دی، لومړۍ ډله چې ځان ترې بيرته خلاص [color=red:c85e3bc730]کړای شي [/color:c85e3bc730]هغه طالبان دي نه حزب اسلامي ، او الله تعالی دې ډېر ژر دغه توفيق ورکړي، د ملي سولې او يوۀ ګډ آزاد اتلافي حکومت په وړاندې هم همدغه تړاو خنډ شوی دی ، نۀ د اسلامي ګوند تړاوونه !


طالب ISI
06.08.2011

د بې، بې ،سې مطابق دغه وژل شوی ټیم چې د SEAL 6 په نامه یادیږي چې دا هغه ټیم دی چې اسامه یې هم ووژلو. دوی ویلي چې شاید عین کسان نه وي وژل شوي.

وروڼو زه منافقت نه کوم، که تاسې زما د ادعا په خلاف ثبوت لری، نو هیله ده را وړاندې شی، مونږ ته به هم قناعت حاصل شي.

پتوال صاحب ستا خبره سمه ده چې حزب اسلامي هم د ای،اس،ای له لاس لاندې کار کاوه، خو ځینې کارونه یې د ستایلو وړ دي، ځکه دوی خپله پوهنتون درلود، ښونځي، حتی مجاهدینو یې د ونو منځ کې ښونځي جوړ کړي وو تر څو خلک بې سواده پاتې نه شي، همدارنګه د نجونو ښونځي یې هم درلودل.


محمود سعيد
07.08.2011

شهیر صیب دا مهمه نه ده چې دا ۳۰ یا ۳۱ کسان چا دوزخ ته ولیږل، هغه که حزبیانو، طالبانو او یا بل کوم مجاهد لیږلې وي، سترګې ېې جار شم...زه ېې له لرې لاسونه ښکلوم.
الله د ورته په دواړو نړیو کې سر لوړي ور په برخه کړي.
د تنګي دره داسې یو ځای دی چې یو کال وړاندې په کې یرغلګرو ته زښت زیات ځاني او مالي زیان واوښت تر څو له هغه ځایه تښتیدو ته اړ شول...
اوس ېې غوښتل هلته د چاپو په اچولو هغه رښتینې مجاهدین چې یوازې د امریکایانو پر وړاندې جګړه کوي ونیسي چې د کوم غازي په راکټ ېې دا ارمان تر سره نه شو.
له دې پیښې وروسته الوتکو هلته په کوم کور بمباري هم کړې ده او پکې ېې ګڼ ملکي خلک شهیدان کړي دي. الله د د هغوی شهادت قبول کړي.


Kamil
08.08.2011

روهي نه:
د امريکايي چورلکې دويشتو لپاره طالبانو لومه جوړه وه

افغان امنيتي چارواکي وايي، چې طالبانو د ميدان وردګ ولايت په سيد آباد کې د امريکايي چورلکې د ويشتو لپاره له مخکې نه لومه جوړه کړې وه. دغه چارواکي د نوم نه اخېستو په شرط ويلي چې طالبانو امريکايانو ته داسې رپوټ رسولی و، چې ګواکې په تنګي سيمه کې د طالب قومندانانو يوه غونډه ده. د دغې لومې طراح د طالبانو ځايي قومندان قاری طاهر و. خبر وايی چې څلور پاکستانيانو هم په دغه طرح کې له قاري طاهر سره مرسته کړې ده. نوموړی چارواکی وايي چې پر امريکايي شينوک ډوله چورلکه باندې د درې له بېلا بېلو خواوو ډزې شوي، چې په هغو کې پرمختللې وسلې هم استعمال شوې. د ده په وينا طالبان پوهېدل چې چورلکه به کومه لار نيسي.


طالب ISI
08.08.2011

http://online.wsj.com/article/SB10001424053111904480904576494672078478148.html?mod=googlenews_wsj

دلته ټوله کیسه ښه په تفصیل سره شوې.


محمود سعيد
11.08.2011

ویل کیږي هغه نوی غازي ځوان چې په تنګي دره کې ېې د یرغلګرو چورلکه رانسکوره کړه، یوه شپه مخکې د چک ولسوالۍ په سیاب سیمه کې د امریکایانو په برید کې شهید شو. زما ډیر زړه پرې ودردید...
الله د ورته جنتونه ورکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more