نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان بهرنيان خوشي كوي؛ خو خپل بیګناه خلک وژني
تيمور
04.08.2011
بلخ- خدمتګار
وسله وال طالبان وايي، [color=red:fd43968670][size=24:fd43968670]د روژې د مباركې مياشتې په احترام[/size:fd43968670][/color:fd43968670] يې په بلخ ولايت كې پنځه بنګالي انجنيران وړمه ورځ خوشې كړل چې تېر ډسمبر پر ۱۷ يې د دغه ولايت په كشندې ولسوالۍ كې تښتولي وو.
وسله والو د بنګاليانو د خوشي كولو په ورځ په كندز ښار كې ډله ييز ځانمرګي بريدونه وكړل، چې د بهرنيانو تر څنګ يې زمونږ مظلوم هیوادوالو ته هم په كې مرګ ژوبله واړوله.
خو د دغه ولايت عام خلك وايي، چې وسله وال طالبان يوازې د بهرنيو او پيسو په بدل كې د روژې احترام كوي، دوی وایي چې وسله والو دغه انجنيران د [color=cyan:fd43968670][size=18:fd43968670]دوه مليونه امريكايي ډالرو[/size:fd43968670][/color:fd43968670] په لګښت خوشي كړي دي او دغه كار يې ځكه كړى، چې دوى بهرنيان دي، د هر څومره پيسو وركولو وس لري.
د بلخ ولايت اوسېدونكي سيد اجمل خدمتګار ته وويل، [url]كه نيول شوي انجنيران افغانان وای نو وسله والو طالبانو به ډېر مخكې ترې سرونه پرې كړي وو او د دولت د جاسوسانو نوم به يې پرې ايښې و.[/url]نوموړي زياته كړه، كه طالبانو رښتيا د روژې په احترام دا انجنيران خوشي كړي وي، وړمه ورځ خو په كندز كې هم روژه وه، ولې طالبانو ډله ييز ځانمرګی برید وكړ او يو شمېر كورنۍ يې د وير پر ټغر كښېنولې.
د بلخ ولايت امنيتي مسوولين هم د پنځو بنګلديشي انجنيرانو د خوشې كېدو پخلى كوي، خو وايي چې لا هم څرګنده نه ده، چې ولې او په څه ډول خوشې شوي دي.
دوى وايي، چې د دغو بنګالي انجنيرانو د پرېښودو په اړه يې څېړنې پيل كړې دي، چې د خوشې كېدو اصلي سبب يې په ډاګه كړي.
دغو انجنيرانو د مزار او دره صوف تر منځ په جوړېدونكي سړك كې د سمون په نامه كوريايي ساختماني شركت سره كار كاوه، چې د تېر ډسمبر پر ۱۷وسله والو طالبانو برمته كړل.
د بنګلدېش د بهرنيو چارو وزير ډيپو موني رسنيو ته ويلي، چې دا انجنيران خوشي شوي او په راتلونكو څو ورځو كې به خپل هيواد ته ورسيږي، خو د دې پوښتنې په ځواب كې، چې د خوشي كېدلو په بدل كې يې پيسې وركړل شوې كه نه، هغه بې خبر ښودلې ده.