د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

لس بیګناه ماشومان، درې ښځې او پنځه نارینه مسلمانان شهیدان شول!

تيمور
28.07.2011

کندهار ښار( اسد الله زړه سواند):- دا جګړه د يوی بجې په شاوخواکی د ارزګا ن په مرکز تيرينکوټ ښار کی هغه مها ل رامينځ ته شوه چی ددولت مخالفينو د ولايت مقام ، امنيه قوماندا نی او دريزرف کنډک پر ودانيو ځانمرګی او وسله وا ل ډله یيز بريدونه تر سره کړل . ددولت د مخالفينو او امنيتی ځواکونو تر مينځ دا وسله واله جګړه نژدي دوه ساعته روانه وه چې د ارزګا ن والی محمد عمر شيرزاد مازديګر مها ل د تيليفون پر کرښه د جګړی دپای ته رسيدو خبر ورکړ او ويي ويل چی اوسمها ل وضعه د امنيتی ځواکونو لخوا کابو شوي اوجګړه پاي ته رسيدلي ده .

د ريزرف کنډک د قوماندان مطيع الله خا ن په وينا په دی جګړه کی دده په اړوند کنډک کی ددولت دمخالفينو له لوری دری ځانمرګی بريدونه تر سره شوی او د ولايت مقام په ودانۍ کی هم يود لنډکروزر موټرپه واسطه او دوه نوری چاودنې شوی . د ارزګا ن د عامی روغتيا دريس خان آقا مياخيل په وينا له يادو پيښو څخه ددوی سيمه ییز روغتون ته [color=red:48087e979c][size=18:48087e979c]نو لس مړی چی لس يي ماشوما ن درې ښځې پينځه نارينه او يو پوليس سرتيری پکی دی وروړل شوی[/size:48087e979c][/color:48087e979c] چی په ارزګا ن کی دبی بی سی راديو سيمه یيز خبريا ل اميد خپلواک هم په وژل شويو کسانو کی دی او اووه ديرش تنه ټپيا ن وروړل شوی چی دوه تنه پوليس او نور ټول ملکی وګړی دی.


۰
29.07.2011

تیمور صیب که دا هم معلمومه کړی چي کنډک او د والي په مقام کي دي ښځو او ماشومانو څه کول؟
فکر کوم راپور دروغ دی ښځي او ماشومان پکي نشته خو د مجاهدینو دبدنامولو لپاره دا شیطانی میډیا شیطانت خپروي والله اعلم بالصواب.
مومندافغان


طالب ISI
29.07.2011

مومند صاحب که چیرې ارزګان کې کوم دوست لرې، پرون به د روغتون ته لیږلی وو، چې څوک مړه دي.

دروغ مې لیدلي وو، خو په سترګو ننوتل نه. له ذبیح الله څخه را نیولې تر ټولو طرفدارانو یې انکار کوی.

آیا ددغه ودانیو له څنګ سره ماشومان او زنانه نه تیریږي؟

خدای پاک د خپله داسې یوه حمله کې ګیر کړه، چې طالبانو په کوم امریکایې موټر یا کوم دفتر حمله کوي، او ته یې له څنګ سره ولاړ وي، بیا د د کومه پښه هم پکې قطعه شي، او بیا د طالبانو میډیا کې واورې چې هلته ملکیان څه کوي.

امریکایانو او طالبانو ته د افغانانو وژل داسې هم نه ښکاري لکه د میږیانو وژل، دواړو ته یې مرګ مباح ښکاري.
خو دومره فرق لري چې طالب له ۱۹۹۵ څخه تر نن ورځ پورې د هیڅ ملکي وګړې د وژلو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی، او امریکایان کله کله ساري، او بښنه غواړي.


۰
29.07.2011

شهیر صیب په تا څه وشول د منطق ګل په شان دي اپلتي پيل کړي لږه ګذاره کوه .
او بیا تاسو کله درواغ ندی ویلي چي اوس به مونه وي ویلي خو همیشه په درواغو خپل مقصد حاصلول غواړۍ او هغه مقصد مو د ازادۍ دمجاهدینو رټل سپکول او بدنامول او د امریکایانو ښه ویل دي دا خو مو لمړۍ ځل ندی همیشه دا پرپاګند کوي او بي بنیاده خبرونه نشروی او بیا لا دا هم وايی چي امریکایان ښه دي ساري واي دا ساري دي د دوي په سره مړه شي.
او په خبرو کي لږ ادب نه کار اخله پخوا ښه وي خو اوس لږ لږ منطق ګل په قدم روان يي ځان ته دي پام وکړه او خپله لیکنه دي بیا ولوله څه شی دي لیکلی دی؟!
مومندافغان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more