نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د وسله والو له وېرې خلک د ماسختن لمانځه ته نه ځي
لاونګ
15.07.2011
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ ديني عالمان وايي، د وسله والو له وېرې خلکو د ماسختن لمانځه ته شا کړې ده، چې له امله يې جوماتونه شاړ شوي دي.
دوى وايي، وسله والو نېغ په نېغه خلک له جوماتونو نه دي منع کړي، خو د ځينو مخپټو وسله والو له خوا د ولسي خلکو وژلو، تښتولو او نورو ناروا کړنو خلک وېرولي او مجبور کړي يې دي، چې تر ماښام وروسته جوماتونو ته تګ راتګ بند کړي.
د چپرهار د ماڼو سيمې يو تن ديني عالم مولوي محمد رياض خدمتګار ته وويل، تر ماڼو ښکته په هېڅ يو جومات کې د ماسختن جمع نه ادا کېږي: (( دا وېره هغه تنظيم په ولسونو کې خپره کړې، چې له خداى يې هېڅ وېره نشته، دوى چې مخونه يې پټ کړي، بې ګناه خلک وژني، خلک تښتوي او خلکو ته د ټلفون له لارې ګواښونه کوي، همدا ټولې خبرې دي، چې خلک يې وېرولي او جوماتونو ته يې شاړ کړې ده.))
نوموړی وايي، اوس پلان لري د ځينو نورو ديني عالمانو په مرسته په خپلو ولسونو کې غونډې ونيسي او خلکو ته ډاډ ورکړي، چې يوازې له لوى الله (ج) ووېرېږي.
مولوي محمد رياض د هغو مخپټو وسله والو په اړه، چې وېروونکو کړنو يې په خلکو کې وېره خپره کړې، وايي: (( دا ډلې له هغو خلکو هم جوړېداى شي، چې هېڅ دين او مذهب ته ژمن نه دي.))
د يادې سيمې اوسېدونکى حميدالله مشکور وايي، شا و خوا يې په تېرو دوو کلونو کې نږدې سل ولسي وګړي وژل شوي، خو نه يې څوک په ګناه پوه شوي او نه يې وژونکي معلوم شوي دي.
د ننګرهار د حج او اوقافو د رياست مسوولين وايي، دوى به د دغه حالت د پاى ته رسولو لپاره په ولسواليو کې غونډې ونيسي او ديني عالمانو ته به دنده ورکړي، چې د جمعې د ورځو په خبرو کې د خلکو له زړونو وېره لرې کړي.
د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالعزيز خيرخوا وويل، جوماتونه په لمونځونو اباد دي او که خلک د وسله والو له وېرې جوماتونه پرېږدي، د خداى له عذاب سره به مخ شي.
نوموړى زياتوي، د دولتي چارواکو په څېر افغان طالبان هم مسووليت لري، چې په دې برخه کې څېړنې وکړي او د مخپټو وسله والو مخه ونيسي.
هغه وويل: (( افغان طالبان، چې وايي دوى ښوونځي نه سېځي او بې ګناه خلک نه وژني، يوازې دا کافي نه ده، دوى بايد ولس ته څرګنده کړي، چې اخر دا څوک دي، چې په پټو مخونو يې د ولسي وګړو ژوند تنګ کړى دى؟))
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دوى هم د نامعلومو وسله والو کړنو اندېښمن کړي، مجاهد د ناپېژانده وسله والو د پېژندګلوۍ پيټى هم د ولسي خلکو په اوږو بار کړ او له ځايي خلکو يې غوښتنه وکړه، چې د دوى له وسله والو سره دې د ناپېژاندو وسله والو په مخنيوي کې مرسته وکړي.
مجاهد زياتوي، د دوى او د تورې بوړې د محاذ مجاهدينو په ګډه څو ورځې وړاندې د ننګرهار په ځينو سيمو کې داسې پاڼې خپرې کړې، چې له عامو خلکو نه په کې په همدې اړه د مرستې غوښتنه شوې وه.
مجاهد دا هم وويل، چې د څو ورځې وړاندې خپرو شوو شپې پاڼو کې يې دوه ټلفون شمېرې د خلکو په واک کې ورکړي، چې د اړتيا پر مهال پرې د دوى كسان خبر کړي.
دا يوازې چپرهار نه دى، چې خلک په کې له وېرې د ماسختن لمانځه ته له کوره نه وځي، بلکې د ننګرهار په ګڼو ناامنه ولسواليو کې د ماسختن په لمانځه کې له څو سپين ږيرو پرته نور څوک نه ترسترګو کېږي
شبيراحمد
15.07.2011
که رښتياهم دمخپټوله وېري لمانځته نه ځي نوپه زغرده ويلی شوچې دامخپټي پوليس دي
چې ډېری خلک يې دټليفونونوله لاري وېرولي دليل ته يې اړتيانشته.
اوبل داچي تاسووايات چې په جماتونوکي يوازي سپين ږيري ليدل کېږي ځوانان نه وي.
نوګرانه دا د ديموکراسي برکت دی چې ځوان نسل يې له کچي وايست.
طاهر مسافر
16.07.2011
آنګلیس په افریقا او امریکایانو په شرقی اسیا کی له داسی تګتیګو څخه کار اخیستی وو چه په هغه یی د خاوری ازادی غوښتونکی بدنام کړیوو. د هغه تګتیک ګنګوسی په تیرو کلو کی راپورته سوی. دا به د هغه ادامه وی.
د پورتنی ټکی له یاد سره یوه بله خبره هم ده چه دا خو به پروپاګند نه وی؟ ایا دا مخپټی خلک د ورځی په مخ څوک نه سی وژلای؟ هسی لمانځه ته خو به بهانه نه وی؟ یا ملا سیب خو به د دولت سړی نه وی؟
اهل کار د وژل شویو سوانح او افکار نسی مطالعه کولای تر څو وښیی چه څنګه کسان وژل سوی. آزادی خواهان؟ کرزیان؟ او که دښمنی لرونکی؟
م . ق
17.07.2011
[quote:bba646e104="طاهر مسافر"][size=24:bba646e104]آنګلیس په افریقا او امریکایانو په شرقی اسیا کی له داسی تګتیګو څخه کار اخیستی وو چه په هغه یی د خاوری ازادی غوښتونکی بدنام کړیوو[/size:bba646e104]. [/quote:bba646e104]
هو طاهرصیب ډیره سمه خبره دې کړې ده، امریکایان او انګلیسان د داسې تکتیکونو څخه کار اخلي چې په جعلي مجاهدینو اصلي ازادي خواهان بدنام کړي.
قال الله تبارک وتعالی في محکم تنزیله:
ليميز الله الخبيث من الطيب ويجعل الخبيث بعضه على بعض فيركمه جميعا فيجعله في جهنم أولئك هم الخاسرون.
مننه او درنښت
لاونګ
19.07.2011
[quote:d141573b34="شبيراحمد"]که رښتياهم دمخپټوله وېري لمانځته نه ځي نوپه زغرده ويلی شوچې دامخپټي پوليس دي
چې ډېری خلک يې دټليفونونوله لاري وېرولي دليل ته يې اړتيانشته.
اوبل داچي تاسووايات چې په جماتونوکي يوازي سپين ږيري ليدل کېږي ځوانان نه وي.
نوګرانه دا د ديموکراسي برکت دی چې ځوان نسل يې له کچي وايست.[/quote:d141573b34]
شبیر خانه وروره، دا زما خبرې ندي....یو راپور دی.
تاسې وایی چې مخ پټي کسان پولیس دي....دا څنګه؟ دا مو چرته لوستلي، لیدلي، او یا اوریدلي؟
لاونګ
19.07.2011
[quote:fe6c62ef65="غورځنګي قرآني"][quote:fe6c62ef65="طاهر مسافر"][size=24:fe6c62ef65]آنګلیس په افریقا او امریکایانو په شرقی اسیا کی له داسی تګتیګو څخه کار اخیستی وو چه په هغه یی د خاوری ازادی غوښتونکی بدنام کړیوو[/size:fe6c62ef65]. [/quote:fe6c62ef65]
هو طاهرصیب ډیره سمه خبره دې کړې ده، امریکایان او انګلیسان د داسې تکتیکونو څخه کار اخلي چې په جعلي مجاهدینو اصلي ازادي خواهان بدنام کړي.
قال الله تبارک وتعالی في محکم تنزیله:
ليميز الله الخبيث من الطيب ويجعل الخبيث بعضه على بعض فيركمه جميعا فيجعله في جهنم أولئك هم الخاسرون.
مننه او درنښت[/quote:fe6c62ef65]
زمونږ د وطن پولیسان چرګان دي او ټول په ځان مین دي . اکثره پولیس یوازې دې طالبانو نوم څخه ډاریږي. نو دا نه شم منلی چې دوی به داسې کار وکړي او بیا هم داسې کار دې پښتنو په سیمه کې. پښتانه به یې یا پخپله ټول پوست کړي او یا به یې هم دې طالبانو په لاس ورکړي.