د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دالرو د خلکو سرونه ګنګس کړي دي

khoshalkhan
14.07.2011

د ولسي جرګې وکيلي له ملامحمدعمر سره ليدلي

خپروونکی : لراوبر ډاټ کام (کابل)
ليک : سلېمان يوسفي
نېټه : ٢٣ / ٤ / ١٣٩٠ | 2011-07-14

د آزادۍ راډيو وايي د ولسي جرګې د يوې غړي هماسلطاني او د کندوز د قعله ذال ولسوالي يو اوسېدونکى حاجي عبدالبصير ادعا کوي چي د طالبانو له مشر ملامحمدعمر سره يې مخامخ ليدنه سوې او له هغه څخه يې د سولي په باب لاسليک اخيستى دئ.
هما سلطاني چي په ولسي جرګه کي د غزني ولايت استازې ده، وايي يو کال دمخه يې د طالبانو له مشر سره د ډيورنډ کرښي ته څرمه په يوه ولايت کي وليدل، هغه ته يې د افغانستان د سولي طرحه وړاندي کړه او هغه هم تائېد او لاسليک کړه.
حاجي عبدالبصير وويل دى پر نړۍ واله ټولنه باندي ږغ کوي چي که رښتيا له طالبانو سره سوله غواړي نو خپل دريځ دي معلوم کړي او دى حاضر دئ چي ملامحمدعمر مخامخ ورته حاضر کړي.
حاجي عبدالبصير دا هم وويل چي د افغانستان جمهوري رياست ته يې د ملامحمدعمر د سولي پيغام ورساوه، خو هغوى رد کړ .
نوموړي د ولسي جرګې په غونډه کي دا هم وويل چي يو ځل خو ملامحمدعمر د کابل ١٥٠ کيلومترۍ ته راغلى وو چي له دولت سره خبري وکړي، خو د کابل حکومت پرشاسو.
د يادو سويو کسانو د ادعاوو په باب لا تر اوسه افغان حکومت او طالبانو څه نه دي ويلي.


khoshalkhan
15.07.2011

طالبانو د عبدالبصیر او هُما سلطانی ادعاګانی رد کړې

خپروونکی : لراوبر ډاټ کام ( کاناډا )
ليک : لر او بر
نېټه : ٢٤ / ٤ / ١٣٩٠ | 2011-07-15

د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته د ولسی جرګې د دوو وکیلانو ( عبدلبصیر او هُما سلطانی ) د څرګندونی په اړه په خپل غبرګون کی ویلی چی د هغوی دا ادعا باالکل درواغ ده چی ویې ویل موږ تیر کال ګواکی د طالبانو د مشر ملا محمد عمر سره لیدلی او ګواکی د سولی د مذاکراتو په اړه موافقې ته ورسره رسېدلی یو .
قاری یوسف وایی چی ځینی کسان او حلقې د سولی او ثبات د مهمی موضوع څخه ناوړه استفاده کوی او د ځانی موخو او اشغالګرانو د ګټو لپاره کار ترې اخلی چی د عبدالبصیر او هما سلطانی پورتنۍ بې اساسه ادعاګانی هم د همدې لړۍ یوه بله کړۍ ده .
قاری یوسف زیاتوی چی په کابل کی یو شمیر ټګماران د خپل شهرت او مالی امتیاز په تمه کله کله داسی طفلانه حرکات کوی چی په لوی لاس ولسونه په ځانو پوری خندوی او ورسره د بهرنیو استخباراتو دسیسې هم رسوا کیږی .
قاری یوسف په پای کی وایی چی طالبان د هېواد اوسنی بهرنی اشغال د افغانستان د ټولو ستونزو زړﺉ بولی او آرامی یوازی د هغوی په وتلو کی بولی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more