وطن پال او نور ګټور شعرونه
دسميع الله تړون خواږه شعرونه
لړمون خوړينی
30.07.2004
[color=green:9a7961d1d9]دنارنج ګل په سږنۍ مشاعره کې لوستل شوی شعر : سميع الله تړون[/color:9a7961d1d9]
ای پــــــــه مشرق کې دمغرب واکداره
تانه دې پاک خدای دغه زورواخلي
زمادخاورو کور دې لولپه کړ
ستادې دا سپينه ماڼۍ اور واخلي
[img:9a7961d1d9]http://www.readio.com/americas/washington-dc/images/white-house.jpg[/img:9a7961d1d9]
يارانو دومره زورېدلی يمه
والله که داغ زړه مې ټکور واخلي
که پاکستان همداسې وي ملګرو
جنګ به ٢٤ کاله نور واخلي
[img:9a7961d1d9]http://www.frank-voi.de/frank/washington/white%20house.jpg[/img:9a7961d1d9]
ماته په سر چورلکې مه ګرځوه
تاخو زماپه وطن غم جوړکړی
خپلو بنګلو ته رڼاګانې ګورې
زماجونګړې ته دې بم جوړ کړی
تا راته کومه فابريکه جوړه کړه
کوم يوسرک دې راته سم جوړکړی
خالي همدومره دې له وسه کيدل
چې غټ نفاق دې چم په چم جوړکړی
#######
زه مسلمان ابراهيمي ملت يم
زما په خټه کې توحيد پروت دی
زما پر پاکه د تاريخ په پاڼه
نوم د خالد بن وليد پروت دی
حسيني مينه مې په غشو ولي
په کربلا راته يزيد پروت دی
غم دې وطنه راته زړه کې داسې
لکه د پير بابا مريد پروت دی
########
مشره ! په اوتو بوتو نه کيږي نور
زموږ لاسونه ستا ګرېوان غواړي
زما د وران جومات نه چغې خيږي
خالي ممبر رانه آذوان غواړي
زموږ د حال پوښتنه نه کوي څوک
دلته اوس هرسړی خپل ځان غواړي
له دې حالاتو معلوميږي داسې
چې خلک بېرته طالبان غواړي
#########
نو،غوږ شه سربه دې نور نه خوږ وو
مونږه دا خپل نظر ازاد غواړو
نور سر له ډاګې ډاګې نه وهو مونږ
دا وران ويجاړ وطن اباد غواړو
مونږ دا بې وسه دا بې علمه ولس
درنه تعليم غواړو سواد غواړو
چې مو د سر او مال ساتنه کوي
مونږ هغه خلک زنده باد غواړو
########
خپله په زړونو کې پوهيږو سره
زما ددين زما د قام ملګرو
نورې خبرې به په زړه پرېږدمه
همدومره بس دی والسلام ملګرو
حمل ١٣٨٣ ه ش