د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

په پښتو ژبه کې د ياګانو( ی ) ډولونه


Shponkay
29.07.2004

[size=24:5f8089d18d]د "ى" د اقسامو پيژندل:[/size:5f8089d18d]
په پښتو کې د "ى" ليکل دا شکلونه لري:

الف: معروفه ) ى)
لکه خپلوى، ورورګلوى ، دا "ى" بې له کومه نښې ليکله کيږي

ب: مجهوله (ې)
ددې تورى شکل لومړى چپه (يا) وه چې اوږده لمن درلوده مګر څنګه چې دا شکل که د کلمې په منځ کې راشي اشکالات پيښوي نو ې يعني معروفه يا ته دوه ټکي سر به سر ور کړه شوه چې په منځ او اخر کې يو شان وي او دا تورى اوږد او کشاله وايه کيږى لکه نارې ، غلبلې ، مېلمه مېرمنه يا نور ...
په ليکلو کې د معرفي او مجهولي يا فرق په کار دي که نه وي مانا غلطيږي بيلګه : خاندي (معرفه ى) خاندې (مجهوله ې) مانا يې فرق لري ، يو غايب او بل مخاطب فعل دى ، يا لکه مستى او مستې ، مينه او مېنه ...

ج : تانيثي (ۍ)
دا ۍ په اخير کې يوه کوچنۍ لکۍ لري چې د نورو ياګانو سره يې فرق وشي لکه : چوکۍ ، خولۍ ، ډوډۍ ، نجلۍ او نور ...

د : ثقيله (ئ)
ثقيله (ئ) هم د تانيثي يا په شان ثقيله ادا کيږي مګر په ليکلو کې يې شکل فرق کوي يعني په اخير يا پر سر همزه لري بيلګه : راغلئ ، ځئ چې دا اکثرا د جمع مخاطب په اخير کې راځي .

ماخذ : ادبي فنون د عبدالروف بېنوا ليکنه


نقاد
31.07.2004

[quote:105503c7a0="Shponkay"][size=24:105503c7a0]د "ى" د اقسامو پيژندل:[/size:105503c7a0]
په پښتو کې د "ى" ليکل دا شکلونه لري:

الف: معروفه ) ى)
لکه خپلوى، ورورګلوى ، دا "ى" بې له کومه نښې ليکله کيږي

ب: مجهوله (ې)
ددې تورى شکل لومړى چپه (يا) وه چې اوږده لمن درلوده مګر څنګه چې دا شکل که د کلمې په منځ کې راشي اشکالات پيښوي نو ې يعني معروفه يا ته دوه ټکي سر به سر ور کړه شوه چې په منځ او اخر کې يو شان وي او دا تورى اوږد او کشاله وايه کيږى لکه نارې ، غلبلې ، مېلمه مېرمنه يا نور ...
په ليکلو کې د معرفي او مجهولي يا فرق په کار دي که نه وي مانا غلطيږي بيلګه : خاندي (معرفه ى) خاندې (مجهوله ې) مانا يې فرق لري ، يو غايب او بل مخاطب فعل دى ، يا لکه مستى او مستې ، مينه او مېنه ...

ج : تانيثي (ۍ)
دا ۍ په اخير کې يوه کوچنۍ لکۍ لري چې د نورو ياګانو سره يې فرق وشي لکه : چوکۍ ، خولۍ ، ډوډۍ ، نجلۍ او نور ...

د : ثقيله (ئ)
ثقيله (ئ) هم د تانيثي يا په شان ثقيله ادا کيږي مګر په ليکلو کې يې شکل فرق کوي يعني په اخير يا پر سر همزه لري بيلګه : راغلئ ، ځئ چې دا اکثرا د جمع مخاطب په اخير کې راځي .

ماخذ : ادبي فنون د عبدالروف بېنوا ليکنه[/quote:105503c7a0]

شپونکيه ورره سلا م، شاعر وايي :
[color=blue:105503c7a0]د شپېلۍ د سوو ساندو خوند له څه دی ؟ ـ ـ ـ له سوري سوري ګوګل او زخمي زړه دی [/color:105503c7a0]
[color=yellow:105503c7a0]که ددې بيت املا ستاسو په اند هم سم وي ، او اړوندو ياو شکل يې سم مراعات شوی وي، نو بيا ستاسو په
ليکنه کېيوه (يا) له پامه غور ځول شوې ده، چې هغه (ي) ده، کومه چې ﻻندې څنګ په څنګ دوه ټکي لري . په پورتني بيت کې د سوري سوري او زخمي په کلمو کې دغه (ي) ليدل کيږي. خو تاسو د بي ټکو (ی) سره ګډه کړې ، کومه چې په پور تني بيت کې د ( دی) په کلمو کې د هر نيمبيتي په پای کې ليدل کيږي
د همدې ګډولو له امله ستاسو د يا و شميرهم د پنځو پر ځای څلور راختلی دی. له زيار څخه مو د يو لوستونکې په توګه ډيره ډيره مننه کوم. په درنښت او نيکو هيلو .[/color:105503c7a0]


باختر
01.08.2004

درنو لوستونکو ته خپل سلامونه وړاندې کوم.

دعربي او دري ژبو دليک دود په پرتله، دپښتو ژبې دليک دوديو ښه والى دادى چې ددې ژبې په الفبا کې موږ څوډوله "ياگانې" لرو، خو سره له دې هم، يو شمېر نورې نيمگړ تياوې لا په خپل ځاى پاته دي. يو له دغو نيمگړتياوو څخه دادى چې موږ د يوه غږ له پاره کله يو ډول "يا" او کله بل ډول "يا" کاروو. دبېلگې په توگه، د تأنيث "ۍ" او ثقيله "ئ" دواړه ديوغږ ښکارندوى دي. که موږ د "شپېلۍ" او "وخورئ" کلمو ته پام وکړو، نو گورو چې دادواړه کلمې دزورکي او "يا" سره پاى ته رسيږي، خو په ليک دود کې موږ يو د"ۍ" سره او بل د"ئ" سره ليکو. دا نه ښايي چې موږ ديو غږ له پاره ددوو يا ددوو نه زياتو تورو څخه کار واخلو، خو دانيمگړتيا د پښتو د ليک دود يوه برخه ده چې کېداى شي په راتلونکي کې له منځه يووړل شي. وسلام!


ډاکتر وطنمل
17.10.2004

----------------[color=white:9380fcaae2]د ښاغلي سيد احمد شاه ليک [/color:9380fcaae2]

د داسو انټرنېټي صفحو موجوديت لکه ټول افغان او نور، خلکو ته دا ضمينه مساعده کړه چې بدون د کوم مالي لګښت نه څه وليکي او بېرته له همدغې صفحې نه دخپلو ليکنو په اړه د نورو خلکو نظريات تر لاسه کړي. زه هم له همدې امکان نه په استفادې سره غواړم چې د پښتو د يې ګانو په اړه څه وليکم. اکثر معلوماتونه زما د شخصي پلټنو نتيجه ده نو ځکه زه دا نه شم ويلای چې ګوندې هر څه چې ليکل شوي دي صحيح دې وي. زه د محترمو لوستونکو نه هيله کوم چې که چېرته څه نيوکې او نظريات ولري زما په پته دې يې مستقيماً راولېږي تر څو زه وکولای شم چې په خپلې ليکنې کې لازم اصلاحات راولم.
زما پته:
ahmad@apptek.com
په ډېر درنښت
سيد احمدشاه

[color=red:9380fcaae2]په پښتو کښې د يې ګانو ډولونه[/color:9380fcaae2]
1- مجهوله يې ( پسته يې) (ې)
هغه يې ده چې مخکينی ټکی يې خفيف زېر ولري. لکه: پېړ، تېر، شيدې، مستې، ادې
2- ملينه يې (ی)
هغه يې ده چې مخکينی ټکی يې زور ولري. لکه: سړَی، لېونَی، سپَی، خټکَی.
3- معروفه يې ( سخته يې) (ي)
هغه يې ده چې مخکينی ټکی يې زېر ولري. لکه: غوړِي، دوستِي، کالِي
4- ثقيله يې ( ښځينه يې) (ۍ)
هغه يې ده چې مخکينی ټکی يې زورکی ولري او د ښځينه نومونو په پای کې راځي. لکه: چوکٌۍ، ډوډٌۍ، خولٌۍ
5- کړواله يې ( ئ)
بعضې ژبپوهان ورته د ثقيله يې دوهم ډول وايي. دا يې يوازې د افعالو په اشتقاقي حالت کې راځي او آواز يې د ښځينه يې (ۍ) په شان دی.

[color=red:9380fcaae2]د پښتو د يې ګانو په اړه بعضې معمول قواعد.[/color:9380fcaae2]
پسته يې (ې)_

د پستې يې آواز په لاندې تورو کې ښه تمثيل کېدای شي: ادې، شيدې، مستې.
1- هغه لازمي افعال چې د فعلي ريښې مصدري حالت يې (ېدل) وي، د هغود مشتقاتو لمړۍ يې تل پسته يې (ې) وي.
د فعلي ريښې نه مطلب (ېدل) او د هغو اشتقاقي حالتونه (ېدم، ېدې، ېدئ، ېدو، ېدې، ېدل، ېده ، او ېږم، ېږې، ېږئ، ېږو، ېږې، ېږي، ېږه او نور) دي.
د مثال په توګه: کېږم، غوځارېږم، غورځېږم، رسېږم، او داسې نور.
2- هغه مؤنث نومونه چې مفرد حالت يې په (ه) ختمېږي تل په (ې) جمع کېږي.
مثالونه: پيالې، کتابچې، غوښتنې، ښځې، مينځې، او داسې نور.
3- ضعيف ضميرونه چې رښتين صاحب ور ته د جلا ضميرونو دوهم ډول ويلی دی (مې، دې، يې)
په پسته يې (ې) ختمېږي.
مثالونه: کتاب مې راکړه. ټوپ مې و واهه. ختم يې وکړ. پياله دې راوړه.
4- د هغو مذکرو نومونو جمع چې په (ان يا ګان) کېږي د هغو ښځينه حالت په (انې يا ګانې) ختمېږي.
مثالونه: معلمانې، ډاکټرانې، بيزوګانې، ترور ګانې او داسې نور.
5- اکثر ادات هم په پسته يې (ې) ختمېږي.
د مثال په توګه: داسې، پورې، لاندې، باندې، ترې ، چېرې، ځنې، چې، او داسې نور.
6- ډېرهغه صفتونه چې ښځينه نوم تعريفوي په پستې يې (ې) جمع کېږي. لکه خرابې خبرې، پستې غوښې، ترخې مندکې. البته ډېر استثنأت هم موجود دي لکه نه بدلېدونکي صفتونه (اساسي، مخفي، او نور). بعضې صفتونه چې مذکر حالت يې په (ی) ختمېږي، ښځينه حالت يې کېدای شي په پسته يې (ې) او يا ښځينه يې (ۍ) جوړ شي. د مثال په توګه: تږی سړی، نری سړک او تږې ښځه يا نرۍ لاره. دلته معمولاً که خج په لمړي سېلاب وي نو جمع يې په (ې) جوړېږي، او که خج په دوهم سېلاب وي نو بياجمع يې په (ۍ) جوړېږي.
7- هغه مونث نومونه چې په کانسوننټ ختمېږي په (ې) جمع کېږي. لکه: ورځ _ ورځې، لمن _ لمنې، ورېځ _ ورېځې، او ډېر نور
8- بعضې ښځينه نومونه په (وې) جمع کېږي. کلاوې، ګناوې، بلاوې.
9- ښځينه خاص نومونه چې په (ۍ، ا، و) نه ختمېږي هم د جمع او هم په اشتقاقي حالت کې (ې) په اخر کې اخلي. لکه: پروينې ډوډۍ وخوړله. خديجې ته مې اوبه ورکړې.

[color=red:9380fcaae2]ملينه يې ( ی)_[/color:9380fcaae2]
د دغې يې آواز په لاندې تورو کې اورېدلای شئ: سړی، منګی، لرګی، کوچنی، اوکرزی .
1- ملينه يې که د نوم په اخر کې راشي نو هغه نوم يوازې مذکر نوم کېدای شي ( غير له مقصورې يې نه چې له عربي نه راغلې ده او مؤنث نوم هم جوړولی شي. لکه فتوی، معنی او نور) او که د صفت په اخر کې راشي نو هغه صفت به حتماً مذکر نوم توصيفوي. مثالونه: تږی سړی راغئ. نری دېوال ونړېدئ. بايد وويل شي چې ملينه يې د جملې د حالت په اساس تغير کوي او په معروفه يې تبديلېږي. لکه: تږي سړي ته مې اوبه ورکړې. کرزي رائيې وګټلې.
2- هغه فعلي صفتونه ( پارټيڅپل) چې مفرد مذکر نوم توصيفوي په ملينه يې ختمېږي. مثالونه يې دا دي: تللی مسافر بېرته راغلئ. دا وران شوی هېواد زما هېواد دی. ما زنګ وهلی دی.
3- که چېرته نوم په الف او يې ختم کېږي بايد ملينه يې استعمال شي. لکه: ځای، پای، بډای، سرای، چای، او نانوای.

[color=red:9380fcaae2]ښځينه يې (ۍ) –[/color:9380fcaae2]
په نومونو کې، دغه يې د بعضو مفردو مونثو نومونو په پای کې راځي. ډولۍ، بوډۍ، هګۍ او نور.
اکثراً همدا مفرد مونث نومونه د جمعې په شکل هم استعمالېږي. لکه ډېرې هګۍ مې وخوړې.
هغه ښځينه مفرد نومونه چې په سخته يې (ي) ختمېږي لکه دوستي، ياري، دښمني او داسې نور، د هغو د جمع حالت او همدارنګه اشتقاقي حالت په ښځينه يې ختمېږي. لکه: ډېرې دوستۍ مې وکړ ې، ستا د يارۍ نه مې توبه، د دوستۍ اصول او داسې نور.
څنګه چې پورته وويل شول بعضې صفتونه چې مذکر حالت يې په (ی) ختمېږي، ښځينه حالت يې کېدای شي په پسته يې (ې) او يا ښځينه يې (ۍ) ختم شي. که چېرته خج په وروستي سېلاب وي نو په (ۍ) ختمېږي. او که خج په لمړي سېلاب وي نو بيا په (ې) ختمېږي. مثال: خوارکۍ غوا لېونۍ شوه.

[color=red:9380fcaae2]کړواله يې ( ئ) [/color:9380fcaae2]
د دې يې آواز د ښځينه يې په شان دی خو کړواله يې، لکه څنګه چې له نامه نه يې څرګنده ده، يوازې د افعالو سره راځي. مثالونه: راځئ چې ځو. خلک په آرامه پرېږدئ. کرزی کابل ته ورسېدئ. ما له کړکۍ نه ټوپ وهئ (واهه) چې معلم را ننووت. تاسو څه کوئ؟ بايد وويل شي چې کړواله يې يوازې د قندهار په لهجه کې د مذکر- مفرد- غايب دپاره استعمالېږي او په نورو لهجو کې فقط د جمع- مخاطب دپاره استعمالېږي 0
څنګه چې زه مسلکي سړی نه يم نو ځکه نه شم ويلای چې د پښتو اکاډېمۍ هدف څه شی وو چې د يوه آواز د پاره يې دوه توري را و ايستل. که ستاسو سره په دې اړه څه معلومات وي نو لطفاً راته و يې ليکئ.
[color=red:9380fcaae2]سخته يې (ي)[/color:9380fcaae2]
دغه يې کېدای شي چې هم د ښځينه او هم د مذکرو نومونو په پای کې راشي.لکه: توتي، غوړي، دوستي، آرامي او نور.
سخته يې يوازې دغايب شخص د پاره د فعل د حاظر حالت د ريښو په پای کې راځي. مثالونه: احمد راځي، هوا خرابېږي، خلک ډوډۍ خوري، ښځې کالي مينځي.
سخته يې د اکثرو هغو صفتونو او نومونو په پای کې راځي چې يو د بل نه جوړ شوي وي.
مثالونه:
اسم صفت
اساس اساسي
وطن وطني
کتاب کتابي
اسم صفت
خراپي خراپ
دوستي دوست
پاکي پاک


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more