د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

لونګين

جلال نجيب) صافی
24.07.2004

لونګين
دآســيا پر سينه پروت لونګـيـنه
هره دښته هره سيمه دې رنګينه

لکه ستوری په آسمان داسې ځليږې--- لکه ګل په ګلستان داسې غوړيږې
لکه بلبل په بوستان داسې خنديږې--- لکه شمع چراغان داسې پړاکيږې
د نړۍ په ګرد ملکونوکې نګينه
دآســيا پر ســينه پروت لونګيـنه

ته وطــن د شا ځلمو او ننګيــالو --- ته چــمن د تورذنو توريــالو
ته خاوره د غيرتمندو پښتنو --- دغيرت په شمع سوو جنګيالو
ستا خاوره خټه لوټه ده ننګينه
د آسيا پر سينه پروت لونګيــنه

ستا لمن ډکه دناموس او له غيرت ---- هم ټاټوبی ته د پت او د عزت
هم جګ جګ دې غرونه د عظمت --- پاڼـې ډکې دي ستا له شجاعت
هره لـوټه هره تـيږه دې سنګينه
دآسيا پر سيــنه پروت لونګيــنه

ستالمن باندې چې ايښې آغيار پل دی --- چې پوه شوی چه خپل نه د بل دی
کوم شين سترګی پرنــګی يا مغـل دی --- يا چنګيز غوندې کوم ډاکو غـل دی
پښې ماتې شوي له روسه ترګورګينه
دآســـيا پر سـيـنه پروت يې لونــګينه

ته د(نجيب) د زړه آواز يې --- هم يې نغمې لره ته ساز يې
هــم ېې پـــټ د زړګـي راز ېې --- هم يې يارانو کې ته نـاز يې
د زړه سره نورمه اوســه غمـګيـنه
دآسيا پر سينه پروت لونګيـــنه
12-07-2004
نجيب صافی -ډنمارک


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more