د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ايران او طالبان

پتوال
25.06.2011

السلام عليکم و رحمة الله !

وايي چې طالبان اوس له ايران څخه هم مرستې اخلي ، په وروستيو کې يو انتحاري
له انتحار يا ځانوژونکي بريد څخه مخکې ونيول شو چې د ايران تبعه و ،
ځيني لکه ملا نورالعزيز وايي موټرسيکلونه هم طالبانو ته ايران ورکړي ، په داسې حال کې چې کرزي ته يې هم ددفتر د مصارفو
په نامه ډالر تحفه ورکول، ايران په دواړوخواو کې لاس ايښي او جګړه غځوي، څو امريکا ته درانده اقتصادي تلفات د افغانانو
د سرونو په قيمت واړوي . له دې ټول سره سره په داخل کې اسلامي پارلماني سيستم او انتخاباتي ولسمشري هم لري او وايي چې
په دې برخه کې يې ډيره تکيه د سيد جمال الدين په افکارو کړې ده ، نو تاسو په دې کې څه فکر کوئ چې آيا طالبان به دځان له پاره هم دغسې
اسلامي انتخاباتي پارلمان او ولسمشريز سيستم چې ايران يې لري رامنځته کړي ؟


۰
25.06.2011

السلام علیکم
نوره تبصیره به د فورم پوهان وکړي خو که دا [انتهاري] مو لږ روښانه کړ چي څه شي ته واي زه خو يي په معنی ونه رسیدم که عربي وي نو ایا مقصد مو [یو کار ورځي ته اړونکی] ته واي او د افتعال باب دی ،اوکه پښتو مصدر لري او د نهري اعني وږی ورنه مراد دی؟

مومندافغان


-
25.06.2011

[quote:f3d8b829cf]وايي چې طالبان اوس له ايران څخه هم مرستې اخلي[/quote:f3d8b829cf]

[quote:f3d8b829cf]له دې ټول سره سره په داخل کې اسلامي پارلماني سيستم او انتخاباتي ولسمشري هم لري [/quote:f3d8b829cf]

[quote:f3d8b829cf]نو تاسو په دې کې څه فکر کوئ چې آيا طالبان به دځان له پاره هم دغسې
اسلامي انتخاباتي پارلمان او ولسمشريز سيستم چې ايران يې لري رامنځته کړي ؟[/quote:f3d8b829cf]

وايي دوه چرسیانو په خپل منځ کې معما (چیستان) کوله، نو یو چرسي دا بل چرسي ته وویل:
که یو ریل ګاډی په ساعت کې ۶۰ کیلومټره فاصله ووهي، او یوه پیپسي pepsi په ۲۰ افغانۍ شي، نو په ونه کې به څو مرغۍ ناستې وي؟؟ :)
:lol: :lol:


عادل عادل
25.06.2011

السلام علیکم

محترم پتوال صاحب

زه به ستاسو د اټکل لپاره سمه فارموله په لاس درکړم.

که فرض کړو، د قم اخوندان له شیعه توب نه توبه وباسي، شفافه سني او په خوی کې رښتوني افغانان او پښتانه شي ..........

له بلې خوا ایراني ولس چې د ازادی له پلوه د غرب دیموکراسي او د کورنی نظام په خوب کې ویني، د په اصطلاح مترقي تمدن په لحاظ کم تر کمه 70 کاله شاته ولاړ شي ....... یعنې د دیموکراسی سره په حساسیت کې زمونږ کچې ته راولویژي، او بیا خدای ج ته د منلو وړ سنیان هم شي .......

نو اوس تاسو ووایاست چې دوی به د ځمکې د سر بهترین ولس او مثالي حکومت نه وي؟


پتوال
25.06.2011

کليوال صيب تاسوته بايد ساده ليکنې هم تشريح شي که څنګه ؟
زما له ټولې ليکنې څخه يو له بل وړاندې دوه يا دوه نيمې جملې پې تړاوه راخيستل او بيا بله کومه نتيجه و پورې تړل په منطق تیری دی .
او د ايرانيانو او افغانانو تر منځ تړاوونه ډير دي ، لکه :
- دواړه ګاونډيان دي،نو سيالي به سره کوي
- اسلامي ټولنې دي
- کلتوري اوژبني تړاوونه سره لري
- شريک تاريخ يې هم سره لرلی دی
- طالبان او ايراني اخندان دواړه په مذهبي ، مشخص اسلامي رژيم تکيه لري
- له امريکا سره دواړه دوښمني لري
- د ايران او طالبانو تر منځ مناسبات ښه شوي دي
- ايران او طالبان دواړه له امريکا سره د جګړې غځول غواړي
د ايران ددولتي نظام او د طالبانو د پخواني (( دولتي )) نظام ترمنځه ډير فرق موجود و ، نو پوښتنه داوه چې ددې دومره تړاوونو
سربېره په وروستيو کې ددوی تر منځ د مناسباتو ښه والي او د ايران مرستو به طالبان دې ته نه وي هڅولي چې د ايران د اسلامي
انتخاباتي نظام سره ورته نظام په اړه دخپل وطن له پاره هم فکر وکړي ؟؟؟؟؟
ځکه ايراني دولت د ولسواکۍ هېڅ سابقه نه لري، خو په افغانستان کې نږدې يوه لسيزه د ولسواکۍ په نامه حکومت او تقنين مو جود و .
په عرف کې د جرګو دود د ولسواکۍ يو قوي اصل تل وجود درلودد افغانستان د خلکو د سياسي شعور او ولسواکيزې اګاهۍ
کچه په اوسط ډول د طالبانو د شعور له اوسط څخه لوړه وه او لوړه ده .
هو په دې کې شک نشته چې د افغاني طالبانو د شعور کچه د ايراني اخندانو له شعور څخه ډيره ټيټه ده خو د ولسونو د شعور تر منځ فرق
له شتون سره سره هومره زيات نه دی !
په بله وينا افغاني طالبان د ټولو افغانانو په نسبت حجري ترين او وروسته پاتې ترين شعور لري، خو ايراني اخندان بيا د ايران
تر ټولو وروسته پاتې ترين او حجري ترين کسان نه دي !
هغوی له القاعدې او ISI پرته خپل ملي او نړيوال سياست پخپله ټاکلی او پخپله چلولی شي او آن سياسي ديپلواتيکي مقابله له غرب سره
کوي او کولی يې شي ، اساسي قانون يا آيين ، ملي پوځ او هرڅه لري، خو طالبانو په خپله ٦ کلنه دوره کې دا يو هم نه لرل او نه يې پيژندل !
نو طبيعي ده چې اوس هر افغان دا پوښتنه لري چې آيا طالبانو په ځان کې څومره بدلون راوستی او لږ تر لږه د ايران سيوري ته هم رسيدلی شي که نه !
که د عادل صيب په اند افغان ولس په اوسط ډول له ايراني ولس څخه ٧٠ کاله وروسته دی، نو طالبان خو ترې ٧٠ کاله نور هم (١٤٠) کاله وروسته پاتې دي
او زيار باسي چې چې ټول افغانان خپلې سويې ته راکښته کړي . خو تر اوسه پورې ما پله چانه هم نه دي اورې دلي چې په شا تګ هم يو مثبت ګام و بولي .


Re: ايران او طالبان

Mujahid Islam/مجاهد
25.06.2011

[quote:32959c6c34="پتوال"]السلام عليکم و رحمة الله !

وايي چې طالبان اوس له ايران څخه هم مرستې اخلي ، په وروستيو کې يو انتحاري
له انتحار يا ځانوژونکي بريد څخه مخکې ونيول شو چې د ايران تبعه و ،
ځيني لکه ملا نورالعزيز وايي موټرسيکلونه هم طالبانو ته ايران ورکړي ، په داسې حال کې چې کرزي ته يې هم ددفتر د مصارفو
په نامه ډالر تحفه ورکول، ايران په دواړوخواو کې لاس ايښي او جګړه غځوي، څو امريکا ته درانده اقتصادي تلفات د افغانانو
د سرونو په قيمت واړوي . له دې ټول سره سره په داخل کې اسلامي پارلماني سيستم او انتخاباتي ولسمشري هم لري او وايي چې
په دې برخه کې يې ډيره تکيه د سيد جمال الدين په افکارو کړې ده ، نو تاسو په دې کې څه فکر کوئ چې آيا طالبان به دځان له پاره هم دغسې
اسلامي انتخاباتي پارلمان او ولسمشريز سيستم چې ايران يې لري رامنځته کړي ؟[/quote:32959c6c34]

السلام اعلېکم ورحمت الله وبرکاته.
محترم پتوال صاحب
ده اسلام دلارې ېو ستر مجاهد او شازلمئ که استشهاد/فداې کوې هغه ته انتهاري وېل قطعآ حرام دئ
ده استشهاد او ده انتهار تړاؤ ده کفرې بخت مېډېا او ده اجېرانو کار ده.
محترم وروره ده طالبانو اسلامي تحرېک او ده رافضې/شېعه رژېم هېڅ تشبېه نه لري.


عنوان

spinkar
25.06.2011

پتوال صيب چه دا غږ مو نورو هم زما په غوږو اوريدلې وې شايد ډير ژر په ټول افغان کې يوالې مينځ ته راغلې وې او ملت خپل راتلونکې خپله تعين کړې وې
چه دشمن دی معلوم او پيژندل شوې وې او بيا هم پرې د دوست باور کوې دڅارنوالې له قانونه په خپله يو جرم دې
نن دباباې وطن پلويانو چه زه ې پيژنم په خپل وخت کې ې وطن چور کړو او د کمونيسيانو او په نوم مجاهيديانو چه وطن نور هم در په در کړو او پينځه کلنه دوره دطالبانو دغه ټول ملت ته لکه لمر معلومه ده
نن يواځې طالب داشغالګر په مقابل نه جنګيږې بلکه ٨٠ فيصده دملت ازادېواهان دا قربانې ورکوې
زه نه دباباې و طن پلويان غواړم نه د روسانو نو کران نه په نامه دمجاهد چه وطن ې ايرې ايرې کړو بلکه دملت له مينځه که يو هندو هم افغان وې چه دخاورې اوملت ته وفادار او خدمت وکړې ترې دفاع کوم
افغانستان يو ملې انقلاب غواړې اوبس
مرګ په asi ،cai او ايرانې معاشخورانو
مننه


عادل عادل
25.06.2011

السلام علیکم

پتوال صاحب په تاسف سره ووایم چې د پردیو د فرهنګونو په طلاطم کې داسې جوړ شوو چې خپل زوی راته ګړنګن او د نورو لوڼې راته شازلمیان برېښي، تاسو ورشی چې احمدي نژاد او شیعه اخوندان یې چې کله هم مجلس کې کښېني، نو یوه چوکی د امام زمان لپاره خالي پرېږدي چې مبادا همدا اوس به راکوز شي، رهبر یې ځانته ته علنا د مځکې پر مخ د خدای ج عام و تام نماینده وایي، دې ته د حجر د وخت خلک وایي، قسم په خدای چې زمونږ د طالبانو مرداري تر دوی شرف لري.

خو د د دوی روڼ اندي بیا زمونږ تر روڼ اندیو ډېر سړي دي، ډېر ملت دوسته دي، که له خپل اخوند څخه هر څومره هم نفرت کوي، خو زما او ستا او هر پردي په وړاندې د ایران پارسا و فارس شعار یې د اخوند د کونې نه په راوتلي دېرش کلن جمهوري نااسلامي پورې تړلی او په پټو سترګو یې تایید کوي، زمونږ د روڼ اندیو لپاره د شرم ځای دی چې غربي فرهنګ ځپلي ایرانیانو و کولای شول چې د خپل اخوند تر کوتک لاندې د یو ټوټه ایران ګټو او مزور تاریخ ته د درناوي په دود دېرش کلنه غاړه یوسي، خو زمونږ اوتو کړو روڼ اندو نه یوازې چې د خپل سپېڅلي طالب ملاتړ ونشو کړای، بلکه د دوی په وړاندې یې یرغل او درغل ته ډولونه ووهل، هغه ایرانیان چې میندې یې له پنځو نسلونو راپدې خوا هم لوستې، هم بې پرتوګه او هم دیموکراسی خوښوونکې وې، محجب او ګیرور شول خو زمونږ روڼ اندي چې ژوندی میندې یې لا تراوسه پټې او مستورې دي، د دیموکراسی په شوق و غریق کې، حاضر نشول چې دوه تاره ګیره پرېږدي، ایراني ملیتپالان خپل جمهوري اسلامي د فارس د امپراتوری په بیا احیا باندې تعبیروي خو زمونږ روڼ اندو ملا ماته ده چې د طالبانو اسلامي امارت د احمدخان او میرویس خان په بیا واکمنېدو سره تعبیر کړو؟

ګران او محترم پتوال صاحب

دا خبره مو په هېڅ تول نه منم چې ووایو طالبان تر مونږ ۷۰ کاله وروسته دي، که په رښتیا سره د افغان ټولنې جز وو، نو طالب خو د ولس په مجاورت کې پاتې شوی دی، نو دا ۷۰ کاله سبقت مونږ چېرته او څنګه خپل کړ ؟ ایا صرف ظاهري بڼې بدلولو ته ۷۰ کاله سبقت ویلای شو؟ که وروسته وو نو ټول به وو، که پر مځ وو نو بیا زمونږ په منځ کې څوک د حجر د زمانې نشته، د ټولنې د پرمختګ او علمي کچې لوړتیا او کلتوري ودې جغ/یوغ ته به په ګډه او یوه وجود سره اوږه ورکوو، کنه هر هغه څیز چې له سببه یې ځان تر خپل ولس پرمختللی محسوسوو پردي او د ولس لپاره زهر قاتل دي.


پتوال
29.06.2011

[quote:ce76952c59="عادل عادل"]السلام علیکم

پتوال صاحب .... تاسو ورشی چې احمدي نژاد او شیعه اخوندان یې چې کله هم مجلس کې کښېني، نو یوه چوکی د امام زمان لپاره خالي پرېږدي چې مبادا همدا اوس به راکوز شي، رهبر یې ځانته ته علنا د مځکې پر مخ د خدای ج عام و تام نماینده وایي، دې ته د حجر د وخت خلک وایي، قسم په خدای چې زمونږ د طالبانو مرداري تر دوی شرف لري.[/quote:ce76952c59]
دروند عادل صاحب !
ايراني دولتمندان د ولس له عقيدوي مسايلو څخه د سياسي وسيلې په توګه ګټه پورته کوي، کنه نور اخلاص ورته نه لريې . نو که د اخلاص او
هوډمنتيا له پلوه يې وګورو افغانان ، په تيره طالبان ترې سل ځله بهتر دي، خو که سياسي شعور ته يې وګورې بيا همدومره دوی له اخلاصمنو افغانانو په تيره بيا طالبانو څخه همدغومره مخکې دي .
[quote:ce76952c59]خو د د دوی روڼ اندي بیا زمونږ تر روڼ اندیو ډېر سړي دي، ډېر ملت دوسته دي، که له خپل اخوند څخه هر څومره هم نفرت کوي، خو زما او ستا او هر پردي په وړاندې د ایران پارسا و فارس شعار یې د اخوند د کونې نه په راوتلي دېرش کلن جمهوري نااسلامي پورې تړلی او په پټو سترګو یې تایید کوي،[/quote:ce76952c59]
ايراني اخندان د وسلې په زور قدرت ته نه دي رسېدلي ، بلکې اسلامي فکري انقلاب يې اساس و، که طالبانو وسله نه وای کارولې او ولس يې ازادانه
ګټلي او انقلاب په لوري رهبري کړي وای بيا به مو دافغانانو پلوی ليدلی وای ، د زور څخه کار اخيستلو ددوی سياسي اوس خو طالب په زور او بيا د بهرني ګاونډي دوښمن په ملاتړ نه يواځې ددوی سياسي شعور له ودې څخه وغورځاوه، بلکې ددوی کورنی محبوبيت يې هم تر پوښتنې لاندې راوستلی و .
نو ددوی توپير د ايران د روحاني او مذهبي روڼ اندو سره زيات دی چې له افغاني هغوی څخه ايراني روحاني روڼ اندي ډير مخکې دي
او ما همدغه ټکي ته ګوته نيولې ده .
طالب فکري انقلاب نه دی کړی ،نو احساساتي پلويان لري خو فکري  يا اندوال ملاتړي نه لري ، او همدا ددې لاندې حالت  عامل دی چې تاسوپه ګوته کړی دی :

[quote:ce76952c59]زمونږ اوتو کړو روڼ اندو نه یوازې چې د خپل سپېڅلي طالب ملاتړ ونشو کړای، بلکه د دوی په وړاندې یې یرغل او درغل ته ډولونه ووهل، هغه ایرانیان چې میندې یې له پنځو نسلونو راپدې خوا هم لوستې، هم بې پرتوګه او هم دیموکراسی خوښوونکې وې، محجب او ګیرور شول خو زمونږ روڼ اندي چې ژوندی میندې یې لا تراوسه پټې او مستورې دي، د دیموکراسی په شوق و غریق کې، حاضر نشول چې دوه تاره ګیره پرېږدي،[/quote:ce76952c59]
داچې [quote:ce76952c59]
ایراني ملیتپالان خپل جمهوري اسلامي د فارس د امپراتوری په بیا احیا باندې تعبیروي خو زمونږ روڼ اندو ملا ماته ده چې د طالبانو اسلامي امارت د احمدخان او میرویس خان په بیا واکمنېدو سره تعبیر کړو؟ [/quote:ce76952c59]
که ونږ د خميني غوندې پوه مذهبي رهبر  او رهبري لرلای چې په استدلال سره يې ايرانيان اول وګټل ، شاهي رژيم ته يې ورمخکې کړل  اوهغوی يې دځان کړل نو  بيا له قدرت نيولو وروسته يې پرې هره لاره بنده کړه 
داچې چوپ دي ويريږي که نه راضي په هېڅ صورت  نه دي ٠

[quote:ce76952c59]ګران او محترم پتوال صاحب
دا خبره مو په هېڅ تول نه منم چې ووایو طالبان تر مونږ ۷۰ کاله وروسته دي، که په رښتیا سره د افغان ټولنې جز وو، نو طالب خو د ولس په مجاورت کې پاتې شوی دی، نو دا ۷۰ کاله سبقت مونږ چېرته او څنګه خپل کړ ؟ [/quote:ce76952c59]
بيسوادي يو لوی مسلط مرض و، په تيره بيا په پښتنو کې او پنجابيانودتل زمونږ بيسوادان  او سياسي بيسوادان لکه ملايان  د وسلي په توګه د افغان ملت  پرضد کارولي دي،  که نه د بچۀ سقاو  اطاعت  د پښتنو له پاره څنګه  امکان پيدا کړی وای ٠ دطالبانو دغورځنګ او سقاوي غورڅنګ   ورته والی ډير محسوسېدۀ ان د ملاتړ تر منابعو پورې ٠  والسلام ٠ 


pattang
29.06.2011

دايران شرائط اود افغانستان شرائط ډېر فرق لاره اولري يې٠
دشاه رضا پهلوي ميراث د غلو داړه مارو له کړو وړو نه ډېر فرق لاره !
نو طالبي غورڅنګ هم دايران دملا يانو له کړو وړو سره فرق لري٠


larghonay laraway
30.06.2011

السلام عليکم !
زه دلته د ايراني شيعه ګانو او طالبانو پرتله ځکه نه شم کولی چې دوه سره بېلې مفکورې لري او ډېر کم شباهت لري. طالبان جاهل دي ښوونځي او مدرسې نه پرېږدي خو مسلمانان دي او د شيعه ګانو اکثره کړه وړه او عقيده پر شرکياتو او خرافاتو ولاړه ده.

پاتې شوه ايراني طالبان:
په دې کې هيڅ شک نشته ځکه ايران په د طالبانو فکري ملګری نه دی خو د خپلو موخو د پلي کيدو په خاطر يې په طالبانو کې څه ناڅه ريښې کړي او نفوذ يې په کې خوندي کړی دی!

بېلګې:
په افغانستان کې هغو سيمو ته پام وکړئ چې پښتانه او هزاره شيعه ګان په کې ګډ ژوند کوي نو هر څه به درته روښانه شي!
په کندهار کې سني حکومتي چارواکي په خپلو کوټو کې هم ارام خوب نه شي کولی چې طالبان پرې بريد ونه کړي خو د توپخانې شيعه ګان خلاصې تڼۍ ګرځي او طالب ورته پورته هم نه ګوري!
په هلمند کې پښتانه د ښوونځي نوم اخيستل هم کفر دی خو په کارته لګن، نادعلي، ګرشک او مرجه کې د اوسني حکومت په ټوله دوره کې د هزاره شيعه ګانو ښځينه او نارينه ښوونځي پرانيستي دي.
په ارزګان کې د ښوونې او روزنې او روغتيا له نظره د خلکو ژوند په صفر کې ضرب دی خو شيعه ګان ښې تودې هلې ځلې کوي. د محسني، کريم خليلي او محقق بېلابېلې مرستې ورسره ملې دي چې د زده کړې لپاره روانې دي.

په زابل کې د پوليو واکسين هم نه پرېږدي خو په خاک ايران (خاک افغان) ولسوالۍ کې د شيعه ګانو ښوونځي او کلينيکونه شته!
په غزني کې اندړ ولسوالي ښار ته نږدې ده خو بچک مې نه دی چې څوک د زده کړې او ښه ژوند نوم واخلي خو جاغوري چې يوه ليرې پرته ولسوالي ده نو تر څلوېښتو زياتې ليسې په کې فعالې دي!
همدا راز تاسو به د پارلمان ټاکنې ليدلې وي چې محقق د دايکندي او باميانو څخه هزاره ګان راوستي وو او د کابل د پامير سينما هوټلونه ترې ډک وو څو په کابل کې محقق ته رايه ورکړي. دوی کارتونه هم په کابل کې اخيستي وو ځکه محقق ورته ويلي وو له باميانو او دايکندي څخه خو هسې هم بل څوک نه راځي نو که په کمو وي او که په زياتو رايو وي هزاره راځي. له کابله بايد ډېر هزاره راشي چې همداسې وشول. په داسې حال کې چې الجزيرې ټلويزيون د پښتنو غوڅې شوې ګوتې هم وښودې!

نو که طالبان د دې حکومت مطلق مخالف وي او نه يې ټاکنې مني، نه ښوونځي او نه هم کلينيک يا نور خدمتونه نو بيا د يو بام او دوه هوا کيسه ولې کوي؟
ولې يې د دوی د حاکميت په ټولو سيمو کې نه بندوي؟
خو له دې معلومېږي چې طالبان د ايران پراخ فرمايشونه مني!
بله دا چې له ډېرو کندهاريانو او هلمنديانو مې اوريدلي چې له ايرانه مايع مواد راځي او په چاودنو کې ترې کار اخيستل کېږي.
همدا راز د طالبانو په سيمو کې ايرانۍ وسلې هم شته او څوک ترې سترګې نه شي پټولی!
د طالبانو ډولونه:
طالبان ګڼ ډولونه لري او له بېلابېلو هيوادونو سره تړلې دي چې هر هيواد يې د خپلو موخو لپاره د ټوپکو په څېر ډزوي لکه: پاکستاني طالبان، ايراني طالبان، امريکايي طالبان، انګليسي طالبان، هندي طالبان، جرمني، فرانسوي او هغه د چا خبره وغيره غيره....
خو کمال يې دا دی چې د ټولو د کړنو پړه ذبيح الله مجاهد په غاړه اخلي!
پاکستاني طالبان په پاکستان کې منظم حکومت غواړي. فضل رحمن او سميع الحق ته کمپاين هم کوي چې د انګليس ډوله حکومت پارلمان ته لاړ شي خو په افغانستان کې هيڅ هم نه مني!
ايراني طالبان شيعه ګانو ته د ليک لوست زده کړې او په حکومت کې د ګډون پر سر هيڅ نه وايي خو پښتانه نه پرېږدي!
امريکايي طالبان په کوبايانو ډز هم نه کوي او په موسی کلا کې ورسره تړون کوي خو د ملي اردو او ملي پوليسو سرتېري ترې ژوندي هم نه شي خلاصيدی!
انګليسي طالبان له مايکل سمپل سره د زړه خواله کوي او له بلې خوا په افغانستان کې جګړه جهاد بولي!
هندي طالبان بيا د پاکستان په حکومتي تاسيساتو بريدونه کوي او پر ځان د طالب او مجاهد نوم ږدي او د پاکستاني طالبانو په ډلو کې يې ځانونه ځای پرځای کړې دي!
حتی د شمالي ټلوالې طالبان: باور وکړه چې هيڅ به يې ونه منئ خو په شمال کې قومندان عطاء طالبان لري او په خلاص مټ د پښتنو مشران وژني. په تېرو ټاکنو کې يې د جمعه خان همدرد زوی ته په ټولو پښتني سيمو کې ټاکنيز مرکزونه تړلي وو او د بلخ ولايت په ليرې پرتو سيمو کې هم ټاکنې وشوې. په بلخ ولايت کې د قومندان عطامحمد نور يو بړيڅې چې معلم اسلم نومېږي د هغه همدا دنده ده چې طالبان جوړ کړي، ملاتړ يې وکړي او د پښتنو پر ضد يې وچلوي!
همداسې نور وغيره وغيره هم درواخله....


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more